پاکستان ته اوس نړیوال پام اوښتی دﺉ — نثار احمد صمد

 

پاکستان ته اوس نړیوال پام اوښتی دﺉ

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه : ۲۰۰۹/۵/۳

ژباړن : نثار احمد صمد

 

پاریس ـ طالبان را روان دي !  او طالبان را روان دي !  طالبانو په افغانستان کی فرانسوي پوځیان په راکټونو وویشتل .

تیره اوونۍ په سپکو وسلو سمبال یوه ډله پښتانه قبایلیان د ملکنډ په علاقه دارۍ کی پر موټر سایکلونو او پیک اپ موټرو کی راشیوه سول او په بونیر کی چی د پاکستان د مرکز اسلام آباد څخه فقط ۱۰۰ کیلو متره لیری دﺉ ، په سرلوړۍ سره څه وخت دوری هوری وګرځېدل . دغه کار پر واشنګټن باندی عصبی حمله راوسته . هیلری کلنټن تر اوسه لا هم د ۱۰۱ نمبر بهرنیو چارو له لاری هلی ځلی کوی او خبر دارﺉ یې ورکړ چی دغه شوړېدلي قبایلیان یو نړیوال تهدید دﺉ .

 

پاکستانی جنرالانو په بونیر کی پر هغو بدعمله قبایلو په حمله سره چی د امریکا راج نه منی ، د مسؤلیت له مخی د واشنګټن هدایتونه پر ځای کړل . آیا نه سم کولای چی په بې شرمۍ سره د میرمن کلنټن په ارتباط زما د کتاب ( جنګ د نړۍ پر بام ) د دیرشم مخ دغه متن را اقتباس کړم ؟

« د شلمی پیړۍ په لومړۍ رُبع کی د صوبه سرحد د وچو غرونو څخه دوه عجیب ډوله اشخاص را ښکاره سول . لومړنی یې یو قهرجن سپېڅلی درویش و چی یو عجیب نوم یې درلود : یعنی د ایپی فقیر . دغه زاړه فقیر پښتنی قومونه د کُفارو پر ضد سره یو موټي کړل او ټولی سیمی یې د برتانویانو یعنی هغه چا څخه د پیښور تر څنډو پوری ونیولې چی د وزیرستان په غرونو کی یې د دغه فراری فقیر د نیولو لپاره لس کاله تیر کړي وو .

دوهم یې یو بېرونکی شخص و چی لېونی مُلا یې باله ( برتانوی خپرونکو دا نوم پر ایښی و ) . دغه سړی د شلو زرو سخت زړو آس سپرو په مشرۍ د ملکنډ د غاښي څخه را کوز شو تر څو د پېښور بې دینه ښار یې د توری له تېغه کښلی وای ( چی د برتانوی استعمار اصلی اډه  وه ) . »

 

اوسنی بدلون : نن یوه پیړۍ وروسته یو ځل بیا هماغه لویدیځ استعماری ځواکونه په هماغه شډل صوبه سرحد کی هماغه نه ایلېدونکي پښتنی قبایلیان تعقیبوی .

پښتنی سرحدی قبایلو ، چی لویدیځی خپرونی یې په ټولیزه توګه ناحقه « طالبان » بولی ، نن یو ځل بیا وسلو ته لاس اچولی دا ځکه چی د امریکایی بې پیلوټه طیارو تر بم وریو لاندی دي او د پاکستانی یعنی هغه پوځ د حملو سره مخامخ دي چی امریکا د کاله په ۱٬۵ بلیونو ډالرو کرایه کړی دی تر څو په افغانستان کی د خپل پراخېدونکی جنګ په ملاتړ کار ترې واخلی . د پښتنو ملکی تلفات ، چی پنتاګون یې جانبی عوارض بولی ، په بیړه زیاتېدونکي دي .

په شمال لویدیځ سرحدی ایالت کی د ښورښ اساسی علت هماغه په افغانستان کی د امریکا جنګ دی چی په چټکۍ سره پاکستان ته هم ور خپرېدونکی دی . اکثریت پاکستانیان افغانی طالبان او هم خپل ښورښی پښتانه ځکه اتلان بولی چی د لویدیځ تسلط سره جنګیږی او برعکس په اسلام آباد کی د خپلو تجرید سوو مشرانو څخه په دې دلیل کرکه لری چی هغوی د « یانکی » ډالر لپاره کار کوی .

 

پښتانه  ـ

د استعماری برتانیې راج اکثره لوی افسران هم حتی په دې ښه پوهېدل چی د جګړه پالو پښتنو لمسول یو احمقانه عمل دی . خو واشنګټن نن باالکل همدا کار کوی . پښتانه « طالبان » تر اوسه لا هم د خپل صوبه سرحد څخه ورآخواته اغیزه نه لری او متباقی پاکستان خو هیڅ هم نسی نیولای . لاکن په افغانستان کی د واشنګټن زیږه او ناولي تاکتیکونه لوی توپانونه راټوکوی  چی هغه به په ټول پاکستان کی د لویدیځ د ملاتړو هغو شتمنو فیوډالانو پر ضد چی د۱۹۴۷ راهیسی واکمن دي ، یو ملی اوښتون وی .

 

پاکستان نن دنړۍ د غریب ترینو هېوادو څخه ګڼل کیږی . د هغه نیمایی خلک بېسواده دي . اکثریت وګړی یې د ورځی په صرف ۱٬۳ ډالرو سره پایی . فیوډالی ملاکان چی د ټول نفوس نیمه سلنه ( ۰٬۵٪ ) جوړوی ، د ملی ثروت ۹۰٪ په اختیار کی لری . رشوت او فساد هرڅه په غیږ کی نیولي دي . دیموکراسی یې جعلی او ساختګی ده ؛ قضایی او قانونی سیسټم یې ظالمانه ملنډي دي .

اسلامی شریعت ، که څه هم سخت او ځپونکی دﺉ ، هغه څه غواړی چی نه سی راتلای . په صوبه سرحد او بلوچستان کی زیاتېدونکی مقاومتی غورځنګ د ملی مشرانو څخه غواړی چی د لویدیځ د ګټو پر ځای د پاکستان د ګټو دفاع وکړی . پاکستانیان د امریکا او برتانیې لخوا په دې سره توهین کیږی چی دې ته یې مجبور کړي  دي چی د خپلو خلکو پر ضد  د « اسلامی تروریسټانو سره د جنګ » په بهانه وجنګږی .

 

اوس هر څوک دا پوښتنه کوی چی آیا « د پاکستان اټومی وسلې ژغورلي دي ؟ » بلی هوکې . هغه په ډېره سخته توګه د متجزا پوځی واحدونو او استخباراتی شبکې په ساتنه کی دي او تر هغو پوری به همداسی پاته وی  څو چی پوځ د قدرت په مبارزه کی سره دوې ټوټې سی . د پاکستان اټومی وسلې د خاصو امنیتی شفرونو څخه پرته وسلوال کېدای هم نه سی .

 

زما د قدر وړ ملګرﺉ او د سیمی څېړونکی « آرند دوبورش ګراو » دا خبردارﺉ ورکوی چی پاکستان به یو بل ایران سی . خو زه په دې مطمین نه یم . ځکه اسلامی ګوندونو هیڅکله هم زیات ملاتړ نه دﺉ ګټلی . خو بیا هم پاکستان مخ پر خورا خطرناک سېل او توپان باندی ور  روان دی .

لاکن په افغانستان او صوبه سرحد کی د امریکې په مشرۍ صلیبی حالت ، د برتانوی راج د ویکټوریا د شاعر « رودیارډ کپلنګ » هغه خبره راپه یادوی چی ویلي یې وو : « د لویدیځ دود او طریقو څخه وروسته بیا هم آسیا متمدنه کېدای نه سی . دا ډیره پراخه آسیا ده چی په عین حال کی ډیره بوډۍ سوې هم ده . » پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *