یوه ګړۍ له یوه دوه مخي سره — شاهد شفق وردګ

 

یوه ګړۍ له یوه دوه مخي سره

شاهد شفق وردګ

د تت تصور او ړندې مفکورې خاوند وو،هڅه یی دا وه چې څنګه وکړی شي اسلامي شخصیتونه سپک معرفي کړي او د اسلامي نهضت اساس او بنسټ د قدرت طلبو انسانانو له خوا جوړ وګڼي،ما نوموړي ته څو ځله یادونه وکړه چې د اسلامي امت د غندلو په ځای که دا راغلي صلیبیان وغندې دا به درته ډېره غوره وي،مګر له بده مرغه چې نوموړي د کینې او تعصب په خړ سېلاو کښې داسې غرق شوی وو چې د اسلامي امت او اسلامي اخوت د کلمو له لیدلو څخه یې سترګې پټولې.
د نوموړي ځنو خبرو ته په خاصه توګه اشاره کول غواړم.
نوموړی د اسلامي نهضت د موسسینو تر منځ د ژور اختلاف موجودیت ته لمن وهله په داسې حال کښې چې د دې لپاره یی هیڅ ثبوت نه درلود او د څو شهیدو ورونو نومونه یې یاد ول ،نوموړي ویل چې ښایی فلانی شهید به فلانی  مجاهد ورور تر ګرېوانه ونیسي او د قیامت په ورځ به یې راکش کړي
ما نوموړي ته وویل چې لومړۍ خو په نهضت کښې کومه داسې خبره وجود نه درلود دا یواځې ستا منافقانه انځورونه دي چې کاږې یې او دوهم ته ما ته ووایه چې ته د قیامت د ورځې واکمن یی او که د اخرت په چارو خبر یی چې څوک به څوک تر ګرېوانه نیسي څرګندونې کوې؟؟
نوموړی په دغه ځای کښې بې ځوابه پاتې شو.
دوههم خبره چې زما توجه یی ور جلب کړه دا وه چې نوموړي وویل زه مخکې حزب کښې وم خو کله چې وروسته ترې ووتم نو مسلمان شوم!!
دلته زمونږ مخې ته ډېر حزبونه راځي ښایی نوموړي به د حزب خلق یو غړی وو چې وروسته یی ځان په اسلامي لباس کښې ملمع او اوس یی د یوه منافق په توګه د مسلمانانو په خلاف په تبلیغاتو پیل کړی.
دا باید له یاده ونه باسو چې کمونستان کله هم د سالمې مفکورې څښتنان ندي شوي.
دریم ټکی چې نوموړی ورباندې تاکید کولو دا وو چې شهادت ورځپاڼه ولې لیکي چې زمونږ مجاهدو ورونو نن څو ټانګونه له منځه یوړل .
که فکر وکړو دا یو ډول غربي او صلیبي مفکوره ده چې هڅه کوي مسلمانانو څخه د خبرو د بیان د ازادی او د څه ویلو حق واخلي،زه نه پوهېږم چې مونږ څخه دوی څه غواړي؟؟
پټه خوله شو او ونه وایو چې صلیبیان ظلم کوي؟؟که
دوی وایی چې جهاد مه کوی؟؟او که تاکید کوي چې د شهادت په ورځپاڼه کښې صلیبیان وستایو؟؟؟
زما په اند دا دهغه مزدورو شبکو فعالیتونه دي چې د مسلمانانو د غږ د اوچتولو په خلاف راپورته شوي او هڅه کوي چې مسلمانان په یوه نه یوه ډول وتړي او د بوتلونو به څېر یی په کوم تړلي او بند اطاق کښې ځای پر خای کړي.
خو زه ده ته په  ډاډ  سره وایم چې داسې درشل نشته چې د مومنو ورونو په مخ خلاص نه شي،داسې غر نشته چې د ایمان او ارادې د خاوندانو عزم ته سر ټيټ نه کړي.
داسې اغزي نشته چې د مومن لاره ډب کړي او داسې منافق نشته چې خدای ج یی ونه شرموي
باور لرو چې منافقین او د اسلام سر سخت دښمنان به زمونږ د لوی او لایزال رب ج په کومک په لنډ راتلونکي کښې ماته خوري او د اسلامي انقلاب ښکلا به د شنه بیرغ په څپو کښې د افغان مومن ولس هرکلی کوي.
په درنښت
 والله علی ما نقول وکیل

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *