افغانان د پولیسو له لاسه طالبانو ته مراجعه کوی — نثار احمد صمد

 

افغانان د پولیسو له لاسه طالبانو ته مراجعه کوی

 

راپورتر : پیټر ګرف

منبع : رویټر

نېټه : ۲۰۰۹/۷/۱۲

ژباړن : نثار احمد صمد

 

 

پن کلا ، افغانستان ـ  کله چی برتانویان د طالبانو څخه د دې کلې تر نیولو وروسته ورغلل ، نو د پریشانو کلیوالو څخه یې صرف یو پیغام واورېدﺉ چی هغه دا و : د خدای لپاره افغان پولیس بیا مه رالیږﺉ .

امریکایی او برتانوی پوځونو دا عملیات راپیل کړي تر څو د هلمند ولایت کنټرول تر لاسه کړی چی تقریبأ نیمایی د طالبانو په قبضه کی و ، او غواړی چی هغه بیرته افغان حکومت ته وسپاری .

خو تر کومه ځایه چی دوی مخته ځی نو ورسره جوخت د خپلو ځایی ملګرو په باره کی نا آرامونکي حقایق هم اوری  یعنی : کلیوال وایی چی حکومتی پولیس دومره ظالم او فاسد دي چی له لاسه یې دوی طالبانو ته د آزادونکو په حیث هرکلی وایی .

 

محمد ګل د پن کلا د هغه کلي  مشر چی درې ورځی مخکی برتانویانو د طالبانو څخه نیولی ، وویل چی « پولیسو به هغه خلک ودرول چی پر موټر سایکلونو په سپاره وو ، هغوی به یې سخت ووهل او پیسې به یې ځنی واخیستې . » ده دوو هغو ځایونو ته اشاره وکړه چی پولیسو به هلوکان تر تښتولو وروسته هلته بېول او « بچه بازي » یعنی لواطت به یې ورسره کاوه . ده زیاته کړه چی « که به پولیسو هلوکان دباندی ولیدل ، نو د هغوی سره به یې تر نیولو وروسته لواطت کاوه . تاسو د پولیسو هر مرکز ته ورتلای سیً او هلته به دغسی هلوکان ووینیً . پولیس تر څو چی خپل کار یې نه وی کړی ، دغسی هلوکان نه ایله کوی . »

 

محمد رسول چی غاښونه نه لری ، وویل چی کله طالبانو لس میاشتی مخکی دغه کلی ونیو او پولیس یې وشړل ، نو ځایی خلکو خوښۍ او خوشالۍ کولې . ده وویل چی که څه هم زما خپل زوی پنځه کاله مخکی د طالبانو د یو ماین په واسطه مړ سوی دی ، خو بیا هم هغوی خلکو ته د درناوي له کبله د کلیوالو د هرکلي سره مخامخ وو . ده زیاته کړه چی « د طالبانو تر راتګ وروسته موږ خوشاله وو . ځکه طالبانو هیڅکله  موږ نه یو آزار کړي . »

د طالبانو تر راتګ دمخه به پولیس د یو غښتلي جنګسالار په ملګرتیا چی په « ظالم » سره مشهور و ، د ده کور ته راغلل ، او توپک به یې پر مخ ورونیوﺉ ، په کور کی به شاوخوا ګرځیدل او پیسې به یې ورڅخه غوښتې . « نو که برتانویان یو ځل بیا هماغه خلک راولی نو موږ به له دې ځایه ولاړ سو . که هغوی بیرته راسی ، نو حتمأ به هرڅه وسوځوی . »

 

د برتانویانو دغه پوځی عملیات د « پړانګ منګلی » نومیږی او د طالبانو د زیاتو ځمکنیو ماینونو سره چی پخپله یې جوړ کړي ، مخامخ دي . دې کار هغوی ته د دې جنګ شدید ترین تلفات وراړولي دی . لکه څنګه چی په صرف تیرو ۱۲ ورځو کی یې ۱۵ برتانوی پوځیان وژلي دي .

علاوتأ ، ۴۰۰۰ امریکایی پوځیان په دې عملیاتو کی د خورا لږ مقاومت سره مخامخ دي او تر اوسه یې د خپلو هوایی او مځکنیو سختو عملیاتو په نتیجه کی درې ولسوالۍ نیولي دي .

 

د دې عملیاتو هدف دا دی چی پر دغه ولایت باندی د اګسټ د شلمی د ولسمشریزو انتخاباتو څخه مخکی د افغان حکومت کنټرول قایم کړی . خو قوماندانان وایی چی د دغو سیمو د دایمی ساتلو لپاره ډیرو افغان امنیتی ځواکونو ته ضرورت لری . امریکا په تیرو ۸ کالو کی د افغان ملی اردو د جوړلو لپاره ستر مبلغونه مصرف کړي دي . خو د ملی پولیسو جوړښت یې جرمنی ته پرې یښی دی چی هغوی هم نسبتأ ډیری پیسې خرڅی کړي دي او ملکی روزونکي یې ورلیږلي دي خونتیجه یې هغه پولیس دي چی په جنګی ساحه کی د خپلی دندی په اجرأ کی پاتی راغلي دي . لکه څنګه چی تیر کال ملی پولیسو د ملی اردو په نسبت درې چنده زیات تلفات ورکړي دي .

 

امریکایی جګړن (السټیل ) ګل محمد ته وویل چی « موږ د ملی پولیسو په باره کی ډیر شکایتونه اوریدلي دي ، خو اییتلافی ځواکونه او ملی اردو په ګډه ښه کار مخته سره بیایی او ملی پولیس هم مخ پر سمېدو دي . » خو هغه ورته وویل چی « هر ځل موږ ته ویل کیږی چی نور پولیس به راځی . خو هغسی نه وی بلکی هماغه پولیس بیرته راولیږل سی او هماغه اعمال مخته بیایی لکه پخوا چی به یې کول . » ده زیاته کړه چی « خلک دلته پر طالبانو اعتماد کوی . که پولیس بیرته راسی او هماغه کړنه جاری وساتی ، نو موږ به هم د طالبانو ملاتړ وکړو ترڅو دوی بیرته وشړی . » پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *