ځنګلي جرګه ! — ویال

 

ځنګلي جرګه !

 

تهیه کونکی : ویال

 

کوم وخت د یو ځنګله د حیواناتو مشرانو د یوې غونډی په ترڅ کی داسی فیصله وکړه : نور باید په خپلو کی دښمنۍ پریږدو ، نفاق او جنګ ته په کرکه وګورو ، په دښمنیو کی هیڅ ګټه نشته بلکی هغه د ټولو په مطلق زیان تمامیږی . بس دﺉ ډیري دښمنۍ مو وکړې ، نور به د سولی او ورورۍ ژوند کوو او د ګډ دښمن په وړاندی به یو موټی کیږو . موږ د غټ ځنګله د مشرانو سره توافق ته رسیدلي یو او یو دوستانه تړون به ور سره کوو .

 

د دې لپاره چی د دغو مشرانو د فیصلې څخه د ځنګله ټول حیوانات خبر شی نو یوه ورځ یې وټاکله چی په هغه ورځ باید د ځنګل هر اوسیدونکیً د جرګې په میدان کی حاضر وی .

 

بالاخره نیټه مقرره شوه او په ټاکلې ورځ د ځنګله ټول ځناور د نمایشی جرګې میدان ته حاضر شول او غونډه په خاصو مراسمو سره پرانیستل شوه . په دغه لویه غونډه کی چی د ځنګله په تاریخ کی یې سارﺉ نه درلود ، د «اتحاد ! » او « اتفاق ! » تاوده تقریرونه وشول او مهمو ځناورو هر یو په خپل نوبت دښمني وغندله او د ورورۍ ، سولې او پخلاینې ژوند ته یې په درنه سترګه وکتل .

 

د تقریرونو او ویناوو په پای کی خنځیر ( چی د غټ ځنګله د زمري پټ استاځی و ) داسی وړاندیز وکړ : اوس چی موږ او تاسو پخوانۍ دښمنۍ هیري کړې او د ورورۍ ژوند پیلوو ، نو لازمه ده چی ټول یو بل د محبت په ګرمه غیږه کی ونیسو . د غونډې برخه والو د خنځیر دا پیشنهاد په یوه خوله ومانه او لږ ګړﺉ وروسته د یو او بل په غیږ کی نیولو پروګرام پیل شو . په دې ترڅ کی چی به هر حیوان خنځیر ته غیږه ورکوله ، نو څنګه چی خنځیر په سینه کی پر ټولو حیواناتو قوي دﺉ هغه حیوان به یې دومره سره کښیکیښ چی پُښتۍ به یې ورماتي کړې او په دغه ترتیب د « پُخلاینی !» ،  « ورورۍ !» او « اتحاد ! » په فضا کی خنځیر د ځنګله د ټولو هغو حیواناتو پښتۍ ماتي کړې چی په دې جرګه کی حاضر وو .

 

د دې حیواناتو لویه بدبختي دا وه چی یو حیوان به بل ته د خپلو ماتو پښتیو په هکله هیڅ هم نه ویل او د هر ځناور پښتۍ چی به خنځیر ماتي کړې نو هلته به په یو کونج کی غلی کیناست او سوړ اسوېلیً به یې کیښ .

 

د سولې او پخلاینی د غیږو د پروګرام په پای کی بیا خنځیر په لوړ ږغ داسی وویل : زړه ته رانږدې وروڼو ، اوس چی موږ او تاسو رښتیاني وروڼه شوو ، نو یو بل وړاندیز هم لرم او هغه دا چی که ستاسو خوښه وی موږ او تاسو باید یو صدراعظم هم ولرو تر څو آینده کارونه او چارې مو ښه تنظیم شی . زما هیله دا ده چی تاسو په همدغه عالی شانه او تاریخی غونډه کی ډیر ښه اجرأت وکړل خو لطفأ له خپل منځه یو صدراعظم هم وټاکیً .

 

حیواناتو چی یو بل ته سره وکتل نو په رموزونو او اشارو سره پوه شول چی په یوه کی هم د صدارت کولو توان نور نشته . نو د خنځیر د سوال په ځواب کی ټولو هغه ته خړ خړ کتل او ورته ویې ویل چی صاحبه ، اوس خو بس همدا ته یې ! ډیر ښه دې پخلا کړو او ډیره ښه جرګه دې رهبري کړه ، ستا سابقه خو هم ټولو ته د لمر غوندی روښانه ده ، خدای دې هر څه تا ته مبارک کړی ، راوړه  راوړه کاغذ راوړه چی خپل مُهرونه پرې ولګوو!

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *