سـوله، جــرګه، دریـځـونـه او عـوامـــل — دوکتور صلاح الدین سعیدی

 

دوکتور صلاح الــدیـــن سـعــــیـدی  – سعید افغانی                                                                                  ۰۸/۰۶/۲۰۱۰

سـوله، جــرګه، دریـځـونـه او عـوامـــل

والصلح خیر!

 

سوله  او بین الافغاني تفاهم د اصولو نه تیریدل نه  بلکې په ګډ کور کې د ژوند په لمړنیو قواعدو توافق دي!

د سولې  آواز  زمونږ د خلکو یو ستر اولویت او  دانساني پاک ضمیر ځواکمن  آواز دی. دافغانستان ځور یدلي ولس په دې درې وروستیو لسیزو کې ډیرې نا خوالې او تکالیف  وزغمل او قرباني یې ورکړه او لیا یې ورکوي. زمونږ ملت او وطن ډیر ځلي د پردو شخړې فیصله کړي او د پردو د زور آزمایي میدان ګرځیدلي دي. او بیا هرکله چې ښه فرصتونه ددې زجر او غمیزی دختمیدو لپاره لاس ته راغلی، نو بیا یو شمیر چالاکو او بې سترګو افراد،  ډلو او ټپلو بیا هم موانع ، ستونزې او مشاکل جوړ  او ډیر ځلي یې د خپل عقیدې،  اسلام ،  افغان ولس او نړیوالې ټولنې سره خیانت کړی.

د دی وطن او ملت  د کونډو، رنډو ، رنځ، عذاب او د پردو په اشارو ورور وژنی  او مظالمو قصې او حکایتونه دومره اوږد او ستری دي چې کتابونه پرې لیکل کیږي او غم لړلي داستانونه یی د ډارونکو (هرور) فلمونو ښی سوژی او سناریوګانی کیدای شی.(له همدی وجه هم په تأسف سره دډیرو حساسیتونو له أمله زما په لیکنو کې داسی اوږدوالی راځی چې هغه حتی لوستونکو له حوصلی نه اوچت وینم). 

 

په دی وروستیو کې داسې ښکاري چې ټول جوانب د سولې او تفاهم د شعار او د هغه په قوت او ځواک پوه شوي او حد اقل داسې ښکاري چې  غواړي د افغانستان د خلکو د غمیزې لپاره د پای ریښتنی قهرمانان او اتلوال شي. د هر کار دپیل لپاره د نیت موضوع د پیل لپاره ښه او ضروري خبر ده. په دی توګه دا د امید واری ځای او ښه خبر ده. الله دې د خیر او سولې آواز او غږته نور هم قوت ورکړي.

خوزه دلته څو لنډی ملاحظې لرم چې دادسولې دآواز اودهغو په صداقت شکمن یم. په تأسف بایدووایم داسې ښکاري هغه څه چې وایي او هغه څه چې وړاندیز کوي او هغه څه چې عملي کوي سره ستر توپیرونه لري.

آیا دوی ددې وضعې او غیر عملي وړاندیزونو او عملي تفاوت باندې نه پوهیږي او یا هم پوهیږي خو بل ورته  ته ساده ښکاري  او دوکه کول غواړي؟

مونږ عادت لرو چې اول په قدرت مندانو او حاکمیتونه لږیږو او دا مو حق هم دی. ددې وجه هم داده چې ددوی نه  زیاته او با آدرسه توقع کیږي.

بل  علت  هم دادی چې حاکمیتونو هرڅه لرل او هرڅه یی چې غوښتي په خپل سر یې  کول او لیا يې کوي.

  په افغانستان کې حاکمیتونه اکثر په غیر نورمال او د پردو په ټانکو  او اوږو افغانستان ته دیسانت شوي .  ټوپک او سیاسي قدرت یې لروده او ددې قدرت د تداوم لپاره یې  کله نا کله وروسته خلکو، جرګو ، دیني علماو او سپين ږیرو ته  هم مراجعه کولوکې د خپل دقدرت د تداوم لاری او وسایل لیدلی او عملی کړي.

و ایي د هرانسان په دننه کې ضمیر ، ملکه او شرف شته چې د هغه په پاللو او مواظبت کولو دا داخلی ملکه او ضمیر روښانیږی او ځلیدا یی قوت مومی او د عدم ممارست او پالنی په وجه کیدای شی چې ورځی په ورځ تیاره  او تیاره کیدو لوری او د مرګ او نابودی لوری ته حرکت اومسیر ولری.

زه په دی باوریم چې په هر څه کې په هره بیه تور او بدی لټول انصاف نه دی.  کیدای شي چې داحاکمیتونو کې  او د هر بد انسانی په زړه کې انساني ضمیر هم را ویښ شي او د خیر، انسان  او انسانیت په چوپړ کې د خپلو تخلفاتو او جرمنو تلافي کول وغواړي او په ریښتنی د حق، سولې او نیک تفاهم، انسان او انسانیت لپاره کار کول پیل کړي. شرع ظاهر ته ګوري په زړونو الله تعالی دانا دی.

هو سوله او نیک تفاهم د افغانانو او دی ولس لپاره یو ستر اولویت دی. ريښتنی زعامتونه او ټول صالح عناصر باید لاس په لاس ددی امرد تحقق لپاره په ریښتینی توګه کار وکړی.

زه په دې باور یم چې سوله یوه پروسه ده او دعملي متقابل اعتماد او ریښتینولی په اساس وړاندیزونه او عملي ګامونه  اخیستلو او عملي  تدابیرو ته اړتیا سخته اړتیا ده.

شته داسې موارد چې مونږ یې په اساس او بنسټ کې نه منو  اما داسې شرایط راغلي چې تر یو معیینه حده

پورې یې زغمل او کله هم د زهرو جام دڅښلو اړتیا لیدل کیږي. داسی زغمل او ګذشت چې زمونږ په اصولو باندی او اصلی تګ لارو باندی پښو ایښودو عامل سبب نه شی او د هغه سره خط نه چې تیریدل اجازه نه شته د تیریدو سبب شی او په دی ډول مسخ شو. داچې دا معیین حد  او سور خط کوم خط دی چی تری تیرویدل اجازه نه شته او داچې دا دنیا څومره زمونږ د  زړه په  برنامو څرخیږي او څومره باید ګذشت وشي دا  لږ څه آوږد بحث دی.  په دې برخه کې د بدتر نه د لږ بدو انتخاب او غوره کول که دریمه د خیر لیار نه وي بهتره ګڼم. دا یو اسلامی اصل هم دی.  په دې برخه يو څه تر لاسه کول نسبت دې ته چې هیڅ ترلاسه نه شي ښه ا ودخیر تدبیر ګڼم. په دی اصولو او پرنسیب باید باندی د تل لپاره د خیال ساتلو سپارښت او ټینګار کول غواړم.  

سوله یا جوړه روغه اوجرګه  یعنې څه او هغه څنګه جوړیږي او تصامیم یې  څنګه عملي کیدای شي؟

جرګه معمولا د دوو خوا لخوا ددریم مصلح او مشرانو په کښیناستو او جرګه کولو جوړیږی. که دوخوای نه وی د جرګی نوم په هغه ایښودل دقیقه خبر ده؟ ځواب نه.

که مشران سره کښینی او مشوری کوی چې بیا به څنګه او په کومو اصولو وروسته جرګه او توافق کوو دا یوه توضیح ده خو د جرګی نوم او اطلاق په داسی ټولنی او ناستی باندی کول دقیقه او په ځای خبر نه ده.

یو بل حالت هم کیدای شی چې په حقوقی او قراردادی وجهی او لحاظ مطرح کیدای شی او جواز لری. هغه دا چې ددوو خواو او یا د یوی خوا مشران سره کښینی او مجلس، سلا  او مشوره کوی چې د آینده توافق او جرګز لپاره سره کوم حدود او ثغور او کوم قواعد،  مشوری او سپارښتونه باید په نظر کې ونیولای شی او د چا سره په کومو اصولو تماسونه ، خبری اتری او جوړه روغه وشی. یعنی په حقوقی لحاظ دا یو قرارداد او توافق دی د آینده او راتلونګی قرار داد او توافق په هکله. په حقوقی لحاظ داسی توافق د آینده توافق په هکله ممکن، حقوقی او منطقی اړخ لری. اما په دی کې باید د جانبینو استازی وی. دا هم باید په نظر کې ونیول شی چې د اصل قرار داد او توافق نه ګرانه او قیمته تمام نه شی. او داسی توافق باندی د اصلی توافق او قرار داد نوم او شرایط نهایی ونه منل شی. یواځی او یواځی توافق دی چې توافق به کوو.  په افغانستان کې د ښاغلی حامد کرزی غوښتلی شوی دسولی مشورتی جرګه  د پورتنیو ملاحظاتو په لرلو  یو توجیه لرلای شی.

د جرګې بل حالت او ډول دادی چې چا د چا ورور وژلی، چا د چا سره بد کړي او جرګه دایرییږي او دوی سره سوله کوي. جرګه  ددوی تر منځ یو نه بل ته د تیرو ا وتاوان او بد ورکولو توافق کوي او په اصطلاح تیـږه ایښودل کیږي. سوله کوي او د جرګې  او دکلي مشرانو او سپین ګیرو تضمین کیږي. در

آیا دامشران چا انتخاب کړي او ټاکلي دي. ځواب نه دا مشران او دجرګې ګډون کوونکی انتخابی نه دی. داطبعي او عنعنوي د ټولنی او کلي واقعیتونه دي.  پوښتنه هم منځ ته راځي آیا  دامشران او ملکان حتما دخلکو او دخیر خدمت ګاران وه او یا دي؟ ځواب نه حتمي نه ده.

آیا د وطن په  کچه د جرګو جوړول که نوم یې ورته مشورتي او یا غیر مشورتي ووایاست په یوډول د پورتنیو مشخصاتو لرونکې دي؟ ځواب: هو.

آیا  حکومتونه او دهغه جملې څخه د افغانستان اوسنی حکومت او یاهم دولت په مجموع کې دا حق لري چې دوطني مسایلو په هکله سمینارونه، کنفرانسونه ، جرګې او ….. را وغواړي او دایريې کړي؟ ځواب هو.

آیا داجرګې د نظام د مشروعیت او یا هم دا جرګې د حاکمیت د مشروعیت او عدم مشروعیت او د هغه تصامیم نورو ته  حتمي د منلو وړ دي؟ ځواب نه.

آیا داچې داسې جرګې د جرګې اعتبار له منځ وړي او بی ځآیه مصارف کیږي، نړی او خلک غول دی او …. لدی کبله   رد  اود منلو وړ نه دي؟ زه په دی باوریم چې دا مطالب خپل جدا توجیهات او دلایل لرلای شی. په مطلق ډول ددی ملاحظات په نظر کې نیولو سره داسی جرګی ردول او یا هم تأییدول دقیقه او په ځای خبر نه ګڼم، دقیقه او جوته خبر را ته نه ښکاری. دولتداری او د خلکو د ارادی تمثیلول بی مصارفو نه کیږي. آرزان ترین او آسان ترین حکومت  او اداره دیکتاتوری فردی ده. پارلمان، قضاء او حکومت د یوضرورت او اړتیا په اساس منځ ته راغلی او په دی فانی نړی کې د ممکن او نسبی عدالت وسایل او د بشری ټولنی ممکن وسایل او وسایط دی.

آیا دا سیاسي ناستې او ولاړې، جرګه،  جوړه او روغه په سیاسي برخه کې د هغو  جرګو، او جوړی روغي سره چې چا دچا ورور وژلی کوم شباهت او یاتوفیر  لري؟ زه په دې باور یم چې هو.  هو  دا  سیاسی سوله او جرګه و تفاهم بین الافغانی د هغی جرګې او جوړی روغی سره چې چا دچا ورور وژلی او سوله سلا او جرګه کوی تفاوت لري.

سیاسی او بین الافغانی جرګې او جوړه روغه کې د اصولو او کړنلارو  او نسخو نه تیریدل نه دي. یوازی او یوازی د بین الافغانی تفاهم د اصولو په چوکاټ کې پرته له دې چې د خپلو نسخو د ریښتیا والي باندې متزلزل شو  او ګذشت وشي د ګډکور د ژوند په لمړنیو قواعد توافق دی! یعنې داچي په سیاسی تفاهم او جرګه کې په دی توافق دی چې د نسخو او تګ لارو مشروعیت او عدم مشروعیت تصدیق  څنګه د خلکو نه تر لاسه شي؟

 په افغانستان کې د تیري اونی دري ورځنی مشورتي جرګې د غوښتنو عوامل، موافقت او عدم موافقت، مواضع ، دریځونه اوهغو عوامل٠

ددې جرګې د تدویرعوامل:

ویل کیږي چې د افغانستان اوسنی حاکمیت نور څه دویلو نه لرل او یو سیاسي بن بست دی. هڅه روانه ده چې وښودل شي چې مونږ لیا اوس هم څه  دویلو لرو. دادی جرګه راغواړو اوهڅې کوو.

ویل کیږي چې  د سولې آواز د افغانستان د اوسني حکومت له خوا  او ډیری نورو خواو لخوا یو تفنني او غیر عملي آواز او غولونه ده.

دلایل: دافغانستان د حکومت وړاندیزونه: راشه سلاح په زمکه کیده، تسلیم شه او زه درته سیاسي قدرت کې برخه، پیسي، او پناهنده ګي درکوم. یعني راتسلیم شه اوزما حاکمیت ومنه نو بیا سوله در سره کوم.

هغه بله ځواک وایي:

 زه امارت اسلامي غواړم او زما د رهبر په قیادت به عالي  شورا جوړیږي او بهرنیو ځواکونه به  بې له قید او شرطه د افغانستان نه وځي او …. دامې زور او دامې ټوپک. او دی جرګې او دهغه پریکړې د پردو برنامې ګڼي.  ( تفاصیل – تاند ۶/۶/۲۰۱۰)

هغه بله ډله بیا د سولې ابتکار په بشپړه توګه خپل ګڼي. او دهغو په اند سوله زمونږ تګ لاره ده او نورو جګړو ته راښکیل کړې یو. داښه خبر ده چې په خیر کې ځان له چا وړاندی ګڼو او د هغو اصلی ناجیان اوسو. د سولې لپاره  عملا، دوامداره او په متانت  کار کول او رسالت پوره کول په کار دی.

داسی ځواکونه شته چې د موجوده وضعی په تداوم کې خپلی ګټی وینی. د افغانستان دخلکو رنځ او درد ورته ارزښت نه لری او ریښتینی سوله نه غواړي. (تفاصیل – ویسا ۶/۶/۲۰۱۰). هو داوروستی طرحی مثبت او نیک نوښتونه لری. هو مونږ ګورو، اورو او وینو چې د افغانستان بعضی سیاسی قوتونه د خیر د تحقق لپاره عملی هلی ځلی پیل کړی او واقعبین شوی دی. داښه علامه او دخیر علامه ده. د افغانستان خلک ددی استقبال کوی. د حزب اسلامی د مشرانو وروستی طرحی او مصاحبی په پوره پوره ډول ددقت وړ انکشافات دی.

هو همدا اوس زمونږ په وطن کې داسی سیاسی اونظامی ځواکونه، کاذب شخصیتونه او افراد شته چې بې له بهرنيو ځواکونو خپل  موجودیت او رسیدلی قدرت خپل مقام په خطر کې وینی. دوی  دا نه منی او نشی منلای چې بهرني ځواکونه دی خپل ځای وپیژنی او خپل تعریف شوی رسالت دی ولری. داسی د پردوپه زور رسیدلی عناصر او ګروپونه هرڅه کول غواړی. هیڅ انسانی او اسلامی او دخیر معیار ورته مهم نه دی خودوی باید به سیاسی قدرت کې وی. حتی لیا داسی د قوم او ژبی په بهانو استدلال کوی چې په کلنو تاسې حکومت وکړ او اوس زمونږ نوبت دی. او دادی دپردو په اوږو ستاسی په سر او په وینو حکومت کول غواړو. زه په دی باور یم چې تیر ظالم حکومتونه تر همدا اوسه د کوم قوم او قبیلی استازی نه وه او نه دی. هو دوی د قوم او قبیلی او هر مشروع او نامشروع وسایلو نه د ځان دحاکمیت لپاره ګټه اخیستی او لیا به یی اخلی.  

بعضی بهرني ځواکونه وایي:

 ترڅو غچ وانخلو نه ځو، تر څو دا وطن د بیا خطر جوړیدو نه و نه باسو نه ځو، تر څو په سیمه کې خپلې اوږد مهاله اقتصادي منافع تضمین نه کړو، نه ځو، تر څو نړیوال افراطي دیني ځواکونه چې زمونږ دوستو هیوادو ته په منځني ختیځ کې خطر دی نابود نه کړو نه ځو، تر څو د پاکستان د اتومي بمب تر لاسه نه کړو نه ځو، او …… 

هو په دی غوښتنو کې د افغانستان د غمیزه اوږدوالی او کړاو یا خو مطرح نه دی او که مطرح هم وی د خپلو د منافعو او اهدافو د اولیت په بنا مطرح دی. هو خپل منافع او خپل مصالح یی مطرح دی. په ډیر ښه حالت کې که ددی په څنګ که دافغانانو مصالح هم ځای شی نو بیا هغو ښو ته یی باک نه کوي.  سوال او پوښتنه داسی ده او وه چې وی افغانان په دی ترڅ د عین روش نه کار نه اخلی. اول د خپل منافع، بیا کورنی منافع، بیاجیبی منافع، بیا قومی منافع او دپردو منافع او بیا په اخیر کې که د وطن منافع هم ځای شوی په داسی شرط چی ددوی اولی منافعو ته مقابل نه شی کار کوی.  زما به پوهه باید داسلسله معکوسه وی.

د ګاونډویو پټ او برالا استخباراتي ځواکونه چې  په اوسني افغانستان کې په کافي اندازه کادري ،  مالي او  د افغانستان په تمامو سیاسي کړیو او دولتي ارګانو کې پوره پوره امکانات لري ددې لپاره کار کول غواړي چې خپل لنډمهال او اوږد مهاله منافع تأمین کړي. په ډاکه باید ووایم چې دا رسالت په ډیری کامیابی پوره کوی. دوی په خپلو امکاناتو کولای شی حتی تور سپین او سپین تور کړی او هغه افراد او اشخاص چې ددوی دمصالحو او منافعو او ددوی دحلقاتو سره تماس او رابط ونه لری او یا یی مخالفت وکړی په ډیری آسانی نابودوی.

د پاکستان د اصلي پالیسي میکرانو په ستراتیژی کې  مستقل او په  ځان متکي افغانستان نه ځاییږي.  د پاکستان د ملکي حکومت امکانات او هڅې ډیری محدودې او اکثر تشریفاتي او دنړی د غولولپاره دي.

ایران او پاکستان د رسمي په ظاهر غیر مضر سیاست سره متوازی غیر رسمي سیاست په مخ وړي. هغوی غواړي نړیواله ټولنه د امریکې په مشری باید او باید  په افغانستان کې ډیره بوخته او مصروفه پاتې شي. دوی په افغانستان کې په ډیر موفقانه توګه خپل اوږدمهاله او لنډ محاله  پلانونه تطبیق کړی او تطبیقویې.

واقعیت د خبرې خو دادي چې دافغانستان سیاسي ځواکونه اکثر دپرود د سترايژیکي اهدافو دعملي کولو لپاره  په لومو کې داسې ښکیل او بند دي چې ځان ځینې خلاصولای نه شي.

دا تصادفی خبر نه ده چې د معتبرو منابعو او رسانو په حواله د ایران د اوسنی حاکمیت لخوا د افغانستان د جمهوری ریاست په تیرو ټولټاکنو کې ټولو مطرحو سیاسی ځواکونو ته مالی بودیجه او مرسته ورکړل شوی وه. غیر سالم، ناقص قوانین او  بی کفایته عدلی او قضایی ارګانونه ددی ناوړی وضعی زمینی او امکانات په پراخه ټوګه برابر کړی او لیا هم برابروی. د تعجب او تأسف خبر ده چې اوس اوس خلک د دیموکراسی او دیموکراتیک د نوم سره حساسیت لری او تنفرځینی کوی.

ذ ویلو وړ ګڼم ډیر ځلی همغسی چې مو وویل ډیر ځلی هغه چې د سولی خبر او وړاندیزونه کوم که خپله هم ورته لږ څه ځیر شی نو په دی به  پوه شی چې دا د سولی خبری او وړاندیزونه په واقعیت کې عملی جنبی نه لری او هسی ځان ا وخلک غولول دی. نو لدی کبله شته هغه ځواکونه او افراد چې داسی سولی چې د هغوی د سیاسی او فزیکی نابودی سبب او د ریښتنی سولې لیار نه ده –  نه شی منلای او د درک وړ هم ده.

همغسی مو چې پورته هم تشریح کړه زمونږ په هیواد او سیمه کې داسی سیاسی او نظامی ځواکونه شته چې سوله ا ونیک تفاهم د خپلو کړنلارو او اهدافو مخالف عمل او حالت  ګڼی.

همدارنګه شته داسی افراد او روشنفکران چې د هغه  یو متل په اساس (ولد معارضا و سیموت معارضا) مخالف او یاهم اپوزیسیون تولد شوي او اپوزیسیون او مخالفت کې به مري. دوی خپل لار او خپل موجودیت په مخالفت کې ویني.

د سولې د خبرو او انساني طرحو مخالفینو یو بله ډله د افغانستان په داخلي او  بهر هیوادوکې  هغه افراد دی کوم چې د افغانستان د اوسني واقعیتونه نه سترګې پټوي خپل منافع په سوله کې نه ویني او په تیر سیاسي قدرت پسې ژاړي او د ملت اوسنی ناخوالو او رنځ ورته اهمیت نه لري. خپله په عیش او نوش او خیرات اخیستو عادت کړی او دسولې او خیر خبری چې دوی  په کې په مستقیمه توګه مطرح نه وي نه مني. جنګ ،جګړې  او قربانی ته د افغانستان مظلوم خلک وړاندې کول غواړي اما خپله د جګړې او رنځ نه بهر هسې ناسمې او غیر عادلانه او خالي منفي روشنفکرانه، غیر عملي او حتی غیر انساني نظریات او تأکیدات لري.

د سولې د مخالفینو بله ډله همدا د پردو په اوږو ټوپکیان او د انسان او انسانیت دښمنان او خپلی خیټې او جیب نوکران دي.

هو د په افغانستان کې د سولې او نیک تفاهم د قایمید او بری  نړیوال عوامل هم ډیر قوی او ځواکمن دی. هغه جنګی ځواکونه چې د افغانستان د ټولو خواو سره عملا حضور لری داجګړه د افغانستان د خلکو د جګړی په ختمیدو کې نه وینی او په نړی کې د منځنی ختیځ او فلسطین او داسی نورو مسایلو د حل سره جوخت او تړلی ګڼی. دافغان د کشالی او غمیزی حل په نړی کې د متعلقو مسایلو د حل نه پرته ورته ناممکننه بریښی.

 

 د پورتنیو ملاحظاتو سره سره دسولې خبرې او سوله نه منل د خود خواهی او خود کامګی د شقاوت په خره ټینګار کول او خپل  اصلي علت چې غیر له ځانه بل نه منل دی ریا کاری او غیر صادقانه عمل ګڼم او  الله تعالی ته به ځواب ورکول او مواخذه به لری.  (ان بطش ربک لشدید.).

د افغانستان  ددې غمیزی د حل لیار:

درنو لوستونکو  او وطنوالو د ضایع کولو لپاره وخت نه شته. مونږ ته په کار ده چې په هر ځای او هر مقام کې خپلی دخیر هڅی او هاند جاری وساتو ترڅو ددی ملت او وطن ناخوالو او کړاونو ته خاتمه ورکړای شی.

مونږ ته په کار ده د افغانستان په غمیزه کې د ټولو ښکیلو خواو په وړاندیزونه  او عملی اقداماتو غور وکړو په دی ځان پوه کړو او نورو ته حقایق ورسوو چې د کومو خواوو دریځونه  عملي، غیر عملي، تفنني اوعوامفریبي ده او کومی خواوی د افغانستان او ددی وطن او سولې لپاره کار کوی.  منطق او سالم تفکر د پورتنی طرحو او وړاندیزونه په هکله تاسی ته دا پوره پوره انځور په لاس درکوی چې څوک په دی وطن کې سوله غواړی او څوک ددی وضعی او غمیزی تداوم؟ قضاوت ستاسی په لاس.  

هو سوله او ښه تفاهم یو پروسه او د متقابل اعتماد د مزو او ښه تفاهم روحیه ایجادولو ته اړتیا لری.

په دی پروسه کې په افغانستان کې د سیاسی ستیج  او دهغو د موجوده سترو خلاو ډکول د پایداری سولی د راوستو لپاره یو ضرورت او اړتیا ده. دا په احساساتو او خود کامه او بی عقله تدابیرو او کړنلارو نه کیږی. دا دعلم، پوهی، او دبشری ټولنی د لاسته راوړنو نه په پوره ګټه اخیستو او د افغانی شرایطو او مشخصاتو په نظر کې نیول په بنسټ په پراخ او دوامداره توګه به هوښیاری، درایت، سالم ګذشت، او ښه تفاهم کیدای شی.

آړولهو ټول افغاني او بهرنی سیاسي ځواکونه حق لري خپلې مشروع منافع، نسخې، او برنامې ولري. حتی زما په پوهه حق لري هغه نسخی  او تګ لارو باندې چې ورته حق او سمه لیار ښکاري ټینګار وکړي چې دوی ورته د حق او ریښتینې لار او نسخه وایي. اما داحق نه لري چې داخپله نسخی په زور، چل او نیرنګ ددی وطن او مشترک کور په نورو وګړو تحمیل او عملي کړي.

د ملت د انتخاب او ټاکنې حق ځان ته انتقالو، هغه ملت چې په سلو کې ۹۹ نه زیاد مسلمان دی او خپل انتخاب لري، ځان ته انتقالول او په داسې توګه ورور وژنی ته عملی کار او  عملا د جنایاتو لړی اوږدول غواړی نوداسی افراد او ځواکونه به د الله تعالی او ملت په وړاندې مؤاخذه  او شرمسار شی.

 

راځی چې سره لاس ورکړو او د خیر لپاره د سولې او ښه تفاهم لپاره مشترکا کار او فعالیت وکړو.

دا دنیا فاني او ډیر لنډه ده او الله تعالی ته دتګ اوحساب ورځ راتلونکې ده.

د دنیوي بانکي حسابو په ځای د ابدي بانکي حسابو او اصلي حساب د ورځې لپاره کار کول په کار دي.

                                                                                              و ماعلینا الا البلاغ المبین

                                                                                          والسلام علی مـــن اتــبع الهـدی                 

                                                                                                                                   

یادداشت – نوشته بعدی من:  سیاست کادری، فساد اداری و امر صلح درافغانستان

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.