درواغ د رښتیا باډي ګارډ! — نثار احمد صمد

 

درواغ د رښتیا باډي ګارډ!

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

نن د سپټمبر د حملې اته کاله پوره سول ، خو دا بیا هم ثابته نه سوه  چی هغه چا وکړه او ولی؟ هر لورﺉ یې پر خپل دښمن باندی تاوانوی ، خو ثبوت او شواهد نه لری . نو ځکه موږ وایو چی هر چا او هر جوړښتون که هغه کړې وی ، ککرۍ یې د انسان خو ماغزه یې د شیطان دي .

 

په هر صورت ، د سپټمبر د یوولسمی حمله په تاریخ کی لومړنۍ حمله ده چی پر امریکا باندی وسوه . موږ تل اورېدل چی امریکا پر عراق حمله وکړه ، یا پر ویتنام یا کوریا او یا هم پردغه او هغه هېواد یې ظالمانه حمله وکړه . خو دا مو هیڅکله نه وه اورېدلي چی پر امریکا حمله وسوه . هو ، د ۲۰۰۱ د سپټمبر پر یوولسمه هر چا په سترګو ولیده چی پر امریکا هم کټ مټ ظالمانه حمله وسوه . دا حمله د امریکا پر بهترینو ښارونو ( نیویارک او واشنګټن ) او بهترینو ودانیو ( نړیوال سوداګریز مرکز او پنتاګون ) باندی وسوه چی هیچا یې تصور هم نسو کولای . دغی حملې څه کم درې زره کسه ووژل او یو ټریلیون ( زر بلیونه ) ډالره زیان یې پېښ کړ . دغی حملې ثابته کړه چی امریکا نور نو یو « ژغورلی جنت » نه دی بلکی د هیروشیما ، ناګاساکی ، سایګون او بغداد غوندی د حملې وړ او آسیب پذیر دی . دې حملې وښودل چی د امریکا سپماییزه نیکمرغي د یوې پړسېدلي بوغۍ ( فوقانې ) غونی په یوه تروریسټی حمله سره سورۍ کېدای سی او ټول باد یې وتلای سی .

 

هو ، نړۍ په سترګو ولیده چی په سر تر پایه ټوله امریکا کی امریکایانو اوښکي توی کړې ، مګر دا اوښکی د نامیندۍ ، ناتوانۍ ، بې وسۍ او شکست اوښکي وې عینأ لکه د جاپان ، ویتنام ، کوریا ، عراق او نورو هېوادو د اوسېدونکو اوښکي چی به د امریکایی بم وریو له امله ګرېوانو ته بهېدې ! دې پیښی ثابته کړه چی که امریکا هرڅونه ځان « نه ماتېدونکی او خورا غښتلی » بولی مګر بیا هم تر دوی نور غښتلي کسان شته دي . په دې حمله سره د نړۍ یوازیني ستر ځواک په تاریخ کی لومړﺉ ځل د ۲۴ ساعتو لپاره ولسمشر او مرستیال مشر نه لرل او ټول تر مځکی لاندی پټ وو .

 

که باالفرض دا حمله د امریکا دښمنانو کړې وی ( چی شواهد او مدارک وجود نلری ) ، نو دا ترې ثابتیږی چی امریکایی استخبارات ، ملی امنیت ، ایف بی آی او پولیس تر بل هر چا ډیر ملامت دي . ځکه هغوی د کاله ۷۷ بلیونه ډالره بودجه اخیستل ، مګر بیا هم دا حمله ورڅخه تیره سوه او فقط نولس ځوانان په دې ستره او پرمختللې جاسوسی شبکه ورننوتل ، هغوی ټول یې غافلګیره کړل او د دوی په خپلو طیارو یې داسی ګوزار پر وکړ چی لړمون یې ورڅیری او په دنیا کی یې بدنامه او د باد تر وړۍ سپک کړل . که مرتکبین په رښتیا هم دغه ۱۹ ځوانان وی ، نو پوښتنه دا ده چی امریکایی استخباراتو او امنیتی جوړښتونو د دومره ستری بودجې ، ماهرو ایجنټانو او خورا عصری وسایلو د لرلو سره سره ولی د نوموړو کسانو پلان او څرک کشف نکړای سو ؟  آیا امریکایی استخبارات بې کفایته وو او که طیاره تښتونکي تر هغوی باکفایته او تکړه وو ؟ دا او نوري ډیري دغسی پوښتني تر ننه هم نه دي ځواب سوي او نه به هم ځواب سی .

 

هو ، واشنګټن بېله ځنډه او بېله تدبیره او بېله اسنادو یا شواهدو څخه یو دم د اسامه بن لادن دروازه وټکوله ، دا ځکه چی امریکایی رسنیو او خپرونو ټوله ورځ اسامه بن لادن ، القاعده او افغانستان پورته کښته کاوه . یو فرد ( یعنی اسامه ) څنګه دا عظیم جرأت کولای سو چی پوره لس کاله د ځغستا او جلاوطنۍ په حالت کی په یو داسی هېواد کی اوسېدلی و چی نه یې تلیفون کولای سو او نه هم سټیلایټ . دا ځکه چی نوموړﺉ هېواد ( یعنی افغانستان ) د څو کالو راهیسی تر مسلسل استخباراتی سټیلایټ لاندی تعقیب و ، یعنی داسی یو هېواد چی نه یې عصری تکنالوژي لرله ، او نه یې هم د بهر سره دیپلوماتیکی او مخابراتی سهولتونه لرل او تر ظالمانه بندیزونو لاندی یې شپې سبا کولې . نو دا څنګه ممکنه ده چی د نړۍ د تجرید سوي او غریب ترین هېواد څخه د نړۍ پر عصری ترین او سرمایه دار ترین قدرت باندی حمله هدایت سوه ؟ په بل عبارت ، څنګه د « زیرو پاور » څخه پر « سوپر پاور » باندی داسی عظیم او بېسارﺉ برید وسو ؟

 

خو د دې هر څه سره سره دا ادعا کېده چی یا ، همدا بن لادن دی چی په افغانستان کی یې د خپل غار ( سمڅي ) څخه دا ډول اریانونکي او ننداره ییزه عملیات راهنمایی کړل . مګر هغه برعکس یو داسی انسان دی چی تل د منډی او ځان ژغورلو په حالت کی اوسېدلی دی . هغه وطن نه لری ، حکومت نه لری ، او پوځ یا قرارګاه هم نه لری بلکی تل د هوا او مځکی لخوا د نړۍ د یوازیني ستر طاقت ( امریکا ) تر مسلسل تعقیب لاندی اوسېدلی دی ، خو واشنګټن په لوی لاس د هغه څخه بلا او هیولا جوړه کړه .

 

هو ، امریکا د ثبوتونو او شواهدو د ښودلو پرته په دې قضیه کی ځان شاهد هم وښود ، مدعی هم ، پولیس هم او قاضی هم ، او فیصله یې هم پخپله صادره کړه او د خپلی  بې وسۍ او ناکامۍ انتقام یې د افغانستان او افغانانو څخه واخیست .

امریکا پر افغانستان دوې میاشتی خورا سختي او ظالمانه بم ورۍ وکړې څو چی طالبان یې بېواکه او خپل لاس کښېنولی رژیم یې په بُن کی تولید او په کابل کی نصب کړ چی وروسته یې تر ننه په قلابی او ساختګی توګه « قانونی ! » ښودلی خو هغه عملأ د ځان په مشروع ښودلو کی ناکام ثابت سوﺉ دی .

 

په هر صورت ، دغی پیښی ځینی کسان ملیونران کړل او ځینی یې بیا فقیران کړل ، ځینی یې واکمنان او ځینی یې بندیوان کړل ، ځینی یې ښاغلي او ځینی یې رټلي کړل ، ځینی یې ظالمان او ځینی یې مظلومان کړل ، ځینی یې د غارونو څخه قصرونو ته او ځینی یې بیا د قصرونو څخه غارونو ته ورسول . لنډه دا چی د سپټمبر مرموزی حملې په نړۍ کی باالعموم او په افغانستان کی باالخصوص دا مبهمه کړې ده چی څوک تروریسټان دي او څوک جهادیان دي ، څوک جاسوسان دي او څوک وطنپرستان دي ، څوک جنګسالاران دي او څوک قهرمانان دي ، څوک مسلمانان دی او څوک منافقان دي ، څوک مخدره چیان د ي او څوک سوداګران دي ، څوک مجاهدین دي او څوک هم فاسدین دي ، څوک ملی قهرمانان دي او څوک ملی خاینان دي ، څوک اشغالګران دي او څوک بیا همکاران یا ساتندویان دي ، او باالاخره څوک دوستان دي او څوک هم دښمنان دي. . .

لنډه دا چی دغی حملې رښتیا او درواغ ، خیانت او صداقت ، حق او ناحق ، او دوست او دښمن سره ګډوډ او یو په بل سره واړول .

 

امریکا پر افغانستان په خپله دغه حمله سره تدریجأ د ناکامۍ په غېږ ورغلې ده . څه نا څه ( ۸۲۵ ) پوځیان یې وژل سوي ، یو ټریلیون ډالره یې ضایع سوي ، پوځ یې ستړی او بې سېکه او په خپلو ټولو دندو کی ناکامه سوﺉ دی . دا ځکه چی اتهام یې په درواغو و ، یرغل یې په درواغو و ، رژیم بدلول یې په درواغو و ، د ترقۍ او سوکالۍ ادعا یې په درواغو وه ، او لنډه دا چی هرڅه یې په درواغو دي .

 

همدا علت دی چی کله  پر افغانستان باندی د پرله پسې ظالمانه بم وریو پر مهال ،  د ۲۰۰۱ په وروستیو کی د یو خبریال لخوا د دفاع د وزیر رمسفیلډ څخه پوښتنه وسوه چی آیا ستاسو په دې دومره خبرو کی رښتیا ډیر دي که درواغ ؟ نو هغه داسی ځواب ورکړ : « درواغ د رښتیا باډي ګارډ دی » !

هو، رمسفیلډ دا رسمأ تصدیق کړه چی د سپټمبر حمله خو « رښتیا » ده ، مګر دا مرموزه پیښه ټوله په « درواغو » کی پټه ده ، یعنی د دې « رښتیا » ساتونکیً او ژغورونکیً صرف او صرف « درواغ » دي ، که هغه پر افغانستان او بیا پر عراق باندی حملې دي ، که په دواړو کی د مصنوعی او ساختګی رژیمونو نصبول دي ، که د تروریزم یا د هغه پر ضد د جنګ نغاره ده ، او که د دیموکراسۍ ، آزادۍ او بشری حقوقو مجازی نعرې دي . دا ټول هغه  « درواغ »  دي چی  « رښتیا » یې احاطه کړې او هغه ساتی .    

فاعتبروا یا اولی الابصار ـ  ( ن . صمد )  

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.