پخوانی تهدید نن رښتیانی سو — ډاکټر نثار احمد صمد

 

پخوانی تهدید نن رښتیانی سو

 

بن لادن څنګه امریکا په ډیره ګرانه او وینړۍ جګړه کی راګیر کړه

 

لیکوال : اریک ماګولیس

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نیټه : ۲۰۱۰/۱/۱۰  

ژباړن : نثار احمد صمد

 

دا ۱۹۸۶ و چی زه د پاکستان په پیښور کی د « افغان اطلاعاتی مرکز » مجلل مګر چټل دفتر ته ورغلم چی د رسالو او دوړنو کتابونو څخه ډک و . د هغه ریًس یو ګردﺉ ډنګر سړی و چی څیری بنیان یې اغوستی او نوم یې عبدالله عزام و . موږ د شوروی ضد جهاد په هکله چی افغانی او عربی مجاهدینو پایښت ورکاوه ، اوږدې خبري اتري وکړې . شیخ عزام داسی راته وویل : « کله چی موږ کمونیسټی استعمارچیان د افغانستان څخه وشړو ، بیا به نو ځو او امریکایی استعمارچیان به د عربستان او متباقی اسلامی نړۍ څخه پسی شړو . »

 

دې خبري زه له مځکی ووهلم . ځکه ما تر دې دمه د هیچا څخه هم نه وو اورېدلي چی کمونیسټان دې پاته وی ، خو زما ګران هیواد یعنی امریکا دې یو استعماری ځواک وبلل سی . هماغه وخت امریکا د نیکۍ او ښیګڼي په ټاپي کی ځای درلود ، ځکه چی د هغه سیال یعنی شوروی اتحاد تر ډیره حده شوم او ناولی ښکارېدﺉ .

 

خو کله چی شوروی اتحاد ونړېد ، نو مطلق قدرت هم د واشنګټن واکمني کړۍ مطلقأ فاسد کړې او هغوی یې پر نړۍ او د هغه د انرجۍ پر سرچینو باندی « د هر اړخیزه تسلط » په لټه کی کړل .

 

شیخ عبدالله عزام د یو ځوان سعودی تبعه « اسامه بن لادن » ښوونکی او روحانی لارښود  و . عزام په ۱۹۸۹ کی احتمالأ د لویدیځ استخباراتی جوړښتون لخوا ووژل سو . د ده شاګرد ، بن لادن یو داسی خیالي مأموریت راپیل کړ چی غوښته یې د لویدیځ د ننګی وړ هغه دیکتاتورۍ او پاچهۍ ونړوی چی پر اسلامی نړۍ غلط واک چلوی او هم د سیمی څخه لویدیځ قدرت وشړی .

بن لادن خپله دغه پرتمینه ستراتیژي په ۱۹۹۰ لسیزه کی اعلان کړه . ده تکل درلود چی په یو لړ کوچنیو ، کمزوره کونکو او له مصرفه  خورا ډکو جګړو کی یې د امریکا او د هغه د ملګرو په راګیرولو سره د معاصرو « صلیبیانو » پزه وینی کړې وای او امریکا یې مفلسه او ډیوالي کړې وای چی ده  دا کار د امریکا « راځړول » وباله .

دغسی وینړیو حملو به امریکا ضرور خښموله او په دې توګه به یې په داسی جبه زارونو کی راګیروله چی یو به ختمیدﺉ خو بل به پیلیدﺉ . هو ، په رښتیا هم  جورج بوش او  اوباما د بن لادن په همدې دام کی راکښیوتل .

 

د بن لادن خبرو موږ د دې شاهدان کړو چی د امریکا د هوایی سفرونو سیسټم مو د سر په سترګو ولید چی د مصیبت په غیږ ورغی او دا مو هم واورېده چی امریکا باید پر یمن هوایی برید وکړی .

د امریکا امنیتی افسران به آن نور هم ډیر وارخطا سی چی کله خبر سول چی یو جهادي په دې وروستیو کی  د خپل مقعد په دننه کی  بم ځای پر ځای کړی و تر څو په هغه سره یې د سعودی عربستان داخله وزیر شهزاده نایف وژلی وای . آیا موږ به ژر دغسی یو امنیت ته اړم سو لکه په جیلونو کی چی حُکمفرما دی ؟

 

امریکایی بلا ( دېب ) دې ته خپل سر کلک نیولی دی چی د اسلامی نړۍ په متشددو او ګډوډو چارو کی ځان  په داسی حال کی نور هم پسی ورننباسی چی واشنګټن مفلس او ډیوالي سوﺉ او صرف د چین په پور سره چلیږی . وګورﺉ  په ۲۰۰۹ کی د امریکا کسر ۱٫۴ ټریلیونو ډالرو ته ورسیدﺉ .

 

امریکایی پوځیان په افغانستان او عراق کی جنګیږی . امریکایی خاص ځواکونه ، هوایی واحدونه او د سی آی اې اجیران په پاکستان ، سومالیا ، یمن ، لویدیځه او شمالی افریقا او فلپین کی په جنګی عملیاتو مصروف دي . په جیبوتی کی نوې امریکایی اډه هلته په یمن ، سومالیا او شمالی کینیا کی حملې مخته بیایی . امریکایی ځواکونو په سومالیا کی د اتیوپیا د ناکامه یرغل ملاتړ کاوه . په پلان کی دي چی د لویدیځی افریقا د تلو په تولیدونکې سیمه کی به نوي امریکایی اډې جوړیږی .

 

د سور سمندرګي ساحلی سیمی د امریکا مابعده سرخوږﺉ دی . سومالی لویدیځ دښمنه « شباب » نومیً غورځنګ د هیواد د جنوب او مرکزی سیمو اکثریت برخي کنټرولوی . یمن د جهادی خوځښت هسته ده چی هغه په زیاتیدونکی ډول سره ګاونډﺉ هیواد سعودی عربستان تهدیدوی چی د امریکا  حاتی ملګرﺉ دی . سومالی بحری غله ښایی د داړه مارۍ پر ځای د لویدیځ پر ګټو حملو ته مخ واړوی .

 

واشنګټن لګیا دی چی د افریقا تر ټولو غټ هیواد یعنی سوډان تجزیه کړي تر څو د جنوبی سوډان پر مهمو نفتی سرچینو غیږ راوګرځوی او هم د خرطوم رژیم له دننه مات کړی چی واشنګټن یې محوه کولو ته اړم دی .

 

حتی مصر هم د رېږدېدو په حال کی دی . د امریکا تر ننګي لاندی د حُسنی مبارک پوځي دیکتاتوري به ، چی د ۱۹۸۱ راهیسی د عربو تر ټولو ډیر نفوس لرونکی هیواد  اداره کوی ، د دې ۸۲  کلن فرعون په مړ کیدو سره د هغه د ځای ناستی د هلو ځلو په غیږ ورځی .

 

هو ، القاعده نور هغه کوچنی جوړښتون نه دی چی یو وخت اسامه بن لادن تأسیس کړی و . هغه اوس په یو داسی همفکره نړیوال غورځنګ سره اوښتی دی چی هر ځای د هغسی مستقلو ، انقلابی او امریکایی ضد ډلو څخه متشکل دی چی د بن لادن د پوځی فلسفې څخه ګټمن کیږی . دا په زغرده هغه « بی تناسبه جنګ » دی چی پنتاګون د خورا اوږدې مودې څخه ځنی بیرېدﺉ .

 

شومه او ناوړه لا دا چی په ۲۰۰۶ کی « نړیوالی عامه ټولپوښتنی » د امریکا په څلورو کلیدی ملګرو اسلامی هیوادو یعنی مصر ، مراکش ، پاکستان او اندونیزیا کی ( چی د نړۍ د مسلمانانو درېیمه برخه جوړوی ) ښودلې وه چی د هغوی وګړي په دې نظر دي چی امریکا د اسلام تباهۍ یا ورانۍ ته ملا تړلې ده . هغوی پر امریکایی اهدافو باندی د حملو ننګه کوی . هو ، د دې کار څخه بیله شکه اسامه بن لادن ښه ګټمن کیږی . پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *