د میلادیچ نیولو ولی ۱۶ کاله ونیول؟ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د میلادیچ نیولو ولی ۱۶ کاله ونیول؟

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : د ده سایټ

نېټه : ۲۰۱۱/۶/۴

ژباړن : نثار احمد صمد

 

فرانکفورت ـ سرب جنرال راتکو میلادیچ متهم دی چی تر اسامه بن لادن یې پنځه چنده ډیر ملکی انسانان وژلی دي ، خو بیا هم د « سرایوو د دې قصاب » د میندلو لپاره هیچا هم تلوار نه کاوه .

 

میلادیچ پر هواره مځکه د شپاړسو کالو راهیسی پټ و ، او په دې کی شک نسته چی د سربی پټو پولیسو ، پوځی استخباراتو او د ده د پخوانیو یوګوسلاویایی ملی اردو یارانو کومک ورسره کاوه . ډیر سربیان هغه یو ملی اتل بولی .

 

ما چی په ۱۹۹۰ لسیزه کی د بالکان جګړه له نږدې څارله ، نو حیران به وم چی د یو داسی کس په سر هیڅ کوم اسلامی دولت انعام کښېنښود چی مسلمانی ښځی او کوچنیان یې له یو مخی وژل او یا یې هم مسجدونه لوټی لوټی کول . د اسلام هغه په اصطلاح ټول مدافعین چیری وو چی د بالکان مسلمانان وژل کېدل ، له لوږی مړه کېدل ، او جنسی تیري پر کېدل ؟

 

ما یو اسلامی کنفرانس ته وویل چی که د میلادیچ او د هغه د سربی فاشیسټو ملګرو یعنی « سلوبودان میلوسوویچ » او « رادوان کارادیچ » قربانیان یهودیان وای ، نو اسراییلی پوځ به د هغوی د خلاصون لپاره ورځغستل او نوموړي قاتلان به یې نیولی او په قفس کی کړولی وای .

 

نړۍ نه غواړی چی په بالکان کی د نازی ځناورۍ له دې امواجو خبر سی . ما د ۱۹۸۹ ـ ۱۹۹۱ پر مهال د ورځپاڼو له لارې په خپلو مقالو کی پرله پسې خبردارﺉ ورکاوه چی د عوام غولونکی میلوسوویچ په واسطه د مسلمانانو پر ضد له تشدده ډکه کرکه او د سربانو د برلاسي توب ادعاګانی به باالاخره داسی جنګ او نسل وژنه رامنځته کړی چی له امله به یې یوګوسلاویا بیخی تباه سی .

 

میلوسوویچ چی د سربی اورتودوکس کلیسا ، فاشیسټی پوځی ډوله بانډونو او په پټه د یونان له ملاتړه برخمن و ، دغه فیوز راکش کړ او یوګوسلاویا یې پسی ټوټه ټوټه هم کړه .

 

هو ، د یوګوسلاویا غیر طبیعی او بې ثباته دولت چی په لومړۍ نړیواله جګړه کی د متحدینو د خوښۍ په خاطر ایجاد سوی و ، وچاودېد او په دې ډول یې د شلمی پیړۍ خورا ستر وحشت رامنځته کړ .

 

د جنرال میلادیچ مأموریت دا و چی په اصطلاح د بوسنیایی سرب پوځ مشري وکړی ( چی د پخواني یوګو پوځ ښاخ و ) ، او هم یې د ټولو بوسنیایی مسلمانانو او کاتولیک کروشیا والو په وژلو یا شړلو سره یوه ستره سربیا ایجاد کړې وای . ده دغه کارونه د منځنیو پیړیو په مزه سره کول او څه باندی ( ۱۱۰۰۰۰ ) ملکی انسانان یې ووژل او دوه نیم لکه ( ۲۵۰۰۰۰ ) یې هم له خپلو کورونو وشړل . وحشت ټولو خواوو وکړ ، خو ۹۰٪ یې یوازی سربی ځواکونو وکړ چی له امله یې ډله ییزه وژنی ، حتی تر ۱۲ کلنو نجونو پوری ډله ییزه جنسی تیري ، او پراخی بندی خانې را منځته کړې چی هلته بندیان په سخته لوږه مبتلا سول ، وکړول سول او عزتونه یې لوټ سول . د هغوی پر جسدونو تیزاب وشیندل سول ، وسوځول سول ، ښخ سول ، او یا هم په ژورو کندو او سیندونو کی وغورځول سول .

 

میلادیچ او کارادیچ د بوسنیا مرکز « سرایوو » محاصره کړی و ، او درې کاله یې په خپلو حملو سره لس زره ملکی انسانان ووژل . وروسته یې د « سریب رنیکا » په اصطلاح د ملګرو ملتو په امنځی کی له یو مخی انسانان قتل کړل . د ملګرو ملتو په چوکاټ کی د هالینډ نامرده ځواکونو چی مسلمان کډوال یې باید ساتلای ، خپلی وسلې وغورځولې او مخ پر هالینډ وتښتېدل چی دا شرم به یې تل د غاړي طوق وی .

 

نو هغه و چی د میلادیچ پوځیانو هم په  درو ورځو کی لږ تر لږه اووه نیم الی لس زره ( ۷۵۰۰ ـ ۱۰۰۰۰ ) بې وسلې بوسنیایی مسلمانان نارینه او هلکان ووژل . ټول ټال شمیر به یې ځکه هیڅکله هم معلوم نسی چی زیات شمیر جسدونه په مهارت سره ورک کړای سول . دا په اروپا کی تر دوهمی نړیوالی جګړې وروسته بد ترین وحشت ګنل سوی دی .

 

خو د دې ټولو سره سره بیا هم په دې هکله چا هیڅ نه کول . د هغه مهال برتانوي محافظه کاران چی مشري یې جان مېجر ، لارډ هرډ ، مالکم ریف کاینډ کوله ، د مسلمانانو سخت ضد وو . هغوی د امریکا او نورو هېوادو دا هڅی چی غوښته یې په ترور مبتلا بوسنیا والو ته نجات ورکړی ، په خورا چالاکۍ سره مخه نیوله یا یې هم قصدأ ورانولې . فرانسې هم د مسلمانانو پر خلاف په بدبینانه توګه د سربیا سره خبری اتری پیل کړې او هغوی ته یې ویل چی ژر بوسنیایی مسلمانان ختم کړﺉ .

 

برتانیه او فرانسه دواړه ځکه بیرېدل چی مبادا په بوسنیا کی د یو مسلمان اکثریتی دولت په ایجاد سره د دوی تر لغتو لاندی لږه کي مسلمانان نوې ساه وانخلی . سربیا په دودیزه توګه د فرانسې ملګری او د وسلو مشتری و . برتانوي محافظه کاران په دې اندېښمن وو چی جرمنی به د بوسنیا ـ کروشیا پر نوي دولت تسلط قایم کړی . نو ځکه یې ظاهرأ د سولی په نارو سره د وژلو دغه اعمال په ناولتیا سره تشویقول .

 

ما د بالکان لپاره د برتانوي مذاکراتی هیًت د مشر ( لارډ اوون ) سره وکتل او هغه د سولی لپاره خپله دغسی هڅه معلومداره راته وویل . ما هم وغوښته چی د هغه پر دوه مخه مخ باندی ناړی تف کړم .

امریکایی ځواکونو به ډیر وختی لا میلادیچ نیولی وای ، خو هغوی ته امر سوی و چی د « ډې ټن » هغه تړون د خطر سره مخامخ نکړی چی د توکمیزه تصفیې دغه جنګ یې پای ته رساوه .

 

د امریکایی پوځ د ننوتوب څخه پرته د بالکان نوموړې جګړه او وروسته په کوسوو کی توکمیزه تصفیه قطعأ نه تم کېده . د امریکا ولسمشر بیل کلنټن باالاخره سم کار وکړ او ناټو ته یې امر وکړ چی د سربیا ډله ییزه وژنی پای ته ورسوی . اروپا یو پر بل خورا بد ګومانه او عملأ سره وېشلې وه .

 

هو ، د میلادیچ سره ډیری کیسې سته چی وبه یې وایی . هیله ده چی په هاګ کی به د هغه اوږد مهاله محاکمه ډیر شیان رسوا کړی . پای

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *