سیال طالبان د امریکایی پوځ پر ضد سره یو سول — نثار احمد صمد

 

 

سیال طالبان د امریکایی پوځ پر ضد سره یو سول

 

راپورتر : سید شاه

منبع : ګارډین ورځپاڼه ( انګلستان )

نېټه : ۲۰۰۹/۳/۳

ژباړن : نثار احمد صمد

 

مخالف طالبان سره متحد سول تر څو د امریکایی پوځیانو د توندې څپې پر ضد وجنګیږی . د پاکستانی جنګیالیو دا خوځښت په افغانستان کی د تشدد د ډېرښت بېره راپورته کړې ده .

 

د پاکستانی طالبانو درو سیالو ډلو پر یو موټی کېدو باندی موافقه وکړه تر څو په افغانستان کی د نړیوالو ځواکونو پر ضد یوه متحده جبهه جوړه کړی او په دې ډول د هغو زرګونو رارسېدونکو امریکایی پوځیانو سره وجنګیږی چی د بارک اوباما د یرغلیز پلان له مخی دغه هېواد ته رارسېدونکي دي .

ګارډین په دې خبر سوﺉ چی په سیمه کی درو خورا غښتلو جنګ مشرانو خپل منځی مخالفتونه لیری کړل او په یو اتحاد کی سره ودرېدل چی نوم یی « شورای اتحادالمجاهدین » دی .

 

د ناټو افسران ډاریږی چی د پاکستان د وزیرستان په قبایلی سیمه کی به دغه نوﺉ بنسټ پال ملګرتوب په خورا شدید ډول د پولې څخه د جنګیالیو د راتیرېدو او دځان وژونکو یوه څپه رامنځته کړی یعنی هغسی یو خوځښت چی د افغانستان په هکله به د امریکا د ولسمشر ستراتیژی د هغې تر جوړښت مخکی دړی وړی کړی .

 

د دغو جنګیالیو تر منځ اتحاد د افغانستان د طالبانو د روحانی مشر ملاعمر د غوښتنی له مخی وسو چی پاکستانی جنګیالیو ته یی وویل چی په خپل هېواد کی جګړه تم کړﺉ تر څو « افغانستان د اشغالګرو ځواکونو څخه آزاد » کړو .

د پاکستانی طالبانو غورځنګ د درو پیاوړو ډلو په توګه بې اتفاقه سوی و چی جنګی مشران یی بیت الله مسود او د هغه سرسخته حریفان مولوی نذیز او ګل بهادر وو . مسود د یو تشدد ډوله جنګ په ترڅ کی پخپله پاکستان هدف ګرځولی و ، او هم د پخوانۍ صدراعظمی بینظیر بوټو په وژلو تورن دی ، خو نذیر او بهادر بیا په افغانستان کی د نورو ښورښیانو تر څنګ د جنګېدو لپاره خپل سړي ورلېږل .

 

دغه اقدام د اوس لپاره په پاکستان کی یوه لنډ مهاله آرامي رامنځته کوی خو ناټو یې بیا د هغو ځواکونو له درکه د خطر سره مخامخ کړې چی د برتانوی پوځیانو په شمول چی پاکستانۍ پولی ته نږدې مستقر دي ، د افغانستان په جنوبی او شرقی سیمو کی ځای پر ځای دي .

په پاکستان کی یو لویدیځ امنیتی مامور وویل چی « دا خو موږ ته د اندیښنې وړ ده چی دغسی له سره یوځای کېدل ګورو . پر دې کار سترګي نه سی پټېدای . »

د جنګ د زیاتېدو بېره هله رامنځته سوه چی پرون نړیوال سور صلیب خبردارﺉ ورکړ چی ملکی وګړی به د افغانستان په شخړه کی د شدت له امله ډېر تلفات ووینی . د سور صلیب عملیاتی ریًس پیری کراهن بولی وویل چی عام افغانان په ۲۰۰۱ کی د جنګ د پیل راهیسی تر بل هر وخت نن ډېر د خطر سره مخامخ دي .

ملګرو ملتونو تیره میاشت راپور ورکړ چی د افغانستان تشدد تیر کال هله اوج ته ورسېد چی څه ناڅه ۵۰۰۰ کسان پکښی ووژل سول چی په هغو کی ۲۱۰۰ ملکی انسانان وو چی د یو کال مخکی څخه ۴۰٪ زیات وو .

 

پاکستان له مخکی څخه لا د لویدیځ تر سخت فشار لاندی دﺉ چی د هغو بنسټ پالو سره وجنګیږی چی په قبایلی سیمو کی یی ځای نیولی دی . یو بل لویدیځ پوځی مشاور چی هغه هم په پاکستان کی اوسیږی ، وویل چی د دغو پاکستانی جنګیالیو اتحاد به په وزیرستان کی د جنګیالیو قوت او کنټرول نور هم پسی زیات کړی . دا سیمه د افغان طالبانو او القاعده استوګنځی هم دی چی وزیرستان او نوری قبایلی سیمی د افغان او ناټو ځواکونو پر ضد د حملو لپاره د خپل ژغورلي امنځی په توګه استعمالوی .

نوموړي امنیتی مشاور وویل چی « هیڅ ځای هم کوم ښورښ تر څو چی پناه ګاه یی سالمه پاته وی ، له منځه نه دی وړل سوی . نو چی دا پناه ځایونه  نور هم پسی تقویه کیږی ناټو یقینأ باید اندېښنه ولری . »

 

د اوباما ادارې په واشنګټن کی اعلان کړی چی افغانستان ته به نور ۱۷۰۰۰ پوځیان هم ورلیږی . دا امریکایی پوځیان به پاکستان ته نږدې په هغو سرحدی سیمو کی ځای پر ځای کیږی چی تر ټولو ډیری ستونځمني دي . اوباما پر اروپایی هېوادونو هم فشار اچولی چی دوی هم باید خپل پوځیان زیات کړی .

 

ملا عمر د زیاتېدونکی امریکایی چلنج په ځواب کی په وزیرستان کی پاکستانی جنګیالیو ته هدایت کړی چی پر پاکستانی ځواکونو حملې ودروی . بیت الله مسود ځکه ویریدلی چی د ۲۰۰۷ راهیسی یی پر خپل هېواد باندی داسی حملې هدایت کړي چی د هغو په ترڅ کی یی په سلګونو پوځیان ، پولیس او عادی پاکستانیان د انتحاری او بمی حملو په ذریعه وژلي دي . خو د ده تاکتیکونه چی د القاعده څخه اغیزمن سوي ، حتی پخپله په طالبانو کی جنجالونه راپورته کړي دي .

 

ملا عمر دغو پاکستانی جنګیالیو ته په یو لیک کی وویل چی « که هر څوک په رښتیا هم غواړی چی جهاد وکړی ، نو باید په افغانستان کی د اشغالی ځواکونو پر ضد وجنګیږی . د جنګیالیو پواسطه په قبایلی او دپاکستان په نورو سیمو کی پر پاکستانی امنیتی ځواکونو حملې او د خپلو مسلمانانو وژل مجاهدین بدنامه کوی او په افغانستان کی د امریکا او ناټو پر ضد جنګ ته زیان رسوی . »

پاکستانی طالبان که څه هم خپل عملیات آزادانه مخته بیایی ، خو د افغانستان د طالبانو مؤسس یعنی ملا عمر خپل نهایی رهبر بولی .

 

یو تقاعد سوي پاکستانی جنرال طلعت مسعود چی اوس یو سیاسی شنونکی دی ، وویل چی « بیت الله مسود اوس مخ پر امریکایانو ور اړولی دی . » بیت الله مسود د پاکستان په د ننه کی په دوو کلیدی جګړو کی د خپلو جنګیالیو څخه غوښتي چی د سوبه سرحد په سوات دره او هم باجوړ یعنی بله قبایلی سیمه کی اوربند وکړی . پاکستانی پوځونو ادعا کړې وه چی دوی په باجوړ کی « بریالي سول » خو زړه یی نه غواړی چی په وزیرستان کی وجنګیږی .

جنجالی خبره خو دا ده چی د پاکستان حکومت د جنګیالیو دا غوښتنه ومنل چی په سوات کی به شرعی قانون عملی کیږی . تیر کال هم د پاکستانی مقاماتو او جنګیالیو تر منځ دوه دغسی پټ تړونونه سوي وو چی شمالی او جنوبی دواړه وزیرستانه یی په بر کی نیول او تر ننه  هم نافذ دي .

څنګه چی لویدیځ هېوادونه غواړی چی پاکستانی پوځ دې په وزیرستان کی وجنګیږی ، لاکن خبره خو دا ده چی پاکستاني پوځونه هلته څو څو واره مات سوي دي . د پاکستانی پوځ اصلی ویندوی تورن جنرال اطهر عباس وویل چی په وزیرستان کی د عملیاتو د پیلولو هیڅ کوم « پلان نسته » . ده زیاته کړه چی « دا حکومت دﺉ چی د دې شیانو فیصله کوی . » پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *