افغانستان باید پرې نښودل سی چی پاکستان بې ثباته کړی ! — داکتر نثار احمد صمد

 

افغانستان باید پرې نښودل سی چی پاکستان بې ثباته کړی !

 

منبع : « نیوز » ورځپاڼه ، پاکستان

نېټه : ۲۰۰۹/۹/۱۸

ژباړن : نثار احمد صمد

 

( دا بیان ډیر حساس او خطرناک دی او دا ښیًی چی امریکا په هره بیه او هرڅومره تلفاتو هم افغانستان له لاسه نه ورکوی او په آینده کی ناولي پلانونه ورته لری  ـ ژباړن )

 

 

واشنګټن ـ لوړ رتبه امریکایی سناتور « جان کیری » د دې مسألې د څیړلو په ترڅ کی چی د پاکستان ټینګښت او ثبات د امریکا لپاره حیاتی اهمیت لری ، د دې دفاع وکړه چی افغانستان ته باید اجازه ورنکړه سی چی خپل ګاونډﺉ او سیمه بې ثباته کړی .

 

جان کیري د سنا د بهرنیو اړیکو د کومیټې د مشر په حیث د استماعیه بیان په ترڅ کی چی د افغانستان لپاره د ستراتیژۍ په خاطر جوړه سوې وه ، وغوښته چی په دغه ښورښ ځپلی هېواد کی باید واقعی اهداف پلی او تطبیق سی . د دیموکرات ګوند دغه سناتور د دې استماعیه غونډی پر مهال چی په افغانستان کی د امریکا د شتون بېلابیلي سناریو ګانی یې لټولې ، په خپله پرانیستونکې وینا کی وویل چی زموږ د مأموریت هدف باید دا وی چی پرې نه ږدو افغانستان د القاعده لپاره یو ژغورلی امنځی سی او هم په سیمه کی خصوصأ د پاکستان په وړاندی یو بې ثباته کونکی قوت سی .

 

کیري وویل چی موږ دې ته هم اړ یو چی د دې خورا توپانی او ستراتیژیکی پلوه حیاتی یعنی هغی سیمی په دننه کی  په افغانستان کی پر خپل مأموریت ښه غور وکړو ، چی د نفوذ کونکو پولو دواړي خواوی یې د قبیلو ، توکمیزه ډلو او جنګیالیو لخوا وهل کیږی او هر څه چی په یو هېواد کی پیښیږی ، هغه د خپلو ګاونډیو امنیت هم په ژوره توګه متأثره کوی .

 

ده وویل چی په اټومی وسلو سمبال یعنی هغه پاکستان د ټینګښت او ثبات ادامه چی په عین حال کی د بنسټ پالو او جنګیالیو سره په ښکاره مبارزه لګیا دی ، یوه ملی حیاتی ګټه ده . کیري زیاته کړه چی زه ګومان نه کوم چی امریکا په دې خاطر په افغانستان کی شتون لری چی هلته دې امریکایی ډوله دیموکراسي فوټوکاپی کړی ، یا دا چی یو پیاوړی مرکزی حکومت دې وترپی  چی هیڅکله یې هم نه دی لیدلی .

 

موږ باید افغانی واقعیتونه درک کړو او د افغانی ټولنی غیر مرکزیت لرونکی خاصیت باید ومنو . دغه کار موږ دې ته اړباسی چی باید تغییر منونکي اوسو . افغانستان یو ډیر متغیر او متمایز ځای دی ، او موږ باید په دې پوه سو چی کوم کار چی په مزار شریف کی کیږی چی اکثریت یې ازبکان دي او په ۱۹۹۰ کلونو کی یې طالبان پر خوله غوځار او برباد کړل ، د کندهار یعنی هغه ځای څخه ډیر توپیر لری چی اوسیدونکي یې ټول پښتانه دي او طالبانو ته یې په خلاصه غېږ او خپلو وسلو سره هرکلی ووایه . موږ ته دا هم لازمه ده چی په نورو ټولنو کی د لویو او پراخو بدلونونو لپاره  متواضع اوسو . دا کار په عراق کی ښه اجرأ سو ، او حتی په افغانستان کی تر هغه هم یو واضح حقیقت دی . موږ باید خپل انتخابونه تر کومه ځایه چی ممکن وی ، ښه وسنجوو . پای  

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *