د افغانستان انتقادیان باید په هنداره کی وګوری — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د افغانستان انتقادیان باید په هنداره کی وګوری

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه : ۲۰۰۹/۱۱/۲۲

ژباړن : نثار احمد صمد

 

پاریس ـ  د امریکا خارجه وزیری هیلری کلنټن تیره اوونۍ کابل ته وځغستل تر څو د افغان ولسمشر حامد کرزي د دوهمی دورې په پرانیستونکو مراسمو کی یې عاجله برخه اخیستې وای . میرمن کلنټن کرزي ته هدایت وکړ چی په افغانستان کی بې کنټروله فساد لږ کړی تر څو امریکا دا حق ولری چی نور پوځیان ور ولیږی . دا د « ارکنساس » یعنی هغه ایالت څخه د پخوانی ولسمشر میرمن ده چی د ښه حکومت دارۍ او اصولو یوه بیلګه وه . ښایی هغې د شیکاګو یعنی هغه ایالت څخه چی د دیموکرات ګوند د ماشین ټانکۍ یې ډکه کړې وه ، انتخاباتی څارونکي ورسره بیولي وی . جورج بوش په « اوهایو » کی د ملنډو وړ رایه اچونکو ماشینونو بیا کامیاب کړی و ، او یا هم د آتن غوندی دیموکراسۍ مرکزونو یعنی نیو جرسی او فلوریډا بریالیتوب ته رسولی و . دا هغه څه وو چی بد عمله افغانانو ته یې شیان ورزده کړل .

 

دا صحیح ده چی افغانستان هم د درېیمی نړۍ د نورو هیوادو غوندی په فساد کی ډوب دی ، خو د لویدیځو انتقادیانو په مقایسه بیچاره حامد کرزی د کابل په بازارونو کی د یو نامعلومه او نا محدوده فقیر غوندی دی .

د برتانیې صدراعظم ګورډن براون په نظر کی ونیسیً ، چی پر کرزي یې دا شدید انتقادونه وکړل چی فساد محوه کړه . دا خو پخپله همدا برتانیه وه چی رشوت یا فساد ته یې د « سپین پوستو خلکو د روغبړ » مترادفه خوږه کلمه را وایستله . براون او د ده پخواني مشر تونی بلیر درې کاله مخکی د « ایډس » پر کمپنۍ هغه لګیدلي تورونه بیرته فسخ کړل چی ویل کیده هغې سعودی لوړ رتبه مامورینو ته په پټه درې نیم بلیونه ډالره ورکړي وو . اروپایی اتحادیې برتانیه د « فساد د زغملو » له امله وترټله .

 

د فرانسې ولسمشر نیکولاس سرکوزي هم کرزﺉ د فساد له امله وغانده . دا کار وروسته له هغه وسو چی سرکوزي د درو هغو افریقایی غلو لاکن ګټورو دیکتاتورانو په باره کی قضایی تحقیقات لغوه کړل چی په فرانسه کی یې په بلیونونو د غلا پیسې زخیره کړي دي .

 

بل هم د « شفافیت نړیوال » یعنی هغه غیر حکومتی جوړښتون دی چی ښه نوم او عزت لری او دولتی فساد څیړی . دغه جوړښتون خپله کالنۍ صادقانه سروې خپره کړه چی په هغه کی نیوزیلینډ د نړۍ کم ترین فاسد هیواد بلل سوی دی . کاناډا ته یې په لویدیځه نیمه کره کی د لږترین فاسد هیواد مقام ورکړ چی په نړۍ کی یې اتم له فساده  پاک هیواد وباله . نو ځکه کاناډا ته باید د احترام مراتب ادأ سی .

د سرځوړۍ په توګه بدبخته امریکا نولسم یېواد وبلل سو . دا رپوټ وایی چی « د امریکا کانګریس بیخی ډیر د فساد تر اغیزې لاندی دی . » مارک ټوین کانګریس « په امریکا کی د جُرم اصلی مرکز » وباله .

لویدیځه اروپا او جاپان د امریکا څخه ښه ډیر وړاندی بلل سوي دي . د امریکا ملګرﺉ اسراییل په تأسف سره ۳۲ م مقام ونیو . په منځني ختیځ کی د امریکا نورو ملګرو ، د خلیج د اماراتو څخه پرته ډیر بد حالت حاصل کړ.

 

د لاس انجلس ټایمز یو مهم تحقیقات ښیًی چی د سی آی اې د بهرنۍ بودجې پوره درېیمه برخه د پاکستان استخباراتی جوړښتون یعنی آی ایس آی او سیاست والو ته ورکول کیږی .

د امریکا یو لړ « کثیف » پروګرامونه د پاکستان د واکمن خلک ګوند او د هغه مشر آصف علی زرداری ته چی د ټول پاکستان په « مسټر ۱۰٪ » سره اوڅار دی ، په لسګونو ملیونه ډالره ورکوی . زرداری د څو لسیزو د فساد په تهمتونو کی تر څارنی لاندی دی . خو نوموړﺉ دا تورونه ردوی او ادعا کوی چی دا ټول سیاسی انګیرنه لری.

امریکا په تیرو ۸  کالو کی پاکستان ته څه باندی ۱۵ بلیونه ډالره ورکړي دي ، البته د شکمنو دښمنانو د نیولو یا وژلو لپاره نه بلکی د افغان جنګ د ملاتړ په خاطر یې ورکړي دي .

ځینی اټکلونه ښیًی چی په عراق کی د امریکا لخوا  نصب سوي رژیم ته ورکول سوي لس بلیونه ډالره ورک سوي دي . په عراق کی امریکایی « قراردادیان » او لوی شرکتونه په خورا عظیم تقلب سره تورن دي . د امریکایی سلګون بانکنوټونو لوی لوی بولکونه ( غټ جوالونه ) په شفافه او پاکه هوا کی ورک سول او تر ننه یې هم کوم درک و نه لګید .

 

د پیغور خبره لا دا ده چی په ټوله همدغه اسلامی نړۍ کی همدغه لویدیځ طاقتونه ، چی د کرزي په پاکولو او تعمید لګیا دي ، د همدې فساد او دیکتاتورانو ، جنرالانو او سیاست والو په رانیولو سره د ظالمو او بې رحمه رژیمونو د واکمن ساتلو اصلی منابع دي .

 

ډیر افغانان ځکه د طالبانو ملاتړ کوی چی که څه هم هغوی ډیر زیږه دي ، خو د فساد دښمنان او د عدالت واکمنونکي دي .

 

د « شفافیت د نړیوال جوړښتون » پورتنی راپور د حیرانۍ وړ نه دی ، چی وایی سومالیا ، افغانستان او نایجریا غوندی ځایونه د نړۍ تر ټولو فاسد هېوادونه دي . خو دا باید په یاد ولرو چی د دغو هېوادونو په تور تم کی ساتل سوي خلک مالیه ( ټکس ) نه ورکوی . نو ځکه د دغو حکومتونو لوړ مامورین خپل ځاني ټکسونه تحمیلوی . نو دا چی موږ یې فساد بولو ، هغه حتمأ باید جریان ولری .

 

دا خو منلې خبره ده چی ولسمشر کرزﺉ به د فساد پر ضد یو کمیسیون تأسیس کړي او د دې لپاره چی واشنګټن خوشاله وساتی ، نو یو څو بګړۍ وال به هم ونیسی . خو دغه لوبه به نور هیڅوک هم بېله امریکایی رایو ورکونکو څخه  و نه غولوی .

 

اکثریت افغانان کرزﺉ د امریکا ګوډاګی بولی . خو که هر څه وی ، وی به ، لاکن دغه خښمېدلی ګوډاګی کولای سی چی پر خپل تار کشونکی باندی مخ راواړوی ، د طالبانو سره د سولی خبری اتری پیل کړی او د امریکا څخه وغواړی چی خپل اشغالګر پوځونه د افغانستان څخه وباسی . ویل کیږی چی هند منتظر دی چی د کرزي د رژیم پالنه وکړی او په نس یې هم موړ کړی . پای

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *