شهيده بنان طنطاوي — زاهد جلالی

 

شهيده بنان طنطاوي


ليکوال: زاهد جلالي

منبع: د آزمون ملی وب پاڼه


د ښځې په باب الله جل جلاله په قرآن کريم کې فرمايي چې دوی د تاسو له پاره لباس دی او تاسو د دوی له پاره، الله جل جلاله په قرآن کې ډېر ځايونه ښځې له نرانو سره يو ځای يادې کړي دي، چې دا په اسلام کې د ښځې اهميت ښکاره کوي. په قرآن کريم کې الله جل جلاله بلقيس هوښياره او د مشرۍ وړ ښځه معرفي کړې ده. که د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په ژوند، په ځانګړې ډول په نبوت باندې د مبعوثېدو پر مهال نظر واچوو، وبه وينو چې د رسول عليه السلام مشاوره او لويه ملاتړې د هغه ښځه خديجه الکبری رضي الله عنها وه. همدا وه چې په رسول الله صلي الله عليه وسلم باندې ډېره ګرانه وه، تر دې چې د دې ملګرو ته يې هم د دې له پاره درنښت کتل.
حضرت خديجه رضي
الله تعالی عنها هغه ښځه وه چې د اسلام نبي ته يې زړه او ډاډ ورکاوه، حضرت خديجې په خپلې هوښيارۍ او ځيرکتيا سره دا درک کړې وه چې محمد صلی الله عليه وسلم د خدای له لورې لېږل شوی نبي دی، همدا خديجه وه چې په اسلام راوړو کې په ټولو لومړۍ شوه او همدا ښځه (خديجه رضي الله عنها) وه چې د بني عليه السلام ته کلکه ملاتړې وه او د دې له وفات سره په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې سختۍ پيل شوې.
دا چې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په امت
کې داسې کسان شته چې پيغمبري دنده يې په خپلې غاړې اخېستې ده او د اسلام په لاره کې پر ځان هر ډول سختۍ مني، د دوی څنګ ته داسې ښځې هم شته چې د حضرت خديجې په څېر له خپلو خاوندانو سره د دوی په دعوت کې مرسته کوي، هغوی اسلامي دعوت او مبارزې ته وزګاروي او د کور هرډول مشکلات په ځان نيسي.
کله
چې د شهيدې بنان طنطاوي ژوند او مبارزې ته وکتل شي، وينو چې خپل مبازر خاوند استاذ عصام العطار يې دعوت ته وزګار کړی و، هغه ته يې د حضرت خديجې په څېر زړه ورکاوه او له کوره يې ډاډه کاوه، د استاذ عصام د زندان په وخت يې هرډول مشکلات پر ځان ونيول او هغه يې له کورنيو تشويشونو مطمئن کړی و او بالآخره په همدې لاره کې د خاوند د افکارو له پاره شهيده هم شوه.
د
اسلامي نړۍ وتلي ليکوال او عالم علي طنطاوي لور بنان طنطاوي په ۱۹۴۱ز کال کې د سوريې د هېواد پلازمينه دمشق په الفيحاء کې په يوه مبارزه او علمي کورنۍ کې زېږېدلې ده. علي طنطاوي وايي چې ما د زوی آرمان لاره خو الله جل جلاله پينځه لارګانې راکړې او بس. دی وايي چې همدا پينځه لورګانې مې دومره خوښې وې چې په خفګان يې خفه کېدم او په خوښۍ يې خوښېدم، ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له هغه چا سره چې له خپلو لورګانو سره ښه وضعيت کوي د جنت وعده ورکړې ده. بنان په علي طنطاوي باندې په ټولو لورګانو کې ډېره ګرانه وه، تل به يې له ځان سره نېږدې ساتله او له دې سره به خوښ و.
بنان
طنطاوي ابتدايي زده کړې له خپل پلار سره لوستي او ثانوي زده کړې يې په ښوونځي کې له خپلو خوېندو سره يوځای لوستي، د استاذ علي طنطاوي په څېر له علم او ادبه ډک کور کې لويه شوه. بنان طنطاوي په سوريه کې د اخوان المسلمين استازي استاذ عصام عطار سره يې واده وکړ. دا چې استاذ عصام عطار په سوريه کې د اخوان المسلمين استازی و او هلته يې د حکومت ضد فعاليتونه کول، همدا وه چې حکومت هم ورپسې را اخيستې وه، کله به يې زنداني کړ او حتی خپل هېواد سوريې ته يې له حج نه بېرته راګرځېدو پرمهال پرېنښود، بنان طنطاوي هم ورسره هره ستونزه د الله جل جلاله د رضا له پاره پر ځان منله او استاذ عصام عطار سره اوږه په اوږه د فاسد نظام په مقابل کې مبارزه کوله.
کله چې استاذ
عصام عطار له حج څخه د خپل هېواد پر لور راوګرځېده، د وخت فاسد نظام ورته د ننوتلو اجازه ورنه کړه، همدا وه چې استاذ عصام له خپلې کورنۍ سره جرمني ته ولاړ او هلته يې خپل اسلامي خدمات شروع کړل.
شهيدې بنان طنطاوي د جرمني
د آخن په ښار کې د (المرکز الاسلامي النسائي للمسلمات)ت د مسلمانو ښځو اسلامي مرکز بنسټ کېښود او په همدغه مرکز کې يې ښځو ته دعوت او اسلامي ښوونه کوله او د دغه مرکز له لارې يې په سلګونو ښځې مسلمانې کړې.
د بنان
طنطاوي لور هاديه عصام عطار د خپلې مور په هکله ليکلي: ((زما مور رحمها الله به د قرآن ډېر تلاوت کاوه او په تدبر او پوهې سره به يې تلاوت کاوه، دعا به يې ډېره کوله او له خشوع نه به ډکه وه، کله به موږ ورته کتلې، دا به د قرآن په تلاوت بوخته وه او له سترګو به يې اوښکې روانې وې او په ځان به يې توېېدې)).
دوکتور احمد البراء بن عمر الاميري په يوه ليکنه کې چې
(امراة تبکي الرجال) نومېږي، د بنان طنطاوي په هکله حيرانوونکې کيسه ليکي، دی وايي: ((زما په خاطرو کې ډېرو ښځو له مېړانې ډک مواقف نيولي، يو له هغو څخه خور بنان طنطاوي رحمها الله ده، کله چې يې مېړه زنداني شو، د هغې دا ډول موقف ماته هغه متل ثبوت کړ چې وايي، د هر لوی انسان شاته يوه لويه ښځه ده. په ۱۹۶۴ز کال کې زه د دمشق په پوهنتون کې د شريعې او انګليسي ادبياتو په پوهنځيو کې محصل وم، د خپل پلار عمر بهاء الدين الاميري کتو ته چې د لبنان پلازمينه بيروت کې اوسېده ورغلم، زما د پلار کور د استاذ عصام عطار کور ته چې د اخوان المسلمين استازی و، نيږدې و او دوی دواړو بل تل سره کتل او ملاقات به يې کاوه.
په دغه وخت کې جمال عبدالناصر د مصر حاکم و او
په لبنان کې يې ډېر نفوذ لاره، دا چې جمال عبدالناصر له اخوان المسلمين سره دښمني کوله، دوی هم اخوان المسلمين نه خوښول، همدا و چې د مصر د سفارت هره غوښتنه په لبنان کې منل کېده او زما پلار ونيول شو، په همدې وخت کې استاذ عصام عطار هم زنداني شو.
يوه موده په بيروت کې پاتې شوم، په دغه وخت کې
زما پلار او استاذ عصام په زندان کې وو، کله چې د خپل پلار د آزادۍ له پاره له مدافع وکيل سره غږېدم، بنان طنطاوي مې همالته وپېژندله، عمر يې درويشت کاله و. په دغه موده کې مې په دې نجلۍ کې عجيبه ايمان او مبارزه وليده.
ما
د خپل پلار د کتو له پاره وخت ونيو، همدې وخت کې بنان طنطاوي هم راغله، هغې هم خپل مېړه سره کتل، زما پلار او استاذ عصام يو ځای کې بنديان و، زه د خپل پلار مخې ته ولاړ وم او ورسره غږېدم، زما چپ لورته بنان ولاړه وه او خپل مېړه سره غږېده. زما پلار راته ډاډ راکاوه او نصيحت يې راته کاوه چې تشويش مه کوه، ګورم چې خور بنان خپل مېړه ته وايي: عصامه، زه او ستا زامن جوړ يو، زموږ په اړه هېڅ تشويش ونه کړې، لکه څرنګه چې مخکې وې همداسې قوي اوسه، کله چې زما پلار دا خبره واورېده، هغه په ژړا شو چې دا کم عمره نجلۍ خپل مېړه ته ډاډ ورکوي)) د بنان طنطاوي دا ډول وضعيت د مسلمانې ښځې له پاره يو درس دی.
بنان طنطاوي خپل خاوند استاذ عصام ته په يوه ليک کې د هغه
دعوت او په لاره کې استقامت ورکوي، ورته ليکي: ((موږ ستا هېڅ ته هم اړتيا نه لرو او ستا نه هېڅ هم نه غواړو، مګر داسې موقف چې الله جل جلاله خوښوي او زموږ څخه پرې راضي کېږي، موږ درنه ستا د الله جل جلاله په لاره کې خالص جهاد غواړو ، الله له تا سره دی عصامه او هغه څه کې چې يې موږ ته ليکلي زموږ خير دی)). پرځای د دې چې بنان خپل خاوند ته د هغه له فراق نه او د اولادونو په اړه د مسؤوليت په اړه شکايت ورکړي، هغه ته ډاډ ورکوي او ځان ورسره په دغه جهاد کې شريکوي، الله دې پرې ورحمېږي.
نبان طنطاوي مثقفه
ښخه وه، هغه په دې فکر وه چې مسلمانه ښځه هم د خپل مېړه څنګ کې مبارزه کوی شي او په دغه مبارزه کې ښځه له نر نه کمه نه ده ، که د دې مېړه د سياسي اصلاح پسې وي او غواړي حکومت کې فساد له منځه يوسي، اسلامي حکومت قايم کړي، د ښځې لوی مسؤوليت دا دی چې د خپل خاوند مبارزې ته وزګار کړي، د دعوت لاره دې ورته خلاصه کړي، څو له کورنيو مشکلاتو نه مکمل ډاډه او دعوتي بوختياوو ته وزګار شي، مېرمن دې په کور کې د مېړه له پاره هېڅ د انديښنې ځای پرې نه ږدي. بنان طنطاوي استاذ عصام سياسي مبارزې ته هڅاوه او د دې ترڅنګ يې مسلمانې ښځې روزلې، هغې د مسلمانې ښځې د روزنې له پاره په ډېرې مقالې ليکلې او مختلفو مجلو او ورځپاڼو کې خپرې شوې وې او مسلمانې ښځې ته يې يو کتاب هم د (دور المراة المسلمة) په نامه وليکه.
کله چې د بنان طنطاوي مېړه
استاذ عصام په شل مرض اخته شو، هغې بيا هم ورته ډاډ ورکړ او په ډېره مېړانه يې ورته وويلې: ((خفه کېږه مه عصامه، که له ګرځېدو پاتې شوې، موږ به دې په خپلو پښو ورګرځوو، که له ليکلو پاتې شوې، موږ به درته په خپلو لاسونو وليکو، خپله اسلامي لاره تعقيب کړه، هغه لاره چې د ځان له پاره دې غوره کړې او ايمان پرې لرې، موږ درسره په همدغه لاره کې روان يو، که سختي راغله وچه ډوډۍ درسره خورو او د خيمې لاندې درسره شپه تېروو)).
په دغه ډول سختو
شرايطو کې چې بنان ليدل مېړه يې شل کېږي، هغې دا ډول مجاهدانه موقف ونيو، دا د يوې مېرمنې له پاره د حيرانتيا وړ خبره ده، خو دې دا په اثبات ورسوله چې که نران مبارزه کوي، داسې ښځې هم شته چې له ډېرو نرانو په مبارزه او اسلام ته خدمت کې استقامت او صبر لري او هرڅه د الله جل جلاله د رضا او خوښۍ له پاره پر ځان مني.
د بنان په څېر ښځې نه داسې لوړ مواقف ليدل څه د
تعجب خبره نه ده، هغه د استاذ علي طنطاوي په څېر عالم او مبارز اديب لور او د استاذ عصام العطار مېرمن وه چې تل به يې له استاذ عطار نه معنی داره خبرې اورېدې، استاذ عطار به ويلې: ((د حق لاره په قالينو، امن او خوښيو نه ده پوښل شوې، مګر دا لاره په اغزيو، وېرو او دردونو پوښل شوې ده، کېدی شي په دغه لاره کې ستا ژوند هم له منځه ولاړ شي، خو په ياد لره چې پايله کې الله جنت درکوي)).
د
۱۹۸۱ز کال د درېيمې مياشتې په ۱۷ نېټه په داسې حال کې چې استاذ عصام عطار ته احوال ورسېد چې د حافظ الاسد له لورې څوک د ده وژلو ته ګومارل شوي، د استاذ عصام ځينو ملګرو ده ته له کوره د وتو او بل ځای ته د تلو مشوره ورکړل شوه، هغه هم له ملګرو سره تللی و، د دوی ماشومان ښوونځي ته تللی و، درې کسه د بنان کور ته راغلي و او په پينځو ډزو يې شهيده کړې وه، دوه ډزې پر سر او نور پر ځان، انا لله و انا اليه راجعون.
د
سوريې په حکومت کې د بنان قاتل وايي چې موږ د بنان طنطاوي په شهيدولو د استاذ عصام عطار لاسونه او پښې قطع کړې او هغه مو له ډېرو کارونو پرې وغورځاوه.
استاذ عصام وايي چې بنان زما په ژوند کې هغه ستوری و چې هرڅه
يې راته وځلول، له ما سره په دعوت کې هغې د خپل اهل، کور او وطن لرې والی احساس نه کړ، مګر له ما سره يې هر اسلام هم احساس کړ، هغې زما سره د انسانيت هم او غم احساس کړ، ما به ليدله، د داسې خلکو له پاره يې ژړل چې نه يې قوم پېژنده او نه هېواد.
استاذ عصام عطار د بنان طنطاوي په ياد يوه
شعري ټولګه وليکله او په هغې کې يې د دې په اړه شعرونه ليکلي دي، يو له هغو شعرونو څخه دا دی:
مازال جرحك في قلبي نزيفَ دمٍ

"بنان" ياصورة الإخلاص رائعةً

ويا منال الفِدى والنبل والكرم

عشنا شريدين عن أهلٍ وعن وطنٍ
ملاحماً من صراع النور والقيم

الكيد يرصدنا في كل منعطفٍ

والموت يرقبنا في كل مقتحم
استاذ علي طنطاوي د خپلې شهيدې لور د شهادت په اړه د خپلو خاطراتو په کتاب کې وايي
:
((
قسم
په خدای چې هېڅوک مې نه دي ليدلي چې زما په څېر خپلې لورګانې پرې ګرانې وي…تر اوسه پورې چې د هغې له شهادت نه څلور کاله تېر شوي هم دي، زما باور نه راځي چې هغه به شهيده شوې وي، کله داسې فکر کوم چې اوس به بنان راته په خپل عادت زنګ ووهي او له خپل حاله به مې ډاډه کړي، دا مجرم چې دا يې شهيده کړه، زه په عربي ژبه کې سره له دې چې عربي يوه پراخه ژبه ده، د ده له پاره هېڅ داسې پست لفظ نه وينم چې ده ته يې استعمال کړم.
دوی (قاتلانو) د دې
همسايه د توپانچې په زور راوستې وه چې ور وټکوي، کله چې بنان ليدلې وه چې همسايه ده، ور يې خلاص کړی و، له دې وروسته دوی پينځه ډزه ويشتې وه.
بيا
دوی نه پوهېږم څه ورته ووايم، که مجرم وايم، مجرمينو کې هم دومره ناځواني نه وي چې مړی په پښه ووهي، دا يې په پښه وهلې وه چې ژوندۍ ده او که مړه شوې ده، الله دې د دوی پښې ذ لاسونه او پښې قطع کړي…نه، دوی او هغه چا چې رالېږلي وو د خدای عذاب ورته کافي بولم
له حادثې نه يو ساعت وروسته
ورسره وغږېدم، ورنه مې وپوښتل: عصام چېرته دی؟ راته يې وويل: هغه ته چا وويلې چې څوک يې وژلو پسې راغلي دي، دا يې ملګرو له کوره ووېست. ما ورته وويلې چې ته څنګه کور کې يواځې پاتې يې؟ راته يې وويل: ماته هېڅ اندېښنه مه کوه پلاره زه ښه يم، ډاډه اوسه، له ما پرته بل څوک ور نه شي خلاصوی او تر هغې چې ما د ټکوونکي غږ نه وي اورېدلی او نه مې وي پېژندلی نه يې خلاصوم ورته. هغه کله پوهېده چې د دې همسايه به ورته ورټکوي.
يو ساعت وروسته
راته د هغې د شهادت خبر راورسېد، کله چې مې خبر واورېده، داسې احساس مې وکړ لکه چا چې مې په زړه کې چاړه راننوېستې وي)).
بنان طنطاوي شهيده شوه،
دې په خپل ژوند کې د مسلمانې ښځې له پاره ډېر درسونه پرېښودل، د هغې کورنی وضعيت، اسلامي دعوت، مبارزه او ليکوالي د مسلمانې مېرمن له پاره د دې په ژوند کې لوی درسونه دي، چې هره مسلمانه ښځه بايد له هغې نه زده کړي، الله جل جلاله دې د بنان شهادت قبول کړي.
اخځليکونه
:
۱. الشهيدة بنان بنت علي الطنطاوي، ليکوال: محمد علي شاهين؛
۲. موسوعة الاخوان المسلمين؛
۳. زوجتي بنان علي الطنطاوي، ليکوال: عصام عطار؛
۴. الشهيدة ام ايمن رحمها الله؛
۵. ابتسامة مجله؛
۶. الشهيدة باذن الله بنان علي الطنطاوي؛
۷. امراة تبکي الرجال، ليکوال: دوکتور احمد البراء بن عمر الاميري.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *