مسأله سیاسی، خو حل یې پوځی — ډاکټر نثار احمد صمد

 

مسأله سیاسی، خو حل یې پوځی

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

افغانستان د سیمی په سیاسی ـ جغرافیوی محراق کی پروت دی چی منځنۍ آسیا ، جنوبی آسیا او منځني ختیځ سره تړی . همدا حساس جیوپولټیک موقعیت افغانستان ته کلکي ضربې هم ورکړي دي . په ۱۹۹۱ کی چی شوروی اتحاد مړ سو ، نو افغانستان هم د سیمه ییزو او نړیوالو ځواکونو د ستراتیژیو او سیالیو لابراتوار سو . دا څپانده حالت د سپټمبر تر یوولسمی وروسته نور هم ګواښمن او مهلک سو . د منطقوی او جهانی سیاست لوبغاړو ( خصوصأ امریکا ، روسیې ، پاکستان ، ایران ، هند . . . ) نن افغانستان د خپلو جیوپولیټیک تضادونو د یو محور په توګه اړولی او هر یو په لوی لاس خپلي ګټي او خپلي اندیښنې ورسره تړي .

 

تر هغه ځایه چی په امریکا پوری اړه لری ، هغه تر دوهمی نړیوالی جګړې وروسته دوه ایډیالوژیکی جنګونه (په ویتنام او کوریا کی ) او دوه ستراتیژیکی جنګونه ( په افغانستان او عراق کی ) پر مخ بیولي چی لومړنی یې د « کمونیزم » پر ضد او دوهم یې د « تروریزم » پر ضد لرلي دي . لومړنی جنګ د شوروی اتحاد په نړېدو سره پای ته ورسید خو دوهم جنګ یې د نوری نړۍ څخه راټول کړ او په افغانستان کی یې متمرکز کړی دی .

 

امریکا په افغانستان کی د خپل ۸ کلن اشغال په هره برخه کی ناکامه سوې ده که هغه د نصب کړي رژیم کړني دي او که پخپله د واشنګټن لاسته راوړني دي . په افغانستان کی د تیرو ۸  کالو راهیسی د نړۍ څلوېښت بډای ترین هیوادونه عملأ دخیل دي ، مګر افغانستان بیا هم د امریکایی نیونی له برکته د نړۍ د ۱۹۲ هیوادونو څخه د ترقۍ او انکشاف له مخی د پای لخوا اووم هیواد دی . امریکا او لویدیځ په تیرو ( اتو ) کالو کی په دې کی ناکام سول چی د کابل رژیم له فساده پاک او د بې کفایتۍ څخه خلاص کړی . کابل په هره برخه کی د امریکا حیثیت ته لوی زیان اړولی دی . بل دا چی امریکا د همدې ( فاسد او بې کفایته رژیم ) د واکمن ساتلو په غرض خپل ۹۴۰ پوځیان تلفات ورکړي او ۵۰۰ بلیونه ډالره یې هم اور ته اچولي دي خو نه یې جنګ ګټلی ، نه یې رژیم د ګوډاګیتوب له دریځه خلاص کړی ، نه یې « تروریزم » تباه کړی ، نه یې طالبان مات کړي او نه یې هم ځان د اشغالګر له دریځه ایستلی دی . دا ځکه چی واشنګټن له ابتدا نه تر انتها پوری دلته پرله پسې اشتباهات او بې باکۍ کړي دي .

 

په رښتیا هم د بدي ستراتیژۍ بد اثرات وی . واشنګټن نور هغه اور نسی وژلای چی پخپله یې تیل پر شیندلي دي. دوی علایم تداوی کوی نه علت . دیموکراسي د سوټي په زور نسی راتلای او نه هم تروریزم په تروریزم سره محوه کیدای سی . د واشنګټن فعلی تګلاری « مخالفت » په « مقاومت » سره اړولی او د وینو تویول اوس د هغوی مسلک ګرځیدلی دی . شکسپیر څه ښه ویلي چی : « قتل ، قتل زېږوی د تاریخ تر آخره او تل د عدالت یا انصاف په نوم . »

 

نړۍ ټوله شاهده ده چی د امریکا ولسمشر بارک اوباما په روانه میاشت کی ( یعنی د ۲۰۰۹ د ډسمبر پر لومړۍ نیټه ) افغانستان ته د نورو دیرش زرو پوځیانو د لیږلو اعلان وکړ . پرته له دې ، امریکا د ۸ کالو راهیسی په افغانستان کی جنګیږی ، آیا کوم خاص برﺉ یې ګټلی دی ؟ د پوځیانو زیاتول پخپله د ناکامۍ یو ثبوت دی که نه مات به سی . په هر صورت ، اوباما چی د ډسمبر پر اوله افغانستان ته د اضافي ۳۰۰۰۰ پوځیانو د لیږلو اعلان وکړ ، آیا پوهیږﺉ چی دا کومه نړیواله ورځ وه ؟ دا د ملګرو ملتونو لخوا د « ایډز » د ناروغۍ پر ضد نړیواله ورځ وه . ملګرو ملتونو وویل چی « د ایډز پر خلاف په ټولو هیوادونو کی زموږ ټولیزه هدف دا دی چی : ۶ ـ ۷ ملیونه مبتلا وګړي تداوی کړو ، ۷۰ ملیونه حامله ښځي د دې ناروغۍ لپاره معاینه کړو ، ۳۷ ملیونه وګړو ته مخنیویزه خدمتونه وکړو ، چی دا ټول خدمتونه صرف ۲۵ بلیونه ډالره خرڅ غواړی . » خو دا هغه مبلغ دی چی امریکا به یې د افغانستان د جنګ په صرف درو ( ۳ ) میاشتو کی هلته مصرفوی . ( ځکه پنتاګون وویل چی د دغو دیرشو زرو پوځیانو کالنی خرڅ به دیرش بلیونه ډالره وی ) . مګر امریکا کله دا کار کوی؟!

 

فلهذا ، د افغانستان روان مشکل پوځي نه دی بلکی سیاسی حالت لری او په جنګ سره نسی حل کیدای . د پوځیانو ډېرښت د مقاومت سره مستقیم تناسب لری . هرڅونه چی بهرني پوځیان ، د هغوی عملیات ، بم ورۍ او تشدد ډیریږی په هغه اندازه به افغان مخالفت په مقاومت سره بدلیږی او دا هغه تریخ حقیقت دی چی د افغانستان تاریخ څو څو ځله ثابت کړی دی .

وګورﺉ امریکایی منابعو په ۲۰۰۷ کی د طالبانو شمیر پنځه زره کسه باله ، په ۲۰۰۸ کی یې هغه لس ـ دوولس زره وښود ، خو اوس هغه د پنځلس زرو او پنځه ویشت زرو کسو په شاوخوا کی بولی . آیا دا پخپله د لویدیځ پوځیانو ( او امریکایی نیونی ) د ډېرښت پر خلاف د افغانانو د جدیت او مجاهدت معنا نه ورکوی ؟

 

په فعلی شرایطو کی واشنګټن مسلسل خپلو غلطیو ته پایښت ورکوی ، حتی دا ثابتوی چی د « سیاسی حل » کفایت او د « ملی جوړ جاړی » استعداد نلری . د امریکا ستره غلطي دا ده چی طالبان او القاعده یو بولی . حال دا چی دغسی نه ده . ځکه طالبان « ملی هدف » لری خو القاعده « بین المللی هدف » لری . یعنی طالبان په افغانستان کی اسلامی حکومت او شریعت غواړی حال دا چی القاعده په نړۍ کی د ټولو اسلام دښمنه طاقتونو ماتول او پر ځای یې اسلامی خلافت غواړی . مګر واشنګټن په لوی لاس طالبان د ځان دښمنان او هدف یې نړیوال کوی .

 

واشنګټن د ټولی نړۍ د فریاد پر خلاف لګیا دی جنګ په جنګ او تشدد په تشدد سره حل کوی . خو هغوی د دې ثابت حقیقت څخه سترګي پټوی چی جنګ ، که پخوا و که اوس ، که په غشي ، توره او نیزه و که اوس په توپ ، ټانک او طیاره ، حتی د لس زره کاله « تمدن او ترقۍ » له هماغه پیل راهیسی یې کومه تلپاته سوله او امنیت نه دی ډالۍ کړی او همدا علت دی چی جګړه هغه بلا  ده چی انسانان خوری ، منابع ختموی او ټولنه سولوی . مګر امریکا په ډیر غرور سره خپل تشدد او ملیټاریزم ته بیا هم دوام ورکوی .

 

په افغانستان کی د شوروی د څلوېښتمی فرقې لوی قوماندان ( جنرال ایګور رودیونوف ) د انګلستان فایننشیل ټایمز ورځپاڼی ته په هماغه ورځ چی اوباما د نورو دیرش زرو پوځیانو د لیږلو اعلان وکړ ، وویل چی : " دا هرڅه هلته پخوا لا عملی سوي وو . . . موږ چی به ورغلو نو هغوی [ مجاهدین ] به ولاړل . وروسته به موږ هم ولاړو ، خو هغوی به بیرته راغلل . . . دوی [ امریکا او ملګری یې ] باید پوه سی چی هلته د پوځی پلوه نسی کامیابیدای . یوازینۍ چاره یې سیاست دی . کرزﺉ په ولس کی محبوبیت نه لری ، هغه صرف یوه مافیا رهبري کوی" . دغه جنرال زیاتوی چی "هغه یو ټولنیز ، یو سیاسی مشکل و او موږ ځکه شدیدأ پکښی ناکام سوو چی په پوځی طریقه او نظامی ذهنیت سره مو غیږ پر راګرځول . . . دا هماغه مشکل دی ـ څلوېښتمه فرقه تر غاښو مسلح وه او ښه روزلیً ځواک یې درلود . که به صرف یو فیر را باندی کیدﺉ نو هغوی به په مقابل کی په لس مرمیو سره ځواب ورکاوه . دې کار به ملکی تلفات پېښ کړل . موږ به یو کلی بمباري کاوه ځکه هلته به یو یا دوه مجاهدین وو . خو ښځي او کوچنیان به ووژل سول او دې کار د ښورښیانو [ مجاهدینو ] یو غورځنګ ایجاد کړ . »

 

ورځپاڼی ته ( په افغانستان کی د کی جی بی د الفا کوماندو پخواني قوماندان ) جنیدی زایتسیف وویل چی : « ډیر پوځیان د ډیرو  وژنو معنا ورکوی . امریکایی او برتانوي اتباع به پوښتني کوی چی ولی زموږ زامن هلته مړه کیږی ؟ په ځواب کی به ورته وویل سی  چی د دې لپاره چی حامد کرزﺉ واکمن وساتو . زما په فکر دا ځواب هغوی نسی قانع کولای . »

 

په افغانستان کی د « کی جی بی » د خاصو عملیاتو د یونټ پخواني افسر « پیوتور سسلوف » همدې ورځپاڼی ته وویل چی : « دوی [ امریکایان ] پښتانه په باک نه راوړل . د طالبانو تر سقوط وروسته شمال ایتلاف واکمن سو . هغوی فقط د یو څو هغسی قوماندانانو بانډ و چی په بیلابیلو توکمونو او نژادونو پوری یې تعلق درلود . پښتانه په باک رانه وړل سول . بس له همدې ځایه ستونزه هم راوټوکیده . امریکا ته ډیره مهمه ده چی د پښتني قومونو سره جوړ راسی . »

 

په هر صورت ، د افغانانو ملی ذهنیت او تلوسه دا ده چی هیڅکله غونډۍ په زرو نه اواریږی ، یا دا چی کلي په زور نه کیږی . د افغان مقاومت سره د سولی او آرامۍ په خاطر خبري اتري د روان مشکل او ناورین څخه د وتلو تر ټولو رښتیانۍ ، عادلانه او ارزانه لاره ده . د  ترخو تجربو او پرمختیاوو بهیر دا ثابته کړې چی د افغانستان د شخړی د حل یوازینۍ اساسی چاره د امریکا لخوا د افغان وسلوال مقاومت سره د صادقانه او رغنده خبرو اترو کول دي او بس ، تر څو د جګړې عوامل رفع سی ، نه علایم . دا هغه تریخ حقیقت دی چی امریکا به یې ( د برتانوي او شوروي یرغلګرو غوندی ) که یې خوښه وی یا نه ، که یې ومنی یا نه ، که یې ووایی یا نه ، ژر یا وروسته مجبورأ قبلوی ( انشاالله ) . والسلام ، « ن . صمد »

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *