افغانستان د امریکا ځانی وسواس دی — ډاکټر نثار احمد صمد

 

افغانستان د امریکا ځانی وسواس دی

 

لیکوال : سن ژوانګ ژي

منبع : چینا ډېلی ورځپاڼه ( چین )

نېټه ۲۰۱۰/۳/۲۴

ژباړن : نثار احمد صمد

 

د امریکا تر مشرۍ لاندی ځواکونو نه افغانستان ته سوله راوړې او نه یې هم د طالبانو پر ضد تر لس کاله پوځی عمل وروسته د هیواد په بیا رغاونه کی څه مرسته کړې ده . برعکس ، امنیت په افغانستان کی نور هم خراب سوﺉ ، او د طالبانو بیا قوت امریکا او د هغه ملګرو ته شرایط نور هم مغلق کړي دي . ځکه نو امریکا ته لازمه ده چی د افغانستان په هکله پر خپله ستراتیژي له سره غور وکړی .

اوباما ویلی دي چی د افغانستان مسأله « نوره داسی نه ده چی یوازی په امریکا پوری مربوط وی ، بلکی هغه اوس په لوړه سطح یو نړیوال امنیتی چلنج ګرځیدلی دی » او واشنګټن به کوښښ وکړی چی « یو نوﺉ سیاسی میکانیزم » ورته ولټوی لکه منطقوی امنیت او د سیمه ییزو ځواکونو ( لکه روسیې ، ایران ، هند او چین ) لخوا سپماییزه ډګر ، چی هغوی ټول د افغانستان حالاتو اندیښمن کړي دي . دا په دې معنا چی اوباما ـ د خپل مخکني نفر یعنی جورج بوش په مقایسه ـ غواړی چی د تروریزم سره په جنګ کی د نورو هیوادو او نړیوالو جوړښتونو پر ګډه مرسته ډیر ټینګار وکړی . ځکه نو دا کار د امریکا په ستراتیژۍ کی یوه نوې اوښتنه ګڼل کیږی .

خو د امریکا دغه نوې ستراتیژي چین ته د « لږ اهمیت » رول ورکوی . له دې امله ، کوم رول چی چین یې په افغانستان کی لوبولای سی او هغه ساحه چی په هغه کی واشنګټن او بیجنګ مشترکأ څه کولای سی ، هغه څه دي چی د دوی د ستراتیژیکی ګټو او جیوپولټیک اهدافو پواسطه ټاکل کیږی .

دا خو تر لمر سپینه ده چی امریکا پر افغانستان باندی ، حتی د خپلو پوځیانو تر ایستلو وروسته لا هم چی معلومه نه ده کله به دا کار وکړی ، د خپلی اغیزې ساتل غواړي . معنا دا چی امریکا نه غواړي منطقوی قدرتونه مثلأ چین د افغانستان په چارو کی ښه لوی رول ولوبوی . بلکی برعکس هغه څه چی امریکا غواړی د چین غوندی هیواد سره یې شریک کړی ، دا دی چی د اقتصادی بیا رغښت بوج پر واچوی .

 

د اوباما په نوې تګلاره کی ځینی داسی اصول هم سته چی چین هم هغه لری . د مثال په توګه ، چین وایی چی نړیواله ټولنه باید د تروریزم سره په جنګ کی یو بل ته لاس ورکړی ، او ملی پخلاینه مخته بوزی ، د یو نماینده ایتتلافی حکومت په استقرار کی مرسته وکړی او په افغانستان کی د بیا رغاونی هڅو ته سرعت ورکوی . خو بیا هم د امریکا او چین تر منځ په اساسی دریځ کی توپیر او اختلاف هغوی ته دا ستونځمنه کړې ده چی د افغان مسألې په سر ټینګه ګډه مرسته سره وکړی .

 

لومړنی توپیر یې امنیتی ګټي دي . د امریکا عمده او اصلی اندیښنه دا ده چی طالبان او القاعده پر امریکا او د سمندرونو څخه دې خوا ته د هغه پر ګټو او افرادو د حملې څخه راوګرځوی . خو چین بیا د افغانستان د یو ګاونډی په حیث هم دې ته اړ دﺉ چی د غیر معمولی امنیتی تهدیدونو لکه د مخدره موادو انتقال ، د وسلو د قاچاق او له پولی د نورو تیرېدونکو جرمونو مخ راوګرځوی . له دې نه علاوه ، د امریکا او د هغه د ملګرو لخوا پر دې زیات ټینګار چی پر طالبانو باید حملې جاری وی او هم په مرکزی او جنوبی آسیا کی د هغوی د پوځی شتون استحکام او ډېرښت هغه کړني دي چی د چین پر دفاع او امنیتی پلانونو یې اضافی فشار اچولی دی .

 

دوهم توپیر یې د اقتصادی مصارفو په باره کی دی . امریکا په افغانستان کی خورا ډیر پوځیان لری چی هغوی د امریکا د مرستندویه پروژو امنیت ساتی . امریکا د پروژو په انتخاب کی ځکه برلاسیً دی چی هغه د حامد کرزي د حکومت « ساتنه » پر ذمه اخیستې ده ، او د هغه اقتصادی تمویل د خپلو پوځی عملیاتو لپاره اختصاص کوي . خو د دې برعکس ، چینایی پانګه اچونه یا مؤسسات د لویو خطرونو سره مخامخ دي حال دا چی د افغانستان د بیا رغاونی لپاره کار کوی او د کوم قرارداد په حاصلولو کی د سخت نړیوال رقابت سره مخامخ دي . او د چینایانو پانګی اچونی د امریکا پر خلاف عمدتأ د سړکونو ، روغتونونو ، مکتبونو په جوړولو کی دي چی هغوی بیله کومو وسایطو څخه ورته راځی .

 

درېیم توپیر هم د حکومت په انتخاب کی دی . امریکا پر دې ټینګار کوی چی دلته یو لویدیځ ډوله « دیموکراتیک » رژیم جوړ کړی او درګرده لګیا دی چی خپل دغه سیاسی ماډل پر دغه هېواد باندی د سوټی په زور وترپی چی نتیجه یې د تیر کال په ولسمشریزو انتخاباتو کی هغه بی نظمي سوه چی هر چا ولیدله . بلخوا ، چین په دې باور دی چی افغانان ( یعنی ټول توکمونه او سیاسی ګوندونه ) باید پخپله دا فیصله وکړی چی هر ډول حکومت چی دوی غواړی باید جوړ یې کړی چی هغه به د دوی پر کلتور ، دود دستور او داخلی شرایطو متکی وی .

 

او باالاخره څلورم توپیر هم  د جیوپولټیکی هدفونو په باره کی دی . امریکا یوه تروریسټی ضد یرغلیزه ستراتیژي پسی را اخیستې ده چی په هغه کی افغانستان د شطرنج د یو داسی پیاده په توګه استعمالوی تر څو د خپل نړیوال تسلط لپاره ګټه ورڅخه واخلی او هم خپلو سیالانو ته ورڅرمه سی . خو چین د دې برعکس ، یوه تدافعی ملی تګلاره تعقیبوی او غواړی چی د افغانستان سره د ګاونډی په توګه اړیکی ولری .

 

چین د افغان کشالې په وړاندی بې پروا نه دی . په افغانستان کی د جګړې څخه منځته راغلې ګډوډي او بشپړ بی نظمي د چین د شمال لویدیځی منطقې امنیت تهدیدوی . په کابل کی یو کمزوره حکومت به یو داسی سرحد رامنځته کړی چی سم ساتونکي به نه لری چی  په نتیجه کی به یې د مخدره موادو انتقال او د وسلو قاچاق آسانه کړی او د « ختیځ ترکستان » بیلتون غوښتونکو ته به دا آسانه کړی چی د  زین جیانګ  د  « یوګر » د نیمه آزادی سیمی تر شخړی وروسته هغوی په افغانستان کی پناه واخلی .

 

له کومه راهیسی چی د افغانستان مسأله نړیواله سوې ، نو چین باید ډیر هېوادونه راوبولی تر څو دا ستونزه په ګډه سره حل کړی . چین باید د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو پر اساس یو لړ ضروری او مقتضی ګامونه واخلی ، د افغانستان د نورو ګاونډو هېوادونو په مرسته دغه منطقه دوستانه او باثباته کړی ، او زیار وباسی چی د افغانستان روان کړکیچ د نړیوالو میکانیزمونو لکه د شانګهای د مرستندویه جوړښتون ، آسیایی پرمختیایی بانک ، یا د منځنۍ آسیا د سیمه ییزه همکارۍ د جوړښتون په ذریعه حل کړی چی چین په هغو کی یو مهم رول لوبولای سی .

البته د شانګهای مرستندویه جوړښتون ځکه ښه فعال رول لوبولای سی چی د افغانستان د شپږو ګاونډیانو څخه پنځه یې د هغه اصلی یا کتونکي غړي دي .

 

په امنیتی ډګر کی د شانګهای د مرستندویه جوړښتون د مخدره موادو او  تروریزم ضد تمرینات او اجرأت کولای سی چی د بهرنۍ نړۍ سره د تروریسټی سازمانونو او جنایی ډلو ارتباطات غوڅ کړی . په سپماییزه ساحه کی د شانګهای د مرستندویه جوړښتون سره  منطقوی اقتصادی او تجارتی همکارۍ کولای سی د افغانستان په اقتصادی بیا رغښت کی ډیر مهم رول ولوبوی . خو په افغانستان کی به د شانګهای د مرستندویه جوړښتون تر مشرۍ لاندی په اوسنیو حالاتو کی  د پخلاتوب او بیا رغاونی بهیر  یو غیر واقعی وړاندیز وی . ځکه نو ، چین  اوس فقط کولای سی چی د څو اړخیزه چینلونو له لاری مرسته وکړی او بس . پای  

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.