دپاکستان دومخه سیاست ادامه لري! —- دوکتور صلاح الدین سعیدی

 

دپاکستان دومخه سیاست ادامه لري!

 

 

دوکتور صلاح الدین سعیدی – سعیدافغانی

 

پرون ( ۴/۵/۲۰۱۱) د  آي اس آې پخواني رئیس جنرال حمیدګل  د بي بي سي رادیو څلورم کانال ته په خپله یوه مرکه  کې وویل چې ده هغه وخت په ۱۹۹۶ ز کال کې د افغاني پلوي سره یو ځاي په سودان کې د اسامه بن لادن سره کتلي وه. دخبرو اترو څخه داسې افاده کیده چې د پاکستان په مشری او رهبري او په خاص ډول د جنرال حمید ګل په وساطت د طالبانو د حرکت او القاعدې سازمان  ترمنځ د تفاهم او ښو اړیکو لپاره داسې کار صورت وموند چې د هغه په پایله کې د القاعدې د سازمان مشر اسامه بن لادن  له خپلې ډلې سره بیا پاکستان او افغانستان هڅول کیږي.  دا هغه وخت دی چې د طالبانو حرکت په افغانستان کې په قدرت کې دی.

د جنرال حمید ګل ددې  اقرار او داسې نورو شواهدو  داسې ښکاره کیږي  چې پاکستان او داسې نورو حلقاتو غوښتل او پتیلې وه چې  په افغانستان کې به د خپلو متولیانو  په قدرت رسولو له یوې خوا په افغانستان کې هغه ځواکونه وټکوي چې له پاکستان د حاکمیت سره په افغانستان کې مخالفت کوي  او نه پریږدي افغانستان د پاکستان یو ایالت شي  او له بلې خوا ایران او د ضرورت او اړتیا په صورت کې د ساړه جنګ د شعارو پر بنیاد روسیه او یا د  سیمې نور ځواکونه تر فشار لاندې رالولي او یا سره داسې وجنګوي چې دپاکستان او یا د هغوې دنړیوالو متحدینو په خیال برابر کړای شي. داچې قدرتمندو عربي حاکمانو چې دبن لادن دلې ورسره  مخالفت کاوه څومره غوښتل او مشابه عربي جهادي ډلې په افغانستان کې راښکیل او مصروف وساتي هم جدا بحث دي. اما په دې برخه کې  پاکستان وتوانیده حتی د همدی ځواکونو په مرسته  د پښتنواو بلوڅو سیمو او کوز افغانستان کې د ډیورند د تپل شوې کرښې نه هغه خوا هغه ځواکونه په پوره کامیابې وټکوي کوم چې د ډیورند د تپل شوې کرښې په ناروا والې باندې يې تأکید لره. د پاکستان د يوځي استخباراتو وکولای شول په افغانستان کې داسې سیاسي او نظامي حلقاتو ته په  اوسني سیاسي  ستیج کې د قدرت زمینې برابرې او قدرت ته يې ورسوي چې د منحطو قومي او منطقوي تأثیراتو لاندې د افغانستان په تجزیه او د ډیورنډ لاین د  ناروا کرښې باند د تأئید دمهر په ایښودو تیار دي. 

د پاکستان اصلي پالیسي سازانو دتل لپاره نړۍ خطا ویسته ده او دخپل رسمي ګواکې  ضد تروریستي او دنړیوالې ټولنې د سیاست سره په همکارې د پښتنو او بلوڅو او کوزه پښتونخوا کې په ړندو او کڼو پوځي عملیاتو د زرهاو انسانانو د مرګ او ژوبلې عامل شول اما په عمل کې يې خپل او یواځې خپلې منافع ساتلي او جنرالانو يې خپل جیبونه ډک کړي او ډکوي.

په جنايې او قانوني لحاظ که حتی غیر مستقیم دلایل سره داسې کیښودل شي چې په منطقي ډول د  شوې ادعا اثبات وکړي نو قاضې کولاې شي حتی دا غیر مستقیمو دلایلو په بنیاد هم  ادعا ثابته او د متهم پر ضدحکم صادر کړي.

داچې اسامه بن لادن د سودان له هیواده پاکستان ته  د پاکستان د استخباراتو د پخواني رئیس جنرال  حمید ګل په واسطه پاکستان او افغانستان ته واپس  راوستل کیږي دادې د پاکستان په ایبت آباد کې وژل کیږي اوجنرال صیب حتی په خپله دې خبرې باندې پرون هم اعتراف کوي  او بیا هلته يې نړیواله ټولنه لټوي او د پاکستان دولتي مقامات په متواتره توګه خپلو نړیوالو متحدینو ته ګمراه کوونکي  راپورونه ورکوي چې اسامه بن لادین ګواکې په سرحدي سیمو کې دی او بعضې لوړ پوړي پاکستاني مقامات په سپین سترکې بیا وايي  چې هغه په پاکستان کې هم له سره نه شته.  درحالې چې عیني شواهدو وښودله اسامه بن لادین د القاعده مشر په پاکستان، د پاکستان د اردو د مرکزي عالي مکتب په سل میتري کې، د پاکستان د پایتخت په تقریبا ۵۰ مایله کې، په نظامي ښارکې چې شاواو خوا پوځي تاڼې او تلاشي  وجود لري د خپلې کورنې سره له پنځه شپږو کلوراهیسې  په ډیره لوړه کچه  ژوند کوي نو څنګه کیدای شي د پاکستان  مقامات دې پرې خبر نه وي؟

داچې محلې خلک وايې په دغه سیمه کې د پاکستان د پوځي اکادمې او پوځ متقاعد غټ  افسران اوسیدل او د پاکستان د پوځې استخباراتو اداره دې د خپلو استادانو د محل او اوسیدو ځاې څخه بې خبره وی هم د منلو وړ نه ده.

دا چې پرون  ( ۴/۵/۲۰۱۱) د پاکستان د ملکي حکومت رئیس د پاکستان اوسنی جمهور رئیس ښاغلې زرداري وايي چې پاکستاني دولتي مقامات د اسامه بن لادن به موجودیت د پاکستان په دغه مهمه نظامي سیمه کې بې خبرې اعلانوي هم له څو لحاظو د منلو وړ نه ده.

اوله داچې په داسي مهم پوځي ځای کې د نامعلومو اشخاصو ژوند کول د منطق په اساس او امنیتي لحاظه د منلو وړ نه ده او دوهمه که دا خبر ه هم  ریښتیا وي او ګواکې ښاغلې زرداري پرې خبر نه وي نو بیا داحالت  ددې ادارې بي کفایتي ثابتوي چې سبا به د اتومي انرژی او بمب په هکله داسې بې خبري  او بې کفایتي وښودل شي.

دا حالت ددې ادعا هم تأئید کولای شي، همغسې چې يو پاکستانې  لوړ پوړي پوځي افسر څومیاشتې د مخه په خپله یوه مرکه کې( د امریکې غږ رادیو د آشناء خپرونې) داوریدونکو  سره شریکه کړه چې د پاکستان د نظامي استخباراتي اداره ټولې خبرې  ملکي ادارې ته نه کوي.

ورستیو شواهدو او داسامه بن لادن موجودیت په پاکستان او داسې حساس ځاې کې وښودله او یقیني يې کړه چې د پاکستان ددې دومخه سیاست په بنسټ په  سیمه او نړۍ کې امنیت ته ډیر کلک ګواښ  او د افغانستان او پاکستان او نړیوالو دبچیانو په وژنه کې په کلکه لاس لري چې داحالت دزغملو وړ نه دی.

که نړیوال غواړی دې اوږدې تراژیدي ته دپای ټکې کیږدي نو په کار ده چې مسایل د پاکستان په داخل کې حل او فصل کړي او دافغانستان په  کلو او بانډو کې د افغانانو د ربړولو او کور ورانولو نه لاس واخلي.

دډیورند لاین د تپل شوې استعماري کرښې غیر قانوني او بي اعتباره اعلانول د حل یوه مهمه او اساسي لیار  ده.

تمام دلایل داسي ښکاره کوي چې د پاکستان دوه مخې سیاست په مخ وړي او له نړیوالې ټولنې څخه په ډیرې هوښیارۍ جزیه اخلي.

تمام شواهد ښکاره کوي چې د پااکستان اصلي پالیسي جوړونکي سیمې او نړۍ ته مرګ، ژوبله او خرابي راوستله په هغه کې چې بې ګناه خلک قرباني ورکوي.

دوطن ټولو خیرخوا  بچیانو ته په کار ده چې په افغانستان او سیمه کې ددې تراژیدې د ختمولو لپاره لاس په کارشي. په دې برخه هرډول عطالت او بې پرواي د منلو وړ نه ده او د الله تعالی دمواخذې سبب به وګرځي.             فاعتبروا یا اولابصار   

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *