زمونږ د کور تلاشي (رښتینې کیسه) — شاهد شفق وردګ

 

زمونږ د کور تلاشي (رښتینې کیسه)

شاهد شفق وردګ

د کور دېوالونو ته مې نن تر پخوا ډېر پام ور ورواښت هغه هم په هغه شېبه کښې کله چې مې لاسونه تر شا کلک تړل شوي وو او امریکایانو را ته د کور منخ کښې قدم وهلو او هر څه یې لټول.
ورونو او نورو خپلوانو په وهلو او اطاقونو کښې د هر څه د لټولو او غورځولو په دغه درنه شېبه کښې مې پام شو چې خپل کمپیوتر مې خلاص پرېښودي او ورسره څنګ کښې یې ګڼ شمېر داسې کتابونه هم شته چې د اسلامي انقلاب توده مینه ترې راغبرګېږي،باور مې راغې چې نور نو د کورنۍ د غړو د نیولو لپاره کومه پلمه پاتې نه شوه ،امریکایې او دهغوی مزدورو افغان سرتېرو دا ځل زما اطاق کښې قدمونه وهل ،زما هم ټول حواس سترګو ته راټول شوي وو او د اطاق دروازې ته مې په ځير کتل او انتظار مې نور سل په سله کښې دا وه چې اوس به کتابونه،عکسونه کمپیوتر را وباسي او وایی به چې دا دي د القایده او حزب اسلامي دفتر مو وموند،ځان ته مې فکر نه وو چې څومره به خولې شوی وم مګر دې شېبه کښې یو د امریکایانو هغه نورو ته ورنارې کړې او هغوی هم راووتل پرته له دې چې کوم څه ورسره وي.
تعجب شوم یو بل ته یې وویل څه مو ونه موندل،د دې له اورېدو سره مې ارامه ساه واخستله سره له دې چې د وهلو له لاسه مې بدن درد کولو او لاسونه خو یي داسې کلک راته تړلي وو چې فکرمې کولو چې نور پرې شوي دي بیا هم تر پخوا ډېر ارام شوم .
اوس  یې د چا لاسونه خلاص او څوک یې له ځانه سره بوتلل سره له دې چې څه یې نه وو پیدا کړي،بدن مې اوس درانه دردونه حس کول مګر کله مې چې د کورنۍ غړو ته کتل تر خوله مې د کومې کلمې د وتلو توان نه وو را سره پاتې ،خپل اطاق ته لاړم چې پام مې شو کله چې له اطاقه وتلم خپل چادر مې د مېز سر ته ورغورځولی وو او هغه اوس پر کمپیوتر پروت وو او امریکایانو ته یې په پټه خوله ویلي وو چې دلته څه نشته او تاسې یې د لیدلو حق نه لری.
لوی رب ته په سجده پرېوتم او د هغه ستر ذات په وړاندې مې شکر ادا کولو کوم چې یو چادر یې د لویو رازونو په ساتلو ګومارلی وو.
د کور فضا دومره خاموشه وه چې د وړوکو مشومانو شور یې هم ورسره وړی وو ،د کورنی څو تنه د بندیانو په توګه وړل شوې،سپين ږيری پلار یې هم را ته  وهلی وو د هغه په لیدو مې هغه اوښکه چې په سترګو کښې مې کلکه ساتلې وه هم وڅېڅدله او ځان مې د څو ساعتونو لپاره ګوښه کړ.
هره ورځ په کور کښې همغه سکون وو ،نه د چا په خوله خندا شته وه نه هم د ماشومانو شور وو،د دې لپاره چې بندیانو خلاصولو ته کومه لار ومومم زیاتره وخت مې له کور بهر تېرېدلو خو چې کله به مایوسه بېرته کور ته راتللم نو له ځانه سره به مې دا سوچ کولو چې اوس به کور بیا څه پوښتنې را نه کوي او زه به څه ځواب ورکوم.
تر هغو چې یوه ورځ مو بندي ورونه او خپلوان را خلاص شول  مګر وجودونه یی له ټپونو او زخمونو څخه بې برخې نه وو او هم له داسې ظالم څخه بله کومه تمه نه شي کېدلی.
دا یوه رښتینې کیسه ده او زه هغه غلامان هم پېژنم کوم  چې امریکایی سرتېرو ته یی لارښونې کړې وې د دوی ځني غړي په لوړو دولتي پوستونو کښې کار کوي ځنې له هېواده د باندې دي او ځنې نور بیا د اسلامي صفونو تر نامه لاندې د منافقینو او مفسدینو ډلې روزي او د اسلامي ډلو تر منخ د تاو تریخوالي د راپېداکولو هڅه کوي.
درنو مومنو او مجاهدو ورونو پام چې د داسې کسانو جالونو او دسیسو کښې راګیر نه شی،دوی حزب اسلامي د یوه داسې خطر په توګه امریکایانو ته معرفي کوي چې د هغو  له منځه تللو وروسته به هېڅ خطر هم نه وی.
لوی څښتن ته به دعا کوو چې اسلامي نظام جوړ شي او تر ټولو لومړی له دغه مزدورانو سره حساب وکړو.
په دې هیله.

هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الأرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاءِ فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ )بقره .

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.