له افغانستانه وتل او د امپراتورۍ بیغمه کیدل — ډاکټر نثار احمد صمد

 

له افغانستانه وتل او د امپراتورۍ بیغمه کیدل

 

 

لیکوال : جیکب هارنبرګر

منبع : ایم . ډبلیو . سي . نیوز ( امریکا )

نېټه ۲۰۱۱/۶/۱۰

ژباړن : نثار احمد صمد

 

د افغانستان د نیولو لپاره د امریکایی امپراتورۍ یو لوی دلیل دا بیره ده چی وایی طالبان به بیا پر هیواد واکمن سی . داسی انګیرل کیږی چی طالبان به القاعده یا نورو تروریسټی ډلو ته پناه ورکړی او هغوی به له دې هیواده پر امریکا حملې پسی طرح کړی .

آیا دا د هغه وحشیانه لس کلن اشغال د پایښت لپاره چی مسلسل انسانان وژنی او معیوب کوی یې ، معتبر دلیل کیدای سی ؟ ځواب باالکل منفی دی .

 

وګوری په نړۍ کی زیات هیوادونه سته چی د امریکایی امپراتورۍ سره ضدیت لری چی هغوی کیوبا ، شمالی کوریا ، وینزویلا ، برما ، سوریه ، ایران دي .

آیا د نوموړو رژیمونو لخوا د دې امپراتورۍ څخه کرکې کوم بدلونونه رامنځته کړي دي ؟ آیا امریکا د دغو څخه پر کوم یوه یې یرغل کړی یا یې نیولی دی ؟ دا واضح ده چی خلک د دغو وحشی ظالمو رژیمونو تر واک لاندی ژوند کوی ، مګر له دغو ټولو نه پر یوه هم امریکې نه حمله کړې او نه یې هم نیولی دی .

 

آیا که کوم بهرنی رژیم د امریکایی امپراتورۍ سره ضدیت ولری ، نو معنا یې باید دا وی چی پر هغه به ضرور حمله کیږی ، رژیم به یې نړول کیږی او پر ځای به یې کوم نوﺉ امریکا پلوه رژیم نصبیږی ؟ ځواب باالکل منفی دی .

دا ځکه چی دغسی کار په روانه شخړه کی امریکایی امپراتورۍ یرغلیز ځواک معرفی کوی ، یعنی هغسی ځواک چی د نورمبرګ محکمې د « یرغلیز جنګ » جنګی جنایت بللی دی .

 

خو دا ویل کیږی چی طالبان ځکه د سپټمبر د یوولسمی په حمله کی برخمن دي چی اسامه بن لادن او القاعده تروریسټانو ته یې پناه ورکړې وه . واقعیت خو دا دی چی طالبانو د سپټمبر د یوولسمی په حمله کی هیڅ لاس نه درلود . که امریکایی امپراتورۍ د همدې ګومان یا فرضیې لپاره آن یوه ذره ثبوت هم درلودای ، نو آیا ولسمشر جورج بوش به ملګرو ملتو ته زارۍ کولې چی پر افغانستان د حملې اجازه راکړﺉ ؟ نه قطعأ نه . کله چی کوم هېواد پر امریکا حمله وکړی ، لکه په ۱۹۴۱ کی چی جاپان وکړه ، نو امریکا هیڅکله د ځان د دفاع لپاره د ملګرو ملتونو یا بل چا څخه اجازه نه غواړی .

 

خو دا باید هیر نکړو چی د امریکا حکومت د سپټمبر د یوولسمی تر حملې مخکی افغانستان ته په ملیونونو ډالره بهرنۍ مرسته ورکوله . نو چی داسی ده ، د طالبانو څخه د امپراتورۍ شکایت له څه درکه دی ؟ خبرهیڅ نه د ظالم رژیم په هکله وه او نه به هم وی . بلکی باید متوجه اوسو چی امریکایی امپراتوري د ډیر پخوا راهیسی ظالم او دیکتاتور رژیمونه تر هغه وخته خوښوی چی امپراتورۍ ته وفادار وی . د بیلګې په توګه مصر ، اردن ، سعودی عربستان ، ایران ( د شاه تر واک لاندی ) ، عراق ( په ۱۹۸۰ لسیزه کی د صدام تر واک لاندی ) ، بحرین ، یمن ، چیلی ( د پنوشه تر واک لاندی ) ، ارجنټاین ( تر پوځی واک لاندی ) ، او پاکستان ( د مشرف تر واک لاندی ) یادولای سو .

 

خو د طالبانو څخه د امپراتورۍ سر ټکوَنه دا ده چی هغوی د ولسمشر بوش دغه بیله قید او شرطه غوښتنه نه منله چی اسامه بن لادن یې ورتسلیم کړی وای . بوش سره له دې چی د افغانستان سره د مجرمانو د سپارنی هیڅ تړون موجود نه و ، په وچ زور او په هر طریقه چی کیده ، بن لادن غوښت . طالبان چمتو وو چی بن لادن د سپټمبر د یوولسمی په حمله کی د لاس لرلو د شواهدو په لیدو سره کومی خپلواکی محکمې ته سپارلی وای . مګر بوش دا واضحأ وویل چی غوښتنه یې بېله قید او شرطه ده . هغه له دې منکر سو چی په دغو حملو کی د بن لادن د لاس لرلو ثبوتونه ورکړی او دا یې هم و نه منله چی بن لادن به په یوه آزاده محکمه کی محاکمه کیږی . هو ، ځکه نو د بوش ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ .

همدا نن ، بن لادن مړ سوی دی ، نو دا امکان هم نور نسته چی طالبان به د واک تر نیولو ورسته هغه امریکا ته د محاکمې لپاره نه ورسپاری .

 

خو د امریکایی ضد تروریزم ریښه اصلأ دلته نه بلکی په منځني ختیځ کی ده . که له هغه ځایه راووزو ، نو تروریسټی تهدید به هم خپله پای ته ورسیږی او د پناه ورکولو دلیل به پخپله ختم سی .

 

آیا  دا امکان سته چی طالبان به د تروریسټانو سره دا توطیه وکړی چی هغوی پر امریکا حمله وکړی ؟ هوکې ، داسی لکه  کیوبا ، شمالی کوریا ، سوریه ، ایران ، برما او نور حتی چین او ویتنام چی هم عین کار کوی .

 

خو دغسی امکان د افغانستان د لس کلنی نیونی حکم نسی ورکولای ، هغسی نیونه چی د هری نوی بم ورۍ یا بندي ګرۍ سره د کرکی نوې څپه راپاروی او دا هر څه د هغسی یو امریکایی دوسته ظالم د ملاتړ لپاره کیږی چی واک یې پر امریکایی پوځیانو او ساختګی « انتخاباتو » باندی تکیه دی .

که باالفرض طالبان بیا واکمن سی او شکمن تروریسټان هم په افغانستان کی واوسیږی ، نو آیا په هغه صورت کی به د دې هیواد اشغال بیا هم قانونی وی ؟

 

وګوری حقیقت خو دا دی چی یو سړی د ( لویس پوسادا کاریلز ) په نوم په همدې امریکا کی اوسیږی . هغه د وینزویلا لخوا په دې تورن دی چی د وینزویلا د فضا له پاسه یې د یوې کیوبایی مسافري طیارې د بمی چاودنی پلان جوړ کړی و چی له امله یې په لس ګونو ملکی انسانان ووژل . امریکایی حکومت سره له دې چی د امریکا او وینزویلا تر منځ د مجرمانو د ورکړی تړون شتون لری ، تر ننه هم د وینزویلا دا غوښتنه رد کړې چی نوموړﺉ وروسپاری .

 

آیا د امریکا لخوا کاریلز ته پناه ورکول باید په دې معنا وی چی پر امریکا باید پوځی حمله وسی ؟ نه ، قطعأ نه . که وینزویلا د امریکا پر هغو سیمو بم وري وکړی چی کاریلز هلته اوسیږی ، نو مطلق الاکثریت امریکایان به ووایی چی وینزویلا د امریکا پر ضد یو یرغلیز جنګ ته لاس اچولی دی .

 

ځکه نو دا د امریکایی امپراتورۍ خصوصأ پنتاګون ، سي آی اې او پوځی ـ صنعتی مجتمع په ډیره ګټه ده چی امریکایان په بیره او ډار کی وساتی . اتباع چی کله وبیرول سی ، بیا نو په معقولیت پسی نه ګرځی بلکی د جنګی دولت د درواغو او منافقت سره ملګرتیا کوی تر څو هغوی هم په دې ډول خپل واک وساتی او د مالیه ورکونکو پیسې په خپله خوښه مصرف کړی .

 

په نړۍ کی هیڅ کوم هیواد یا پوځ نه غواړی او نه یې هم په ګټه ده چی پر امریکا حمله وکړی یا هغه ونیسی . د امریکا پر ضد تروریسټی تهدید له هغو جرړو څخه راټوکیدلی چی امریکا یې د سمندرونو څخه آخوا عملی کوی چی په هغو کی د افغانستان له مرګه ډکه لس کلنه نیونه هم شامله ده . دغی امپراتورۍ زموږ هیواد د ډیرو مصارفو او پورونو له لاسه بیخی ډیوالي کړی دی .

 

ځکه نو لازمه ده چی خپل ټول پوځیان هیواد ته راوغواړو او رخصت یې کړو ، خپلی ټولی بهرنۍ اډې وتړو ، او هر چا ته خپلی بهرنۍ مرستی بندی کړو . دغسی کار به زموږ امپراتورۍ له مصارفو خلاصه او بیغمه کړی او هېواد ته به  مو خپل جمهوریت بیرته راستون کړی . پای

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.