آیا امریکایی ځواکونو افغان ډل وژنه لیدله ؟ — نثار احمد صمد

 

آیا امریکایی ځواکونو افغان ډل وژنه لیدله ؟

افغان بندیان تور لګوی چی امریکایانو دا ډله ییزه وژنه لیدله ، دا هغه اتهام دی چی نیویارک ټایمز خپور نه کړ

 

لیکوال : مارک بنجامین

منبع : سېلون ویب پاڼه ( امریکا )

نېټه : ۲۰۰۹/۷/۲۲

ژباړن : نثار احمد صمد

 

دا د ډیری مودې راهیسی معلومه ده چی په ۲۰۰۱ کی پر افغانستان باندی د امریکا تر یرغل ډیر ژر وروسته په سلګونو یا زرګونو طالب بندیان چی په کندز کی تسلیم سوي وو ، په فلزی کانټینرونو کی واچول سول او د ادعا له مخی د یو افغان جنګسالار په امر په ساه بندی او یا د مرمیو په ویشتلو سره ووژل سول . لکه نیوز ویک چی د ۲۰۰۲ په اګسټ کی راپور ورکړ ، د هغوی جسدونه په جمعی توګه شبرغان ته نږدې د لیلی په دښت کی په یو لوی ډله ییزه قبر کی واچول سول .

 

د همدې جولای پر لسمه د نیویارک ټایمز « پولیټزر » جایزه ګټونکې راپورتر جېمزرایزن ،  یو مطلب وکیښ او په هغه کی یې دا وښودله چی امریکا پر افغانستان تر یرغل وروسته په ګوانتانامو کی د ایف بی آی د لوی تحقیق کونکی ( ډیل سپرې ) لخوا د دې معلوماتو د ورکولو سره سره چی ډیر افغان بندیان د دې ډل وژنی په هکله عینأ بیان کوی ، بیا هم د دې ډله ییزه وژنی د جنګی جنایتونو د تحقیقاتو سره مخالفت کاوه . سپرې په ګوانتانامو کی د ایف بی آی د ایجنټانو لخوا د بندیانو سره د دې مرکو سرپرستی کوله او د دغو بندیانو لخوا یې اړونده تورونه پسی تدوین کول .

 

خو هغه څه چی نیویارک ټایمز یې راپور ور نه کړ دا و چی عین همدغو څو بندیانو د سپرې په مرکو کی دا تور هم لګاوه چی د ډل وژنی پر مهال امریکایی پرسونل هم موجود وو ، او دا هغه باالقوه تهمت دی چی که رښتیا وی ، نو دا به نور هم ثابته کړی چی امریکا د دغو وژنو د جنایتونو د تحقیقاتو پر خلاف ده . سپرې په یوه ځانګړې مرکه کی سېلون ته وویل چی ما د هغو اضافی تورونو په باره کی رایزن ته خبر ورکړ چی وایی امریکایی پوځیان هماغه مهال هلته موجود وو . رایزن هم سېلون ته د دې خبر د ورکړی د تایید په ترڅ کی وویل چی سپرې ماته د دې تورونو په هکله ویلی دي ، خو ما هغه ځکه خپاره نکړل چی پر دغو تورونو باور  نه لرم .

 

د خپرونو لخوا د دې عام وژنې په اړه د لومړنیو راپورونو له مخی د ۲۰۰۱ په وروستیو کی د افغان جنګسالار عبدالرشید دوستم د امر سره سم دغه په سلګونو حتی زرګونو طالب بندیان چی په کندز کی تسلیم سوي وو ، په کانټینرونو کی واچول شول . هغوی ته د دې درې ورځنۍ مودې پر مهال خورا لږ خواړه او اوبه ورکول سوه او شبرغان ته څرمه یو جېل ته یې یوړل . دوی د ژوندی پاتېدو په خاطر مجبورأ یو د بل لندبل ( خولې ) څټلې . هغوی ګڼ شمیر د ساه بندېدو له امله مړه سول . نور بیا هغه وخت ووژل سول چی پوځیانو پر کانټینرونو د مشین ګن فیرونه وکړل . د فلزی کانټینرونو په واسطه وژل د ډل وژنی هغه تخنیک دی چی په افغانستان کی ځینو جنګسالارانو عملی کړی دی .

 

په نیویارک ټایمز کی د رایزن اړونده بیان وایی چی دغه قتلونه « به په افغانستان کی په ۲۰۰۱ کی د امریکا په مشرۍ تر یرغل را وروسته ډیره مهمه ډل وژنه وی ، » ورځپاڼی زیاته کړې چی امریکا ځکه هلته د جنګی جنایتونو د ګروېږنو سره مخالفت وکړ چی د دې وژنو متهم طراح یعنی دوستم د « سی آی اې » پیسه خوړونکی ایجنټ دی . د دغو وژنو پر مهال دوستم د پوځ د پنځم نمبر خاص ځواک د ډلې سره مشترک عملیات کول . د افغانستان د هغه مهال د جګړې په ډګر کی د امریکا د څو کوچنیو خاصو ځواکونو پوځیان د امریکایی دوسته شمال اییتلاف د لویو ځواکونو سره مل وو .

 

دغه لیکنی څرګنده کړې چی سپرې د څه نا څه لسو بندیانو بیانونه راغونډ کړي چی هغوی ویلي دي موږ د دې ډل وژنی څخه ژوندي پاته سوي یو او ځای مو باالاخره ګوانتانامو سو . دغو بندیانو څرګنده کړې چی موږ په کانټینرونو کی داسی « سره تخته سوي وو لکه لرګي چی په رسۍ ټینګ وتړې » څو چی دا ډل وژنه پسی پیښه سوه .

ورځپاڼی څرګنده کړې چی سپرې دا معلومات خپلو آمرانو ته ور انتقال کړل . د « ایف بی آی »  یو لوړ مقام مابعده تحقیقات تم کړل . پوځ هم په دې هکله لږ مینه ښودلې ده . د هغه مهال د دفاع د وزارت مرستیال پاول ولفوویچ د دفاع د وزارت یو بل لوړ مقام ته ویلي وو چی امریکا ځکه د رشید دوستم لخوا د دغو وژنو لای پورته نه کړ چی هغه زموږ یوه ارزښتناکه سرمایه ده .

 

خو هغه څه چی ورځپاڼی و نه ویل دا دی چی د ګوانتانامو دغو بندیانو هم دا وویل چی امریکایی پرسونل د دې ډل وژنو پر مهال موجود وو . سپرې چی اوس د ایف بی آی څخه تقاعد سوی او فعلأ د همدې ایف بی آی د سلاکار په توګه دنده اجرأ کوی ، سېلون ته وویل چی « اتهامونه دا دي چی کله د دوستم ځواکونو دغه انسانان کانټینرونو ته وراچول ، نو امریکایی پوځیان هم حاضر وو . دوی به طالبان او ښورښی کسان د شاوخوا څخه راغونډول . »

 

سپرې وویل چی پر افغانستان تر یرغل ډیر ژر وروسته ما د دغو مرکو څخه د بندیانو لخوا د ډل وژنی دا ادعاګانی ځکه « د باور وړ » وبللې چی هر بندی جدا جدا همدا بیان راته کاوه . د سپرې په فکر تحقیقات باید سوي وای . ده دا نتیجه واخیسته چی په دې کار کی د امریکایی پرسونلو لاس لرنه خو ظاهرأ ښکاری مګر په واقعیت کی صحیح نه ده ، ځکه زه په دې شکمن یم چی امریکایان دې د دغسی یوې ډل وژنی پر مهال غیر فعال پاته وی . ده د امریکایی پرسونلو د اتهامی لاس لرلو په هکله وویل چی « ما دا هغه مهال هم نه منل او نن یې هم نه منم . »

سپرې وویل چی د دې ادعا کړل سوې ډل وژنی د تحقیقاتو د کولو یو دلیل دا دی چی امریکا باید خپلي دواړی ذمه وارۍ عملی کړی ، یعنی دا چی لومړی جنګی جنایتونه وڅیړی او بل دا چی د امریکا د لاس لرلو چټی ادعاګانی ثابتي کړی چی حقیقت لری که یا .

 

رایزن وویل چی ما د خپلي لیکني څخه دغه تورونه ایسته کړل ځکه چی ځای لږ و ، ځکه چی ما هغه نسول ثابتولای ، او ځکه چی زه هغه نه منم . خو حقیقت دا دی چی سپرې هم هغه نه مني لاکن یاد کړي یې دي .

 

بندیانو د سپرې مرکه کونکو ته خوفناکه حالات بیان کړل . یو بندی ورته وویل چی په کانټینر کی تر اچولو مخکی زه په لارۍ موټر کی را انتقال سوم . دغه تحقیقاتی سند « سېلون ویب پاڼی » ته په لاس ورغلی چی همدلته خپور سوی دی . لارۍ موټر چی ودرېد نو ما « یو ډیر جګ سپین پوستیً امریکایی ولید چی شین جینز پتلون یې اغوستی و . » بندی زیاته کړه چی « دغه سړي د لارۍ موټر او د هغه د سپرلیو عکسونه اخیستل . » دا بیان لاندی په ضمیمه سند کی مفصلأ راغلی دی .

 

په عین حال کی د رشید دوستم نوم همدا اوونۍ د « بووبرګدل » یعنی هغه امریکایی عسکر په ویډیو کی هم ذکر سو چی درې اوونۍ مخکی طالبانو یرغمل کړی دی . هغه ږغ چی په کېمره کی اورېدل کیږی دوستم تر دې ګوزار لاندی راولي چی « هغه د افغانستان په شمال کی د منظمو جنایتونو ، لوټماریو او ډله ییزه وژنو مرتکب سوی دی . » دغه نفر چی په کېمره کی نه ښکاری ، د برګ دل څخه پوښتنه کوی چی « آیا ستاسی حکومت تاسو ته دا وایی چی تاسی په افغانستان کی د بشری حقوقو د مجرمینو ملاتړ کوﺉ او تاسی د همدغو انسانانو لپاره خپلی وینی تویوﺉ ؟ »

برګ دل ځواب ورکوی چی « یا ، زموږ حکومت د دغو شیانو په باره کی موږ ته هیڅ معلومات نه راکوی . »

 

————————————

 

هغه سند چی سېلون ته په لاس ورغلی او په ګوانتانامو کی د عینی شاهدانو څخه د ګروېږنو پر مهال  دا تور لګول کیږی چی د دې ډل وژنی پر مهال امریکایی پوځیان هم حاضر وو خو د دې ډل وژنی مخنیوﺉ یې نه کاوه ، لاندی کاپی سوﺉ دی . په دې سند کی یو بندي وایی چی ما دا مهال یو « جګ سپین پوستیً امریکایی » په سترګو لیدی . د جنایی تحقیقاتو مستقل ځواک ( سي آی ټی ایف ) لاندی هغه ګروېږنه راښیًی چی  د  « ایف بی آی » ، « سی آی ډی » ، او « ان سی آی ډی »  لخوا د یو بندی سره ترسره سوې ده ( دلته د بندیانو پر نوم په تور قلم خط راکش سوی او په عوض کی یې یو خاص شفری نوم لیکل سوی دی . دا سند د « سی آی ټی ایف » لخوا « ایف بی آی » ته ورلیږل سوی دی . دا تحقیقاتی پاڼه کټ مټ  په لاندی ډول ده :

 

د ۲۰۰۳ د جنوري ۲۹ ، ګوانتانامو بې ، کیوبا

۱ ـ د ګروېږونکې د کار نېټه ،  ۲ ـ  ځای ،  ۳ ـ د کار ( یا فعالیت ) نمبر .

د جنایی تحقیقاتو مستقل ځواک ( سی آی ټی ایف ) ، د تحقیقاتی عمل راپور

۴ ـ څرګندونی

پوښتل سوﺉ نفر : ( الف )

نېټه/ځای : د ۲۰۰۳ د جنوری ۲۹/ګوانتانامو ، کیوبا .

 

د ( الف ) څخه د کیوبا د ګوانتانامو په دلتا کیمپ کی د « ایف بی آی » او سمندری ځواک د جنایی تحقیقاتی څانګی ( ان سی آی اس ) د ایجنټ « ب » لخوا پوښتنی وسوې . دا مرکه په انګریزی ژبه وسوه او ( الف ) ته د دې مرکې علت وویل سو . د ( الف ) څخه په تیره بیا په افغانستان کی کندز ته نږدې د شمال اییتلاف لخوا د ده د نیولو او بیا وروسته مزارشریف ته  د لیږلو په هکله وپوښتل سوه . دغه ( الف ) نومی او د ده ملګرو د ۲۰۰۱ د نومبر پر شلمه یا یوویشتمه وغوښته چی د کندز څخه ووزی . ( الف) او نور ملګری یې لارۍ موټرو ته ور وغورځېدل . دا  موټرونه یو څه مخته ولاړل ، وروسته یو سیند ته ورسېدل او هلته په زوره د دې موټرو څخه راکښته کړای سول . د دوی هدف دا و چی ځانونه د ملګروملتونو ځواکونو ته تسلیم کړی . د شپې د یوې څخه تر دوو بجو پوری نور لارۍ موټرونه هم راښکاره سول . ( الف ) وغوښته چی د دغو څخه په یو کی سپور سی خو د ده ملګری ( ج ) و نه سو کړای چی بوټونه په پښو کړی . دﺉ هغه ته معطل سو څو چی په دغه وخت کی موټرونه ورڅخه ولاړل . څو الوتکی له پاسه راښکاره سوې . څنګه چی شپه وه نو ده ونسو کړای چی د طیارو نښانونه وپیژنی . طیارو یو ډول بمونه یا اور اخیستونکي مواد راوغورځول ترڅو هغه موټرونه ټوټې ټوټې کړی چی دوی هم باید پکښی سپاره سوي وای . ( الف ) په سترګو ولیده چی ډیر انسانان مړه یا سخت ټپیان سول . ( الف ) او د ده ملګرﺉ ( ج ) پر پښو روان سول . دوی شاوخوا ټکان اورېدل . دوی د هلیکوپترونو  ږغونه هم اورېدل . دوی بیرته د سیند خوا ته ولاړل او د ښځو کریږی یې واورېدې . دا د همدې ځای ملکی ښځی وې چی کورونه یې دغو طیارو لوټی لوټی کړل . ( الف ) په سترګو لیدل چی طالبان او نور افغانان په مختلفو موټرونو کی سپریږی . ده هم وغوښته چی یو پاکستاني موټر ته ورټوپ کړی ترڅو له دې ځایه لیری سی . دا موټر چی کله یوڅه مخته ولاړ نو د شمال اییتلاف کسانو ودراوه . ( الف ) او په ټرک کی نور سپاره کسان د هغوی لخوا په زوره راکښته کړای سول . د شمال اییتلاف پوځیانو د دوی جمپرونه ، پیسې او بوټونه ورڅخه واخیستل . د شمال اییتلاف ځواکونو کوم ځانګړﺉ یونیفورم نه و اغوستی او دا مهال یې وسلې هم نه لرلې ، بلکی د ملکی خلکو غوندی ښکارېدل .

 ( الف ) او د هغه ملګري مجبور کړای سول چی د دوو جګو غونډیو تر منځ په دره کی پلیً حرکت وکړی . ده د غونډیو له پاسه خلک ولیدل چی وسلې او سپکه سفری ویډیو کېمره هم ورسره وه . هغوی د دغو لارویانو ویډیویی فلم اخیستی . ( الف ) یو ځل بیا تلاښي سواو لاسونه یې تر شا کلک ور وتړل .

(الف)  تر نیولو وروسته دوهمه ورځ  د شمال اییتلاف د پوځیانو لخوا په یو خندق کی کښېنوول سو .  ( الف ) وویل چی د شمال اییتلاف خلک د « چینایانو » غوندی وو . ده ټوله شپه په همدې خندق کی تیره کړه . درېیمه ورځ ټرک موټرونه راورسېدل او د بندیانو څخه وغوښتل سوه چی دغو موټرو ته وخیژی . ( الف ) او ( ج ) یو موټر ته وختل او ( د ) هم یو بل ټرک ته وخوت چی د افغانانو څخه ډک و . موټرو یوڅه لار ووهل چی په یو نامعلوم ځای کی ودرېدل . ( الف ) دلته یو ډیر جګ سپین پوستیً امریکایی ولید .

 

دغه سند د جنایی تحقیقاتو د مستقل ځواک ( سی آی ټی ایف ) کومی سپارښتنی او نتایج په بر کی نه لری . دا د « سی آی ټی ایف » مربوط دی او ستاسی شبکې ته رعایتأ درکول کیږی ؛ دا سند باید ستاسو د شبکې څخه دباندی خپور نه سی . د درو مخونو څخه لومړی مخ .

 

۴ ـ ملاحظات ( ادامه ) :

دغه سرې شین جین پتلون اغوستی و چی د لارۍ موترو او د هغو د سپرلیو عکسونه یې اخیستل . دا سړﺉ وروسته ولاړ او  (الف ) بیا هغه و نه لید . موټرو بیرته حرکت وکړ او روان سول څو چی په شپه کی مزارشریف ته ورسېدل . ( الف ) د وسلوالو کسانو لاینونه ولیدل چی توپکونه یې نیولي وو . هغه موټر چی ( الف ) پکښی سپور و ، د یو لوی کانټینر سره شا په شا ودرول سو او سپاره کسان په زوره هغه کانټینر ته واچول سول . ( الف ) وایی چی دا کانټینر سور رنګ درلود او یو تجارتی کانټینر معلومېدﺉ . اندازه یې د دلتا په کیمپ کی د شپږو بندیانو د کوټو غوندی وه خو یو څه پراخ و . هیڅ کومه کړکۍ یې نه درلوده بلکی پورته یې څو سوریان د هوا لپاره لرل . دا کانټینر فلزی و . د ( الف ) په اټکل لږترلږه ۱۰۰ انسانان په زوره  ورواچول سول . کانټینر وروسته وتړل سو . خلکو له دننه د کانټینر د دباندی خوا ته چیغی او لویی نارې پیل کړې . خو هیچا هم هغه نه خلاصاوه . ( الف ) ته د هوا د نشتوالې له امله یوه مؤقتی بې هوښي ورپېښه سوه ، حال دا چی دباندی هرڅه تیاره وه . ده هغه مهال چی رڼا سوه ، ولیده چی د کانټینر په بهرني دېوال کی نوي سوریان جوړ سوي دي . ده ولیده چی د دېوال فلز دننه خوا ته یعنی په کانټینر کی پر ناستو خلکو باندی راکښیکښل سوی و ، داسی لکه کانټینر چی د دباندی څخه پر را سورﺉ سورﺉ سوی وی . ده وویل چی ما پر خپل راسته څنګلې یو توږل سوی زخم هم ولید او فکر می وکړ چی هغه د مرمۍ له وجې دی . د ( الف ) په فکر د  فلزی کانټینر دا سوریان د مرمیو د ویشتلو څخه منځته راغلي وو . ده فکر نه کاوه چی دغه سوریان د ده تر بې هوښۍ مخکی موجود وو .

 ( الف ) وکتل چی د ده تر څنګ نفر مړ سوی دی او د هغه د خولې څخه یو زرغون ځګ ( یعنی کف ) راتیً . ( الف ) د نورو دوو یا درو  ورځو لپاره هیڅ کوم شی و نه خوړ او نه یې هم وڅښی . بیا هم د خوړلو یا څښلو هیڅ شی نه ورکول کېدی . د کانټینر دننه انسانانو خپلی جامې د کانټینر پر داخلی چت باندی موښلې ترڅو د هغه بخار له مایعاتو څخه یې استفاده کړې وای چی هلته جمع سوي وو . دوی به د دغه لندبل څخه کار اخیست تر څو لږ اوبه یې ترې څښلي وای . د (الف) په ګومان ده څه نا څه ۲۴ ساعته په دغه کانټینر کی تیر کړل . ده اټکل وکړ چی ښایی څه نا څه ۲۰ کسان د بېګناهۍ د دې سخت امتحان څخه ژوندي راوتلي وی .

 

کله چی دا بندیان  سوي انسانان باالاخره را خلاص سول ، نو (الف) مشاهده کړه چی د کانټینر دغو خلاصونکو کسانو عینأ هماغه ډول ملکی لباس اغوستی وو چی مخکی یې لیدلي وو چی هماغه د شمال اییتلاف پوځیان وو . (الف) په مزارشریف کی کانټینر ته اچول سوی و ، خو د شبرغان په جېل کی ځنی راویستل سو . دا کانټینر حرکت کاوه په داسی حال کی چی دﺉ دننه پکښی اوسېدﺉ .

 

یو ډاکتر د ده تر آزادېدو  وروسته د ده بازو په آیوډینو ور تداوی کړ . (الف) دا و نه ویل چی ولی په کانټینر کی واچول سو . خو دا فکر یې کاوه چی ځکه دا کار وسو چی دﺉ په ظاهره پاکستانی نه بلکی یو افغان معلومېدﺉ . (الف) دا هم و نه لیده چی مړو ته څه ورپېښه سوه ، خو وروسته خبر سو چی د دغو نیول سوو کسانو جېبونه تش سوي او پیسې او هرڅه یې ترې اخیستی وو . مړي په یوه لویه کنده کی واچول سول او پسی ښخ سول . ده دا هم واورېده چی هغه کسان هم دغه کندې ته واچول سول چی په کانټینرونو کی ډیر کمزوره سوي او له پښو لوېدلي وو .

 

امریکایی پوځیان د کانټینر څخه د (الف) تر خلاصون تقریبأ یوه میاشت وروسته د شبرغان جېل ته راغلل . د (الف) نیول او په کانټینر کی اچول د ده  د ژوند تر ټولو درې ترخې ورځي دي . (الف) دا فکر نه کوی چی دﺉ دې د مرګ لپاره و ، بلکی د ژوندي پاتېدو لپاره و . ده تر خلاصېدو  وروسته د (ج) او (د) سره وکتل . هغوی په کانټینرونو کی نه وو اچول سوي . د (الف) کالیو ډیر بد بوی کاوه او هغه یې ایسته وغورځول .

 حتی ده ته د خلاصون څخه وروسته هم د ورځی په یوه پیاله کی صرف یو انچ اوبه ورکول کېدې او په ټوله ورځ کی یوه ډوډۍ چی پنډ والی یې یو انچ و ، ورکول کېده . (الف) د هغو بندیانو څخه یو نفر یاد کړ چی مخ یې سخته ضربه لیدلې وه . دا سړی ژوندی و ، خو دومره سخت زخمی سوی و چی هیڅ شی یې هم نسو خوړلای . هغه د (الف) تر لومړي لېدو اته ورځی وروسته په همدغسی حالت کی مړ سو . هغه ته هیڅ کوم طبی کومک ور نه کړه سو . (الف) هغه نه پیژندﺉ ، خو دومره پوهېدﺉ چی عرب و . ډیر نور کسان هم د لوږی څخه مړه سول .

 صرف کله چی سور صلیب او خپروَنو دا شیان وښودل ، نو شرایط بهتر سول . (الف) دا  واورېده چی (ج) جېل ته راوړل سوی خو هیڅکله یې هم و نه لید . ده ته د هغه عکس ورښکاره کړه سو ، خو ده هغه د داسی یو انسان په توګه وپیژاند چی ځان یې (ج) باله .

 

دا سند د جنایی تحقیقاتو د مستقل ځواک ( سی آی ټی ایف ) کومی سپارښتني او نتایج په بر کی نه لری . دا د « سی آی ټی ایف » ملکیت دی او ستاسی شبکې ته رعایتأ درکول کیږی ؛ دا سند باید ستاسو د شبکې څخه بهر خپور نه سی .

د درو څخه دوهم مخ

۴ ـ ملاحظات ( ادامه ) :

ده د هغه سره تر څو چی د شبرغان جېل ته نه و  راوړل سوی ، نه وو کتلي . ده وویل چی د هغه ښه انګریزی زده وه او ادعا یې وکړه چی د پاکستان د کراچی څخه و . هغه ده ته دا نه وو ویلی چی په کراچی کی یې څه کول . دﺉ باالاخره د کیوبا ګوانتانامو ته ولیږل سو . دﺉ هلته په « ایکس رې کیمپ » کی اوسېدﺉ . د ۲۰۰۲ د اپریل پر ۲۷مه (الف) ، (ج) ، (د) او (و) د هغه بندی په نوم سره اشتباهأ وپیژندل سول چی « . . . . » نومېدﺉ او ځکه نو د امریکایی پوځی پولیسو لخوا ډیر سخت ووهل سول . ده او نورو ولیده چی ۱۰ ـ ۱۲ کسانو په دغه وهلو ټکولو کی برخه واخیسته . یو ګارډ  د هغه سر د سمنټو څخه کلک وواهه . نورو محافظینو په لغتو واهه او حتی یوه ښځینه پوځی راغله او پر مخ یې دومره سخت په لغته وواهه چی زخم یې تر ننه هم پر پزه پاته دی . د دغه بندی د ملګری تر خوا د بل بندی نمبر « . . . » دی . دﺉ وایی چی « . . . » د طالبانو عضو نه بلکی د شمال اییتلاف غړی و .

 

دا سند د جنایی ګروېږنو د مستقل ځواک ( سی آی ټی ایف ) کومی سپارښتني او پایلي په بر کی نه لری . دا د « سی ای ټی ایف » مربوط دی او ستاسی شبکې ته رعایتأ درکول کیږی ؛ دا سند باید ستاسو د شبکې څخه دباندی خپور نه سی .

د درو څخه درېیم مخ . پای

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *