امریکایی تګلاره تروریزم ته لاره — نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

امریکایی تګلاره تروریزم ته لاره

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

د سپټمبر تر حملې راوروسته د « تروریزم » او « تروریسټانو » کلمې د واشنګټن یو جنون او وسواس ګرځېدلی دی چی په هغه سره خپله بهرنۍ تګلاره مخته وړي او امریکایان یې د هغه مریان کړي دي . د دې قصدی بیری په خپرولو سره واشنګټن په هغو کوچنیو او کمزوره هېوادو کی تشدد ایجادوی چی غیر اروپایان پکښی میشته دي .

 

وګورﺉ واشنګټن په تیرو نهو کالو کی دوه ټریلیونه ډالره ضایع کړل ، شپږ زره پوځیان یې ووژل سول ، نړیوال شهرت او عزت یې خراب سو ، یو ملیون ملکی انسانان یې ووژل  خو بیا هم نه بن لادن ونیول سو ، نه یې دښمنان لږ سول ، نه د ورځی آرام او د شپې قرار لری ، او تر ټولو مهم لا دا چی د « ترور » او « تروریسټانو » پر ضد یې جنګ هم هماغسی جاری دی او برﺉ یې نه تر سترګو کیږی .

 

وګورﺉ د سپټمبر تر حملې راوروسته د پنتاګون بودجه ۶۷٪ زیاته سوې ده ، دا ولی ؟ یو څو په ساده وسلو مجهز غیر منظم ، بې هېواده ، بې کوره ، یې غمخوره ، بې سرپناه او مغاره نشین « تروریسټان ! » یې په خپلو زرګونو خورا مجهزو او عصری وسلو سمبال پوځونو سره هم په دغو نهو کالو کی ختم نکړای سول .

 

اساسی ټکی دا دی چی نن د واشنګټن « تروریسټی ضد » تګلاره دوه اړخونه لری چی لومړنی یې عام او دوهم یې نهام دی . عام یا ښکاره یې دا دی چی وایی موږ امریکا د « تروریسټانو ! » څخه ساتو . خو پټ اړخ یې دا دی چی د سپټمبر د حملې څخه په استفاده یې اول افغانستان ونیوﺉ چی د هغه په اشغال سره یې جیو ستراتیژیکی مرکزی آسیا تر خپل هژموني ( تسلط ) لاندی راوړه او د بلی خوا یې هم پر ټول نفت لرونکي منځني ختیځ خصوصأ فارس خلیج باندی خېټه واچوله . دا هغه آرمان و چی د شوروی د ژوندون پر مهال یې د ورځی د هغه خوب لیدﺉ .

 

کله چی شوروی اتحاد ونړېد او مړ سو ، نو امریکا د افغان جهاد له برکته د نړۍ یوازینی لوی طاقت سو . واشنګټن د پورتني آرمان او هوس د تحقق په لټه کی و چی ناببره د سپټمبر د یوولسمی تروریسټی حمله پېښه سوه . دا چی هغه چا وکړه ، واشنګټن تر ننه هیچا ته هم اسناد او شواهد نه دي وړاندی کړي بلکی ډیر ژر یې د اسامه بن لادن دروازه وټکوله . دغی تروریسټی حملې په منځني ختیځ کی د امریکا د پنځو کړنو او ستراتیژیو څخه نشأت وکړ چی هغه دا دي :

 

لومړی ـ د منځني ختیځ پر تیلو خېټه اچول ( یعنی په خورا ارزانه بیه ځنی وړل ) ؛

دوهم ـ د نوموړو هېوادو د ظالمو رژیمونو مسلط ساتل او د هغوی پر بې رحمیو سترګي پټول ؛

درېیم ـ په عربی هېوادو خصوصأ مقدسو اماکنو کی د امریکایی پوځیانو چټی استقرار ؛

څلورم ـ د خلیج تر جګړې وروسته پر عراق ظالمانه بندیزونه او د نیم ملیون کوچنیانو له منځه تلل ؛

پنځم ـ د فلسطینیانو پر ضد د اسراییلی دولت څخه ننګه او پر هغوی د تل ابیب  وحشیانه ظلمونه ؛

 

خو امریکا هیڅکله هم نه ویلی او نه منلي دي چی د سپټمبر حمله د نوموړو عواملو نتیجه ده . لاکن د واشنګټن بهرنۍ تګلارې په منځني ختیځ کی د امریکا پر ضد داسی شرایط ایجاد کړل چی د بطن څخه یې « تروریسټان ! » ، « افراطیان ! » او « انتحاریان ! » تولید سول .

خو لکه چی ومو لیدل ، د « ترور پر ضد د جنګ » له برکته امریکا د درو بلاوو په غېږ ورغلې ده چی هغه : الف ـ اخلاقی او روحیاتی ځوړتیا ، ب ـ سیاسی او پوځی زوال ، او باالاخره ، ج ـ مالی او اقتصادی سقوط دی چی خلاصون او بیا رغاونه یې مشکل حتی ناشونی ښکاری .

 

وګورﺉ ، کله چی د سپټمبر وینړۍ حمله وسوه ، نو امریکایانو به پوښتل چی هغوی ( یعنی مسلمانان ) ولی زموږ څخه دومره کرکه لری ؟ واکمو به ویل چی موږ ډیر ښه خلک یو ( یعنی هغوی بد خلک دي ) او موږ ګواکی په نړۍ کی آزادي خپروو . مګر صادقو امریکایانو به ورته ویل چی یا ، دا هر څه زموږ د عمل عکس العمل دی .

 

مهمه دا ده چی تر وریزم یو نوی شی نه دی . هغه د روسي تزار پر ضد ، د اطریشی ـ هنګري سلطنت پر ضد ، په فلسطین کی د یهودانو لخوا د برتانوي واک پر ضد استعمال سوی دی . حتی پر عراق تر حملې مخکی د نړۍ مشهور انتحاری حمله کونکي « تامیلی پړانګان » وو چی د سریلانکا د حکومت پر ضد یې حملې کولې . آیا دغو ټولو په دې خاطر حملې کولې چی مقابل طرف ډیر ښه خلک وو ؟ یا دا چی په نړۍ کی یې آزادي خپروله ؟ او که یې برعکس پخپله آزادي سلب کوله ؟ د امریکا د شیکاګو د پوهنتون مشهور پروفیسور ( رابرټ پېپ ) د نورو پرفیسورانو ( لیندزی اورورک ، جینا مک ډرمیټ ) په ګډون لاندینۍ نتیجې ته رسېدلی دی : « تر هغه ځایه چی موږ په لبنان ، لویدیځه تړه ، عراق ، افغانستان ، سریلانکا او نورو برخو کی د خپلی څیړنی څخه معلومه کړه ، انتحاری تروریسټی عملیات تقریبأ ټول د بهرني پوځی اشغال پر ضد دي . »

 

دا لا ځه ، په افغانستان کی د امریکایی پوځ معزول قوماندان جنرال مک کریسټل داسی اعتراف وکړ : « موږ ګڼ شمیر خلک ویشتلي او یو شمیر مو هم وژلي دي او زما د معلوماتو له مخی هغوی یو لا هم زموږ ځواک ته رښتیانی تهدید نه و . » ښه ، آیا نن هر څه د عمل عکس العمل نه دی ؟ او تروریزم په تروریزم سره نه دفع کیږی ؟

فیصل شهزاد په محکمه کی قاضی ته داسی وویل : « زه د هغه امریکایی تروریزم ځواب یم چی په اسلامی هېوادو کی یې مخته وړي او مسلمانان وژني . » نجیب الله ځاځي هم قاضی ته داسی وویل : « زه به ځان قربان کړم تر څو وښیم چی امریکایی پوځ په افغانستان کی د ملکی خلکو سره همدغسی کار کوی . زما د روح قربانول به د نورو د ژوندانه د ژغورلو په خاطر وی . » نو آیا اوس هم څه شک سته چی دا هر څه د امریکا د آزادۍ پر ضد نه بلکی د پالیسۍ پر ضد غبرګون دی ؟ نو آیا نسو ویلای چی پر امریکا په دې غرض حملې نه کیږی « لکه څنګه چی دوی دي » بلکی ځکه پر کیږی « لکه څنګه چی یې دوی کوی » .

 

هو ، د سپټمبر یوولسمی دا ثابته کړه چی امریکا نوره ژغورلې نه ده ، او واشنګټن ته باید نور نو ثابته سوې وی چی نسي کولای پر نورو هېوادو یرغل او بم وري وکړي بېله دې چی نتیجه یې و نه ګوري . نو ښه به دا وی چی تګلاری جوړونکي او د واکمنو سلاکاران مخکی تر دې چی دغسی یرغلیزه او متشدده ستراتیژي جوړه کړي ، باید قیمت او پس لګد یې ښه مطالعه کړي . که امریکا د نړۍ د کرې بلی خوا ته اور او بم وري وړي نو له هغې خوا به هم کټ مټ اور او تشدد پر امریکا باندی لوریږی ، او همدا تریخ حقیقت د امریکا څخه د نفرت او کرکی اصلی ریښه او مایه ده . نو آیا نسو ویلای چی نولس حمله کونکي ځکه هلته ورغلي وو چی امریکایان دلته راغلي وو ؟ پای ، ( ن . صمد )

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.