د طالبانو ویندوی : موږ به دا جنګ وګټو — نثار احمد صمد

 

د طالبانو ویندوی : موږ به دا جنګ وګټو

 

راپور تر : نیک رابرټسن

منبع  : سی ان ان (امریکا)

نېټه : ۲۰۰۹/۵/۵

ژباړن : نثار احمد صمد

 

هغه ماته مخامخ کتل ، لږ خبرو ته لا هم نه حاضرېدﺉ ، او زما تر ګومان هم ډیر ناراحته ښکارېدﺉ . دا سړی چی زما په وړاندی ناست دﺉ ، ذبیح الله مجاهد نومیږی چی د افغانی طالبانو د مشر ملا محمد عمر د دوو ویندویانو څخه یو دی .

دﺉ ۳۰ کلن او یا څه کم دی ، ږیره لری ، خو دومره غټه نه ده . هغه ډنګر دی خو ناروغ نه دی او قد یې لږ زما برابر یعنی څه باندی شپږ فټه دی . د ده سره لیدل څه کوچنۍ خبره نه ده .

ما هیڅکله د طالبانو د مسؤلینو سره کومی خبري اتری نه دي کړی ، خو د ده سره په دې شپو ورځو کی ملاقات لویه خبره ده . دوی خبریالان تښتوی ، چی له دې نه هم ناوړه کارونه کوی ، او همدا زموږ تر مصاحبې لږ شېبه مخکی یې د امریکا او ناټو پر ضد یو نوﺉ یرغل اعلان کړ .

په ښکاره سره باید ووایم کله چی دغه کوټې ته ورننوتلم ، نو د زړه تکان او ضربې می ډیري سوې . د دې ټولو څخه علاوه ، مجاهد تقریبأ هیڅکله هم ټلویزیونی مرکې نه دي کړي . دﺉ د هر هغه خبریال پوښتنو ته ځوابونه وایی چی غواړي په دې جنګ پوه سی . او دﺉ د نیونکو په لیست کی هم شامل دی .

ما د ده لپاره تقریبأ پنځلس دقیقې انتظار وکړ . موږ پر دې موافقه کړې وه چی په دغه ژغورلي کور کی چی سره ګورو ، نو د هغه د موقعیت راپور به نه ورکوم . کله چی موږ رارسېدو ، نو د کوڅې پر هر کونج می څو کسان لیدل چی په موبایل تلیفونونو کی ږغېدل او موږ یې د نږدې څخه څارلو . دا واضح ده چی طالبانو پر موږ باندی باور نه کاوه ، مبادا چی موږ هغوی و نه پلورو .

دا کوټه ( خونه) کوچنۍ وه او دوې دروازې یې لرلې چی یوه یې تر زینو لاندی دباندیني سرخلاصی تشناب ته وه او بله یې هم د وتلو او ننوتلو لپاره وه . سرترپایه یوه سره غالۍ هواره وه او هماغه رنګ بالښتونه هم دیوالونو ته ایښودل سوي وو . یوازینی فرنیچر هماغه یوه څوکۍ ، یو کوچنی میز او یو کمپیوټر و .

کله چی موږ وار دواره راورسېدو ، نو هغه سړی چی د دې خونی سره ولاړ و ، یوه توفنګچه ورسره لرله . هغه دمخه او موږ ورپسې سوو، او د دیوال ترخوا مو بالښتونو ته ډډه ولګول او منتظر سولو .

 

زه په دې فکر وم چی اوس به د موټرو د کاروان ږغونه واورم چی را روان به وی ، خو دغسی نه وو بلکی چوپه چوپتیا خپره وه . لږ شېبه وروسته پُس پوسی سو یعنی دا چی هغه دی راغی . د دې فرصت نسته چی دا فکر وکړې چی اوس به څه پیښېږی . هو ، هغه یوازی را روان و ، د موټر هیڅ کوم ږغ هم وا نه ورېدل سو .

هغه عصبی و ، او تلواری معلومېدﺉ او ماته یې وویل چی صرف پنځلس دقیقې وخت لرې . د دې معنا دا وه چی ما باید خپلی نیمایی پوښتنی ورڅخه کړي وای او د ده ځوابونو ته می فکر نه وای کړی . ما غوښته چی دا مرکه تر پایه وسی او تر وسه وسه ډیر څه ترې حاصل کړم . ما غوښته چی دﺉ راسره په راحت وی ترڅو ډیره موده کښینی او خبري راسره وکړی .

 

زما لومړنۍ پوښتنه ډیره ساده وه او هغه دا چی : تاسو څه ستراتیژي لرﺉ ؟ ده راته وویل چی زموږ تګلاره ډیره واضح ده . « موږ له هماغه پیله ویلی او یو ځل بیا هم وایو چی په افغانستان کی دې شریعت نافذ او اسلامی حکومت دې جوړ سی ، او د خپل هېواد څخه به بهرني ځواکونه باسو . »

ده راته وویل چی  سږ کال را روان ولسمشریزه انتخابات ساختګی او جعلی دي او طالبان افغانانو ته وایی چی ځانونه ترې لیری کړی او ده اخطار ورکړ چی « د انتخاباتو پر مهال به موږ د پارلمان استاځي او حکومتی لوړ مامورین تر هدف لاندی راولو . بلی هوکې ، موږ به هغوی خپل هدف وګرځوو . »

ده وویل چی موږ به په خپلو حملو کی د ځان وژونکو تاکتیکونو څخه کار واخلو . خو ما وغوښته چی په دې پوه سم چی دوی څنګه هغه تاکتیکونه حق په جانب ثابتوی چی ډیر ملکی انسانان پکښی وژل کیږی . ما د ده په ځوابونو کی حتی دا هم وا نه ورېده چی د دوی لخوا دې د دومره ډیرو وینو تویدو څخه کوم معذرت ترې څرګند سی . خو ده راته وویل چی دا کار په اسلام کی روا دی ، د هغه ریښې آن تاریخ او د اسلام د پیغمبر حضرت محمد ( ص ) وخت ته هم رسیږی . لاکن دا هغه څه نه دی چی د ډیرو مسلمانانو سره زما د خبرو اترو څخه حاصل سویدی ؛ هغوی د دغسی پوچ تفکر څخه کرکه څرګندوی .

 

ما غوښته چی ډیري پوښتني وکړم ، ډیر څه ولټوم او مخته ولاړ سم ، حتی د ده اخلاقیات او فضیلت وپوښتم ، خو د دې کار لپاره به په دې لږ موده کی دغه مرکه مخ پر یوه تنګنا باندی ورتلله او راکول سوي ځوابونو به ډیر وخت ضایع کړی وای . او حتی دﺉ به ولاړ سوی او تللی وای او په دې ډول به موږ پر میدان پاته سوي او د دوی د آینده پلانونو او د سولی د امکاناتو په هکله به مو بس چُرتونه وهلای .

 

همدا ګړی ما په داسی حال کی ورته کتل چی پر فرش صرف څو انچه لیری یو بل ته سره ناست وو ، او پوهېدم چی په خپله سدرۍ ( واسکټ ) کی یې څو دانې شاجورونه قطار ایښي وو . زه نه پوهېدم چی آیا په هغو کی به مرمۍ موجودي وې که یا ، خو دا مفکوره یې راکوله چی هغه پر ما وسله راکښلای سوه لاکن ما هیڅ هم نه سو ورسره کولای . وروسته ما ته پته ولګېده چی ده پر خپله شا باندی د مرمۍ ضد پوښ درلود .

 

د افغانی جګړې اړونده څو منابعو ما ته د هغو خبرو اترو په هکله معلومات راکړی و چی د سولی د راوستلو او د القاعده څخه د طالبانو د رابېلولو په هدف ترسره کېدې . د تیر کال په سپټمبر کی د سعودی عربستان په مکه کی د افغانی لوړو مامورینو او طالبانو د استاځو تر منځ مخامخ خبري اتری سوي وې .

زما منابعو راته ویلي وو چی ملا عمر پوهول سوی و چی طالبان یې یوازی په زور او جنګ سره نه سی ګټلای . دا د طالبانو د غبرګون په اړه زما لومړنۍ موقع وه .

مجاهد دا تایید کړه چی همدا د طالبانو دریځ دی او داسی یې وویل : « موږ پر دواړو کارونو معتقد یو . . . یعنی هم خبري اتری او هم جنګ کوو . . . موږ د هغوی څخه غواړو چی زموږ هېواد دې پریږدی بیا نو خبرو اترو ته چمتو یو . . . نو دا چی هغوی وتلو ته تیار نه دي بلکی غواړی چی د توپک په خوله خبری اتری وسی  ، نو په دې صورت کی  موږ هم د توپک په خوله ورسره ږغیږو . »

ماته دا هم ویل سوي چی که خبری اتری جاری وی نو طالبان باید د القاعده څخه د ځانو بېلول هم ومنی . ماته وویل سوه چی هغه څه چی دوی کړﺉ دا دﺉ چی خپلو جنګیالیو ته یې ویلي چی د ملکی تلفاتو څخه ډډه وکړی .

کله چی ما د مجاهد څخه وپوښتل نو هغه راته وویل چی دا تګلاره نه ده تبدیل سوې . ده پر افغانی لوړو مامورینو او هم د امریکا او ناټو پر ځواکونو د حملو د اړونده نوو اعلان کړو پلانونو په هکله راته وویل چی « موږ د ملکی خلکو څخه غوښتي دي چی د پوځیانو څخه لیری وګرځی ؛ هغوی ته ورنږدې نه سی ؛ تر څو د هدف وړ و نه ګرځی . »

ما ورڅخه وپوښتل چی د خبرو اترو لپاره تاسو څه شرطونه لرﺉ ؟ هغه راته وویل چی « زموږ شرطونه واضح دي ، موږ غواړو چی خبری اتری وکړو او هغوی ( یعنی امریکا ) به زموږ په چارو کی لاس نه وهی ، دوهم دا چی دوی ( امریکا ) به زموږ له هېواده وزی ، درېیم دا چی افغانان دې پریږدی چی څه غواړی هغه وکړی ، که اسلامی حکومت جوړوی نو باید جوړ یې کړی . »

 

زما اړونده سرچینو دا هم راته ویلی وو چی هغه خبری اتری په ټپه درېدلي یا دا چی صرف په نوم رواني دي . طالبان نه یوازی د افغانستان څخه د امریکایی پوځیانو وتل غواړی ، بلکی مخکی له دې چی خبری اتری پیل سی د هغوی وتنه غواړی . زه غوږېدلی یم چی د خبرو اترو اصلی کِلی هماغه دوام یا پایښت دی .

مجاهد زما شک او ابهامونه تاییدول او هغه څه چی ما د خپلو منابعو څخه اورېدلي دي دا وو چی خبری اتری په جبه زار کی بندي سوي دي . ده وویل چی دطالبانو پخواني لوړ مامورین چی په دې خبرو اترو کی شامل وو ، د ملاعمر نمایندګی نه کوی . ده وویل چی « که موږ خبری اتری کوو ، نو هغه به څرګندي وی ، زموږ د استاځو نومونه به واضح وی او هغه به ولس ته اعلان کړو . »

زما منابعو دا هم راته ویلی وو چی ښایی هغه ماته هرڅه و نه وایی . د کرزي د لویدیځ ملاتړي حکومت سره د ملا عمر خبری اتری به د ځان وژنی معادل وی چی تر القاعده به څه کم نه وی چی پر هیڅ ډول خبرو اترو عقیده نه لری . دا یوازینی هغه مانیز عامل دی چی دا دوه سره بیلوی .

 

ما د مجاهد څخه د هغوی سره د تړاو په هکله وپوښتل . ده راته وویل چی « موږ د القاعده تر قوماندې لاندی نه یو . ځینی خلک د جنګېدو لپاره راځی او موږ هم ورته وایو چی ښه راغلاست . » په دې هکله چی مشري د چا ده ، ده ټینګار وکړ چی « موږ د همدې وطن ( افغانستان ) بچیان یو ، نو اداره کونکي او مشران هم موږ یو ، موږ د هغوی سره کومی اړیکی نه لرو او دوی هم زموږ سره څه تړاو نه لری . »

دا ډیره په زړه پوری ده ، ځکه چی د عراق څخه خورا ډیر توپیر لری چی هلته القاعده د ابو موساب الزرقاوی او نورو په څیرو کی له بهره ورغلي وو ، او د ښورښ مشري یې کوله او د څو کالو لپاره پر ځایی بې تجربه ښورښیانو باندی مسلط وو . خو طالبان تر هغوی هوښیار او چالاکه دي او د وسلوال چریکی جنګ خورا اوږده سابقه لری . بل هم دا چی دوی د مفکوروی او عقیدوی پلوه هم القاعده ته ورنږدې نه دي لکه ځینی خلک چی یې فکر کوی .

د سپټمبر تر حملو لږ څه وروسته د طالبانو یو لوی مامور ماته ویلی وو چی اسامه بن لادن زموږ د ملا درد دﺉ . د هغه کنټرول مشکل و او څه چی یې غوښتل هغه یې کول . یوازینی هغه دلیل چی دوی نوموړﺉ نه ورسپارﺉ  هماغه پښتونولي یعنی قبایلی وفاداري وه . بن لادن او ملاعمر د هغه خورا محافظه کار اسلام دوه مخالف قطبونه دي چی دوی یې پالی ، بلکی هغوی د یوې بسترې طبیعی ملګري نه دي .

 

دا ټول هغه څه دي چی زما په ذهن کی چی د ده سره ناست وم راګرځېدل او باطنأ می د ده څخه د ډیر وخت غوښتنه کول. ما غوښته چی همدغه مفکورې می سره غوړولي او پسی لټولي وای . څو څو واره یې راڅخه وپوښتل چی بس ده ؟ خو ما به نور هم دوام ورکاوه . ده وغوښته چی د ۲۰۰۰۰ نورو امریکایی پوځیانو په هکله د طالبانو غبرګون راته ووایی .

ده راته وویل چی دا مهمه نه ده چی هغوی څومره شمیر راځی بلکی و به یې نه ګټی . « که پنتاګون د خپلی تګلاری د بدلون په فکر کی دی ، نو موږ هم د تګلاری د بدلولو په فکر کی یو . که هغوی غواړی چی د نوو عملیاتو د پیل لپاره شل زره پوځیان رالیږی ، نو دا خو جنګ دی او موږ به هم دغه جنګ ته ګورو او خپله تګلاره به ورسره جوړوو . »

ده یو ځل بیا هغه مهال وخندل چی ما ورته وویل تاسو د نړۍ د ټولو نه غښتلي ځواک په وړاندی ولاړ یاست . د ده خبره دا وه چی د طالبانو جنګیالي د مړینی څخه نه بیریږی . « که هغوی غواړی چی نور پوځیان راولیږی او حالت تبدیل کړی . . . نو زموږ په فکر هغوی هیڅ هم نه سی کولای . افغانستان به د هغوی ویتنام سی . د تګلاری له مخی دا هماغه د بوش پالیسی ده . په هغه تګلاره کی هیڅ کوم بدلون نه دی راغلی . زه دا په څرګنده سره درته وایم چی موږ به یې وګټو ، او دوی به مړه کیږی . »

زه پوهیږم چی ده غوښته چی په خپلو خبرو سره ما په همدې باور کړی ، خو په دغو خبرو سره چی ویل یې طالبان د هېواد د تریاکو د غیرقانونی ۳۰۰ ملیونه ډالریزه پیداوار څخه پیسې نه تر لاسه کوی ، خپل اعتبار کم کړ.

ده وویل چی کله طالبان په قدرت کی وو ، نو مخدره ییز بوټی یې له منځه وړی وو ، یعنی هغه څه چی ما پخپله هم لس کاله مخکی د هغه راپور ورکړی و ، خو نن حقیقت بل ډول دی . یعنی هر ځای چی طالبان ډیر پیاوړي دي همالته د تریاکو حاصل هم ډیر دی .

 

حتی مخکی له دې چی دﺉ را ولاړ سی ، ما ورته ویلی سو چی که د لږ مودې لپاره ځی ، بلکی دا می نه غوښته چی ورته ووایم وروستۍ پوښتنه می لا پاته ده ، خو دﺉ وار په وار پریشان کېدﺉ . ځکه ده ماته پنځلس دقیقې وخت راکړی و ، خو کله چی آرام سو نو دغه موده ۴۵ دقیقو ته اوږده سوه . مګر بیا یې هم و نه غوښته چی زموږ دا مرکه پر خپله طبعه واړوی او راڅخه وایې خلی .

کله چی دﺉ په مجردی ووت ، نو زموږ څخه هم وغوښتل سوه چی شیان موټول کړو او ډیر ژر ووزو . پر موږ د لاری پر اوږدو کومه حمله و نه سوه او نه هم چا وتښتولو ؛ او دا هغه څه وه چی ډیر ژر به خپرېده .

 

ما تر دې مرکې مخکنۍ شپه صرف درې ساعته خوب کړی و ، او تر هغه مخکی شپو کی می هم څه خاص خوب نه و کړی . ادرینالین هغه دوا وه چی زه یې د دغو خطرونو او په ذهن کی د زرګونو پوښتنو لرلو ته چمتو ، متمرکز ، تکړه او مواظب کړی وم .هر څونه چی زه رالیری کېدم ، په هغه اندازه می خپله ساتنه ایسته کوله  او په هغه اندازه ډیر راته ویل سوﺉ بیان دا دی  منعکس کوم .

آیا دا هرڅه په دې ارزېدل ؟ هوکی . موږ ټول د هغوی د ږغ نه پرته په تیاره کی جنګیږو . پای  

Leave a Reply

Your email address will not be published.