غزه وسوځېده! — داکتر وحيد الله مصلح

 

غزه وسوځېده!

 

ډاکټر وحیدالله مصلح

منبع: دوستداران وطن

 

د تیرې شنبې په ورځ د غزې پر ملکي سیمو له  سل ټنو ډیر بمونه ووریدل، په سلګونو ملکي وګړي شهیدان، او ټپیان شول،د غزې ټول روغتونونه له ټپیانو ډک دي، درمل نه شته، او د مصر لارې بندې دي، غزه په یوه لوی زندان اووښتې ده، اسراییل د نړۍ خوړونکې امریکا په مټ د یوه ملت د اقدارو پسې راخیستې، که امریکا په نړۍ کې د جینوسایډ نوي بنسټونه جوړ کړي او ملتونه وژني، نو اسراییلو هم د فلسطین ملت وژنې پسې راخیستې، او لګیا دي د فلسطینیانواسلامي اقدار، او د ازادۍ مبارزه وژني.
اسراییلو ویلي چې حمله ددې په خاطر پیل شوې ترڅو د فلسطین امنیتي واقعیتونه واړوي، او  اسرایل د حماس له راکټي بریدونو خوندي کړي، همداراز کیدای شي له هوايي بریدونو سره زمکني بریدونه پیل شي، که داسې وشي نو اسراییل به په سیمه کې تر دې لا ډیرې فاجعې وزیږوي.

۱۰۰ ټنه بمونه: اوسنۍ حمله د شنبې په ورځ له سهار مهاله پیل شوه، په غزه کې د بي بي سي د رپورټ له مخې یوازې د شنبې په ورځ ۱۰۰ ټنه بمونه ووریدل، تر ۳۰۰ ډیر فلسطینیان شهیدان او تر ۷۰۰ ډیر ټپیان شول، کورونه او جوماتونه ټول د بمباریو هدف دي، اسرایلو په هغه جومات هم برید وکړ چې  په روغتون کې د ټپیانو پایوزان په کې اوسیدل، ویل کیږي چې په غزه کې ویر او ماتم دی او هر خواته د میندو او خویندو چیغې اوریدل کیږي، هغوی د خپلو زامنو او ورونو په ویر کریغی وهي. نوموړې جګړه د خپل پراخه ولسي وژنو له پلوه په غزه کې د ۱۹۶۷ کال د عربو او اسرایلو د جګړې نه وروسته بې سارې ده، د اسرایلو د دفاع وزیر د برید له پیله وروسته وویل چې عملیات له اړتیا سره سم نور هم پراخیږي، د اسرایلو دولت خپل ۶۰۰۰ احتیاطي پوځ د فلسطین پولې ته څیرمه راغونډکړی دی، نو ځکه داسې فکر کیږي چې ښايي زمکنی برید هم ترسره شي.
د بریدونو له شننې ښکاري چې اوس مهال اسراییل غواړي، لاندې موخې او پایلې تر لاسه کړي:
۱- حماس ته درس ورکړي، تر ټولو غټه هیله یې داده چې له منځه یې یوسي، خو لږ تر لږه غواړي چې له زوره یې وغورزوي، په لا ډیرې انزوا کې یې واچوي او له زښتو ډیرو فشارونو سره یې مخ کړي
۲- په داسې حال کې چې اوباما د امریکا د ولسمشر په توګه د لوړې مراسمو ته نزدې کیږي، ورته په پوره زور سره ښايي چې اسراييل په سیمه کې یو زورور واقعیت دی، په دې ډول منځني ختیز ته د اوباما د سولې په پروګرام کې له قوي موقفه ځای نیسي.
۳- په سیمه کې د امریکا د پولیسو په توګه خپله ویره خوروي، ټول منځنی ختیز له ګواښ او فشار سره مخ کوي، او په دې ډول اسراییلي او امریکايي ګټې خوندي وساتي.
۴- له بلې خوا غواړي د حماس د مقاومت په ځپلو سره اسراييلي تبعه و ته مصئونیت مینده کړي.

د عرب لیګ بې ننګي او د  ولسونو بیداري: عرب لیګ د راتلونکې چهارشنبې په ورځ بیړنۍ غونډه رابللې ده، له نوموړې غونډې سره ځکه کومه غټه هیله نه شي تړل کیدای، چې یوازې اخلاقي بنسټ لري، دوی همیشه د بریدونو د درولو وچ غږ کوي خو د پریکړو د عملي کولو لپاره کوم تضمین نه لري.  غړي هیوادونه یې په خپلو منځو کې شدید اختلافات لري، تیر ځل هم چې کله اسراییلو په حزب الله برید وکړ، نو ځینو عرب مشرانو له اسراییلو ننګه وکړه، همدا لامل دی چې دوی کله هم د یوې موضوع په اړه کومې واحدې او غوڅې پرېکړې ته نه رسیږي.
له بلې خوا ویل کیږي چې مصر له پخوا خبر وو چې په غزه به په همدومره شدت اسرايیلي فاجعه را لویږي، له حملې درې ورځې مخکې د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیره زیبي لیبني مصر ته ولاړه، او هلته یې د پټو دروازو شاته د برید په اړه له مصري لوري شنه څراغونه واخیستل، اصلي فاجعه دا نه ده چې اسرایلو د غزې او حماس په جینوسایډ لاس پورې کړی دی، غضب دادی چې دا هرڅه د عربي نړۍ او په ځانګړې توګه مصر په سلا تر سره کیږي.
په اوسني وخت کې د اسلامي امت په استازیتوب ټولو هیوادونو د امت د ډیرو حساسو قضیو په اړه د شدت په توپیر سره مختلفې بې وسۍ او بې ننګۍ ښودلې دي، د امت په تاریخ کې دا تکرار ډیر ناخوالی دی چې ډیر مهال د امت سړي د دولت په ماڼیو کې نه بلکه د ولسونو په متن کې د بقا او پنا مبارزه رهبري کوي، نن هم امت له همدې ناورین نه تیریږي، په ډیرو اسلامي هیوادونو کې د اسراییلي تیري پر ضد پراخې مظاهرې وشوې، په اردن کې د اسراییلو بیرغونو ته اور ورته شو، او له دولته یې وغوښتل چې د اسرایلو سفارت وتړي، په مصر کې د اخوان المسلمین اسلامي حرکت یوه پراخه مظاهره په لار واچوله، نوموړې مظاهره دومره ولسي او پراخه وه چې لویدیزې رسنۍ یې هم پر ولسیتوب او پراخوالي اعتراف ته اړ کړل، جالبه دا وه چې مظاهره چیان دا ځل پر یوه تریخ حقیقت را ګرځیدل، او د اسرایلو سره سره یې مصر هم بې دریغه ټکاوه، او هغه له دې  امله له حملې  مخکې مصر ته د زیبي لیبني سفر او د مصر  شنو اشارو غزه ړنګه کړه، دوی په همدې توګه مصري دولت تورن کړ چې د غزې ټپیانو ته اجازه نه ورکوي چې مصر ته ننوځي، دوی له دولته په ټینګه وغوښتل چې د غزې ټپیانو ته دې بې درنګه اجازه ورکړي چې مصر ته پناه ویسي.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هم د پینځو هیوادونو واکمني ده، د تر
۵۰ ډیرو اسلامي هیوادونو د شتون سره سره هیڅ اسلامي هیواد په امنیت شورا کې د غړیتوب حق نه لري،  کله چې هم امنیت شورا ته د اسراییلو په اړه کومه مسوده د تصویب په خاطر وړاندې کیږي، نو له غړیو هیوادونو امریکا ، انګلستان، فرانسې، چین او روسیې له جملې څخه دیوه له خوا ویټو کیږي،  وخت نا وخت د ملګرو ملتونو په عمومي غونډو کې په دې اړه پریکړې کیږي خو څه پرې؟ ځکه یوازې اخلاقي اړخ لري او بس.
د امریکا متحدو ایالتونو د روان برید ټوله پړه په حماس وراچوي، او وايي چې د میزایلو ورول دې ودروي، د بشر پالنې ټیکه داره  اسرایلو ته دا نه وايي چې جګړه ودروي، یوازې غوښتنه ترې کوي چې له ولسي وژنو دې ډډه وکړي.
د پایلې په توګه لکه د میډیا له طبیعیته چې بریښي روانه جګړه د حماس د له منځه وړلو په خاطر پیل شوې، خو پرحزب الله  د حملې په څیر به له ماتې پرته بل څه له ځانه سره ونه لري.

که زما دواړه لورګانې په خوب ویدې وای: حمله په داسې وخت کې کیږي چې د جنوري په میاشت کې به بارک اوباما د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړي، نوموړي چې کله څه موده مخکې له جنوبي اسرایلو څخه لیدنه کوله نو یې ویلي وو چې هیڅوک پر خپل هیواد د میزایلو باران نه شي زغملای، که چېرې زما دواړه لورګانې په خوب ویدې وي او زما په کور د راکټونو حمله وشي نو زه به ټول هغه څه کوم چې زما په وس کې وي، اسراییل باید همداسې وکړي، خو، ښاغلی اوباما! د بشر دوستۍ د کوم منطق له مخې وار له مخه اسرایلو ته د بریدونو پلمه ورکوې؟ دا په سلګونو میرمنې، کوچنیان، زاړه او زیږه چې د اسرایلو د حملو قرباني کیږي، هغوی ستا د لورګانو په څیر د نیویارک او واشنګټن د رڼا ګانو په ښار کې نه اوسیږي، هغوی ته د هغوی ژوند د اسراییلي جبر په ګاونډ کې عذاب دی، ایا ته دې توپیر ته نه یې ځیر شوی، چې د ۵۰۰ توغندیو په برید کې یوازې یو اسراییلی وژل شوی، خو بیا د ۱۰۰ ټنو اسراییلي بمونو په تل کې تر ۳۰۰ ډیر فلسطینیان د مرګ کومي ته لاړل؟  ستا لورګانې به په سپینې ماڼۍ کې مصئونې وي، اسراییل به د حماس له توغندیو خپل ولس په واټن کې ساتي، خو د غزې د لورګانو برخلیک به څه وي؟

 نړیواله توطیه او د فتح ګوند رقابت: هغه مهال چې په فلسطین کې د حماس اسلامي ډلې د ولس په رایو دولت تشکیل کړ، خپله وړتیا یې وښودله، نه یوازې په نظامي څانګه کې دوی د اتل کردار لوباوه، په دولتدارۍ کې یې هم ساری نه وو، په داسې حال کې چې اقتصادي بندیزونو په بې ساري توګه دغه نوی انتخابي دولت ځاپه، اسراییلو او مصر دواړو غزه د کلکې محاصرې لاندې نیولې وه، خو د حماس په ولسي ملاتړ کې څه کمی نه میندل کیده، او محبوبیت یې نور هم لوړیده، له همدې امله اسراییل او امریکا اړ شول، د محمود عباس په مشرئ د فتح ګوند بدمعاش او خرمست الدحلان  سره یې د حماس د نابودۍ په خاطر معامله وکړه، حماس ډیر په وخت پوه شول، اسناد يې تر ګوتو کړه، او مخکې له دی چې الدحلان د اسراییلو په نظامي او اقتصادي مټ په غزه کې د حماس په اسلامي ډلې کودتا وکړي، حماس پرې راوګرځید، او د ډیرو بیړنیو او چټکو عملیاتو په ترڅ کې د فتح ګوند له غزې وشړه، او په دې ترتیب یې یوه پریکنده او خطرناکه توطیه شنډه کړه.

غزه یو لوی زندان: هغه مهال چې اسراییل له غزې وتل نو ګومان دا وو چې غزه به په فلسطین کې په یوه لوی زندان واوړي، دا د اسراییلو د ستراتیژۍ برخه وه، خو کله چې په فلسطین کې د حماس اسلامي حرکت انتخابات وګټل او منتخب دولت یې جوړ کړ نو د غزې محاصره په یوه واقعیت واوښته، د حماس د دولت په ټول جریان کې غزه د خوراکي موادو، سون موادو، درملو او اقتصادي سرچینو له شدید لږي سره مخ وه، د غزې ټول ولس په تیاره کې شپې سبا کولې، ایوان ريډلي په خپلې یوې لیکنې کې ددې یادونه کړې وه چې څنګه د شپې په تیارې کې دحماس د لومړي وزیر د کور په زینو کې د نوموړي د زوی د مبایل په رڼا کې ختله.

امریکا  د اسرایلو په خدمت کې: امریکا تل د اسراییلو له بریدونو ملاتړ کړی دی، کله چې په ۲۰۰۶ جون کې د حزب الله پر ضداسراییلو پراخه یرغل پیل کړ ، په سلګونو ولسي خلک یې شهیدان او په میلیاردونو ډالره خساره یې ور واړوله، نړیوالو او ملګرو ملتونو د جګړې د بندولو پرله پسې غوښتنې کولې خو امریکا ویل چې اسراییل درې اونۍ وخت لري چې له حزب الله سره خبره یو اړخیزه کړي، او ورسره جوخت  یې  بې شمیره  خوشه یي بمونه ورولیږل، اسراییل په سیمه کې داسې اتومي ځواک دی چې نړیوال اتومي اژانس یې د دپلټنو صلاحیت نه لري.
په روانې جګړې کې هم د پردې تر شا د امریکا ملاتړ شته، په اوسني برید کې هم د امریکا متحد ایالتونه اسرایلو ته  نه وايي چې جګړه ودروي، یوازې په دې بسنه کوي چې اسراییل دې د ملکي وګړو د وژلو نه د ډډې کولو ممکن ګامونه واخلي.
خو بالاخره د دې ټولو ستونز وروسته به بیا هم حماس او غزه بریالئ راووځي، حماس یوازې نظامي ګروپ نه دی، هغه د یوه قوي ولسي حرکت په بڼه بریالۍ تجربې لري، ستراتیژي او تخطیط لري، هغوی د مقاومت په چل هم پوهیږي، او ددې وړتیا هم لري چې له دغسې ناورین نه، نه یوازې بریالي راووځي بلکه ددې هنر هم لري چې ددې ناورین له فرصتونو نه څنګه اعظمي ګټه تر لاسه کړي؟

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *