امریکا په پاکستان کی د غالبوزو چرګینیً ښوروی — نثار احمد صمد

 

 

امریکا په پاکستان کی د غالبوزو چرګینیً ښوروی

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه : ۲۰۰۹/۵/۱۷

ژباړن : نثار احمد صمد

 

پاریس ـ  پاکستان تیره اوونۍ په صوبه سرحد کی د پاڅېدلو پښتنی قبایلیانو پر ضد چی په لویدیځ کی یې له یو مخی « طالبان » بولی د خپل پوځ په ورخوشی کولو سره باالاخره د واشنګټن قهرجنو غوښتنو ته پر ګونډو سو.

د اوباما ادارې د مفلس او ډیوالی پاکستان سیاسی او پوځی مشرتابه ته  اخطار ورکړ چی که اسلام آباد  د افغانستان د پولی پر اوږدو پارېدلې صوبه سرحد ته خپل پوځیان و نه لیږی ، نو امریکا به د کاله ۲ بلیونه ډالره نغدی پیسې او هم ۶٬۵ بلیونه ډالره آینده کومک ورڅخه ودرېغوی .

د دې کار په نتیجه کی د وینو ویالې وبهیدې یعنی ۱۰۰۰ « تروریسټان » ووژل سول ( خو اکثریت یې ملکی انسانان دی ) او ۱٬۲ ملیونو وګړو یعنی د سوات بشپړ اکثریت خلکو هم کډه وکړه .

هو، د امریکا لخوا د پاکستان کرایه سوي پوځ د خپل ولس پر ضد خورا توره وکړه ، خو دا ډیره بده خبره ده چی له دې کارو څخه یې د هند سره په جګړو کی هیڅ هم نسو کولای . د ملکی انسانانو ټوټه ټوټه کول خو هسی هم ډیر ژغورنده او ګټور وی .

واشنګټن چی د افغانستان د پښتنی قومونو ( چی دوی یې طالبان بولی ) په آرامولو کی ناکام سو ، نو اوس په ډک زړه غواړی چی په دواړو هېوادو کی د پښتنی مقاومت د ختمولو په غرض پاکستان ټوټه ټوټه کړی . د « سی آی اې » بی پیلوټه طیارو څه باندی ۷۰۰ پاکستانی پښتانه وژلي دي . د دغو څخه فقط ۶٪ یې جنګیالي وو او د پاکستانی رسنیو له مخی نور یې ټول ملکی خلک وو .

 

پښتانه چی په غلطه سره یې پټانان هم بولی ، د نړۍ تر ټولو لوی ټبر دی . پنځلس ملیونه یې په افغانستان کی اوسیږی چی د هېواد نیمایی نفوس جوړوی . متباقی شپږویشت ملیونه هم تر پولی آخواته په پاکستان کی ژوند کوی . برتانوی استعمار د یو ساختګی او جعلی سرحد یعنی د ډیورنډ د کرښی په ذریعه ( چی د افغانستان ـ پاکستان نننیً سرحد جوړوی ) پښتانه سره بېل کړل . خو پښتنو هغه تر ننه هم نه دﺉ منلی .

 

ډیرو پښتنی قبایلو په ۱۹۴۷ کی په دې شرط د پاکستان سره یوځای کېدنه ومنل چی د دوی ټاټوبی به کورنۍ خپلواکي لری او حکومتی پوځونه به هیڅکله نه ورځی . د سوات پښتنی دره په ۱۹۶۹ کی د پاکستان سره یوځای سوه .

څنګه چی پاکستاني پښتنو په افغانستان کی پښتنی مقاومت ته مرسته ورکړې ، نو امریکایی بی پیلوټه طیارو هم پر هغوی بریدونه پیل کړل . واشنګټن اسلام آباد مجبور کړ چی پښتنی سیمو ته د پوځونو په لیږلو سره خپل اساسی قانون تر پښو لاندی کړی . د دې کار نتیجه  د فعلی پښتنی قهر او غوصې باعث شوه .

 

زه د پښتنو سره په جنګ کی ملګرﺉ سوی یم او د هغوی افسانوی زړه ورتوب ، د شرافت او هوډ پیاوړﺉ احساس می له نږدې مشاهده کړی دی . دوی سخت جنګره ، خپل تر منځو مخالفت کونکي او ډیر خوږوَنګي او سوَځنده هم دي .

هر څوک په دې ښه پوهیږی چی یو پښتون باید تهدید نه کړه سی او نه هم اخطار یا خبردارﺉ ورکړه سی . دا هغه خلک دي چی امریکا یې په دې لمسولې ده چی بن لادن یعنی هغه سړﺉ نه ورسپاري چی د شوروی ضد جنګ اتل یې بولی او د دوی میلمه دی . هماغه د لرغونی زمانې « پښتنولی » تر ننه هم پر دوی واک چلوی یعنی دا چی : پر پښتنو حمله مه کوﺉ ، د دوی سره ټګۍ مه کوﺉ ، د دوی د سپکولو څخه ډډه وکړﺉ . بدل یا انتقام د پښتنو لپاره یو سپېڅلی کار دی .

 

ناپوهی ـ

اوس اوس خو د واشنګټن جاهلانه تګلارو او تیره اوونۍ د سوات بې رحمیو د هند لخوا پر پاکستان تر حملې را وروسته دوهمه ډیره ستره خپسکه راپارولې ده . ښایی د دې هېواد ۲۶ ملیونه پښتانه ترې بېل سی او ځانونه د افغانستان د پښتنو سره یوځای کړی او په دې توګه د پښتونستان په نوم خپل آزاد پښتنی دولت جوړ کړی . په دې کار سره به پاکستان پر منځ دوې ټوټې سی او ښایی د هغه سرکښه بلوڅان هم بېلتون ته وپاروی او هغوی غښتلی هندوستان د پوځی مداخلې لپاره وغولوی او پدې ډول د محاصره سوي پاکستان سره د اټومی جنګ خطر رامنځته کړی .

 

د صوبه سرحد پښتانه نورو ایالتونو لکه پنجاب ، سِند او بلوچستان ته نه خو د پرمختګ تکل لری او نه یې هم توان ، بلکی دوی صرف غواړی چی یوازی پرېښودل سی . د « طالبانو لخوا د پاکستان نیونه » صرف او صرف یو پروپاګنډ دی .

 

د هوارو مځکو پاکستانیانو په تکرار سره جنګی ډوله اسلامی ګوندونه رد کړي دي . ډیر هغوی د پښتنو سره ځکه مینه نه لری چی غرني شډل خلک یې بولی او ځانونه ترې ګوښه کوی . بل هم دا چی د پاکستان خورا ساتل سوي اټومی وسلې هم تر اوسه خو د خطر سره هیڅ نه دي مخامخ سوي . نو د پاکستانی اټومی وسلو په هکله د خطر ږغونه هم د هماغو درواغجنانو لخوا راپورته کیږی چی کټ مټ یې د صدام حسین د دغسی ساختګی وسلو پټه اجندا ورسره لرله .

 

اصلی خطر ـ

اصلی خطر هماغه د امریکا لخوا دی چی د لرغونو زمانو د خښمېدلی تخیلی فیل غوندی عمل کوی ، پاکستان تر پښو لاندی لټپیر کوی ، او د اسلام آباد پوځ دې ته اړباسی چی د خپلو خلکو پر ضد وجنګیږی . په دې توګه ، کېدای سی پاکستان تر امریکایی نیونی لاندی عراق غوندی پای ته ورسیږی ، پر درو برخو تجزیه او پر میدان بی وسه پاته سی .

 

که وضع همداسی روانه وی ، نو ښایی هېوادپال پاکستاني پوځیان راپورته سی او هغه فاسد جنرالان او سیاست پوهان په ګولیو سوري سوري کړی چی د واشنګټن څخه روپۍ اخلی .

عینأ بل ناوړه او شوم کار لا دا چی په پاکستان کی د غریبو او بی وزلو خلکو د پاڅون خپرېدنه ـ چی بیا هم د « طالبانو » ټاپه پر وهل کیږی ـ کټ مټ د هندوستان د « نکسالیسټ » ښورښیانو غوندی د یو بنسټ پال ملی ښورښ بوی ورکوی .

 

هو، د عراق غوندی دلته په افغانستان کی  هم د امریکا تګلاره د بی ځایه پوځی غرور او لوی جهالت لخوا مخته وړل کیږی . د اوباما ډله په دې نه پوهیږی چی د دې « افپاک » ستراتیژي څخه څه غواړی . خو زه به ورته ووایم چی : دا هغه کرغېړنه چټلي ده چی موږ به ډیر وروسته ورباندی پښېمانه سو خو وخت به یې تیر وی . پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *