حامد کرزي په کندهار کې تروریستي برید او د ناټو ځواکونو له خوا په یوه مسافر وړونکي سرویس باندې ډزې په کلکه وغندلې

 

حامد کرزي په کندهار کې تروریستي برید او د ناټو ځواکونو له خوا په یوه مسافر وړونکي سرویس باندې ډزې په کلکه وغندلې

کابل(ویسا)

د رسیدلو خبرونو پر اساس جمهور رئیس حامد کرزي په کندهار کې په یوه بس موټر باندې د ناټو ځواکونو ډزې چې دیو شمېر ملکي وګړو د مړینې او ټپي کېدو لامل شوې په کلکه وغندلې.

د دوشنبې په سهار ناټو ځواکونو په هغه بس موټر باندې چې له کندهار څخه ارزګان ته روان ؤ ، ډزې وکړې چې په پایله کې یې ۴ مسافر شهیدان او ۱۸ نور ټپیان کړل چې د هغوی په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

جمهور رئیس د ناټوځواکونو دغه ډزې په کلکه وغندلې او ویې ویل: په مسافر وړونکي ګاډي باندې د ناټو ځواکونو ډزې دملکي وګړو په ساتنه کې د ژمنې خلاف عمل دی چې په هېڅ صورت د توجیه وړ نه دی.

جمهور رئیس په ډېرې خواشینۍ ددې پېښې د رامنځ ته کېدو له امله له ناټو ځواکونو وغوښتل تر څو د خپلو ژمنو د ترسره کولو لپاره د ملکي وګړو له تلفاتو نه د مخنیوي په خاطر په ډېر دقت او مسئولیت عمل وکړي.

همدا راز د یو بل خبر پر اساس جمهور رئیس حامد کرزي ددوشنبې په ورځ په کندهار ښار دافغانستان د دښمنانو له خوا تروریستي برید په کلکه وغانده.

ددوشنبې په ورځ دری تروریستان په کندهار کې د زرغونې انا لیسې ته ننوتل او قصد یې درلود چې له هاغه ځایه د کندهار دملي امنیت ریاست تر برید لاندې ونیسي، مګر دملي امنیت د کارکوونکو د مقاومت له امله دری واړه تروریستان ووژل شول. ددې برید په جریان کې د ملي امنیت دوه کارکوونکي او یو ښوونکی ټپییان شول.

ولسمشر حامد کرزی ددې برید د غندلو په ترڅ کې وویل: ددې نامردانه برید عاملین د نجونو یوې لیسې ته داخل شول او غوښتل یې چې خپل ناوړه اهداف ترسره کړي ، په داسې حال کې چې افغاني غیرت هېچاته ددې اجازه نه ورکوي تر څو داسې ځای ته داخل شي چې هلته ښځې او نجونې موجودې وي اوخلاف کارونه ترسره کړي.

همداراز دافغانستان داسلامي جمهوریت جمهور رئیس ددغو تروریستانو په له منځه وړلو کې د ملي امنیت د ځواکونو د مېړانې او زړه ورتوب قدرداني وکړه او اړونده مقاماتو ته یې لارښوونه وکړه تر څو دټپیانو په درملنه کې په خپل ټول توان هڅې وکری

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *