پنتاګون د کاله ۱۳۵ ملیونه بیرله تېل څښی ! — نثار احمد صمد

 

پنتاګون د کاله ۱۳۵ ملیونه بیرله تېل څښی !

 

ليکوال: نثار احمد صمد

 

د امریکا د دفاع وزارت ( پنتاګون ) په نړۍ کی د تېلو تر ټولو زیات مصرفونکی دﺉ . امریکایی پوځیان د جګړې په تاریخ کی هغه عسکر دي چی تر هر چا او هر انجن ډېر تېل مصرفوی . امریکایی جنګی ماشین د تېلو په چینه او هغه بیا د پیسو په خزانه چلیږی .

ښه به دا وی چی د موضوع په اړه  لومړی د نړۍ ، بیا د امریکا او ورپسې د پنتاګون پوځی- نفتی حقایق وڅیړو: 

 

لومړی : نړۍ ( ۲۰۰۸ ) –

الف – د نړۍ ټول نفوس ۶٬۷ بلیونه دی ،

ب – د نړۍ ټوله هېوادونه ۱۹۵ دي ،

ج – د نړۍ د پوځونو مجموعی شمېر ۱۷٬۵ ملیونه دی ،

د – د نړۍ ټوله پوځی بودجه ۱۴٬۷ بلیونه ډالره ده ،

و – د نړۍ د تېلو ورځنی تولید او مصرف ۸۵ ملیونه بیرله دی ،

 

دوهم : امریکا ( ۲۰۰۸ ) –

الف – د امریکا د وګړو شمېر ۳۰۴ ملیونه دی ،

ب – د امریکا ټوله کلنۍ بودجه ۲۹ بلیونه ډالره ده ،

ج – د امریکا د ټولو موټرانو شمېر ۲۵۴ ملیونه دی ،

د – د امریکا  څلوېښت زره انسانان هر کال په ترافیکی پېښو کی وژل کیږی ،

و – امریکا هره ورځ ۲۱ ملیونه بیرله تېل مصرفوی ( یعنی د کاله ۷٬۶ بلیونه بیرله ) ،

ی – امریکا د ورځی ۱۳ ملیونه بیرله تېل واردوی ،

 

درېیم : پنتاګون ( ۲۰۰۸ )

الف – د ټولو پوځیانو شمېر یې ۲٬۸ ملیونو ته رسیږی ،

ب – کلنۍ پوځی بودجه یې ۷۱۱ بلیونه ډالره ده ،

ج – په بهر کی یې د مستقرو پو ځیانو تعداد ۴۱۰ زره کسه دی ،

د – په بهر ( یعنی ۱۴۴ هېوادو کی ) ۷۰۰ پوځی اډې لری ،

و – د تېلو مصرف یې د کاله ۱۳۵ ملیونه بیرله ( یا د ورځی ۳۷۰ زره بیرله ) دی ،

ی – دارایی ( مالکیت )  : په بهر کی د ۶۰۰ بلیونو ډالرو په ارزښت ۳۰ ملیونه ایکړه مځکی یا ودانۍ لری ( یو ایکړ ۴۰۴۷ متر مربع دی ) ،

 

اوس به د عمومیاتو څخه خصوصیاتو ته راسو او د پنتاګون لخوا به هره ورځ د تېلو ستر مصارف وڅیړو .

تېل هغه انرژی ده چی د امریکایی پوځ څه نا څه ( ۱۱۰۰۰ ) جنګی طیارو او هلیکوپترونو ، ۲۰۰ جنګی او اکمالاتی بیړیو ، ( ۲۰۰۰۰۰ ) جنګی وسایطو ، او ( ۱۹۰۰۰۰ ) هم غیر جنګی عراده جاتو ( لکه ټرکونو ، موټرونو او بسونو ) ته هره ورځ حرکت ورکوی .

 

په ۲۰۰۸ کی د پنتاګون د انرژی مصارف څه نا څه پنځلس بلیونو ډالرو ته ورسېدل او د ۲۰۰۹ لپاره یې نور درې بلیونه ډالره هم په همدې هدف غوښتی دي . د دې انرژی ۸۰٪ یې تېل دي .  که په هر بیرل کی صرف لس ډالره ګران سی نو امریکایی پوځ به د کاله ۱٬۳ بلیونه ډالره نور مصارف هم ولری .

امریکا د نړۍ لومړنی هېواد دی چی ډیر تېل مصرفوی یعنی د ورځی ۲۱ ملیونه بیرله تېل استهلاک کوی . چین دوهم دی چی تقریبأ ۷ ملیونه بیرله مصرفوی . جاپان ، جرمنی ، روسیه ، هند او کاناډا ورپسې دي .

 

په امریکا کی د سړي سر تېلو مصرف تر ټولی نړۍ لوړ دی . په ۲۰۰۷ کی هر ملکی امریکایی ۲۵ بیرله او هر امریکایی پوځی ۵۹ بیرله تېل مصرف کړي دي . امریکا د نړۍ صرف ۵٪ نفوس تشکیلوی خو د ورځی ۲۱ ملیونه بیرله تېل کشوی . نیویارک ټایمز د ۲۰۰۸ د اپریل پر ۲۵ داسی ولیکل : « نړۍ هره ورځ ۸۵ ملیونه بیرله تېل مصرفوی . امریکا د دې تېلو څلورمه برخه مصرفوی . د نړۍ د هرو نهو بیرلو تېلو څخه یو یې په امریکایی پټرول پمپونو کی خالی کیږی . »

 

مخکی مو وویل چی پنتاګون د کاله ۱۳۵ ملیونه بیرله تېل مصرفوی چی د ورځی ۳۷۰ زره بیرله کیږی . آیا پوهیږی چی په دومره ډیرو تیلو څومره سفر کیږی ؟ د معیار مطابق یو امریکایی موټر په یو ګیلن تیلو سره ۲۵ میله واټن وهی . اوس که هغه تېل مدنظر ونیسو چی پنتاګون یې په یوه ورځ کی مصرفوی نو په دغو ( ۳۷۰ ) زرو بیرلو تېلو  به د مځکی پر کره ( ۱۵۶۰۰ ) واره راوڅرخې ! بلخوا ، په دغو تېلو سره کولای سې چی دوه ځله لمر ته ولاړ سې او بیرته راسې . یعنی که باالفرض ستا موټر په یو ساعت کی د ۶۰ میلو په سرعت روان وی ، نو ( ۳۹۰۰۰۰ ) کاله وروسته به د لمر دغه دواړه سفرونه طی کړې . له دې نه ښکاری چی پنتاګون د یوې ستری بلا غوندی دومره تېل څښی چی هیڅ نه مشبوع کیږی .

یوازی د ترانسپورټ لپاره پنتاګون د ورځی ( ۴۰۰۰۰۰ ) بیرله تېل مصرفوی . باید وویل سی چی د یونان هېواد هم د ورځی همدومره تېل مصرفوی ( یعنی یو وزارت د یو هېواد د نفتی مصارفو سره برابر دی . ) پدې حساب که پنتاګون یو هېواد وای ، نو هغه به په نړۍ کی د تېلو د زیات مصرف له مخی یودېرشم هېواد وای . سی آی اې تیر کال (  یعنی په ۲۰۰۷  کی ) وویل چی په نړۍ کی صرف ۳۵ هېوادونه تر پنتاګون ډېر تېل مصرفوی . د دې څخه ښکاری چی پنتاګون تر ( ۱۶۰ ) هېوادو ډېر تېل څښی .

 

د پنتاګون نیمایی تېل د هوایی ځواک لخوا استهلاک کیږی . لکه څنګه چی هوایی ځواک په ۲۰۰۶ کی څه نا څه ۶۲ ملیونه بیرله د جټ تېل مصرف کړل او دا هغه مقدار دی چی امریکایی الوتکو په ټوله دوهمه نړیواله جګړه کی مصرف کړی و . « بی- ۵۲ » طیارې د الوتنی پر مهال په یو ساعت کی ( ۷۸ ) بیرله تېل مصرفوی ، « ایف- ۱۵ » او « ایف- ۱۶ » الوتکي هم باالترتیب په یو ساعت کی ( ۳۷ ) او ( ۲۰ ) بیرله تېل څښی . خو د حملې پر مهال بیا په یوه دقیقه کی ۲۸ ګیلنه تېل خوری . په همدې ترتیب دوه اپاچی هلیکوپترونه په شپه کی د حملې پر مهال ( ۶۰۰۰۰ ) ګیلنه یعنی  « ۱۴۲۸ »  بیرله تېل مصرفوی . ابراهام ټانک په یو ګیلن تیلو سره ( ۷۰۰ متره ) واټن وهی او براډلی جنګی ګاډي هم په یو ګیلن تېلو سره دوه میله واټن وهی ( حال دا چی یو امریکایی موټر په یو ګیلن تیلو سره ۲۵ میله او جاپانی موټر هم ۴۵ میله  واټن  وهی . )

 

پنتاګون هره ورځ په بهر کی څه نا څه ( ۱۵۰۰۰۰ ) بیرله تیل مصرفوی چی اکثره په جنګی عملیاتو ، انتقالاتو او نورو پوځی فعالیتونو کی سوځل کیږی . په جبهه کی د امریکایی پوځ د استقرار پر مهال هغوی ته د ورلیږونکو موادو ۷۰٪ همدا تیل وی . هوایی ځواک د خپلی نفتی بودجې ۸۵٪ په انتقالاتو یا رسیدګیو کی مصرفوی چی هغه مځکني او هوایی ټانکرونه دي . په جبهه کی د امریکایی پوځ د ۱۰ وسایطو له جملې نه صرف دوه یې جګړه ییز وسایط وی ( لکه ابراهام ټانګ او اپاچی هلیکوپترونه ) نور اته یې نفت او اکمالات رسوی . د پوځ څه نا څه څلوېښت زره پوځیان د انرژی د انتقال او ویش په کارونو کی لګیا دي چی دا د حیرانۍ وړ خبره ده .

 

پنتاګون د ۲۰۰۶ تر مارچ پوری د عراق د عملیاتو لپاره ( ۶۷ ) ملیونه  او د افغانستان د عملیاتو لپاره هم ( ۵۲ ) ملیونه بیرله تېل تهیه کړي دي . دا مجموعه ( ۱۱۹ ) ملیونه بیرله کیږی چی د نه منلو خبره ده . پنتاګون همدا نن هره ورځ اقلأ ( ۵۶۰۰۰ )  بیرله تېل ، چی نرخ یې لږ تر لږه درې ملیونه ډالره کیږی ، په افغانستان او عراق کی مصرفوی . د ۲۰۰۶ تر مارچ پوری په افغانستان کی د عملیاتو لپاره څه باندی ( ۲٬۲ ) بلیونه ګیلنه  ( یعنی ۵۲ ملیونه بیرله ) تېل ورلیږل سوي دي . په هره تسلیمونکې ورځ څه باندی « ۳۰۰ » ټانکرونه ور رسیږی چی څه نا څه درې ملیونه ګیلنه ( ۷۱۴۲۹ بیرله ) تېل کیږی .

امریکایی پوځ په افغانستان کی هره ورځ په اوسط ډول « ۱۶۰۰۰ » بیرله تېل مصرفوی . له دې جملې نه « ۲۷۰۰ » بیرله د ترکمنستان څخه ، « ۲۴۰۰ » بیرله د ازبکستان څخه ، او « ۱۰۸۰۰ » بیرله هم د پاکستان له لاری ورروان دي . جالبه لا دا چی په خپله افغانستان په مجموع کی د ورځی « ۵۰۰۰ » بیرله تېل مصرفوی چی د نړۍ د « ۱۹۵ » هېوادو څخه ۱۶۵ مقام لری خو د هغه  د اشغالګر هېواد پوځ تر خپلی مستعمرې درې چنده زیات تېل مصرفوی . له دې څخه د نړۍ د غریب ترین او بډای ترین ( اشغالی او اشغالګر ځواک ) پرتلنه له ورایه ښکاری .

 

پنتاګون هغه پوځی ماشین دی چی په نړۍ کی د امریکا اهداف په جبر ، تشدد او طاقت سره تحمیلوی . پنتاګون په بهر کی څه باندی « ۷۰۰ » اډې لرې او د هغو لپاره یې څه باندی « ۳۲۳۰۰ » بارکونه ، ساتنځایونه ، روغتونونه ، او نور تعمیرات رانیولي حال دا چی نوري څه باندی « ۱۶۵۰۰ » ودانۍ یې هم کرایه کړي دي . پنتاګون په بهر کی دیرش ملیونه ایکړه مځکه لری . پدې حساب پنتاګون په نړۍ کی تر ټولو غټ مځکه وال یا مالک ګڼل کیږی ( البته په دې مالکیت کی هغه ودانۍ شاملي نه دي چی په افغانستان ،عراق ، اسراییلو ، قرغیزستان ، قطر ، ازبکستان او کویټ کی یې لری . )

 

پنتاګون په « ۱۴۴ » هېوادو او ۱۵ هم نا خپلواکو سیمو کی جمعأ « ۷۳۷ » پوځی اډې لری چی په ټولو کی یې څلور لکه لس زره « ۴۱۰۰۰۰ » پوځیان اچولي دي ( یعنی : ۱۵۲۰۰۰ په عراق کی ، ۳۲۰۰۰ په افغانستان کی ، ۳۳۰۰۰ په جاپان کی ، ۲۶۰۰۰ په جنوبی کوریا کی ، ۸۵۰۰۰ په اروپا کی ، ۷۱۰۰۰ په ختیځه آسیا او پاسفیک کی ، ۷۸۰۰ په شمالی افریقا ، نږدې ختیځ او جنوبی آسیا کی ، ۲۷۰۰ د افریقا په صحرا کی ، ۲۱۰۰۰ هم په لویدیځه نیمه کره کی مستقر دي . ) دا ټولي اډې ، ټولی وسلې ، ټول پوځیان ، ټول پوځی وسایل او وسایط په دوو عمده شیانو سره فعال دي چی هغه تېل او باروت دي . په تېلو سره خپل جنګی ماشین چلوی خو په باروتو سره بیا خپل مخالفین څملوی .

 

واشنګټن د تېلو د تصرف په خاطر په ځینو سیمو لکه منځنۍ آسیا ، منځني ختیځ او افریقا کی د چین او روسیې سره غوڅ رقابت کوی چی په نتیجه کی د یو لړ پوځی شخړو سره مخامخ کیږی . همدا علت دی چی هغوی د تېلو په تولیدونکو او ورپورو ستراتیژیکو هېوادو کی پوځی لاس وهني کوی او څنګه چی تېل امریکا ته حیاتی اهمیت لری ، نو واشنګټن زیار باسی چی هغه د تروریزم سره وتړی . دا خدمت دوه پیاوړي جوړښتونونه ورته کوی چی یو « سی آی اې » او بل هم « پنتاګون » دی . لومړنی رژیمونه ورته نړوی او دوهم یې هم جګړې ورګټی . له همدې امله نن موږ ګورو چی : « د تروریزم پر ضد جنګ او د نفتی منابعو تصرف د یوې سِکې دوه مخونه دي » ! والسلام ، نثار احمد صمد

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.