د جنګ سره واده ! — ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د جنګ سره واده !

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

دا نن ثابته سوې چی جنګ د وحشیانو تجارت دی . جنګ هیڅ ګټونکی نه لری بلکی ناکامي ځنډوی . په هیڅ کوم جنګ کی هم داسی افتخار نسته چی په هغه وینو و ارزي چی پکښی توی سوي وی . نو ځکه د هری جګړې څخه بریمن راوتل هغسی برﺉ وی لکه د زلزلې یا طاعون څخه چی راوزي .

هر جوړښتون ، هر ګوند او هر دولت د « جنګ » سره حساسیت او کرکه ورڅخه ښیی ، مګر ډیرﺉ ورسره بیدیږی یعنی د جنګ سره یې واده کړی وی .

که هر جنګ عمیقأ وڅیړو ، نو و به ګورو چی هغه اوږد مهاله منفی اغیزې ښندی ، لکه :

 

لومړی ـ سپماییزه اثرات : جنګ تل پیسې کشوی ، خزانې تشوی او جیبونه سپَخوی ؛

 

دوهم ـ انسانی اثرات : جنګ تل انسانان ختموی ، ترقی دروی ، او ژوند ربړوی ؛

 

درېیم ـ ننداره ییز اثرات : هر جنګ خپلی وسلې ، د هغو نندارې او نتیجې راښیی ، یعنی :

الف ـ دا کروز توغندی ، دا بم اچونکي طیارې ، دا بمونه ، دا مرمۍ ، دا جنګی بیړۍ ، دا ټانکونه  او نور دښمن ته خپل قوت او خریدار ته خپل صفت ښیی ،

ب ـ دا ټوټې ټوټې بدنونه ، پرې سوی پښې او لاسونه ، تابوتونه ، قبرونه او ګورستانونه خپل حسرت بیانوی ،

 

څلورم ـ روحی او معنوی اثرات : جنګ تل مکافات او مجازات په بر کی لری ، یعنی :

الف ـ مډالونه ، لقبونه ، نښانونه ، افتخاری نومونه ، یادوني ، ستایني او منني دي چی د جابر د خولې سندره وی ،

ب ـ جیلونه ، تهمتونه ، تعقیبونه ، تحقیرونه او توقیفونه دي چی د مظلوم د شپې بلنه وی .

 

که پورتنۍ شننه په یوه جمله کی رالنډه کړو ، نو ثابته به سی چی « ملامت ! » یا « خبیث !» تل د جګړې د سوبمن لورې یا جګړه پال لخوا راپیژندل کیږی چی هیڅ حقیقت نه لری . په بل عبارت ، د هری جګړې ګټونکی صادق او بایلونکی یې منافق را معرفی کیږی چی محک نه بلکی کورټ درواغ وی .

 

اوس به پورتنۍ لنډه شننه ترازو ته واچوو . که معاصر تاریخ په غور ولولو ، نو وبه ګورو چی د شلمی پیړۍ راهیسی د جنګ تر ټولو پاک عاشق د امریکا متحده ایالات دي . واشنګټن په تیرو سلو کالو کی پر نورو هیوادو ۱۰۸ حملې او پوځی عملیات کړي دي چی هیڅ بل هیواد یې سارﺉ نه لری . دا ولی ؟ ځکه چی :

 

لومړی ـ امریکا د نړۍ تر ټولو غښتلی ، وتلی او پر مختللی ځواک دی ؛

دوهم ـ امریکا  د ټولی نړۍ خصوصأ اروپا څخه ډیر لیری پروت دی ؛

درېیم ـ امریکا د نفوسو له مخی د نړۍ درېیم لوی هیواد دی ؛

څلورم ـ امریکا د دوو خواوو څخه سمندرونو او دوو خواوو څخه هیوادونو احاطه کړی دی او بس ؛

 

همدا وجه ده چی هیڅ کوم قدرت نږدې نسي ورتللای او ځکه نو د بهرنۍ حملې څخه ژغورلی دی . پس امریکایی پوځ صرف یو تلپاته مشکل لری او هغه دا چی خپله ستره بودجه باید څنګه مصرف کړي؟ نو تر ټولو غوره لاره یې دا بولی چی هغه باید  په کوم بهرني « تهدید ! » کی ولګوی . اوس که پورتني څلور حقیقتونه مدنظر ونیسو ، نو معلومه به سی چی اکثریت امریکایانو ته د سمندرونو آخوا نړۍ تیاره ، مبهمه ، خورا لیری او نامعلومه غوندی معرفی سوې ده . همدا علت دی چی کله د دوی سیاسی کسان د نړۍ د کوم لیری ګوټ څخه د یو « تهدید » خبره ورته کوی ، نو امریکایان هغه نه امتحانوی بلکی په پټو سترګو یې مني . همدا علت دی چی پنتاګون په آزاد لاس او بشپړ اختیار سره هر ځای مداخلې او حملې کوي ، او پوځی اډې جوړوی . د دغو کړنو واګی اصلأ د بلیونرانو او سترو پانګوالو د اییتلاف یعنی « پوځی ـ صنعتی مجتمع » په اختیار کی دي چی پنتاګون یې صرف په مخ کی اچولی دی . همدا نن پنتاګون په نړۍ کی تر ۸۰۰ هم زیاتی پوځی اډې لری .

وګوری ، په ۱۹۹۱ کی د شوروی اتحاد په مړینه سره د دې پر ځای چی :

 

الف : امریکا ته تهدید ختم سوی وای ،

ب : په بهر کی یې اډې تخلیه کړي او پوځیان یې راغوښتي وای ،

ج : جنګی بودجه او پوځی لګښت یې لږ کړی وای ،

برعکس دا ټول یې نور هم زیات کړل او په نتیجه کی هغسی هیوادونه پرله پسې ځپي چی کمزوره ، بې وزله او له پښو لوېدلي دي . د دې کار لپاره واشنګټن لومړی ځانته مجازی مسایل او جعلی دلایل لټوی او بیا ګوزار کوی .

 

نن امریکایی نظام پر « تهدید ! » ، « امنیت ! » ، « تروریزم ! » او « بنسټ پالنه ! » باندی راڅرخي . که ښه ورته ځیر سو نو دا ټول مصنوعات پر دوو عمده برخو ویشل کیږی چی یو یې « احساسی یا احتمالی » دي او بل یې هم « رښتیاني یا عینی » دي . خو تر کومه ځایه چی معلومه او ثابته ده ، حالت دوهمی ( یعنی حقیقی ) ته هیڅ نه دﺉ تللی ، خو واشنګټن مسلسل همدا حالت تبلیغوی . ځکه نو دا هر څه د ارواحو کیسې دي چی له امله یې هر امریکایی باید د شپې په ځای کی وبیروي .

 

که د نړۍ په هر کونج او لیری ګوښه کی څه ستونزه یا محلی ربړه پیښه سی ، نو امریکا هغه چټی د خپل امنیت سره تړي او ځان د پوځی پلوه هلته رسوي او مداخله کوي . که تیر شپیته ـ اویا کلونه ښه مطالعه کړو ، نو و به ګورو چی امریکا دښمن لرلو یا دښمن جوړولو ته سخته اړتیا لری او بیله دې کاره به هغه یو بې هدفه غوندی دولت وی . له همدې امله شوروی اتحاد په القاعده سره او کمونیزم په تروریزم سره واوښت .

 

که د روانی پیړۍ مسایلو ته ښه ځیر سو ، نو وبه ګورو چی امریکا خپل پوځیان هره خوا لیږی چی د خلکو د کورونو کړکۍ یا دروازې ماتي کړی او هلته هنګامه او غوغا جوړه کړي . ظاهری پلمه او حیله یې دا وی چی موږ ګواکی « دیموکراسي ! » راولو . خو که دیموکراسي داسی ښه نعمت وی نو بیا هغه ولی په آسانه او خپله خوښه سره نه راځی ؟ اړونده ټولنی ولی هغه « وړیا » او « بیله تکلیفه » نه خپلوی ؟ که هغوی نه پوهیږی ، نو آیا صرف امریکا د دیموکراسۍ ټیکه دار دی تر څو هغه ( که د چا خوښه وی یا نه ) پر تحمیل کړی ؟ نو آیا نسو ویلای چی « بد کسان بد پلانونه جوړوی » ؟ او « تر هغوی بد کسان یې عملی کوی » ؟ او « تر ټولو بد کسان یې ورته عملی کوی » ؟ او آیا نسو ویلای چی ډیر « دغه پلانونه » د هغوی جوړونکو ته « مخفی » وی ، عملی کونکو ته یې « تبلیغاتی » وی ، او عملی کیدونکو ته یې هم « تسمُمی » وی ؟ آیا امریکا په افغانستان او عراق کی نن همدا مرموز پلان مخته نه وړي ؟

 

په رښتیا هم د نړۍ « مُهذِب ترین ! » هیواد  « دیموکراسي ! » د سوټی په زور تحمیلوي حال دا چی د نړۍ تر ټولو هیوادو ډیر پر جګړو هم میَن دی چی د شپې او ورځی ورسره څملي . شکسپیر څه ښه ویلی چی « قتل ، قتل زېږوی د تاریخ تر پایه او تل د عدالت یا انصاف په نوم » ! والسلام ، ( ن . صمد )

Nsamad57@hotmail.com

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.