د پاکستان خطرناک بشری حقوق — ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د پاکستان خطرناک بشری حقوق

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

د پاکستان د بشری حقوقو کمیسیون په دې وروستیو کی د هېواد یو کلن بشری حقوق سپړلي او څیړلي دي چی خورا زړه دردوونکي دي . په دغه راپور کی د تیر ( یعنی ۲۰۱۰ میلادی ) کال بشری حقوق او پر هغوی تیري شنل سوي دي .

که څوک دا له غمه ډک راپور ولولی ، نو حیران به سی چی په یو اسلامی هېواد کی څنګه دغسی ډیری غیر اسلامی کړنی جریان لری . پاکستان چی د اسلام په نوم جوړ سوﺉ ، د لاندنیو بشری حقوقو پایمالي د هغه اسلامی توب تر پوښتنی لاندی راولی .

نو راځی چی د پاکستان د بشری حقوقو د کمیسیون د دغه زړه بوږنوونکي راپور د مهمو اعدادو او ارقامو لنډیز ولولو چی یوازی د ۲۰۱۰ کال مهمی پیښی په بر کی نیسی :

 

ـ څه نا څه ۱۲۵۸۰ کسان وژل سوي دي .

ـ ۵۸۱ کسان د پیسو لپاره تښتول سوي او د ۱۶۹۷۷ تښتوَنو راپور ورکول سوی دی .

ـ د ۳۷۰۸۸ موټرونو د ورک کېدو یا په زوره اخیستو قضیې پیښی سوي دي .

ـ پولیسو ۶۰۴۸۴ غیر قانونی وسلې نیولي دي .

ـ امریکایی بې پیلوټه طیارو په ۱۳۴ حملو کی ۹۵۷ کسان  بېله محاکمې وژلی او ۳۸۳ یې هم زخمیان کړي دي .

ـ څه نا څه ۳۸۸ کسان د پولیسو سره په جنګ کی وژل سوي دي ، صرف ۲۸ شکمن کسان زخمی او ژوندي نیول سوي دي .

ـ لږ تر لږه ۱۷۴ کسان د پولیسو د ناحقه نیولو څخه خوشی سوي دي .

ـ څه نا څه ۱۱۵۹ کسان په ۶۷ ځانمرګو حملو کی وژل سوي چی په هغو کی ۱۰۴۱ یې ملکی انسانان دي .

ـ څه نا څه ۲۵۴۲ کسان هم په تروریسټی حملو کی وژل سوي او ۵۰۶۲ نور هم ټپي سوي دي .

ـ په کراچی کی ۲۳۷ سیاسی فعالین او ۳۰۱ نور ملکی انسانان د قصدی یا « اهدافی » وژنو قرباني سوي دي .

ـ څه نا څه ۸۱ انسانانو هم په بدمعاشیو کی یو بل سره وژلي دي .

ـ په بلوچستان کی ۱۱۸ کسان په اهدافی یا قصدی حملو کی وژل سوي او ۴۰ نور هم ژوبل سوي دي .

ـ څه نا څه ۸۰۰۰ کسان په اعدام محکوم سوي چی د دې جملې څخه ۶۰۰۰ یې یوازی په پنجاب کی دي .

ـ د هېواد ټول ۹۱ جېلونه د ۴۲۶۱۷ بندیانو ګنجایش لری ، خو ۷۵۵۸۶ کسان پکښی بندیان دي .

ـ څه نا څه ۳۹۱ ښځی او ۱۱۵۴ ځوان هلکان په جېلونو کی بندیان دي چی اکثریت یې محاکمه سوي نه دي .

ـ ۷۲ بندیان په جېلونو کی مړه سوي او نور ۱۵۷ هم ټپيان سوي دي .

ـ په نورو هېوادو کی څه نا څه ۷۰۰۰ پاکستانیان بندیان دي .

ـ ۳۵۶ کسان اعدام سوي چی په هغوی کی اووه ښځی او یو ځوان هلک هم شامل وو .

ـ څه نا څه ۹۹ قادیانیان ( احمدیان ) د هغوی د عقیدې پر اساس وژل سوي دي .

ـ څه نا څه ۶۴ کسان د کفر ویلو په تور متهم سوي او ۳ کسان هم په دغه تور د پولیسو په قید کی وژل سوي دي .

ـ په اورکزﺉ ایجنسي کی د ۱۰۲ شړل سوو سیکانو کورنیو څخه ۲۵ یې بیرته ستانه سوي دي .

ـ د بلوچستان څخه ۵۰۰ هندو کورنۍ د مرګونی تهدید او نا امنۍ له لاسه هند ته کوچېدلي دي .

ـ د اقلیتونو د جملې څخه ۱۷ کسان پخپله د خپلوانو لخوا د دین یا عقیدې د پرېښوولو له کبله وژل سوي دي .

ـ د مذهبی اقلیتونو څخه ۷۳ کسانو د ځان وژنی هڅه کړې او ۲۱ تنو یې هم ځانونه وژلي دي .

ـ د بېلابیلو اسلامی فرقو لخوا یو بل ۴۱۸ کسان وژلی او ۹۶۳ یې هم ژوبل کړي دي .

ـ ۲۰ خبریالان او مطبوعاتی کارمندان د اهدافی یا قصدی وژنو قرباني سوي دي .

ـ د اعتراضونو او مظاهرو په ۷۲ پیښو کی پولیسو ۳۴ کسان وژلي او ۳۰۰ یې هم ژوبل کړي دي .

ـ ۷۹۱ ښځی د آبرو ساتنی په نوم وژل سوي دي .

ـ پر ۲۹۰۳ ښځو جنسی تیري سوي چی ۲۵۸۱ یې یوازی په پنجاب کی دي .

ـ ۷۱۹ ښځو ځانونه وژلي ، او ۴۱۴ نورو هم دغسی کړي دي خو ژوندۍ پاته سوي دي .

ـ په ټول هېواد کی ۹۳۱ ښځی په جېلونو کی شپې سبا کوی .

ـ د هېواد په جېلونو کی ۱۱۵۴ ځوان هلکان بندیان دي .

ـ ۱۷۰ ځوانو هلکانو ځانونه وژلي دي او نور ۷۶ له دغسی کاره ژوندي پاته سوي دي .

 ـ څه باندی یو ملیون هلکان چی عمرونه یې د لس او څوارلس کالو تر منځ دي ، له مجبوریته کارونه کوی .

 ـ د پاکستان د سِواد کچه په ۲۰۱۰ کی ۵۷٪ وه .

ـ پر تعلیمی مؤسسو باندی ۱۶۳ حملې سوي دي .

ـ جنګیالیو په بلوچستان کی د ۲۰۰۸ د جنورۍ څخه د ۲۰۱۰ تر اکتوبر پوری ۲۲ ښوونکی وژلي دي .

ـ د ۵۴ پارلمانی استاځو علمی اسناد جعلی ثابت سوي دي .

ـ ۴۰۰۰ پاکستاني ډاکټرانو په بهر کی دندی پیل کړي دي چی د هېواد په روغتونونو کی یې لویه خالیګاه رامنځته کړې ده .

ـ په هر نیم ساعت کی یوه ښځه د لنګون له امله مړه کیږی .

ـ په هېواد کی ۱۰۴۷۹۴۸ کسان په توبرکلوز ( نري رنځ ) مبتلا دي .

ـ اووه میلیونه کسان د شکري یا قند په ناروغۍ مبتلا دي چی یونیم ملیون ړانده سول .

ـ ۹۷۴۰۰ کسان د ایډز په ناروغۍ مبتلا دي خو صرف پنځه زره کسانو ځانونه ثبت کړي دي .

ـ د کلیوالي سیمو نیمایی وګړی په کوډلو او کثیفو ځایونو کی ژوند کوی چی ۷٫۶ ملیونه یې صرف په کراچی کی دي .

ـ هر کال ۲۲۰۰۰ کسان د هوا د ککړوالی یا محیطی کثافت له امله مړه کیږی .

ـ د ثبت سوو افغان مهاجرو څخه ۱۰۹۳۸۳ کسان بیرته خپل هېواد ته ولاړل حال دا چی نور ۱٫۶ ملیونه راجسټر سوي افغان کډوال لا اوس هم پاته دي .

 

د پورتني عینی راپور او ثابت حقیقت څخه ښکاری چی پاکستان په لوی مصیبت کی را ګیر دی . پاکستان چی یو اټومی طاقت دی خو د وګړو پر ژوندانه یې تور تم مسلط دی . پاکسان چی د اسلام په نوم جوړ سوی خو د پورتینو کړنو او علایمو څخه د هغه صداقت شکمن ښکاری . پاکستان چی نورو ته « روڼا » صادروی خو پر ځان یې پخپله « تیاره » ده . خدای (ج) دی ټوله اسلامی په نوم خپلواک مګر عملأ بلواک رژیمونه اصلاح یا تباه کړی . والسلام ، ( ن . صمد )

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *