د ملي مشرۍ تشه — عبدالغفور ليوال

 

د ملي مشرۍ تشه

 

عبدالغفور  لیوال

 

د ډیموکراسۍ له نغارو سره مل یوه نوې نومونه ( اصطلاح) چې زموږ پر غوږونو راننه ایستل کېږي، ملت جوړوونه (Nation Building) ده، حال دا چې موږ دې ته اړتیا نه لرو ځکه موږلا له پخواڅخه ملت یو.

 

هغه څه چې موږ نه لرو، ملي مشري یا (National Leadership) دی.

 

ملي مشري څه ده؟

 

هر کله چې یو شخص یا سیاسي حرکت وکړای شي د یوې سترې ملي مسئلې، ستونزې یا پېښې پر مهال یو ملت یا د یوه هېواد بشپړ اکثریت د مثبت حل لوري خواته وروخوځوي او له ستونزې څخه یې وژغوري ،ملي مشري یې رامنځ ته کړې ده.

 

په داسې حالت کې مهمه داده چې دغه شخص یا سیاسي حرکت خپله اراده ولري او د ملت خوځښت یا Mobilize کولو نوښت یې خپل وي.

 

موږ لسیزې کېږي چې داسې ملي مشر یا ملي مشرتوب نه لرو، دا به نه هېروو، چې د ګوندونو، ډلو حتی حکومتونو مشران ملي مشران نه وي ، او د ایډیولوژیو، قومونو، ژبو، څوکیو او ګټو په نامه راپاڅیدلي ډلمشران ملي مشران نه شو ګڼلای او نه هم د هغو پلویان د ټول ملت استازیتوب کولای شي.

 

ګاندهي د هندوستان په سلګونه میلیونه هندوان، مسلمانان، عیسویان او نور لږه کي د هندوستان د آزادۍ په نامه د خپل عدم خشونت پر فلسفه راوخوځول ،چې له انګلستانه خپل هېواد وګټې، نلسن مندیلا د جنوبي افریقې خلک راوپارول چې د توکمیز تبعیض پر ضد یې سره یو کړي، داسې کسان ملي مشران وو.

 

موږ درې لسیزې شوې، چې د جګړې په اور کې سوزو خو یو ملي مشر مو ونه موند ،چې ټول ملت پر سوله باوري کړي، ورورګلوي، پخلاینې، پرمختګ او ملي پیاوړتیا ته یې وهڅوي.

 

ستونزه چیرته ده؟

 

تر هر څه بنسټیزه ستونزه داده،چې زموږ په هېواد کې پر خپله اراده باندې اعتماد او باور له منځه تللی دی، ذهني اسارت موږ دې ته نه پرېږدي چې ملي مشرتوب رامنځ ته کړو، ملاتړ یې وکړو، ورپسې ولاړ شو یا یې وپالو، ډېرو کسانو هڅه وکړه د ملي مشرۍ دعوا وکړي خو تر افغان او افغانستانه ډېر په خپله ایډیولوژۍ، قوم، ژبه او سیمه پورې نښتي پاتې شول او تردې وړاندې نه ولاړل، د ملي مشرتوب د اېکټ په اول قدم کې د بهرنیانو سترګې پرې خوږې شوې، پر څوکیو یې کېنول، پیسې یې پرې وورولې او د لا غټولو وعدې یې ورکړې، همدا و، چې له دوی څخه یې د ملي مشرۍ دعوه هېره کړه او په لنډمهاله ګټه یې خولې ورډکې شوې، یا سیاسي قدرت ته ورسېدل یا پوځي زور ته او یا هم دډلو او ګوندونو مشرۍ ته او په دې توګه ملي مشرۍ ته یو هم ونه شو رسیدلای. د ملي مشرۍ په رامنځ ته کېدو کې لومړی خنډ بهرنۍ لاسوهنې وې، دوی هم د ملي مشرۍ د رامنځ ته کېدو مخه نیوله او هم یې خلک له داسې مشرۍ څخه د تل لپاره ناهیلي کول، چې دا باور دلته پوخ کړي ،چې ګواکې افغانان به هیڅکله ملي مشرتوب ونه لري.

 

کورني خنډونه هم کم نه وو؛ معنوي فقر، کمزورې اراده، د شخصیتونو کمی، له لویو ګټو څخه بې خبري او له افغان محوریت څخه کمزوری درک یې یو څوبېلګې دي.

 

درېیمه لاره :

 

د افغانستان د ملي ستونزې د حل یوه لاره د ملي مشرتوب رامنځ ته کول دي. د ملي مشرتوب چورلیز یا اصلي محور باید( افغان انسان) وي.

 

افغان انسان ددې هېواد هر اوسیدونکي ( شهروند) ته وایو، که له هرې ایډیولوژۍ، ژبې او قوم څخه وي خو چې هوسایینه، ډوډۍ، ښوونځی، د ګټې وسایل او بشري حقونه ولري.

 

هر شخصیت یا سیاسي خوځښت چې غواړي د ملي مشرۍ دریځ ته ورپورته شي، باید لاندینۍ ځانګړنې ولري :

 

۱ـ ملي مشر ښايي ټول ملت د ژغورنې لپاره وخوځولای شي.

 

۲ـ خپل خوځښت د خلکو له منځه پیل کړي، د ولسمشرۍ ،ډلمشرۍ، یا پردي پالنې له دریځه د ملي مشرۍ پر لوري ورتلل ډېر سخت او آن ناشوني دي.

 

۳ـ ملت ته په علمي او عملي طرحو او میکانیزمونو قناعت ورکړي ،چې د ملي مشرۍ صلاحیت لري.

 

۴ ـ « هر څه د افغان انسان لپاره»وغواړي

 

۵ـ د بهرنیو زهرجنو وعدو ښکار نه شي.

 

۶ـ د ملت پر اراده تکیه وکړي.

 

۷ـ د هر بدلون نوښت یې خپل وي.

 

۸ـ د ملي مشر شخصي پانګه ښایي د خوځښت له پیله بیا تر بریالیتوب یا مرګه یوه افغانۍ هم زیاته نه شي ، حتی له مشروع لارې هم.

 

موږ د ویښتیا پړاو هغه مهال پیلولای شو، چې پر مخ وړونکي یې ملي مشرۍ ته د ورپورته کېدو وړتیا ولري. د ویښتیا او روښانتیا پړاوونه دواړه د همداسې یوه ملي خوځښت په لاسونو بشپړیدای شي

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *