معیوبو تګلارو د سپټمبر د حملې سره کومک وکړ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

معیوبو تګلارو د سپټمبر د حملې سره کومک وکړ

 

 

وینا وال : ران پاول

منبع : سي. بي. اس ټلویزیون ( امریکا )

نېټه : ۲۰۱۱/۱۱/۲۰

ژباړن : نثار احمد صمد

 

 

یادونه : دا د ډاکټر ران پاول مصاحبه ده چی د سي. بی. اس امریکایی ټلویزیون د نطاق ( باب شیفر ) سره یې وکړه . ران پاول په کانګریس کی د ټکزاس ایالت څخه د جمهوریت غوښتونکي ګوند تکړه غړی دی . پاول ځان د بارک اوباما په مقابل کی د ولسمشرۍ لپاره کاندید کړی هم دی . نوموړﺉ د امریکا پر بهرنۍ تګلاره سخت انتقادونه کوی . د دې مرکې غټو او مهمو ټکو ته مو پام رااړوم ( ن . صمد )

 

ران پاول په یکشنبه وویل چی زما په فکر د امریکا معیوبي خارجه پالیسۍ د هغو علتونو سر ه چی د سپټمبر د یوولسمی د حملې باعث شوه ، « مرسته » وکړه . ران پاول د دې ټلویزیونی چینل د « مخامخ د ملت سره » په پروګرام کی وویل چی د امریکایی تګلارو او سپټمبر د حملو تر منځ « تړاو » موجود و او هم دا چی « دغو تګلارو یو اثر کاوه . »

 

ثابت قدمه آزادي خواه ران پاول وویل چی « زما په فکر په دې کی یوه اغیزه شته  او دا باالکل هغه څه دی چی د سپټمبر د یوولسمی ګرویږونکي کمیسیون هم ویلی دي ، د دفاع وزارت هم ویلی دي ، سي آی اې هم ویلی دي او خورا زیاتو څیړونکو هم ویلی دي . په یاد ولره چی موږ د سپټمبر تر حملې ډیر ژر وروسته د سعودی عربستان څخه خپله اډه راوایستله . ځکه نو دلته یو ارتباط موجود دی . »

 

د ټکزاس څخه د اوږدې مودې راهیسی دغه کانګریس وال چی ګرانښت یې په دې وروستیو کی د جمهوریت غوښتونکو له منځه د ولسمشرۍ لپاره زیات سوی دی ، څرګنده کړه چی په بهر کی د امریکایی پوځی اډو شتون د امریکا پر ضد احساسات ډیر کړي او پارولی دي چی پایله یې د امریکایانو پر ضد عمل و یعنی :

 

« که تاسو د هغو خلکو سره خبری وکړﺉ چی دغسی ارتکاب کوی ، یا وغواړی بیا هم پر موږ ګوزار وکړي ، نو هغوی درته وایی چی هوکې موږ نه غواړو چی د امریکا بمونه زموږ پر هېواد و اوری . دوی هغه مداخلې نه خوښوی چی موږ یې د دوی په هېوادو کی کوو . ځکه نو د داسی کارونو د مخنیوي لپاره دا ډیر خطرناک دی . خو که دغو دلایلو ته مراجعه وکړو چی وایی هغوی ځکه غواړي پر موږ ګوزار وکړی چی موږ آزاد او نیکمرغه یو ، نو زما په فکر دغه خیال او سوچ ځکه ډیر خطرناک دی چی حقیقت نه لری . »

 

کله چی ورڅخه وپوښتل سوه چی آیا ته داسی وایې چی د سپټمبر د یوولسمی پیښه زموږ ګناه وه ؟ پاول وویل چی : « دا زما د خبرو څخه د غلط تعبیر اخیستنه ده ، » ځکه : « امریکا همدا زه یم او ته یې . موږ د دې حملې علت نه یو . عادی امریکایان د دې کار علت نه دي . خو که موږ یوه معیوبه تګلاره ولرو ، نو هغه به حتمأ دغسی اغیزه وښندی . زه وایم چی د تګلاری جوړونکو تقصیر او عیب د هماغی حملې سره کومک وکړ . »

 

پاول چی د اوږدې مودې راهیسی د دې سره مخالف دی چی بهر ته امریکایی پوځونه ولیږل سی ، استدلال وکړ چی امریکا باید دیپلوماسي استعمال کړی نه پوځ ، تر څو د ایران غوندی هېوادو سره سروکار ولری . « زه دا وایم چی بندیزونه د جنګ لومړنی ګام دی . »

 

پاول داسی دوام ورکړ : « موږ ۱۲۰۰۰ دیپلوماتان لرو . زما وړاندیز دا دی چی موږ باید حتمأ د هغوی یوه برخه استعمال کړو . زما په فکر موږ ته فعلأ تر ټولو غټ خطر له حده وتلی عمل دی . دا هغه څه دی چی زه ترې بیریږم . ایران بم نلری . په دې هکله هیڅ ثبوت نسته . د دې وروستي تازه راپور څخه پرته نوي معلومات وجود نلری . زموږ لپاره دا تر هر څه لوی خطر دی چی له حده زیات عمل او پر ایران د بم وریو خبري کوو . »

 

دغه کاندید وویل چی زما په فکر په نړۍ کی هیڅ داسی ځای هم نسته چی هلته دې د امریکایی پوځیانو اچول زموږ سره « مرسته » وکړی ، دا نه یوازی له دې امله چی « موږ د هغوی تر عهدې نسو وتلای ، بلکی ځکه چی زما په فکر موږ د خپلو ځانو دفاع په اوبتلونو سره او هم په دې سره ښه ترا کولای سو چی خپل پوځیان بیرته  هېواد ته راوغواړو . زه په دې ګروهه یم چی اوبتلونه خورا ارزښتمني وسلې دي . زه دا وایم چی موږ خپله  دفاع په اوبتلونو او هم هېواد ته د خپلو پوځیانو په راستنولو سره ډیره ښه کولای سو . ټوله دغه مفکوره چی موږ باید په ۱۳۰ هېوادو او ۹۰۰ پوځی اډو کی مستقر اوسو ، غلطه ده بلکی موږ اوس داسی وسله اختراع کړې ده چی په هغې سره د نړۍ هره نقطه په صرف یو ساعت کی وهلی او ځپلی سو . مطلب می دا دی چی دغسی مفکوره څه معنی لری ؟ دا یوه پخوانۍ مفکوره ده چی وایی د نړۍ د ګوټ ګوټ په ۹۰۰ اډو کی باید خپل پوځیان ولرو . دا هیڅ معقولیت نه لری . له دې نه علاوه ، موږ اوس مفلس او ډیوالي سوي هم یو . موږ نور د هغوی تر عهدې نسو وتلای . »

 

د دې پوښتنی په ځواب کی چی که ته ولسمشر سې ، نو د افغانستان ، عراق او نورو سیمو آن جاپان او جنوبی کوریا څخه هم پوځیان بیرته راغواړې ، هغه وویل چی : « هو ، باالکل . او خلک په دې اړه زما سره ولاړ دي . دا ځکه چی موږ نور د دې کار تر عهدې نسو وتلای . دغسی کار به موږ ته خورا زیاتي پیسې را وسپموی . دا ټول پوځیان به خپلی پیسې په هېواد کی مصرف کړی . تر سمندرونو آخوا ته زموږ د پوځیانو شتون موږ ته دښمنان ډیر کړي او لمسولي دي . زما په فکر دغه شتون زموږ ملی دفاع ته یو خطر دی . موږ په دې سره کولای سو چی خورا ډیری پیسې د خپل پوځ د دغو مصارفو په غوڅولو سره وسپموو ، یعنی هغه لګښتونه چی زموږ د دفاع سره هیڅ مرسته نه کوی » . پای        

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *