د طالبانو ستونزه د امریکا د بهرنۍ تګلاري محصول دی — نثار احمد صمد

 

د طالبانو ستونزه د امریکا د بهرنۍ تګلاري محصول دی

 

لیکوال : جېکب هارن برګر، د ایف ایف ایف اورګ خپروَنه ( امریکا )

ژباړن : نثار احمد صمد

 نېټه :۲۰۰۹/۵/۱۵

 

امریکایی مقامات نن نه یوازی په افغانستان کی د طالبانو د بیا ظهور څخه اندېښمن دي بلکی په پاکستان کی هم د طالبانو سوبو پریشان کړي دي . دا هغه مشکلات دي چی  امریکایی امپراتورۍ پخپله ځانته ایجاد کړي دي .

په داسی حال کی چی نن اکثریت امریکایان د ولسمشر بوش لخوا د عراق جنګ یو « بد جنګ » بولی ، خو عامه ادراک بیا دا دی چی د بوش لخوا پر افغانستان باندی یرغل یو « ښه جنګ » و ( سره له دې چی ده باید د دې جنګ منظوري د قانون پر اساس د کانګریس څخه اخیستې وای ) . عقیده پر دې ده چی پر افغانستان باندی د امریکا حمله او د طالبانو د رژیم نسکورول ځکه موجه یا حق په جانب وو چی طالبان او القاعده د سپټمبر د یوولسمی د حملې مرتکبین یعنی کړوني وو . خو د دې ګومان په وړاندی صرف یوه ستونزه شته او هغه دا چی : دا ادعا نه ده ثابته سوې .

 

خبره دا ده چی بوش ځکه طالبان بېواکه کړل چی هغوی د سپټمبر د یوولسمی تر حملې وروسته اسامه بن لادن بېله قید او شرطه امریکایی مقاماتو ته نه ورسپارﺉ . بلکی طالبانو د بوش د دې غوښتنی په ځواب کی د سپټمبر د یوولسمی په حملو کی د بن لادن د لاس لرلو شواهد غوښتل . که دغسی شواهد ورسپارل کېدای ، نو هغوی به هم اسامه د امریکا پر ځای کومی مستقلی محکمې ته سپارلی وای .

خو بوش هیڅکله هم دا نه ده واضح کړې چی د طالبانو دا شرط ولی نامعقوله و . خو د دې سره سره فډرالی قاضی بیا هم د « جوز پډیلا » د دوسیې ، د « ذکریا موساوی » د دوسیې او نورو قضیو څخه دا تصدیق کړې وه چی تروریزم یو فدرالی جنایی تېرﺉ دی . ځکه نو ، څنګه چی د جنایی تیري په خاطر د کوم بهرني سړي طلب کول د یو هېواد لپاره غیر معمولی خبره نه ده ، نو دا کار کټ مټ د هغه هېواد لپاره هم قانونی او معقول وی چی دغسی طلب ترې کیږی تر څو وګوری چی آیا دغه سړي په رښتیا هم هماغه جنایت کړی دی که یا.

وګورﺉ وینزویلا همدا اوس اوس د امریکا څخه د « لویًس پوداسا کاریلز » د ورسپارلو غوښتنه کوی چی په هغه تروریسټی عمل سره متهم دی چی د وینزویلا په فضایی قلمرو کی یې یوه کیوبایی الوتکه چاودلې او ټول مسافرین یې وژلي وو .

وینزویلا او امریکا یو بل ته د مجرمانو د سپارلو تړون سره لری . خو د دې سره سره امریکا بیا هم وینزویلا ته د پوداسا د ورسپارلو څخه ډډه کوی . دلیل یې څه دی ؟ هغوی وایی چی موږ بیریږو چی مبادا وینزویلایی مقامات پوداسا شکنجه نه کړی ( هو ، دا بل هغه دلیل دی چی ښایی پوداسا به د سی آی اې یو فعال غړی وی ) .

نو که د وینزویلا لخوا د دې سړي د طلب یا ورسپارلو په غوښتنه کی د کړاو بېره موجوده وی ، نو بیا ولی د طالبانو لخوا هم امریکا ته د بن لادن په نه سپارلو کی  کټ مټ بېره نه وی موجوده ؟ زما په فکر به هر څوک په دې موافق وی چی که بن لادن سی آی اې یا پنتاګون ته سپارل سوی هم  وای ، نو هغوی به په غیر انسانی توګه کړولی وای ، یا ښایی حتی کومی مستقلی محکمې ته یې د راکشولو څخه مخکی لا وژلی وای .

 

ښه ، آیا د سپټمبر د یوولسمی په حمله کی د بن لادن د لاس لرلو په هکله د طالبانو لخوا د بوش څخه د شواهدو غوښتل پر ځای وو که بې ځایه ؟ دا هغه غوښتنه ده چی د مجرمینو د ورسپارلو په جریان کی باالکل عملی سوې ده . کله چی یو هېواد کوم بهرنی مجرم طلب کوی ، نو د ورسپارني اصول دا ایجابوی چی د دې غوښتنی یا طلب د موجه ښودنی په خاطر شواهد هم باید ور وسپارل سی .

د طالبانو په دې غوښتنه کی د پام وړ مهم ټکی دا دی چی د افغانستان او امریکا تر منځ حتی همدا د مجرمینو د ورسپارنی کوم تړون لا هم وجود  نه درلود . طالبانو وړاندیز وکړ چی بن لادن به کومی خپلواکي محکمې ته ، سره له دې چی په دې هکله کومی نړیوالی محکمې غوښتنه هم نه وه ترې کړې ، وسپاري او دا هغه څه دی چی امریکایی مامورینو به حتی د یو عادی طلب په مقابل کی هم که ترې سوﺉ وای ، عینأ شواهد غوښتل .

 

خو بوش بیا هم نه د طالبانو وړاندیز په باک راوړ او نه یې هم شواهد ور وسپارل . ده په اغېزمنه توګه دغه دریځ درلود : « موږ د نړۍ یوازینۍ پاته امپراتوري یو . موږ په دنیا کی تر ټولو پیاوړﺉ پوځ لرو . موږ دا وس لرو چی تاسو دړی وړی کړو او رژیم مو ایسته وغورځوو . تاسو به بېله کومو شرطونو او بېله ځنډه زموږ غوښتني منیً . »

خو طالبانو د بوش دغه بېله قید او شرطه غوښتنه رد کړه . نتیجه یې دا سوه چی کله امریکا پر افغانستان حمله وکړه ، نو نه یوازی دا چی بن لادن یې پسی راواخیست بلکی د افغانستان په کورنۍ جګړه کی هم د یو لوري پر خوا ودرېد یعنی د شمال اییتلاف ملګری سو .

 

امریکا د رژیم بدلولو د پخوانۍ طریقې له مخی طالبان بېواکه کړل او پر ځای یې حامد کرزﺉ یعنی هغه سړی نصب کړ چی د همدې امپراتورۍ وفادار ، ملګری او خوږ غړی پاته سوی دی . دا هغه سړی دی چی رژیم یې همدا نن د هغو خلکو تر پرله پسې حملو لاندی دی چی د امریکایی امپراتورۍ لخوا بېواکه سوي وو .

 

که څه هم بوش او نورو امریکایی چارواکو دا ژمنه کړې وه چی د القاعده لخوا به د سپټمبر د یوولسمی د حملې په ارتکاب کی د طالبانو سره د ملګرتیا شواهد خپاره کړی ، خو دا قول یې هیڅکله هم عملی نه کړ څو چی باالاخره پسی هېر یې کړ . د دې کار احتمالی دلیل دا دی چی هغوی اصلأ دغسی شواهد قطعأ نه لرل . که د دې سره سره بیا هم هغوی د دغی لاس لرني ثبوتونه درلودای ، نو  وخت به یې  نه  ضایع کاوه او ډیر ژر به یې طالبانو ته ورکړي وای تر څو هغوی هم بن لادن پسی ورسپارلی وای . بیا به نو دوی پر امریکا باندی د حملې په دلیل د افغانستان پر ضد جګړه اعلانوله .

 

ښه ، نو د بن لادن سره د سروکار لرلو غوره لاره کومه وه ؟ چاره یې هماغه طریقه وه لکه څنګه چی امریکا د رمزی یوسف په هکله کړې وه چی هغه یو د هغو تروریسټانو څخه و چی په ۱۹۹۳ کی یې پر همدې نړیوال سوداګریز مرکز تروریسټی حمله کړې وه . په هغه حمله کی چی یوه جنایی حمله بلل سوې وه ، امریکایی مامورین دې ته معطله سول چی رمزی یوسف ووزی ، ښه پولیسی دنده یې مخته بوتله ، او باالاخره په دې وتوانېدل چی نوموړﺉ د پاکستان څخه په نیولو سره تر لاسه کړی . هغه اوس د امریکا په فډرالی جنایی محبس کی شپې سبا کوی او په دې لړ کی هیڅ کوم بم ، کوم راکټ ، کومه تباهی او ورانی ، په پاکستانی ودونو کی کومه وژنه رامنځته نه سوه او نه هم دې ته زمینه مساعده سوه چی د امریکا پر ضد دې نوي دښمنان تولید سی.

 

خو د دې برعکس د یو پوځی عمل له لاری د بن لادن د نیولو په ذریعه امریکا پر افغانستان حمله وکړه ، بې شمېره بې ګناه انسانان یې ووژل یا یې معیوب کړل ، د افغانستان د بې سارې ورانۍ غچ یې واخیست ، رژیم یې بدل کړ ، د امریکا لپاره یې نوي دښمنان ایجاد کړل . . . او د بن لادن په نیولو کی هم ناکامه سول .

خو دا لا یوه خبره وه چی پر افغانستان یې د پوځی حملې پر مهال یوازی بن لادن پسی رااخیستی وای ، نه دا چی په عین حال کی یې  رژیم بدلولو ته لاس اچولی وای .

 

دا په حقیقت کی هغه څه وو چی د مکسیکو د اوښتون پر مهال ، د نیو مکسیکو په کولمبس کی د « پنچوویلا » لخوا د څو امریکایانو د وژلو په نتیجه کی پیښ سوي وو . امریکا تر هغې حملې وروسته مکسیکو ته یو پوځی واحد ولېږﺉ تر څو دا سړﺉ یې نیولی او محکمې ته راکش کړی وای . که څه هم هغه مأموریت ناکام سو خو په دې هکله چی څه مهم وو هغه دا چی دا پوځی مأموریت دومره محدود و چی صرف د « ویلا » نیول یې هدف وو ، نه د مکسیکو په کورنۍ جګړه کی د یو لوري پر خوا درېدل .

 

موږ به هله غافل او بې باکه یو که هغه رول په نظر کی و نه نیسو چی د امریکا بهرنۍ تګلارې د طالبانو په ایجاد او ملاتړ کی رول لوبولی دی . د ۲۰۰۱ د نوامبر پر پنځمه د کانګریس غړي ران پاول په خپله یوه مقاله کی داسی لیکلي دي :

« موږ باید دا حقیقت ومنو چی دا خو د امریکایانو د مالیې یا ټکس ډالرونه وو چی د طالبانو هغه حکومت یې ایجاد کړ چی نن غواړی موږ تباه کړی . سی آی اې د ۱۹۷۰ لسیزی په وروستیو او د ۱۹۸۰ کلونو په لومړیو کی په افغانستان کی د بېلابېلو اسلامی ډلو په روزلو او تمویلولو کی ډیر غټ لاس درلود چی د هغوی ځینی کسان همدا نن د طالبانو د ظالم حکومت غړي دي . د امریکا حکومت په حقیقت کی دا مني چی دغو ډلو ته یې لږ تر لږه شپږ بلیونه ډالره پوځی کومک او وسلې ورکړي دي چی دا دونه مبلغ دﺉ چی د نن ورځی د ډالر له مخی نور هم  پسی ډیریږی .

پخپله بن لادن هم د سی آی اې روزنه او وسلې تر لاسه کړي دي . . .

دا د چا زړه ته نه لویږی چی امریکا په مې کی اعلان وکړ چی موږ به طالبانو ته نور ۴۳ ملیونه ډالره کومک هم ورکړو که هغوی د کوکنارو کښت بند کړی چی هېرویًین او تریاک ځنی جوړیږی . د طالبانو واکمنانو هم موافقه وکړه چی زموږ سره د مخدره موادو په احمقانه جنګ کی « د خدای د خوښې پر خلاف » د تریاکو د شنه کولو په حصه کی مرسته وکړی . . . »

 

خو کله چی د طالبانو رژیم د بن لادن د سپارنی په خاطر د بوش بې قید او شرطه امر رد کړ ، نو امریکایی امپراتورۍ هم هغسی کار ورسره وکړ لکه په نورو هېوادو مثلأ  ایران ، ګواتیمالا ، چیلی ، کیوبا ، اندونیزیا ، عراق او نورو کی چی یې کړي وو ، یعنی د هغسی سرکښه رژیم بدلول چی د امریکایی امپراتورۍ د بې قید او شرطه امرونو څخه یې انکار کاوه ـ یعنی هغه رژیم چی امریکایی امپراتورۍ په خپله د هغه دایجاد سره مرسته کړې وی او بیا بیرته هغه په یو داسی ځپونکې رژیم سره چی د امریکایی امپراتورۍ پلوﺉ وی ، بدلوی .

 

په دې بهیر کی امپراتوري په دې بریالۍ سوه چی امریکا په یو بل بهرني جنګ ورګډه کړی ، یعنی هغسی یو جنګ چی دا دی نن یې په اټومی وسلو سمبال پاکستان ته هم پسی خپور کړ .

هو ، دا د امریکایی امپراتورۍ او د هغه د مداخله ګري بهرنۍ تګلارې په ژوندانه کی یوه بله « کامیابه افسانه » ده . پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.