کرزي ته نوره سلامی نسته ! — نثار احمد صمد

 

 

کرزي ته نوره سلامی نسته !

 

لیکوال : تامس والکم

منبع : ټورنټو سټار ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه ۲۰۰۹/۲/۱۱

ژباړن : نثار احمد صمد

 

افغان ولسمشر حامد کرزﺉ څه باندی دوه کاله مخکی د مینی وړ و . کله چی دﺉ د لومړي ځل لپاره کاناډا ته راغی ، نو د هارپر حکومت په لفظی توګه سرې غالۍ ورته هواری کړې .

کرزي ته د احترام په توګه د ۲۱ توپونو سلامی  وسوه . ده ته ان په پارلمان کی د وینا کولو خاص امتیاز هم عطأ کړای سو . خو دا هغه شپې ورځی وې چی کرزﺉ د واشنګټن ـ او ځکه نو د اوټاوا هم ـ انتخاب و . لاکن نور به داسی نه وی . د امریکا حکومت اوس ځان د هغه مشر څخه راټولوی چی یو وخت یی د هغه په نصبولو کی مرسته کړې وه او داسی اشارې ورکوی چی دوی به د افغانستان د اګسټ په ولسمشریزو انتخاباتو کی کوم بل چا ته ترجیح ورکړی .

 

د امریکا مشر اوباما په دوشنبه په خپل مطبوعاتی کنفرانس کی پر دغه ټکي هله ټینګار وکړ چی د کرزي حکومت یی « د هغه څه نه بېل کړ چی جریان لری . » خو د دې ادارې لوړ مامورین د څو هفتو راهیسی دا اشارې ورکوی چی هغه سړی چی د افغان مشر په حیث د جورج بوش انتخاب و ، نور د توجه وړ نه دی .

 

د نیوتارک ټایمز د یکشنبې د لومړني مخ راپور هغه پېښه بیا بیان کړه چی په تیره فبرورۍ کی منځته راغلې وه یعنی دا چی د هغه مهال سناتور او د نن ورځی مرستیال ولسمشر جوبایډن پر کرزي باندی دومره په قهر و چی په جمهوری ماڼۍ کی یی د افغان مشر مېلمستیا بیخی په لغته ووهل .

په دې کی د کرزي ګناه د فساد او د افغانستان د غوړېدلی مخدره ییز تجارت په مخنیوی کی د ده ناکامی بلل کیږی . په حقیقت کی ډیري او پرله پسې ادعا ګانی سته چی وایی د کرزي د اوو  وروڼو څخه یو یی چی احمد نومیږی د مخدره موادو لوی سرغنه دی .

خو داسی ښکاری چی اصلی ستونزه دا ده چی اوباما افغانستان یو ځل بیا د القاعده پر ضد د جنګ مرکزی جبهه بللی دی . کله چی په دوشنبه د اوباما څخه د افغان جګړې په هکله پوښتنه وسوه نو ده وویل چی « زما وروستۍ پریکړه دا ده چی موږ القاعده ته دا اجازه نه ورکوو چی عملیات وکړی . موږ په هغه سیمه کی هماغه ژغورلي امن ځایونه نسو لیدلای . زه القاعده یا بن لادن ته د سزا ورکولو څخه پرته د  داسی عملیاتو اجازه نه ورکوم  چی د امریکا پر خاوره  دې د حملو پلانونه جوړ کړی . »

 

د کرزي دریځ تل چالاک او ځیرکانه دی . له یوې خوا یی بهرني ځواکونه د طالبانو پر ضد خپل جنګ ته رابللي دي خو له بلی خوا بیا د ډیری مودې راهیسی استدلال کوی چی افغانی ښورښیان د القاعده ګوډاګیان نه دي .

دﺉ په عامه پر امریکا او ناټو باندی د هغو هوایی حملو په وجه انتقاد کوی چی ملکی خلک وژنی او په بی نتیجې توګه یی هڅه کړې چی حکومت یی پر بهرنیو پوځیانو ډېر کنټرول په لاس وروړی .

دا کومه حیرانونکې خبره نه ده چی کرزﺉ یعنی د یو پښتنی قوم مشر چی یو وخت د همدې طالبانو لوړ مامور و ، نن د ډیری مودې راهیسی دا ټینګار کوی چی د هغو ښورښیانو سره دې خبری اتری وسی چی د ده د وروستیو څرګندونو له مخی « د تروریسټی شبکې برخه نه ده او غواړی چی خپل هېواد ته راستانه سی . »

 د بوش په وخت کی امریکایی مامورین په مؤدبانه ډول د ده سره موافق نه ول . خو نن هغوی دﺉ د حقیقت څخه لیری بولی .

کاناډا هم همداسی کوی . کله چی تیر نوامبر د دفاع د وزیر پیټرمک کې څخه د کرزي لخوا د ناټو پر بم وریو د انتقاد په هکله وپوښتل سوه ، نو ده هغه د انتخاباتی کال د لفاظیو غوندی په باک رانه وړ.

 

د تاریخ زده کونکي به یی بیا په یاد ولری چی یوه بله نوې منځته راغلې امریکایی اداره هم نن په یو بل جنګ کی د یو بل هغه بهرني مشر څخه چی تر دې وروستیو پوری د واشنګټن د خوښۍ وړ و ، کټ مټ شکایتونه کوی .

بل هغه جنګ چی دغسی کار پکښی سوی و ، ویتنام و  چی هلته بی اعتباره سوی بهرنیً مشر  د جنوبی ویتنام ولسمشر « نګودین دیم » و ، او نوې منځته راغلې اداره هم د جان ایف کنیډی وه ، چی هغه هم د ننني اوباما غوندی اراده لرل چی هغه شخړه په ټینګه تعقیب کړی چی د ده له نظره په باک نه وه راوړل سوې .

« نګودین دیم »  د یوې تصویب سوي امریکایی کودتا پواسطه بېواکه او پسی ووژل سو . که کرزﺉ بختور وی ، نو مسایل به تر هغه حده نه رسیږی . خو په ښکاره توګه دﺉ نور مناسب نه دی او نه هم باید د نورو ډیرو  ۲۱ توپونو سلامیو ته په تمه سی . پای  

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *