د پيژندل شوې څيرې اسامه بن لادن ژوند څنګه پاى ته ورسيد — سلام خان

 

د پيژندل شوې څيرې اسامه بن لادن ژوند څنګه پاى ته ورسيد

 

لیکوال: سلام خان

 

  

ویل کیږی د جاری ۲۰۱۱ م کال داپریل دمیاشتی په اخرنی شپه د يکشنبې په ورځ له ماښامه د ايبټ اباد په ښار تورې وريځې خورې وې، د پاکستان په دغه سرسبزه ښار دا تورې وريځې کومه نوې خبره نه وه. خو سلگونو امريکايې کماندو گانو په ډيره بې صبرۍ ددغو تورو وريځو انتظار کاوه. تيره شپه هم د شين اسمان په وجه د دوى عمليات ځنډول شوي ؤ د ايبټ آباد په ښار کې د دوى ښکار اسامه بن لادن ؤ،هغه اسامه چی خپلو طرفدارانو ته مجاهد او دجهان نورو سلګونو زرو خلګو هغه د تر هګرپه توګه پیزندلی وو
د امريکايانو د ادعا له مخې اسامه په ٢٠٠١ کې د تورې بورې په غرونو کې وليدل شو خو بيا له سترگو فنا شو
د هغه د درک په اړه لومړي معلومات په ٢٠٠٤ کې په گوانتانامو کې د حسن گل نومي بندي څخه امريکايانو ته ترلاسه شول
حسن گل امريکايانو ته ويلي ؤ چې اسامه پخپل پيغام رسونکي (قاصد)شيخ ابواحمد ډير باور کوي او د هغه په واسطه د خپلو ملگرو سره اړيکه نيسي. همده ورته د شيخ احمد د شکل و صورت په اړه هم معلومات ورکړل چې د گڼې ږيرې څښتن دى،سى اى اى ته معلومه وه چې اسامه ټليفون او انټرنيټ نه کاروي، که نه نو دوى به ډير مخکې اسامه ته وررسيدلى واى د همدې لامله اسامه ته د ورسيدو لپاره د هغه د پيغام وړونکى پيداکول ډير اړين او مهم و بلل شول
امريکايانو د شيخ ابو احمد په اړه نور معلومات د بې رحمانه او غير انساني شکنجو پواسطه د خالد شيخ محمد او ابو فراج لبي څخه ترلاسه کړل. تردې پورې چې ال لبي ورته وويل چې د اسامه له لورې د عملياتو د قوماندان خالد شيخ پرځاى زما د ټاکلو پيغام ماته د شيخ ابواحمد په لاس رارسيدلى ؤ. له دغې څرگندونې وروسته امريکايانو ته ښه معلومه شوه چې پيغام رسوونکى په رښتيا د اسامه ډير باوري سړى دى.
سى اى اى په پاکستان او افغانستان کې خپلو جاسوسانو ته دنده وسپارله ترڅو دا پيغام رسوونکي وڅار او راپيدا يي کړي. همغه وه معلومه شوه چې د پيغام رسوونکي پوره نوم ابواحمد اکويتى دى او دا هم چې د هغه ورور هم د اسامه نږدې او باوري ملگرى دى.

 
له دې وروسته ددغو دواړو ورونو لټون په ډيره چټکۍ پيل شو. سى اى اى خپلو جاسوسانو ته د ډالرو د کڅوړو خولې پرانستې څومره ډالر چې يې الوزول بنديز پرې نه و شپږ کاله وروسته په اگست ٢٠١٠ کې امريکايان خپل هدف ته ورسيدل د سي اى اى جاسوسانو شيخ احمد په پيښور کې وليد چې په يوه سپين سوزوکي موټر کې ناست دى. له همدې ځايه د سى اى اى جاسوسان د شيخ احمد پسې د سيوري په څير ورپسې شول. له څو ورځو ځنډ وروسته شيخ احمد د پيښور څخه ايبټ آباد ته مخه کړه او هلته په يوه لويه حويلۍ ورننووت د حويلۍ په ليدو د سى اى اى يقين پوخ شو چې په حويلۍ کې مهم شخصيت پټ دى. د يادولو وړ ده د همدې حويلۍ تر څنگ هغه ځاى دى چې يووخت پکې فراج البي پټ شوى ؤ.


د غه حويلۍ درې منزله وه لوړ ديوالونه يې درلودل په ديوالونو دپاسه خاردار سيمان هم لگول شوي ؤ. د ټليفون او انټرنيټ مزې نه و ورغلى البته ډش انتينا پرې لگيدلې وه کور په څو برخو ويشل شوى ؤ د دريم منزل له بامه اووه فوټه لوړ ديوال راتاو شوى ؤ دې لوړ ديوال د امريکايانو توجه ځانته جلبه کړه چې د بام لپاسه د دومره لوړ ديوال جوړولو لامل به شاهد همداوي تر څو يو لوړ سړى هم چاته ښکاره نه شي. دوى پوهيدل چې د اسامه قد له شپږ فوټه څخه زيات دى.

 
دا حويلۍ د وزيرستان د دوه ورونو ملکيت وه د همدې لامله په سيمه کې د وزيرستان په حويلۍ مشهوره وه.
له دې وروسته سى اى اى د مصنوعى سپوږمکيو پواسطه ددغې حويلۍ څارنه پيل کړه او په زرگونو عکسونه يې واخيستل او دايې هم معلومه کړه چې حويلۍ ته تگ راتگ څوک کوي، دې هم د امريکايانو شک ور زيات کړ چې کورميشتي خلک خپله خزله په کور کې دننه سوځوي. او بهر يې نه غورزوي په دسمبر ٢٠١٠ کې سي اى امريکايي چارواکې له خپلې پريکړې خبر کړل چې په کور کې مهم شخصيت ژوند کوي چې هغه اسامه بن لادن دى،له څارنې دا هم معلومه شوه چې په حويلۍ کې د دوه پيغام وړونکو ورونو له کورنيو سربيره دريمه کډه هم اوسيږي
له دې وروسته د امريکا حکومت سى اى اى ته امروکړ چې د حويلۍ ترڅنگه مرکز جوړ کړي او پخپلو ليکو کې زيات جاسوسان جذب کړي. دا د دسمبر مياشت وه د همدې موخې لپاره سى اى ته نوره بوديجه منظور کړې شوه هغه و چې د وزيري حويلۍ ترڅنگ د سي اى اى جاسوسي مرکز د يوه پاکستاني جاسوس په مشرۍ کې پرانستل شو او په کار يې پيل وکړ. دغه جاسوس ته د لاهور او اسلام اباد څخه لارښودنه کيده. دا هم ويل شوي چې جاسوسان اخر په دې بريالي شول چې د ډالرو په زور حويلۍ ته دغږ ثبتوونکي الات ورننباسي او پټ يې ځاى پر ځاى کړي د سپوږمکيو په واسطه د ټولې سيمې څارنه کيده. همدا د تعجب او حيرانۍ ځاى دى چې د اسامه محافظين ولې له دې نيټ ورک او جاسوسي جال څخه خبرنشول. حال دا چې هغوى بايد ډيرويښ واى او د خپلو دښمنانو په حرکاتو يې کلک نظر ساتلى.
د امريکايي حکومت د وينا له مخې د ايبټ اباد په حويلۍ کې د اسامه د شتون ثبوت په لومړي ځل په جنورۍ ٢٠١١ کې په لاس ورغى او هغه داسې چې په حويلۍ کې د پټوځاى پرځاى شويو الاتو له لارې په مايکروفون کې د اسامه غږ واوريدل شو. سى اى اى سمدسي دغه اواز د اسامه د ويناوو سره مقايسه کړ جوته شوه چې دواړه غږونه يودي. له هغې وروسته په حويلۍ کې د اسامه څو عکسونه واخيستل شول دغه عکسونه واضحه او له اشکاله پاک ؤ سمدستي اوباما ته وليږل شول اوس نو د امريکايانو شک په يقين بدل شو. چې اسامه په دغه کور کې اوسيږي. په فبروري مياشت کې په سيمه کې د څار لپاره جوړ شوى مرکز وتړل شو په دې موده کې د ريمونډ ډيوس ستونزه رامنځته شوه
د امريکا حکومت له دې انکاري دى چې په ايبټ اباد کې د سي اى اى په مرکز کې د جاسوسۍ په دندو څو تنه گمارل شوي ؤ، خو وايي چې په دې اړه د ډير احتياط څخه کار اخيستل شوى که اسامه لږ هم شکمن شوى واى چې دده څارنه او نگراني کيږي له دې ځايه هم په وتلوبريالى کيده
وروسته دا هم معلومه شوه چې اسامه د پنځه کلونو راهيسې د همدغې حويلۍ د دريم منزل په يوه کوټه کې اوسيده ډير لږ به له کوټې راووت دغه څرگندونه د اسامه تر ټولو کشرې ميرمن يمنۍ عمل الدسده پاکستاني پلټونکو ته کړې ده پاکستاني پلټوونکو په دې اړه نور معلومات ځکه امريکايانو ته نه دي ورکړي چې دوى د پاکستان حکومت له عملياتو نه دو خبر کړى چې دغه کړند په دوى باندې د لويې بې باورۍ څرگندونه کوي.

دويمه برخه
کله چې امريکايانو ته جوته شوه چې اسامه په دغه ودانۍ کې اوسيږي نو د راروان پلان لپاره د اوباما په مشرۍ کې په سپينه ماڼۍ کې پنځه غونډې وشوې. لومړۍ غونډه د روان کال د مارچ د مياشتې په ١٤ نيټه وشوه چې پکې لوړ پوړو امريکايي چارواکو ګډون وکړ. په غونډه کې يوه رايه دا هم وړاندې شوه چې په ايبټ اباد کې په دغه ودانۍ دى ٢٠٠٠ پونډه درانه بمونه وغورزول شي تر څو هر څه له خاورو سره خاورې شي. خو دا وړانديز اوباما ځکه ونه مانه چې له دې سره په ودانۍ کې ميشت کوچنيان او ميرمنې هم وژل کيږي. او بله دا چې مونږ د اسامه ډى اين اى ټيسټ هم کول غواړو. له دې پرته بله رايه هم وړاندې شوه خو هغه امريکايي چارواکو نه ده په ډاگه کړې. اخر په دريمه رايه د عمل کولو پريکړه وشوه چې د کماندوگانو په واسطه دې عمليات ترسره شي
.



په ٢٩ اپريل ٢٠١١ چې په نړۍ کې د بريتانيې د شهزاده د واده غلبله وه د يوې پټې غونډې په ترڅ کې د اسامه په کور د يرغل پريکړه وشوه. همغه وه چې بليک هاک اوچينيوک څلور چورلکې چې پکې سل تنه امريکايي کماندوگان سپاره ول د بگرام د هوايي اډې څخه راپورته او پاکستان ته يې مخه کړه. د امريکايي حکومت د ادعا له مخې چورلکو د لږې شيبې لپاره د تربيلې په غازي هوايي ډگر کې دمه وکړه ځکه چې د پاکستان حکومت مونږ ته ددغه ډگر د کارولو اجازه له مخکې څخه راکړې وه سى اى اى له دې مخکې په عملياتو کې برخه اخيستونکو پوځيانو ته په بگرام کې د تمرين لپاره د ايبټ اباد د ودانۍ په څير مصنوعي ودانۍ جوړه کړې وه ترڅو کماندوگان د ريښتينو عملياتو پر مهال له ستونزو سره مخ نه شي د پلان له مخې بايد امريکايي ځواکونو د يکشنبې په شپه د اسامه په کور بريد کړى وى خو د شين اسمان له لامله په دغه شپه عمليات وځنډول شول. دا ځکه له دوى سره ويره وه چې د شين اسمان په رڼا کې به تورې چورلکې د ليرې څخه هم ليدل کيږي خو د دوشنبې په شپه بيا په اسمان تورې وريځې خورې وې دا د امريکايي ځواکونو عملياتو لپاره ځکه ښه چانس ؤ چې تورې چورلکې پکې نه ليدل کيدې. هسې هم د چورلکو د غږ چوپولو لپاره له پرمختللي ټکنالوژۍ څخه کار اخيستل شوى ؤ. په چورلکو کې د رادار جام کولو صلاحيت هم و خو چورلکو بيا هم ډيره ټيټه الوتنه وکړه. ترڅو په رادار کې د ښکاره کيدو څخه وژغورل شي.



خلاصه دا چې امريکايانو د خپلو ټولو سائنسي او تکتيکي صلاحيتونو څخه په کار اخيستو د خپل دښمن په کور بريد وکړ. امريکايي چورلکې د دوشنبې په شپه شاوخوا دولس نيمې بجې خپل هدف ته ورورسيدې. په پيل کې سپينې ماڼۍ وويل: په دغه مهال د ودانۍ په بام د اسامه يو تن گارډ ولاړ ؤ د چورلکو په ليدو سره يې په چورلکو راکټ فاير کړ او يوه بليک هاک چورلکه يې رانسکوره کړه. د سپينې ماڼۍ وياند په دې اړه ويلي کله چې اوباما د چورلکې ويشتل وليدل ډير زيات انديښمن او غمجن شو. د يادولو وړ ده اوباما د نورو لوړپوړو امريکايي چارواکو سره د ايبټ اباد عمليات د سټيلايټ پواسطه په ورجينا کې د سي اى اى په مرکز کې نيغ په نيغه ليدل
وايي چې اوباما ځکه غمجن شو چې هغه ته په ١٩٩٣ کې په سوماليا کې د امريکايي بليک هاک چورلکې د نسکوريدو پيښه ورپه ياده شوه چې پکې ١٨ امريکايي سرتيري په هلاکت رسيدلي ؤ

 

ددغو عملياتو د ليدلو لپاره په عملياتو کې د برخه اخيستونکو کمانډوگانو څخه د يوه په خولۍ کې پرمختللى د عکاسۍ کمره نصب شوې وه چې خپله عکاسي به يې لومړى ار-کيو ١٧٠ ډرون ته انتقالوله ډرون به مصنوعي سپوږمکۍ ته او د هغې پواسطه به په ورجينا کې ټوله صحنه ليدل کيده.
ويل کيږي کله چې د عملياتو په ځاى بلال ټاون ايبټ اباد کې د چورلکو د ټيټو غږونو ترڅنگ د ډزو غږونه پورته شول نو د شاوخوا کورونو خلک راويښ شول. سمدستي د سى اى اى د سيمه اييز جاسوسانو لخوا ورته اعلانونه وشول چې څوک له کورونو څخه راونه ځي او خپل څراغونه گل کړي
له دې وروسته د پړو (رسيو) په واسطه له چورلکو څخه کمانډوگان د اسامه په کور کې کوز شول. دوى په تياره کې کارکوونکې عينکې په سترگو کړې وې. تر ټولو لومړى دوى د شيخ احمد الکويتى او د هغه د ورور سره مخامخ شول. د امريکايي کماندوگانو په ډزو د الکويتي ميرمن، پخپله او ورور يې په شهادت ورسيدل په بله خونه کې د يوه بل تن سره مقابله وشوه، هغه هم په ډزو سره په شهادت ورسيد ويل کيږي چې دا د اسامه زوى حمزه اسامه ؤ. په همدې مهال يو شمير سرتيري د اسامه خونې ته ورننوتل


په پيل کې د سپينې ماڼۍ وياند وويل څه وخت چې اسامه امريکايي سرتيري وليدل نو غوښتل يې چې د خپلې ميرمن شاته ځان پټ کړي. خو بيرته ډير ژر له خپلې درواغجنې ادعا څخه واوښتل او ويې ويل چې امريکايي ځواکونو غوښتل چې اسامه ژوندى ونيسي خو د هغه د سخت مقاومت له لامله په ډزو وويشتل شو. په همدې اخ و ډب کې چې کله د اسامه يمنۍ ميرمن امل راوړاندې شوه هغه هم په مرمۍ ژوبل شوه. هغې غوښتل چې کمانډو سرتيري خونې ته له ننوتلو څخه منع کړي. د امل د ژوبليد او روسته امريکايي سرتيري خونې ته ننوتل د اسامه جسد يې چورلکې ته وخيژاوه او د خونى په تالاشۍ يې لاس پورې کړ. د تالاشۍ پر مهال د امريکايانو لاسو ته پنځه کمپيوټرونه ١٠٠ سي، ډي، ډي، وي، ډي، يو ايس بي او ځينې نور اسناد ورغلل
همدارنگه امريکايانو په ودانۍ کې څلور جسدونه او يوه ژوبل ميرمن پريښوده او چورلکو ته وخاته دا خبره دې هيره نه وى چې د يوې چورلکې نسکوريدا او په هغې کې د وراوختو ځاني تلفاتو له لامله په راغليو چورلکو کې د نورو کسانو د وړلو گنجايش ختم شو. وروسته دا هم په ډاگه شوه چې په دې ودانۍ کې د اسامه سره ١٣ بچيان او درې ميرمنې اوسيدې د بچيانو عمرونه يې د ٢ څخه تر ١٩ کالو پورې ؤ يوه ميرمن يې د سعودي عربستان او بله ميرمن د عملياتو پر مهال ژوبل شوې يمنۍ وه

 


په بلال ټاون کې امريکايي علياتو ٤٠ دقيقې وخت اخيستى د عملياتو پر مهال د ودانۍ له پاسه چورلکو الوتنې کولې او سيمه يې څارله.د عملياتو له بشپړيدو وروسته چورلکو بگرام ته مخه کړه ،بگرام ته له رسيدو وروسته داسامه بن لادن د جسد معاينه وشوه. د وينې ډي اين اى ټسټ يې وشو. نتيجه يې د خپلوانو په گډون د يوې خور د وينې د ډي اين اى رپوټ سره مثبته راوخته د بن لادن د کورنۍ د غړو د ډي اين اى رپوټونه د يوولسم سپتمبر له پېښې وروسته امريکايي حکومت راټول کړي ؤ. په همدې ترتيب معلومه شوه چې د ايبټ اباد په بلاول ټاون کې وژل شوى اسامه بن لادن دى،د امريکا حکومت ادعا وکړه چې کله مو پاکستان، افغانستان او د سعودي عربستان حکومتونو ته د اسامه د جسد د اخيستو وويل دوى ونه منله له هغې وروسته مو په بحيره عرب کې ولاړې امريکايې بيړۍ کارل ونسون ته يوړ په اسلامي طريقه يې د جنازې مراسم پرځاى او بحر ته وغورزول شو. دا د دوشنبې ورځ او تقريباً د غرمې يوه بجه وه د اسامه جسد په يوه وزني کڅوړه کې واچول شو کله چې سمندر ته غورزول کيده په بيړۍ کې موجود يوه مسلمان قراني اياتونه لوستل. په دې ترتيب له دوه لسيزو څخه په نړيواله سطحه د پيژندل شوې څيرې اسامه بن لادن ژوند پاى ته ورسيد.که څه هم هټکل کيده چي د اسامه د وژني وروسته دي الظواهري د القاعدي د مشر په توګه وټاکل شي خو د دغي شبکي محلي غړو سيف العادل د القاعدي د موقت مشر په توګه ټاکلي. ښايي د دغي ټاکني سره د القاعدي ځيني غړي مخالفت وکړی.که څه هم داسي هټکل کيده چي ايمن الظواهري دي د القاعدي د دايمي مشر په توګه وټاکل شي، خو ښايي د موقت مشر په ټاکلو سره د القاعدي غړو د ظواهري ټاکنه شا ته اچولي وي،د القاعدي د شبکي موقت مشر، سيف العادل، پخوا د مصر په پوځ کي د يو ډګروال په توګه پاتي شوي. دي د محمد ابراهيم مکاوي په نوم هم پيژندل کيږي،نوموړی په
۱۹۸۰ لسیزه کی په افغانستان کی دافغان جهادی قومندانانو سره مرسته هم کړی ده او عملا یی په جنګ کی برخه در لوده.العادل په 2001 کال کي ايران ته ورسيد چي وويل کيږي هلته يي هم نهه کاله په کلا بندي کي تير کړل. خو تير کال دي پاکستان ته راغي ترڅو له دغه ځاي څخه د القاعدي په عملياتو کي برخه واخلي،العادل د څو کلونو لپاره د القاعدي د تروريستي شبکي د پوځي کميتي غړي پاتي شوي دی.العادل د متحده ايالاتو لخوا په دي تورن دي چي ده په 1998 کال کي په هغو حملو کی لاس درلود چی په تانزانيا کي د متحده ايالاتو پر سفارت تر سره شوی وی. دغه خبره د يو اسراييلي ويب پاڼي لخوا شوي . پای سلام خان

نوټ : پورته مطلب په انترنیټ کی دټولو خپاره شویو معلومات په اساس تر تیب شوی دې

 


 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *