د اسامه جعلي تصویرونو خپرول د څه څرګندونه کوي؟ — عبد الصمد خیرخوا

 

د اسامه جعلي تصویرونو خپرول د څه څرګندونه کوي؟

 

عبد الصمد خیرخوا

 

پرون چې د شیخ اسامه د وژلو خبر خپور شو، په لومړي سر کې ځکه ډېر حیرانوونکی نه وه چې یو خو یوازې د امریکایی رسنیو له اړخه خپور شو او بل پخوا د بش د واکمنۍ پرمهال هم د انتخاباتو درانژدې کېدو سره سم دا ډول خبر خپور شوی وه، بیا چې کله پرون ماښام په نړیواله سطحه د کفارو له خوا تائید او د خوشالۍ څرګندونې وشوې، د ډېرو خلکو زړو ته دا خبره وغورځېده چې رښتیا به وژل شوی وي.

خو لږ وروسته په نیټ کې د ده د وژل شوي لاش تصویر ولیدل شو نو یو څه شکونه راپیدا شوه هغه دا چې تصویر د ورایه مالومېږي چې جعلي دی، او د ډېر پخواني تصویر څخه جوړ شوی دی په کوم کې چې ځوان وه، په ږیره کې یې یو څو سپین ویښته وه، حال دا چې دا ډیر پخوانی تصویر دی.

زما په فکر د امریکایانو له خوا د شیخ اسامه د وژنې خبره به سل په سلو کې سمه نه وي بلکې د دې قوي احتمال شته چې د ورپېښې ناروغۍ لامله پخپل مرګ وفات شوی وي ځکه ډېر پخوا یو ځل د ده د سختې ناروغتیا اوازه خپره شوې وه، تردې چې یو ځل ځینو رسنیو وویل چې نوموړی د دغه مرض څخه وفات شوی دی، خو بیا وروسته خبره سړه شوه او واقعیت پټ پاتې شو.

نو څرنګه چې اوس ګورو د نوموړي د وژل کېدلو تصویر نشته، کوم چې شته هغه د ورایه جعلي ښکاري، زما په اند کیدای شي امریکایانو ته د مریضۍ له امله د شیخ اسامه مړينه پوره یقیني او باوري شوې وي. او د دې لپاره چې په راتلونکي انتخاباتي کمپاین کې ترې ګټه پورته کړې او هم ترې نور هدفونه ترلاسه کړي. نو د ده وژل یې پر غاړه واخستل. که چېرې رښتیا دوی وژلی وی، نو د وژل کېدلو تصویرونه او وډیو ګانو څخه یې په تبلیغاتو کې ستره ګټه اخستلی شوه، او دې ته نه اړ کېدل چې جعلي تصویرونه خپاره کړي.

کیدای شي امریکایانو ته به جوته شوې وي چې نوموړی په خپل مرګ وفات شوی دی نو ښه په زړور توب یې په غاړه واخستله، په دې صورت کې به د دې خبرې ډار هم ورسره نه وې چې اسامه به وډیو پیغام راوباسي او خبره به رد شي، ځکه مړینه به یې یقیني وي، خو د ده په خپل مرګ مړينه کې د امریکې تبلیغاتي ګټه نه وه بلکې په وژلو کې یې وه. لکه څنګه یې چې د ایمن الظواهري وژل کېدل څو ځله په غاړه اخستي دي، او هم د ملا محمد عمر مجاهد د وژلو او نیولو خبر څو ځله خپور شوی دی نو دا ټول د دې ښکارندویی کوي چې امریکا د درواغو څخه د وسلې پر تله ډېر کار اخلي.

او بله دا چې دوی وايي مونږ د اسامه مړی په دریاب کې اچولی دی، حال دا چې امریکایانو دا ډول وژل شوي تر ډېر وخته پورې په یخچالو کې ساتي، تصویرونه یې خپروي، تبلیغاتي ګټې ترې اخلي، او پلټنې پرې کوي. چې یوه بېلګه یې د ابو مصعب الزرقاوي، لاش دی چې تراوسه د امریکایانو سره محفوظ دی.

دا ډېره بعیده خبره ده چې داسې یو مشهوره څېره ووژل شي، او بیا یې د وژلو تصویرونه او وډیوګانې خپرې نه شي، په تبلیغاتي جنګ کې ترې کار وانه اخستل شي، او مړی یې سمدستي په سیند کې واچول شي.

لکه څرنګه چې د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د اوباما له لوري د شیخ اسامه بن لادن د شهادت د یو اړخیز اعلان په اړه ویلي دي چې: له یوې خوا امریکایانو د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د قناعت وړ اسناد ندي وړاندي کړي او له بلې خوا د شیخ اسامة بن لادن نيږدې منابعو هم تر اوسه پوري د اوباما له لوري د نوموړي د شهادت د اعلان په اړه د تایید او تردید په ډول خپل دریځ ندي اعلان کړی، لهذا اسلامي امارت هم د شیخ اسامه د نیږدي منابعو له لوري تر رسمي غبرګون وړاندي څه ویل تر وخت مخکي خبره بولي.

نو د ذبیح الله مجاهد د څرګندونې څخه هم جوتېږي چې طالبانو ته هم تراوسه د نوموړي وژل یقیني نه برېښي. نو په څرګنده ویلي شو، چې امریکایان په دا ډول خبر خپرولو سره ډېرې موخې لرې، یوه موخه به یې په انتخاباتو کې ځان بریالیتوب ته رسول وي، او بله موخه به یې د افغانستان څخه د عسکرو ویستل وي. ځکه د امریکا حکومت په افغانستان کې د سختې ماتې سره مخ دی چې دا ماتې د امریکایی اولس د سختې نیوکې باعث شوی وه، چې باید ژر تر ژره خپلې قواوې د افغانستان څخه راوباسي، که څه هم تیرکال د امریکا اولسمشر اوباما افغانستان ته د نورو دیرشو زرو عسکرو استولو د پریکړې پر مهال اعلان کړی وه چې د ۲۰۱۱ کال جولای میاشت کې به له افغانستان څخه د خپلو عسکرو وتل پیل کړي، خو د وتلو د پلان په تطبیق کې یې یوې بهانې ته ضرورت درلود او په اصطلاح د اوړو د پوزې ایښودلو په تکل کې وه، اوس یې چې د اسامه د وژلو اعلان وکړ په دې سره د قواوو د ویستلو ستره بهانه په لاس ورغلې ده چې ګواګې هدف یې ترسره شو او نور یې په دې هیواد کې پاتې کېدلو ته اړتیا نشته.

همدارنګه په ایبټ اباد کې د اسامه اوسېدل هم د نه منلو وړ خبره ځکه ده، چې په دومره خطرناکه سیمه کې چې نژدې ورسره فوځې اډې شتون ولري، د ده اوسېدانه په حقیقت کې د خپل ځان دښمن ته ورکولو مانا ورکوي. زما په فکر داسې شخصیتونه چې ټولې کفري نړۍ یې په نیولو او وژلو پسې مټې رانغاړلې وي، د فوځې اډې سره نژدې لا څه چې د یوې وړې تاڼې یا چېک پوست سره هم د استوګنې ځای نه انتخابوي. بلکې د دوی لپاره غرونه او د حکومت د کنټروله وتلې سیمې ډېرې مناسبې برېښي.

امریکایان په دې هم پوهېږي چې د شیخ اسامه وژل د افغانستان په روان مقاومت هیڅ اثر نه شي اچولی ځکه اسامه د افغانستان په اوسني جهاد کې هیڅ ځاص رول نه لاره، او نه به د طالبانو د کمزورتیا لامل شي ځکه د طالبانو ډېر وتلي مشران یا په شهادوت ورسېدل یا ونیول شول خو په جهادي مقاومت یې هیڅ اثر ونه غورځېد، نو د اسامه په شهادت به څه اثر ورباندې ولوېږي، ځکه نوموړی نه د طالبانو د اسلامي امارت غړی دی، بلکې په تېر دور کې یې هم د یو میلمه په حیث ژوند کاوه. که څه هم استاذ رباني د خپل حکومت پر مهال ډېرو عربانو ته د افغانستان تابعیت ورکړي وه، خو طالبانو د هغو عربانو په شمول اسامه سره د یو افغان په حیث نه بلکې د یو میلمه په حیث تګلاره خپله کړې وه. او څرګنده ده چې د میلمه په وژلو یا شهادت هاغومره اثر نه وي لکه څومره چې د کوربه په وژلو یا شهیدولو سره رامنځته کېږي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *