امریکا د افغانستان څخه نه وزی — ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

امریکا د افغانستان څخه نه وزی

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

افغانستان که د چا خوښه وی یا نه ، اشغال سوی دی چی مځکه او فضا یې د امریکایانو په ولکه کی ده .

سپینی ماڼۍ چی څه موده مخکی وویل چی موږ به د افغانستان څخه په ۲۰۱۴ کی لږ لږ خپل وتل پیل کړو ، نو ځینی معززین یې وارخطا کړل . دوی فریاد کوی چی امریکا باید په دغسی حالت کی و نه وزی که نه ، ګواکی د وینو ویالې به وبهیږی! خو هغوی ته باید تاریخ او د امریکایی پوځ کړني ډاډ ورکړی چی مه وارخطا کیږﺉ . ځکه ، امریکایانو چی کله هم څه ویلی هغه یې نه دي  کړي بلکی څه چی یې نه وی ویلی هغه کوی ( چی ویکی لیکس یې څو بیلګې رسوا کړي دي ) . نو ځکه امریکا نه له افغانستانه وځی او نه هم اډې جوړوی .

 

وګورﺉ امریکایی پوځ د لسو کالو راهیسی په افغانستان کی مستقر دی . هغوی په ظاهره ادعا کوی چی کله د کابل رژیم ته په اصطلاح ملی اردو ورجوړه کړو او هغه د هېواد د دفاع توان ومومی بیا نو ګواکی وزو . خو دا د خندا او استهزأ وړ ادعا ده . ځکه افغانان د دیرشو کالو راهیسی په جنګ کی پاخه سوي دي او لویه عملی تجربه لری ، خو لا بیا هم تیار سوي نه دي ؟ د جنګسالارانو جنګیالي پخپله عسکر نه دي ؟ آیا په اوسني تش په نوم ملی اردو کی د هغوی خواخوږي او همفکره کسان شامل نه دي ؟

دا لا څه ، په دونه اوږده موده کی خو په کوڅو او بازارونو کی د بېکارو او بې سرنوشته هلکانو څخه لا هم پوځیان جوړېدای سول! آیا همدا نن ۳۰۰۰۰۰ پوځیان او پولیس نه دي تهیه سوي ؟ آیا دا درې لکه مجهز پوځیان هم د پنځه دیرش زرو طالبانو تاب او طاقت نه لری ؟ څو لکه نور بې فایدې پوځیان لا هم باید جوړ کړي ؟

 

اصلی خبره دا ده چی امریکا غواړی په افغانستان کی د اوږدې مودې لپاره پاته سی . ځکه افغانستان په سیمه کی د واشنګټن د راتلونکي جیو پولټیکی او جیو ستراتیژیکی دایرې مرکز جوړوی چی داسی په اسانه یې له لاسه نه ورکوی .

 

که خبره د « ملی اردو » تر جوړښت او پایښت پوری وی ، نو پوښتنه دا ده چی د جنوبی کوریا ، جرمنی ، جاپان ، بالکان او منځني ختیځ ملی اردو ګانی خو وختی لا جوړی سوي او بشپړ سوي دي او هغوی ټول خورا عصری ، مجهز او مجرب پوځونه لری ، نو هلته ولی په زرګونو امریکایی پوځیان د نیمی پیړۍ راهیسی مستقر دي او ولی نه ورڅخه وزی ؟ هغوی خو حتی یو لا هم امریکا ته کوم تهدید نه دی . هغوی ټول د ځانو ډیره ښه دفاع کولای سی . نو ولی لا د « لوی لالا » په زرګونو پوځیان پکښی ځای پر ځای دي ؟

 

که څوک ادعا کوی چی دغو هېوادو ته امریکایی پوځی اډې څه زیان لری ؟ نو باید ورته وویل سی چی څه ګټه ورته لری ؟ وګوری په پردیو هېوادو کی امریکایی پوځی اډو د هغوی ولسونو ته ډیر ناوړه زیانونه اړولی دي ، مثلأ : محیطی ککړ والی ، روغتیایی ستونزی ، ترافیکی ټکرونه ، جنسی تجاوزونه او اخلاقی فسادات ، جرمونه او له قانونه سرغړوني ، روحیاتی او معنوی اختلالات ، حتی وژنی او تښتونی . که یې یوه کوچنۍ بیلګه ذکر کړو ښه به وی : د جاپان د اوکیناوا په کوچنۍ ټاپو کی اوولس زره امریکایی پوځیان په ۳۷ پوځی اډو کی ځای پر ځای دي . د دې جزیرې نفوس تقریبأ درې نیم ملیونه دی . د جزیرې اوسیدونکي هر کله د امریکایی پوځیانو لخوا پر جاپاني ښځو او نجونو باندی د جنسی تیریو ، جنایتونو ، ترافیکی پیښو ، او د چاپیریال د ککړولو له امله مظاهرې کوی خو هیڅ فایده یې هم نه ده کړې . دا ولی ؟ ځکه چی د آمر او مأدون مسأله ده ، د مشر او کشر موقفونه دي ، د غښتلي او کمزوره انډیوالي ده .

امریکا همدا نن د نړۍ د ۱۹۲ هېوادو څخه په ۱۴۴ کی او هم په ۱۵ ناخپلواکو سیمو کی جمعأ ۸۶۵ ښکاره او ډیری هم پټی پوځی ادې لری . نو آیا نسو ویلای چی امریکا نن د ۱۴۴ هېوادونو ګاونډی دی ؟ او آیا نسو ویلای چی هغه زموږ څخه د جغرافیوی لیري والی سره سره په باالقوه او باالفعله توګه لاس په لستوڼی دی؟ او تر څو چی متضرر نسی ، نه وزی ( لکه د ویتنام ، کوریا ، لبنان او سومالیا څخه چی ووت ) ؟   

 

که څوک داسی ادعا وکړی چی آینده امریکایی پوځی اډې به د مضرو ګاونډیانو د مداخلو مخنیوﺉ وکړی ، نو په سطحی نظر ورته ګوري . ځکه اوس چی هغوی په یو نیم لک خورا کمپیوټری مجهزو وسلو سمبال پوځیانو سره دغه په اصلاح بهرنۍ مداخله نسی بندولای په یو څو اډو سره به یې څنګه تم کړی ؟ که وویل سی چی تر هغه مهاله به مقاومت کمزوره سوی او رژیم پیاوړی سوی وی نو تیر لس کاله پخپله د داسی ادعا  د ارتداد ښه ثبوت دی .

بل دا چی که فعلی مقاومت له بهر خصوصأ پاکستان څخه منبع اخلی ، نو ولی فعلی یونیم لک خارجی او درې لکه داخلی مجهز پوځیان پر سرحد نه مستقر کیږی چی دننه په کلیو او وطنونو کی تباهۍ پیښوی ؟ دوی خو تبلیغ کوی چی د امریکایانو څخه د فضا او هوا څخه حتی ستن هم نسی پټېدای ، نو دا په سلګونو او زرګونو کسان څنګه د خپلو وسلو او درنو تجهیزاتو سره روزمره را اوښتلای سی ؟ او ولی یې لاره نسی بندولای ؟ فلهذا ، خبره دومره ساده هم نه ده چی خپله بې وسي او ناکامي پر نورو تاوان کړو ، او یا هم خپل ویاړ مفت نورو ته منسوب کړو.

 

دا چی په افغانستان کی د امریکایی پوځی اډو خبره ډیره توده ده ، هغه صرف یو روحیاتی تمرین ( سایکولوجیکل مانور ) دی او بس . شواهد ښیی چی امریکا د وتلو خیال نه لری او نه افغانستان داسی مفت پریږدی . ځکه هغوی افغانستان نه غواړی بلکی هغه یې د یو « بل هدف » لپاره نیولی دی . آیا امریکا په هغه څه پسی چی دلته راغلې وه حاصل کړل ؟ آیا امریکا هغه څه چی ویلی وو ، ویې کړل ؟ آیا امریکا چی تر ننه څه کړي ، هغه صحیح او سم دي ؟ دا ټول ځوابونه طبعأ منفی دي . نو ځکه هغوی د وتلو هیڅ اراده او تصمیم نه لری مګر په وچ زور وشړل سی . دا چی هغوی نه وزی ، نو د پوځی اډو خبره خو باالکل بې ربطه ، بې ځایه او یوه ډرامه ده . او دا چی نن پخپله د افغانستان خپلواکي تر سوال لاندی ده ( امنیت او ثبات خو یې صفر دی ) ، نو د یرغلګر ځواک راتلونکي پوځی اډې به دا « خپلواکي!» څنګه تأمین او تضمین کړی ؟  آیا همدا نن د کابل رژیم د مشر څخه نیولې د دفاع تر وزیر پوری څوک په دې خبر دي چی د ورځی څو نظامی پروازونه له خارج نه داخل ته او برعکس کیږی؟ او هغوی څه شي وړی یا راوړی ؟ یا پر کومه ولسوالي د دوی خپل هېوادوال په بمونو ټوټه ټوټه کوی ؟  او دا چی د هېواد په لویو پوځی اډو ( لکه بګرام ، شینډنډ او کندهار ) کی پسله لسو کالو هم د رژیم حتی یوه پوځی طیاره وجود نلری ، نو اشغال لا تور وی که سپین ؟ دا چی اشغالی پوځونه د هېواد پر مځکه او فضا مطلق حاکمیت لری ، نه پوهیږم چی د ځمکنۍ بشپړتیا درېغوَل یا اشغال نو څه ته ویل کیږی . فلهذا ، هغه به کومه « خپلواکي یا ځمکنۍ بشپړتیا » وی چی پخپله به یې د هغه نیونکي تضمین کوی ؟!

 د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس داسی اعتراف کوی : « موږ د افغانستان څخه د تل لپاره نه راوځو . موږ هغه اصلأ نه پریږدو . » نو ځکه د احتمالی پوځی اډو خبره اصلأ فعلی اشغال ته د نوي ماسک ور اغوستل دی .

 

وګوری امریکا د دیموکراسۍ پلار دی خو په افغانستان کی یې دیموکراسي یرغمل کړې ده . د کابل فعلی رژیم اصلأ د امریکایی پوځی نیونی « سیاسی تولید » دی چی تر دغی نیوني وروسته وزوکېد او په څو پرله پسې تقلبی اجرأتو سره یې « قانونی !؟ » کړ ( د بُن په غونډه کی دوې رایی د یوولس رایو په مقابل کی د هر چا ښه په یاد دي ) . نو ځکه دلته د دوو هېوادو د ستراتیژیکو مرستو تړون خو لا څه ، آن د هغوی برابر دریځونه ، برابر حقوق او برابر امتیازات هیڅ مصداق نه لری بلکی  خبره د اشغالی او اشغالګر په چوکاټ کی ده!  

 

نو آیا نسو ویلای چی افغانستان نن د امریکا لخوا « د یوې نامعلومی مودې ، په نامعلومو مصارفو ، او نامعلومو نتایجو سره نیول سوی » دی ؟ او آیا افغانستان د خپل مهم سوق الجیشی دریځ سزاوی نه ګالی ؟

وګورﺉ امریکا د افغان فاسد رژیم د بقأ او واکمن ساتلو لپاره هره میاشت خپل ۱۵ ـ ۲۰ پوځیان تر خاورو لاندی کوی او څه نا څه اووه بلیونه ډالره اور ته اچوی . دا ځکه چی هغوی خراب کار په خراب نیت او خرابو خلکو سره مخته بیایی چی پایله به یې ( که د چا خوښه وی یا نه ) ضلالت او ذلالت وی انشاالله . هټلر هم ویل چی زما واکمني باید د ۱۰۰۰ کالو لپاره دوام وکړی ، خو په حساب کی یې ۹۹۴ کاله غلطي کړې وه . وګورو چی دلته به د زوال خدایی قانون کله ګوزاریز او یرغلیز شی!  والسلام ، ( ن . صمد )

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *