د کندهار زړه ورو او پر خداى مينو مجاهدينو ته سلام… — شاهد شفق وردګ

 

د کندهار زړه ورو او پر خداى مينو مجاهدينو ته سلام وړاندې کوم – حکمتيار

 

لیږونکی: شاهد شفق وردګ

 

د کندهار پر خداى مينو مجاهدينو ته د حزب اسلامي افغانستان د مجاهد امير انجنير حکمتيار پيغام:

د جنوب غرب ټولو خداى پالو او تورياليو مجاهدينو او په ځانگړې توگه د كندهار زړه ورو او پر خداى مينو مجاهدينو ته تاوده سلامونه او نېكي هيلي وړاندي كوم، د دوى شهيدانو ته په جنت الفردوس كي لوړي درجي غواړم او د دوى تورياليو غازيانو ته مزيد الهي توفيق او لازياتي برياوي، الله تعالى مو تل بريالي او سر لوړي لره. تاسو ثابته كړه چي د ميرويس نيكه او احمد شاه بابا رښتيني زامن يئ، تاسو يقيناً چي د ټولو مجاهدينو سر لوړ او شملې اوچتي كړې، دعاء كوم چي الله تعالى د خپل عميم فضل او نصرت وزر پر مجاهدينو وغوړوي او په هر ميدان كي پر دښمن برى او برلاسي ورپه برخه كړي. د دې سيمي د زړه ورو او تورياليو مجاهدينو جهادونه، پر دښمن پر له پسې بريدونه، كلك مقاومت او ډېري قربانۍ به نه زموږ مؤمن ملت هېر كړي او نه د اسلامي امت تاريخ، يقيناً چي د جنوب غرب مجاهدينو په عامه توگه او د كندهار مجاهدينو په خاصه توگه دښمن ته ښودلې چي د افغانستان دائمي اشغال ناشونى دئ، هيڅوك په هيڅ ځواك سره نشي كولى د سرلوړو او آزادو افغانانو په غاړه كي د غلامۍ زنځير واچوي.
لكه څنگه چي د روسانو په ضد جهاد كي كندهار د جهاد داسي تود سنگر وو چي بېلگه ئې نه يوازي په افغانستان كي بلكي په ټولي نړۍ كي نشو موندلى، همداراز د صليبي ځواكونو په ضد ستاسو مقاومت او سرښندني زموږ د تاريخ زرين باب جوړوي.
كله چي ما د كندهار له زندان څخه د مجاهدو زندانيانو د وتلو خبر واورېد نو دا خبر راته داسي وو لكه د يوې ستري بريا زېرى، داسي مي احساسوله لكه چي زما يو ستر آرمان ترسره شوى وي، هغو وروڼو ته مي د زړه له كومي دعاء وكړه چي دا بريالۍ منصوبه ئې جوړه كړې او عملې كړې ده. ښايي هيڅ مجاهد به له ما سره په دې كي اختلاف ونه كړي چي دا كار دومره ستر او ارزښتمن دئ چي كولى شو هغه د روان جهاد د ټولو سترو سترو عملياتو د فهرست په سر كي ونيسو.
ما ته دا بريالي عمليات نه يوازي له دې پلوه مثالي برېښي چي گڼ شمېر اتل او مؤمن مجاهدين له داسي زندان څخه په موفقانه توگه وايستل شول چي صليبي ځواكونو ته ځانگړى اهميت لري؛ او دا كار په داسي وخت كي ترسره شو چي دښمن په كندهار كي د برياوو او لاسته راوړنو ادعاء كوله او ويل ئې چي مجاهدين ئې له ډېرو سيمو په شا كړي!! خو دې عملياتو وښوده چي دا ادعاء د دوى د ټولو نورو دروغجنو ادعاگانو په څېر بې بنسټه وه، بلكي له دې پلوه هم چي زه د دغسي يوه كار په سرته رسولو كي نږدې څلور دېرش كاله وړاندي او د جلاد داؤد د اقتدار په دوران كي ناكام شوى وم، موږ غوښتل هغه څو سوه زندانيان د دهمزنگ له زندانه وباسو چي د اسلامي نهضت مخكښ او مهم غړي ول، غوښتل مو د ا كار د زمكي لاندي يوه سوف په جوړولو سره تر سره كړو، يوه ډله مطمئن او سرتېري وروڼه تيار شول چي دا كار ترسره كړي، شهيد عبدالصمد مجاهد او شهيد محمد يوسف د اسد الله جهادوال شهيد ورور په دې ډلي كي ول، هغوى ته لازمه روزنه وركړى شوه، ټول لازم تدابير ونيول شول، د كيندلو وسائل، په سوف كي د هوا پمپ كولو وسيله، د زندانيانو د انتقال وسائط، د دفاع لپاره وسله او نور لازم وسائل براير كړى شول، د زندان خوا ته ئې يو دكان په كرايه ونيولو، له هغه ځايه ئې د زندان د قلعه جديد په لوري چي سياسي زندانيان په كي ساتل كېدل؛ د سوف كيندل پيل كړل، د زندان دننه د صديق په نامه د داسي زنداني له كوټي كار پيل شوى وو چي سياسي سابقه ئې نه درلوده، په دائمي بند محكوم شوى وو، د خپل كټ لاندي ئې دومره سورى كيندلى وو چي له بهره غزېدونكى تونل ورسره وصل شي، كار داسي ځاى ته رسېدلى وو چي په راتلونكې شپې كي به آخري نرۍ پرده نړېږي او زندانيان به وځي، د دوى د انتقال لپاره وسائط هم تيار كړى شوي وو، زه د همدې لپاره كابل ته ولاړم، له اطمئنان حاصلولو وروسته پكتيا ته ستون شوم او د شهيد اسدالله جهادوال په كور كي د وروڼو راتلو ته منتتظر پاته شوم، متأسفانه دغه صديق نومي يوه كس ته ويلي وو چي إن شاء الله ژر به له دې ځايه وځو، ته به هم راسره وې، دا كس جاسوس وو، دغه خبره ئې د محبس مدير ته ورسوله، د محبس مدير خبره جدي وگڼله، ټول محبس محاصره او د قلعه جديد تلاشي پيل شوه، زموږ دوه وروڼه په دوكان كي ول، د دوكان دروازه ورپسي قفل كړى شوې وه او په داخل كي په خپل كار بوخت ول، د تلاشي په نتيجه كي وتوانېدل چي د صديق د كوټې سورى پيدا كړي، خو ونه پوهېدل چي بهرنى سورى له كوم لوري راغزېدلى، سحر شو، شهيد عبدالصمد مجاهد ولاړ او د دوكان دروازه ئې پرانيستله، لومړى ئې خپل ملگري وايستل بيا ئې ټول وسائل انتقال كړل، بيا ئې دوكان بند كړ او له ساحې ووت، دښمن ډېر وروسته پوه شو چي سورى له هغه دوكان پيل شوى وو!! په هغه مهم اقدام كي د وروڼو عدم موفقيت زما لپاره يوه دردوونكې پېښه وه، چي اغېز ئې تر اوږدې مودې زما پر حواسو سيورى غوړولى وو، مخصوصاً له دې پلوه چي هغه زنداني وروڼه چي موږ ئې په رايستلو موفق نه شوو؛ د اوم ثور له كودتا وروسته ټول د بې رحمو كمونيستانو په لاس په وحشيانه توگه شهيدان شول.
زه د كندهار مجاهدينو او د جنوب غرب ټول مؤمن او مجاهد ولس ته د دې ستري بريا مباركي وايم، الله تعالى دي ستاسو په جهاد كي لازيات بركت واچوي او ستاسو سرونه دي د تل لپاره لوړ لري.
يقيناً چي د دې سيمي مجاهدين هم د كمونيستانو او روسانو ضد جهاد اتلان او مخكښان وو او هم د صليبي ځواكونو په ضد د روان جهاد مخكښان.
بريالي دي وي د كندهار مؤمن غازيان
سرلوړي دي وي د جنوب غرب ټول زړه ور مجاهدين
حكمتيار

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *