د تاریخ عجیب تصادف! — نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د تاریخ عجیب تصادف!

 

تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

کله کله د سیاسی لیکنو تر څنګ معلوماتی او په زړه پوری لیکني هم لازمی وی تر څو د طرف او بېطرف ، بدخواه او نیکخواه ، او مخالف او موافق د دلچسپۍ وړ وګرځی او مصروف یې کړی .

 

 تاریخ هم کله کله خپل عجایبات لری ، خو لټول او پلټل یې دقت غواړی . په دې ارتباط به اوس د امریکا د دوو مشهورو او محبوبو ولسمشرانو د ژوند او مړینی پرتلنه وکړو ، او وبه ګورو چی تاریخ دلته څه رازونه پټ کړي دي . دا دوه نوموَر ولسمشران « ابراهم لینکن » او « جان اف کنیډی » دی . دغو دواړو د امریکا په ټولو ولس مشرانو کی ډیر ګرانښت او ځلښت لرلی دی او نن هر امریکایی د هغوی ستاینه کوی . ښه به دا وی چی د هغوی دواړو یوڅه پرتلیزه څېړنه وکړو :

 

۱ ـ ابراهم لینکن په ۱۸۴۷ کی کانګریس ته لاره ومیندله ، خو جان اف کنیډی بیا په ۱۹۴۷ کی هلته لاره ومیندله .

۲ ـ لینکن په ۱۸۶۱ کی ولسمشر سو ، حال دا چی کنیډی بیا په ۱۹۶۱ کی ولسمشر سو .

۳ ـ لینکن د تور پوستو مریتوب ختم کړ ، خو کنیډی بیا د تور پوستو حقوق د سپین پوستو سره برابر کړل .

۴ ـ دواړو سپینی ماڼۍ ته د رسېدو څخه وروسته خپل خپل زوی د لاسه ورکړ .

۵ ـ دواړه د جمعې په ورځ وژل سوي دي .

۶ ـ دواړه پر سر په مرمۍ ویشتل سوي دي .

۷ ـ د لینکن منشی « کنیډی » نومېدﺉ ، حال دا چی د کنیډی منشی بیا « لینکن » نومېدﺉ .

۸ ـ د دواړو قاتلان د امریکا د جنوب څخه وو .

۹ ـ د دواړو ولسمشرانو ځای ناستي « جانسن » نومېدل .

۱۰ ـ اندرو جانسن چی د لینکن ځای ناستی و ، په ۱۸۰۸ کی زوکېدلی و ، حال دا چی د کنیډی ځای ناستیً « یعنی لینکن » بیا په ۱۹۰۸ کی زوکېدلی و .

۱۱ ـ « جان ویلکس بوت » چی لینکن یې وواژه ، په ۱۸۳۹ کی زوکېدلی و ، حال دا چی « سی هاروې اوسوالد » یعنی د کنیډی قاتل بیا په ۱۹۳۹ کی پیدا سوﺉ و .

۱۲ ـ د دې دواړو قاتلانو نومونه د ددرو برخو څخه جوړ سوي چی پنځلس حروفه لری .

۱۳ ـ لینکن په « فورډ » نومي تیاتر کی ووژل سو ، حال دا چی کنیډی بیا په « لینکن » نومی موټر کی چی د فورډ کمپنۍ لخوا جوړیږی ، ووژل سو .

۱۴ ـ لینکن چی په یو تیاتر کی ووژل سو ، قاتل یې د تیښتی څخه وروسته په یو ګودام کی پټ سو ، خو کنیډی بیا په یو ګودام کی ووژل سو او قاتل یې د تیښتی څخه وروسته په یو تیاتر کی پټ سو .

۱۵ ـ « بوت » او « اوسوالد » دواړه تر محاکمې مخکی ووژل سول .

۱۶ ـ لینکن تر خپل مرګ یوه اوونۍ مخکی د « میری لینډ » په « موفرد » ښار کی اوسېدﺉ ، حال دا چی کنیډی بیا خپل زیاتره ژوند د یوې هنرمندي سره تېراوه چی « مریلین موفرو » نومېده .

 

د دې ورته بیان څخه ښکاری چی په رښتیا هم تاریخ کله کله خپل جالب تصادفات راباندی ګوری چی په زړه پوری وی . زیاتره امریکایان وایی چی موږ به بیا هیڅکله د لینکن او کنیډی غوندی محبوب القلوب ولسمشران ، چی د امریکا کورنۍ او بهرنۍ تګلاره یې په بري سره مخته وړله او د امریکایانو څخه علاوه نړیوال هم ورڅخه  راضی وو ، پیدا نکړو . پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *