دملاعبدالسلام (ضعيف) ضعيفې څرګندونې ! — قيس ارغنديوال

 

دملاعبدالسلام (ضعيف) ضعيفې څرګندونې !

 

قيس  ارغنديوال

 

په دې وروستيو کې په پاکستان کې دطالبانو پخواني سفير ملاعبدالسلام ضعيف له رسنيو سره تاوده او غيرمسولانه بحثونه او څرګندونې پيل کړي دي نوموړی غواړي چې په دې څرګندونو سره دنړيوالو په خاصه توګه دافغانانو په سترګو کې خاورې واچوي او له ټولو هغو حقايقو سترګې پټې کړي چې ددوی مزدورې ډلې پورې يې تړاو درلود ، څو ورځې وړاندې نوموړي ديوې ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي دي چې طالبان دافغانستان داولس له منځه راپاڅيدلې ډله ده او له هيڅ کوم بهرني هيواد او کړيو پورې تړاو نه لري او نه پاکستان دطالبانو دتحريک په جوړښت اورامنځته کيدو کې کوم رول درلود ، همداراز کله چې دنوموړي څخه وپوښتل شو چې کچيرې طالبان ټول واقعا افغانان دي نوبيا دوی ولې هره ورځ دهيواد په مختلفو ځايونو کې په ځانمرګي بريدونو او بمي چاودنو کې بې ګناه افغانان وژني ؟ نو نوموړي يوغيرعاقلانه او جاهلانه جواب کې وويل چې زه فکر نه کوم چې دغه ځانمرګي بريدونه دطالبانو لخوا ترسره کيږي او که دبل چا لخوا .

ضعيف صيب په کوم دليل او ثبوت دا ډول څرګندونې کوي په داسې حال کې چې پخپله دپاکستان استخباراتي کړۍ ( ای اس ای ) مشرانو فوځي جنرالانو او نوروسياسي کړيو دبې نظيربوټو ، نوازشريف او مشرف دواکمنيو په وخت کې په ډاګه اعتراف کړئ او کوي يې چې  دوی له طالبانو سره هرډول مالي او لوجستيکي مرستی کړي دي ، پاتې شوه دځانمرګو بريدونو او بمي چاودنو عاملين داهم ټولو هيوادوالو ته څرګنده چې په هيوادکې دهربمي او ځانمرګي بريد وروسته چې له امله يې زمونږډير بې ګناه هيوادوال وژل کيږي دطالبانو وياند قاري يوسف ( احمدي)  او ذبيح الله ( مجاهد) ددې بريدونو پړه په خپل ځان اخلي او وايې چې دابريدونه ددوی دپلويانو لخو اترسره کيږي نوبيا ضعيف صيب په کوم دليل دخپلو طالبو پلويانو په څرګندو جنايتونو او دپاکستان دلوړپوړو سياسي او نظامي چارواکو په څرګندونو پرده اچوي ؟

همدا ډول ضعيف( صيب) دنړيوالې تروريستي ډلې القاعده دپيژندلو څخه پوره انکارکړی او وايي چې مونږ دالقاعده په نوم کوم تنظيم نه پاتې شو اسامه بن لادن نو نوموړی يو مهاجر او دافغانانوميلمه ؤ چې په جهادکې  برخه اخستي وه اوس کوم فعاليت نه لري .

دملاضعيف وروستنيو څرګندونو او نظرياتو زمونږ دوطن پالو اوباغيرتو هيوادوالو په ذهنونو کې ډيرې پوښتنې او انديښنې رامنځ ته کړي دي اوس نو بايد هيوادوال قضاوت وکړي چې څوک رښتيا وايې ملاعبدالسلام (ضعيف ) چې دطالبانوسره دپاکستاني چارواکو  له همکارۍ او دطالبانو لخوا د ځانمرګو بريدونو ترسره کولو څخه په ډيرې بې شرمۍ  انکار کوي  که  دپاکستان سياسي او فوځي چارواکي چې پخپله دطالبانو سره دهرډول همکارۍ او تجهيز اعتراف کو ي او که قاري يوسف احمدي او ذبيح الله مجاهد دطالبانو اوسني وياندان چې هره ورځ دخپلو پلويانو په ځانمرګو بريدونو اوبمي چاودنو  اعتراف کوي ؟

که چيرې ملا ضعېف دطالبانو څخه دفاع کوي اودهغوی په جنايتونو  او کړنو پرده اچوي نو بيا دې لومړی دقاري يوسف احمدي او ذبيح الله مجاهد سره کښيني اوپه هغه موضوع دې ورسره وغږيږي چې هغوی پرې اعتراف ا و نوموړی ورڅخه انکار کوي له پورته څرګندونو څخه معلوميږي چې ملا عبدالسلام واقعا يو ضعيف او دبهرنيواو ګاونډيو هيوادونو د استخباراتي کړيو پورې تړلی کس دی چې پخوا يې هم دخپل سفارت په دنده کې دپاکستان لخوا دافغانستان په داخلي چاروکې دهرډول مداخلو اولاسوهنو څخه سترګې پټې کړي او دخپلو طالب پلويانو دلمر په شان په روښانه جناياتو او نه هيريدونکو خاينانه اعمالو يې تل پرده اچولې ده چې افغان اولس يې هيڅکله نه شي هيرولی نوموړی اوس هم دخپلو هغو بهرنيو بادارانواو استخبار اتي  کړيوڅخه ملاتړ او دهغوی په کړنو پرده اچوي چا چې نوموړی تر ګوانتانامو ورساوه  .

ملاضعيف بايد دخپلو وروستنيو څرګندونو څخه دمخې په دې فکر وکړي چې نوموړی همدا اوس خپل مالي او نور  اړتيا وی له چا او دکوم ځای څخه لاسته راوړي ؟ ضعيف صيب بايد اوس په دې وپوهيږي چې دنوموړي مغرضانه  او له حقيقت څخه لرې څرګندونې ددې لامل کيدای شي چې دده په وړاندې  دافغانستان دمسلمان اوکړيدلي اولس کرکه اونفرت لاهم زيات شي او نوځکه ملاضعيف صيب ته وايو چې : له دې نه مخکې چې خپله  خوله پرانيزې لومړی خپل عقل پکارواچوه  او که چيرې له هيڅ کوم وطندوست اوملي شخصيت سره اړيکې  نلری نو دخپلو نظرياتو اوڅرګندونو څخه دمخه يوځل له خپلې  خولۍ سره مشوره وکړې نودابه درته غوره  وي .  

 

منــــــــــنه

                                                                               قيس  ارغنديوال

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *