تاجکستان ته د سوات د عملیاتو ور اوښتل — نثار احمد صمد

 

تاجکستان ته د سوات د عملیاتو ور اوښتل

 

منبع : دي نیوز ( پاکستان )

نېټه : ۲۰۰۹/۷/۱۶

ژباړن : نثار احمد صمد

 

تاویل دره ، تاجکستان : د محرمانه پوځی عملیاتو څخه دا بېره پیدا سوې چی د پاکستان او افغانستان څخه تښتېدونکي جنګیالي ښایی تاجکستان ته ور  واوړی او هلته د شوروی د دې پخواني جمهوریت ماتېدونکې سوله د تهدید سره مخامخ کړی .

 

تاجک امنیتی ځواکونو د مې د میاشتی راهیسی د افغانستان پولي ته نږدې په یوه سیمه کی یو ټینګ امنیتی کمربند اچولی او د وسلوالو ډلو سره یې یوه نښته هم کړې ده . رسمی چارواکو هغه د مخدره موادو پر ضد عملیات بللي ، خو دیپلوماتان او د پامیر د لوړو غرونو د لمنو اوسېدونکي بېره لری چی حکومت د هغو  جنګیالیو سره جنګیږی چی د طالبانو ملګري دی .

 

یو لویدیځ دیپلومات وویل چی : « موږ پوهیږو چی یو څه پیښ سوي ، او احتمالأ دا هغه کسان دي چی ذکر سول ، او ممکن د سوات په دره کی د عملیاتو څخه هلته ور اوښتي وی . »

د سوات په دره کی د طالب جنګیالیو او پاکستانی پوځ تر منځ جنګ له مخکی څخه لا دا تشویشونه ایجاد کړي چی ممکن د منځنۍ آسیا د پخوانیو شوروی جمهوریتونو اړونده توکمیز جنګیالي ځانونه په تاجکستان کی پټ کړی .

 

ځینی ډلی  لکه « د ازبکستان اسلامی غورځنګ » چی د واشنګټن لخوا یو تروریسټی جوړښتون بلل سوی ، په ۱۹۹۷ کی د سولی د هغه تړون په نتیجه کی چی کورنۍ جګړه یې پای ته ورسول، افغانستان ته واوښتل . خو په دې وروستیو څو اوونیو کی داسی نښی نښانې لیدل سوي چی دغه جنګیالی بیرته ورغلي دي .

 

هغوی ته څرمه د افغانستان د شمال کندز ولایت چی په ۲۰۰۱ کی د امریکا په مشرۍ تر یرغل وروسته د نسبی سولي څخه برخمن و ، نن یو داسی توند تشدد ته په غیږ ورغلی چی ویل کیږی د طالبانو د لمسون اثر به وی . او تاجک حکومت هم په شنبه وویل چی دوی پنځه چچنیا وال بندیان کړي چی په افغانستان او پاکستان کی یې د جنګیالیو د تمویل لپاره مخدره مواد خرڅول . دا دلته د بهرنیو جنګیالیو د شتون ډیر ښه اعتراف دی .

 

یو لوی امریکایی مامور فرانس پریس آژانس ته وویل چی واشنګټن د سوات د عملیاتو له هماغه پیله د جنګیالیو وتنه له نږدې تعقیبوی . ده وویل چی « زما په فکر موږ په نړیوله سطح دا ګورو او وینو چی القاعده یو ځل بیا د نړۍ په نورو  برخو کی د خپلو ځواکونو  ځای پر ځای کېدو ته لاس اچولی دی . » پای  

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *