پاكستاني سياستوالو د ځايي طالبانو سره تړون ن… — شاهين پوپلزی

 

 

پاكستاني سياستوالو د ځايي طالبانو سره تړون نه ، بلكه د القاعدې

له ډلي سره د خبرو ور پرانيستي .

 

پدې ورستيو كې د پاكستان دولت د بيت الله مسعود سره د جوړ جاړي په درشل كې دى او خپلو پوځونو ته يې آمر كړى تر څو د چك ملى ، سپين كې ، راغزى او ګوټ كې له سيمو څخه په شاه تك وكړي . دغه يادي شوي سيمي د بيت الله مسعود  د پياوړو تروريستي مراكزو څخه شميرل كيږي د پاكستان چارواكې دغه مذاكرات د ځايي طالبانوسره بولي .

د پوښتنې ځاى خو دا دى چې ايا بيت الله مسعود يو ځايي طالب دى او كه د القاعدي شبكې يو لوړ پوړى چارواكې ؟ له هغې مودې نه چې د بيت الله مسعود مشر ورور ( نورالعالم ) په كال ۲۰۰۲ ميلادي كې د امريكايي ځواكونو له خوا ونيول شو او بيا وروسته په مجهوله توګه له وزيرستان څخه سر راپورته كړ دپاكستان دولت  چې له همدغې مودې څخه د بيت الله مسعود سره خبري پيل كړى دي . نوموړى د مولوى محمد چې د ځايي طالبانو مخكنې قوماندان د القاعدي او I.S.I ځانګړى حامي وؤ ، د هغه وروسته بيت اله مسعود چې په هغه وخت كې ۳۴ كاله عمر درلود ځاي ناسته وؤ ، هغه وكولاى شول په لنډه موده كې د دين محمد تش ځايونه ډك كړي ، نوموړي ۲۷ زره بلواګر چې د بيلا بيلو هيوادونو لكه :
 ازبكستان ، چيچن ، لبنان او كشمير په ځان راټول كړي .

   بيت اله مسعود له دير پخوا نه د پاكستان  I.S.I جنرالانو سره ځانګړي اړيكي درلودي چې اوس هم هماغه شان دوام لري ، نوموړى  د بلواګرو  د لا زياد آموزش لپاره  د هغو مراكزو څخه چې د مولوي حقاني پورې اړوند دي كار اخلي ، دغه تروريستي مركزونه  د اسامه بن لادن لخوا  په مالي او لوژيستكي مرستو سمبال شوي او كيږي ، بيت اله مسعود خپل تروريستي فعاليتونه له همدغه مركزونو څخه پيل چې اوس نوموړى د القاعدي شبكې جك پوړى چارواكي شميرل كيږي  چې د پا كستان حكومت نوموړى د بينظير بوتو په قتل هم متهم كړى ،

  د پا كستان دولت زموږ د ملت او حكومت پر وړاندې تل  د دوه مخيزې سياست څخه كار اخيستلى او دا يې ځانته شعار ګرځولى چې ( اوبه خړى كړه او كبان پكې ونيسه )، په داسي حال كې چې د پا كستان دولت په دي ښه پوهيږي چې بيت اله مسعود  او د هغه ورونه يعني ( عبدالله او ذالفقار ) د القاعدي له ډلي څخه دي او د هغوي كردار او اعمال  د قبايلي سيمو د مشرانو د منلو وړ نه دي  دا ځكه چې د هغوي لاسونه د بيګناوو كسانو په وينه سره دي ، دوي نه يواځي  د پاكستان په قبايلي سيمو كې بلكه د افغانستان په كوډ كوډ كې تروريستي فعاليتونه سرته رسوي ، د پا كستان  د دولت  او القاعدي خبرې په داسي حال كې ترسره كيږي چې  د نوموړي دولت چارواكي تل په خبرې رسنيو كې  د القاعدې په ضد  د مبارزې اعلان كوي ولي  د خپلو شخصي ګټو د تر لاسه كولو او د افغانستان پر خاوره  او مظلوم ملت باندې د هغوي د هڅونې په خاطر  د مذاكري ور پرانيستي  نو دا څرنګه كيداي شي چې پا كستان د ۷ لكو پوځونو  درلودلو ادعا كوي  او خو په پايله كې يو وړوكي ټولي ته تسليمى سر ټيټوي ، دا د سولې مذاكرات نه بلكه  د افغانستان پر وړاندې يوه دسيسه ده ځكه پا كستان غواړي  د خپلې خاورې بل شوي اور زموږ خاورې ته وغځوي  او پخپل لاس بل شوي اور كې زموږ مظلوم ولس لو لپه كړي خو هيڅ كله د پا كستان دغه ناوړه هيلي تر سره نه شي  دا ځكه چې د پښتنو يو عام متل دى ( مه كوه پر چا در به شي پر تا ) د دغو خبرو يوه ژوندى بيلګه د يكشنبه ورځې هغې ځانمرګي بريد چې د مردان په ښار كې د نظامي كمپ تر خوا تر سره شوه چې د هغې په ترڅ كې ۱۱ پوځيان له مينځه لاړه ، دا پيښه په داسي حال كې رامنځته شوي چې د پا كستان دولت  د القاعدي سره په خبرې بوخت دى ،  د دغو خبرو او جوړجاړې پايله به نه يواځي د افغانستان لپاره بلكه ټولي نړۍ ته يو ستر ګواښ بلل كيږي  .

وسلام

شاهین پوپلزی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *