ماهندو مذهب پرېښود او په نړیوال الهی دین مشرفه شومه — عبدالغفار جبير

 

ماهندو مذهب پرېښود او په نړیوال الهی دین مشرفه شومه

 

 

پیغله چاندا (هندوستان)

ژباړن : عبدالغفارجُبیر

 

زه اوس (31) کلنه یمه اود اقتصاد رشته می په بمبی کی کړېده، دشاګردی پرمهال زموږسره یو فکردا ووچی څنګه خپل درسونه ووایو، اوبیاپخپل هیوادکی وخپل ملت ته څنګه دزړۀ له کومی خدمت وکړو، اوژوند به موڅنګه وی، څوک به می دژوندملګری شی، هغه به دکومی رېشتې خاوندوی، اوڅنګه خویونه به پکښې شتون ولری، اوکله به هم دا سودا راسره وه چی ایا کله به زه هم مورشم؟؟؟ ایا کله به زه هم خپل ښکلی ماشومان په غیږکی ونیسم اوداسی نورسوالونه زماسره بې ځوابه وه۔

په مکتب ، کالج اوپوهنتون کی غولېدونکې یارانې هم زښته ډېرې وې، چی دهندوستان ټولنه ئې دډېربد ناورین سره لاس اوګریوان کړیده، اولانورهم هندوستان ددې اورپه لمبوکی سوځی چی داحقیقت دی، هرځای دمینې په نامه سره جالونه غوړېدلې، اوغولونه ډېره زښته ده، هیڅ یوداسی هلک یا انجلۍ په سترګو رانه غله چی دا دی بډایه وی اودیوې ناداره هلک یا انجلۍ سره دی مینه ولری، حتی کله خوداسی ډیرځله پیښېږی چی ډېرې نادارې انجونې چی دخپل ژون ملګرې ونه مومی  خپل ځانونه وژنی ، یاځان سوځی چی داپه حقیقت کی څومره لعنتی ژوند دی اواوس ئې دهندوستان حکومت هیڅ جبران نشی کولای له همدې کبله ایډزپه زیاتیدودی، قتلونه، بې باورې،طلاقونه، بې سرپرسته ماشومان، بې سرپرستی، تښتول، بې حیایی، اوفسادونه  اوځان وژنې وخپل اوج ته رسیدلې دی۔

دژوند دناخوالوڅخه راتېرېږمه اودژوندبل پړاوته راځم، کله چی زه فارغه شومه له دی څخه مخکی زه پرهندو مذهب معتقده ومه چی خوشبختانه دډاکټرعبدالکریم نایک ذاکرچی د (ای ار ایف) مشردی بیانونه می کله کله د (Peace TV) له لاری اورېدل زماډېره مینه له ده سره پیداشول داځکه چی دې په هرمذهب کی پوره معلومات لری اووهرچاته معقول ځواب ورکوی (ژونددې او ښاد دی وی) یوه ورځ می دده یوه مباحثه چی دده اود (شې شې راوانشنکار) په مینځ کی د (اسلام اوهندویزم په سپیڅلونسخو) باندی جوړه شوی وه هغه می کتل ډېردخوندنه ډکه اوډېرزورئې هم راکاوه، دخوندځای ئې داووچی عبدالکریم نایک ذاکردهندومذهب هرکتاب په یاداودهندومذهب په هکله ئې پوره معلومات راکړل اودتکان ورکولوځای بیاداووچی ده د(شی شی راواشنکار) هغه کتاب چی هغه د(اسلام اوهندویزم) ترسرلیک لاندی لیکلی ووهغه ئې ټوله ردوو او دوه ځایونه ئې پکښې درست ومنل ؛ څرنګه چی شی شی راواشنکارزموږ یولوی مذهبی مشراولوی کومک کونکی وو، او وټولوهندوانوته ئې دزړۀ له کومی نه هیرېدونکی خدمتونه کړیدی، نوځکه چی هره خبره نایک ذاکرکوله اودده وینائې ردوله راته ښه نه ښکاره کیدله اوبې واکه به احساساتی شومه۔

زمادمطالعی اومعلوماتوپه رڼاکې داماته معلومه شول چی داسلام مُبارک دین څخه ماسوا نورټول غولیدلې دی، اوپه پټوسترګوئې خپل دینونه  منلی دی، اوهغه داچی عیسایان پربایبل ایمان لری مګربغیرله  راهبانو بل هیڅوک په بایبل نه دی خبرچی څه پکښې لیکلی دی، ایادا الهی کتاب دی؟ اوڅومره ریښتنې ده ؟ دراهب هره خبره ورته دخدای کلام ښکاری اوپخپله دانه کوی چی څیړنه پکښې وکی ، همدارنګه بودایان، هندوان، زردشتیان اودنړۍ نورمذهبونه؛ پخپله ددې مذهبونوراهبان پخپلومقدسوکتابونونه دی خبرچی څه پکښې دی، زه اوس  دهندومذهب چی زمامذهب وو، راځمه، دهندومذهب مقدس کتابونه لکه بګوت ګیتا، اُپنشد، اوویدا، اوس هندوان په دې نه دی خبرچی دبیلګې په ډول سره بګوت ګیتاچا لیکلی، څه وخت لیکل شوی، اوڅه شی پکښې دی اوداسی نور۔۔۔۔۔ نوداټول په دې باندی بې لاری شوی دی، چی پخپله پکښې څیړنه نه کوی اوپه ړاندوسترګوهرڅه منی۔ اوکه موږواسلام ته راشوهرمسلمان ماشوم دلومړی ځل لپاره دلوی اوبې مثله څښتن تعالی جل جلاله کتاب قرانکریم زده کوی، چی لومړی ئې لفظ زده کوی، بیائي حفظ کوی، اوپخپل ژوندکی ئې په معنا اوتفسیرزده کول فرض بولی، په ټولوالهی احکاموځان پوهوی څیړنه پکښې کوی اوپوره ځان په پوهوی اوداهرنراوښځه مسلمانه داخپله فریضه بولی له همدې کبله مسلمان که هرڅوک وی، که ډاکټروی، که انجیروی اوکه هرمسلک والاوی په اسلام خبروی۔

دشې شې راواشنکاراوډاکټرنایک ذاکردمباحثې څخه می داتلوسه پیداسوه چی زه ترټولولومړی باید دهغه مذهب کتابونه مطالعه کړم چی زه ئې منم(هندومذهب)؛ په هندومذهب کی هرشی معبوددی ، ځینی په هندومذهب کی درې خدایان منی، ځینی ئې (33) دیوتاګان (معبودان) منی، ځینی پکښې (330) میلیونه معبودان لری، اوحتی ځنی لاداسی دی هرشی چی خدای پیداکړی وی هغه دخدای مظهرحق بولی اوهغه دیوتابولی اوددې سره سره دهرشی لپاره معبود بیل دی، دباران دیوتابیل، ناروغیودیوتابیل درزق معبودبیل اوداسی نور۔۔۔

 

دخدای تصوردهندومذهب په مقدسوکتابوکې:

په هندومذهب کی پلټنه نشته، هرڅه چی هر مذهبې مشروویل هغه ټول ریښتنی دی، اوحتی دځینوکتابونوویل خوددوی لخوامنع دی، زه ترټولووبګوت ګیتاته راځم چی دادهندومذهب دعقایدوترټولومعتبرکتاب دی:

کوم خلک چی له ځانه جوړشوی معبودانو(دیوتاګانو)په وړاندی سرونه ښکته کوی  (سجده ورته کوی )اوپخپله خوښه دعبادت طریقې جوړوی دداسی خلکوپرعقلونودمادی اودنیوی غوښتنوپردې غوړېدلې دې۔( بګوت ګیتا : 7باب 20 بند)

هغه (معبودبرحق) یوذات دی اوشریک اومثل نلری۔ (چندوګیا اُپنشد  6ْ\1\1\)

هغه (برحق معبود) نه موراوپلارلری اونه مالک اوڅښتن ۔ (سویتا سوېترااُپنشد 6\9 دویمه برخه 263 مخ)

دهغه په شان هیڅوک نشته ۔( سویتا سوېترا اُپنشد  4\19 )

په ویداکی دخدای تصور:

هغه (معبود برحق) ټاکلی شکل نلری۔( یجروید 32\3)

هغه (معبوبرحق) جسم نلری، بې داغه دی، داجزاءومرکب نه دی، دشیطان زورنه پررسیږی، هغه حکیم، مهربانه اوهمشه ژوندی دی۔ (یجروید  377 مخ)

هغه خلک(معبودبرحق) په تیاروکې غورځوی چی دطبیعی څیزونولکه باد، اوبه لمراوسپوږمۍ اونوروعبادت کوی اوهغه په تیاروکې ډوبوی چی پخپل لاس دجوړشوی څیزونو(مجسمواوبتانو) عبادت کوی۔ (یجروید 940)

خدای پالونکی اوروشتیاهم ډېرلوی دی۔ (اتروید)

زماملګرودهغه چانه پرته چی په اسمانوکی دی دبل چاعبادت مه کوی۔ (رګ وید 8 ټوک 11)

لکه څرنګه چی داکتابونه ډېرلوی اوهریوئې پرډېروټوکونومشتمل دی نودټولوپوره مطالعه کول زمالپاره ډیره ناشونې وه، دډاکترعبدالکریم نایک ذاکرنایک هغه کتاب چی د هندومذهب څه شی دی؟؟ ډېرراسره مرسته وکړل، اومهموځایونومطالعه می دزړۀ له کومی وکړل، له دې څخه وروسته می دقرانکریم ژوره مطالعه پیل کړل چی پایلې ئې ډېرې روښانې اوپه پایله کی زمادهدایت سبب شوې، په اسلام کی دخدای اومعبودبرحق تصورډېر اسانه ، سپین اوروښانه دی اوهغه داچی یوالله جل جلاله یودی، شریک اومثل نلری، هیڅ سیال هم نلری، نه څوک ورڅخه پیداشوی اونه هم له چاڅخه پیداشوی دی، په هندومذهب کی دخاتم الانبیاء حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په هکله هم ډېرڅه ویل شوی دی چی ټولې پېشن ګویانې ئې د(هندودمقدسو) کتابورېښتنې دې دده ټول احوال پکښې دی، دده نوم مُبارک پکښې دی، اوهرڅه۔۔۔

اوس راته ترلمرروښانه شوه چی اسلام یوحق دین دی، اوله ځانه سره می داټینګ هوډ وکړچی ضروربه اسلام راوړم؛ دموراوپلارسره می داخبره (چی زه اسلام راوړم) شریکه کړل، هغودواړوډېرې سپکې سپورې راته وکړې اودائې هم راته وویل چی که دی اسلام قبول کی اول خوبه دې ووژنواوکه پاته شوې نوموږبه داونه وایوچی موږلورلرو، په دغه ورځ می هیڅ ونه ویل اوله کوره ووتلمه، دخپلې ګرانې همصنفۍ اوملګرې (لیلی ) کره ولاړمه، اووخپل دوستې ته می داجریان ووایه، هغې مخکی لاداسلام مطالعه پیل کړېوه، اوپه یوه سوړاسویلې اوژړه غونې اوازسره ئې راته وویل،  قسم په هغه رب چی زه، ته اوداټول مخلوقات ئې پیداکړیدی چی دادین حق دی اوکه موقبول نه کی زه خپل ځان اوهرهغه څوک چی اسلام نه منی داورپه داسې لمبوکې وینم چی احساس اوبیان ئې ناشونې دی۔ ماورته وویل ته خوترمالاجذباتې ئې، اوداحساساتواوجذباتوڅخه کارمه اخله، یوه معقوله لاره به ومومواوکاربه پرې وکړو په ګډه سره اوهغه معبود برحق چی زه اوته ئې اوس وحقې لارې ته اوړوپوره مرسته به راسره وکی؛ دې راته وویل داڅنګه؟؟؟ ماورته وویل ستاموراوپلارڅه احساس لری داسلام په باره کی؟ دې راته وویل چی دوی وایی که تاایمان راوړی موږ هم ضرورمسلمانان کیږو اوبله چاره نلرو، اوورورمی بیادموراپلاردخبرې څخه نه اوړی، ماورغبرګه کړه چی زماموراوپلارخوداسی ځواب راکی، اواوس څه کول پکاردی؟؟؟ څلورشپې می دهمدې دوستې سره داسلام په نوره مطالعه اوخوښۍ سره تېرې کړې ، تلیفون می هم بندکی اودهرچاسره می رابطه وشکول اوهیڅوک راخبرنه و چی زه چیری یمه، خوضروربه می موراوپلارپه دې خبروی چی زه چیرې یمه، داځکه چی (لیلی ) زمایواځنۍ دوسته وه، په څلورمه ورځ یوه ټکسی زماددوستې وکورته راغله چی زماموراوپلارپکښې سپاره دی، دموردسترګوڅخه مه دسیلاب په شان اوښکې بهېدلې، اوکله چی ئې پرماسترولګېدې نوپه غیږکی ئی ونیولمه، هیڅ می ورته ونه ویل اوزماهم بې اختیاره دسترګوڅخه څاڅکې څاڅکې اوښکې توی شوې، دوی چی هرڅه راته وویل ماپه ګونګ توب سره ځواب ورکی؛اوراته ئې وویل چی ته چیری ئې؟؟؟ اوولی کورته نه راځی؟؟؟اوداسی نور۔۔۔ په اخرکی می بې اختیاره ورته وویل چی تاسی غواړی چی خپل اولاد، دزړۀ ټوټه ووژنی، زه داکورداموراوپلارڅه کوم؟!! مورمی په چیغوسره زمادخبروځواب راکی اوپلارمی له خښمه وویل چی ایاته مسلمانه ئې؟؟؟ ماورته په ډېره حیجانې اواحساساتی ډول سره ورته ځواب ورکړ چی هو!!! مسلمانه یمه!!! اواوس می سرله تنه بېل کی!!! اوله کوټې څخه ووتلم، زماملګرې زه چوپ کړم اودوی ته وویل چی دااوس لیونۍ شویده اوخبرې ورسره څه ګټه نه لری، زه وبلې کوټې ته ولاړم اودکړکۍ له لارې څخه مه هرڅه اورېدل؛ په دغه وخت کی می لاایمان نه دی راوړی؛ مورمی وایی چی زماپه لورخوبه چا (تورجادو) نه وی کړی، زماملګرې ورته وویل چی هغه په پټوسترګوپه اسلام نه مشرفه کیږی، هغې پوره مطالعه کړېده، هم دهندومذهب اوهم داسلام اودادرته ویل غواړم چی دابه ضرورمسلمانه شی که ئې وژنې اوکه هرڅه ورسره کوی، اوزمامشوره داده چی مه خپل ژوندترخوی اومه هم دهغې ژوندته ګواښ کوی، اوهرڅه بایدپه صبر، حوصله ، زغم اوپرانستوسترګوترسره شی، اوداوهرچاته معلومه ده چی داسلام دین حق دین دی اودمځکی پرمخ یواځنی الهی دین دی، دالمرپه دووګوتونه پوټیږی؛ زه هم اسلام راوړم اوزماټوله کورنۍ هم ایمان راوړی اوپه دې کی هیڅ شک نشته، اوددې ټولومسلمانانووژل ستاتروسه وتلې خبره ده، نو مخکی له دې چی و(چندا) ته څه ووایاست تاسو هم تعلیم کړیدی داسلام پوره مطالعه وکی دابه څومره ډیره خوندوکی چی ټوله مسلمانان شو۔ زموموراوپلارزما دملګرې په خبروسره ډېرنرم اوارام شول اوداژمنه ئې وکړل چی موږدې ته څه نه وایووخپل کورته دې راشی اوداسلام په راوړولوکی به غوروکو، دوی ولاړل ، زه دخپلې ملګرې سره پاته شوم ، دتعجب خبره خوداده چی زماملګرې ترمااحساساتی وه؛ اوویل ئې چی نن ځواواسلام راوړو ماورته وویل چی ته څه صبروکه که زماموراوپلارهم راضی شول نودابه ډیروه ښه وی چه په اسلام مشرفه شوپه ټولیز ډول سره ، په همدې ورځ دمازیګرپه مهال وخپل کورته ولاړم، موراوپلارمی هرکلی وکی ښه راغلاست ئې په مینه سره راته ووایه، اوډېره ئې ونازولم اوداپوښتنه ئې راڅخه وکړل چی ولی اسلام قبلوې؟؟؟

ماورته په ځواب کی وویل چی ماداسلام اوهندومذهب دواړه مطالعه کړیدی اوداراته ثابته شوې ده اوتاسوته ئې هم په ثبوت رسوم چی اسلام یواځنی دمځکی پرمخ دسوکالۍ، امن، پوره قناعت اوالهی دین دی، څومره ارام چی په اسلام کی شته په بل هیڅ دین کی نه ترسترګوکیږی اوزه هیچانه یم مجبوره کړی چی اسلام راوړم بیله ما دعقل څخه؛ دهندو مذهب دمقدسوکتابوڅه بیان می دسترلارښودحضرت محمدصلی الله علیه وسلم اودریښتنې خدای دتصورپه هکله ورته وکړ اوپوره قناعت می ورکی؛ اودامی ورته وښودله چی په هندومذهب کی هم خدای یودی، اوهیڅ شریک اومثل نه لری،اودابوتان اومجسمې چی انسان پخپلولاسوجوړکړیدی څنګه خدای کیدلای شی؟؟؟ اوڅنګه ویوچاته نجات ورکولای شی؟؟؟ داصرف بې عقلې اوبې وقوفی دی؛  دقرانکریم یوه نسخه چی زماپه المارۍ کی وه اوپه انګلیسی ژبه ئې ژباړه اوتفسیر (فکتال ) کړی ووهغه می راواخیستی اوڅه ایاتونه می هم ورته وویل چی دواړوپه پوره توجه اوغورسره واورېدل؛ چی دې خبره تقریبا دوه ساعته وخت واخیستی اودانووخت دماښام دی چی درحمت اوبه ئې پرزړۀ تیری اوداسلام راوړولو ئې راسره ژمنه وکړل چی ضروربه موږهم ایمان راوړو چی زه دډېرې خوښۍ څخه په ځان نه پوهیدم اوترسترګومی اوښکې بې اختیاره توییدلې۔

زموږ په سیمه کې یوه لویه مدرسه وه چی دهغې مدرسې مهتمم یوشیخ الحدیث چی ددارُالعلوم دیوبندڅخه فارغه اوډېرپرهیزګاره انسان وو، دهغه سره می وکتل اوداټوله کیسه می ورته بیان کړل، چی هغه په دې کارباندی ډېرخوشحاله شوڅه کتابونه ئې هم راته راکړل چی ځینی په اردوژبه اوځینی په انګلیسی ژبه باندی وه، اوڅه مشورې اولارښونې ئې هم راته راکړی ، ددې ټولوکتابواومشوروسره وخپل کورته راغلم ، اوس می په اسلام دمشرفه کیدوهلې ځلې ډېرتودې اوګړندې کړې اودټولوپه مشوره مودراتلونکې جمعې مبارکې ورځ وټاکل ؛ دلوی څښتن په پوره رحمت سره موږدواړه فامیله چی ټولوسپین کالی په تن وه، ومدرسې ته دجمعې دلمانځه څخه وروسته ورغلوترټولومالومړی ایمان راوړی بیازماملګرې اوبیاپه وارسره زماموراوپلاراویبازمادملګرې مورپلاراوورورپه اسلام مشرفه شول ما خپل نوم پخپله خوښه باندی (عایشه) کیښود، زمامورخپل نوم (فاطمه) اوداسی نوروټولوخپل نومونه واړول۔ اودخدای په کورکی موداژمنه وکړل چی ترمرګه پوری به داسلام لپاره په پوره مینه سره چوپړوکړو.

 

 ژباړن : عبدالغفارجُبیر

 

لیږونکې محسن علی زی.



 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *