لويه جرګه، له طالبانو سره د الله پاک لويه مرسته!!! — عبد الرحمن ابراهيم خيل

 

لويه جرګه، له طالبانو سره د الله پاک لويه مرسته!!!

 

عبد الرحمن ابراهيم خيل

 

له امريکا سره د ستراتيژيک تړون په هکله په کابل کې د جوړې شوې په اصطلاح لويې جرګې او د هغې د پرېکړو او ددې پرېکړو د پايلو په اړه په خلکو کې مختلف نظرونه موجود دي، د اکثرو هيوادوالو په اند جوړه شوې جرګه د افغانانو د عنعنوي لويې جرګې د ټولو اصولو په خلاف يوه تقلبي او جعلي جرګه وه چې پکې د امريکا په خوښه ټول د ملت … خلک راټول شوي وه، او په عمده توګه يې دوه غټې د … پريکړې تصويب کړې:

يوه د (٣٩) شميرې په هکله د څو … انسانانو تر منځ د رواج شوې افواه ته رسميت ورکول وه چې په دې نمايشي جرګې کې تر سره شو.

 

که چيرې له دغو وکيل صاحبانو سره دا ومنو چې د ٣٩ شميره د بې ناموسۍ او مرده ګوۍ نښه ده نو بيا د جرګې په تالار کې د ايښودل شويو څوکيو په شمير کې اقلا پنځوس وارې د ٣٩ شميره تکرار شوې، او همدارنګه د جرګې د غړو په لست کې هم دغه شميره تقريبا تر پنځوس وارې زياته تکرار شوې، نو بيا خو پخپله د دوى د پريکړې په ړنا کې په دغو څوکيو ناست او دغو شميرو کې راغلي وکيلان چې شمير يې تر سلو څخه اوړي په رسمي ډول … شول، او کيداى شي ځينې وکيلان به داسې هم وه چې عمر يې ٣٩ کاله وه، هغوى هر يو اوس له دې شرم څخه د ځان خلاصولو لپاره بله چاره نلري پرته لدې چې په ځان پورې تيل وشيندي او هيواد له يوه … څخه خلاص کړي، او يا به دا مني چې د خپلې پريکړې په اساس … دى.

 

د دې جعلي جرګې بله د … پريکړه لاسپوڅي دولت ته د ملت د نمايندګانو په نامه د هيواد پلورنې رسمي اجازه ورکول وه چې زمونږ د زرګونو هيوادوالو د قاتلانو امريکا سره يې د ستراتيژيک تړون په نامه ترسره کړي.

څرنګه چې پدې اړه ډيرې زياتې ليکنې شوې دي زه پرې ډير څه نه ليکم راځم دې ته چې ددې پريکړو پايله به د چا په ګټه وي: د امريکايانو او دهغوى د تالي څټو مريانو، او که د ننګياليو او ميړنيو طالبانو په مشرۍ د غيورو افغانانو؟!

 

زما په اند دغه په اصطلاح لويه جرګه د الله پاک له لوري له خپلو مخلصو او سرښندونکو بندګانو طالبانو سره داسې ستره مرسته او نصرت ده، چې ډير زر به امريکايان او نوکران يې پخپلې دې تيروتنې او ماتې اعتراف وکوي، ځکه د جرګې وروستۍ پريګړې د طالبانو ټولې هغه ادعاوې تصديق کړې، کومې چې هغوى يې د امريکا او ناټو په مشرۍ د صليبي ټلوالې په وړاندې د خپل پيل کړي مقاومت او جهاد په دا لس کلنې مودې کې هره ورځ تکراروي او وايي چې امريکايان او ورسره نور اشغالګران موږ ته د هيواد د جوړلو او سوکالۍ راوستلو په نيت نه، بلکې زمونږ د هيواد دلاندې کولو او تسخيرولو په نيت راغلي دي.

 

طالبان دا لس کاله همدا وايي چې امريکايان په زور راغلي دي او په زور به ويستل کيږي، آزادي اخستل کيږي، ورکول کيږي نه، خو څرنګه چې په هيواد کې آزاد نشرات نشته او د طالبانو په نشراتو هم کلکه پاپندي لګيدلې، نو ځکه ځينې هيوادوال لا تر اوسه هم د طالبانو د دې خبرې په منلو کې زړه او نازړه وه، دا ده اوس د ټولو هيوادوالو دغه شکونه په يقين بدل شول.

 

زموږ عقيده ده چې الله پاک له خپلو مخلصو بندګانو سره د تل لپاره د مرستې او نصرت وعده کړې ده، او د همدې وسلې په زور طالبانو په تش لاس ټولې کفرې نړۍ سره د مقابلې لپاره مټې رانغاړلي دي. دالله پاک مرسته بيا په مختلفو اشکالو سره وي، ډيرى وخت الله پاک د خپلو دښمنانو په لاس داسې شرا‌ئط او حالات را منځ ته کوي چې تر دوى يې د الله پاک مخلصو بندګانو ته ګټه څو چنده زياته وي، چې دغه جعلي لويه جرګه يې ښه مثال دى.

باور وکړئ د دې شرموونکې جرګې پريکړو ته که لږ ځير شو نه ويلى شو چې ددې جرګې ګډونوال اصلا د طالبانو جاسوسان وه ځکه په لوى لاس يې داسې هيښوونکې او راپارونکې پريکړې وکړې چې يو وار يې ټول ملت د نيواکګرو امريکايانو اصلي موخو ته متوجه کړ.

 

ددې نمايشي جرګې د وروستۍ پريکړو له اعلانولو څخه وروسته د اکثرو هيوادوالو له لوري ددې په خلاف د شديدو او سختو غبرګونونو له ښودلو څخه دا نتيجه اخستلاى شو چې ان شاء الله د امريکايانو د ټولو خيال پلوونو په خلاف به د دوى په لاس جوړه شوې همدغه جرګه په هيواد کې د طالبانو په مشرۍ د يوه ملي او سرتاسري پاڅون د راپورته کيدلو سبب جوړه شي.

 

د جرګې پريکړو حتى د جمعيت اصلاح د منسوبينو په څير ځينې داسې کسان هم را وپارول کومو چې د علم، جهاد، دعوت، او زهد له غټو غټو دعوو سره سره يې لا تر اوسه امريکايان اشغالګر او هيواد اشغال شوى نه ګڼي او يا يې له اشغال سره د مقابلې لپاره وسله ټوپک نه، بلکې د قلم څوکه ګڼي، او د جهاد د سنګرونو په ځاي يې د کابل دولت په دفترونو کې فعاليت کوي، او ګومان کوي چې د څو کانفرانسونو، ليکنو، او ويناوو له لارې به اشغالګران پدې قانع کړي چې هيواد موږ ته وسپاري، او پخپله مخه ولاړ شي!!!

 

الحمد لله داده نن د دوى د اکثرو مشرانو او کشرانو څخه د دوى په مجلسونو، او فيسبوک پاڼو کې داسې خبرې اورو او ګورو چې د دوى د ويښتابه او حقيقت موندنې باندې دلالت کوي.

دلته د جمعيت اصلاح په څير له ټولو هغو خلکو څخه چې امريکايانو ته تنها د دايمي اډو له ورکولو سره يې کلک مخالفت څرګند کړى دى او دا کار د هيواد دايمي اشغال ګني، له دوى څخه يوه وړه ګيله او يا پوښتنه لرم او هغه دا چې آيا د ټولو هغو اسلامي او ملي اصولو په ړنا کې چې موږ او تاسو پرې عقيده لرو، يواځې د هيواد دايمي اشغال ناروا او ناوړه کار دى؟ او مؤقت اشغال چې بالفعل هيواد پکې واقع دى څه باک نلري؟!

آيا د کابل دولت آزاد او خپلواک دولت وه چې تاسې يې دا لس کاله په يوه او بله بڼه، مستقيم او غير مستقيم ډول په خدمت کې بوخت ياستئ؟!

 

آيا پدې لسو کلونو کې چې د امريکايانو له لوري زموږ د هيوادوالو په وړاندې کوم ظلمونه تر سره شوي دي تاسو پرې خوښ او راضي وئ؟!

که مو جواب منفي او (نه) وي، نو بيا ولې تر اوسه ويده وئ او په دغسې جديت مو د صليبي اشغال په خلاف نارې نه وهلې، په کوم جديت چې اوس يې وهۍ؟!

او که اوس هم لکه چې ځينې خلک يې ستاسو په هکله وايي، ځان ته دعامه اذهانو د راجلبولو په موخه هسې تش په خولې شعارونه ورکوئ او په عملي ډګر که هيڅ کومه برنامه نلرئ؟!

الله دې وکړي چې دا ځل په رښتيا سره راويښ شوي ياستئ او د يرغلګرو په وړاندې خپلو جذابو شعارونو (مرگ به امريکا، وچاکرانش) ته د عمل جامه ورواغوندئ او د ولسوال جهاد سنګرونو ته را ودانګئ.

 

د جرګې پريکړو هيوادوالو ته وښوده چې طالبان په رښتيا سره پوه، زيرک، او د پوره سياسي بصيرت درلودونکي خلک دي، ځکه د نن ورځې حقايق يې لس کاله مخکې درک کړي وه، له همدې کبله يې د صليبيانو د راتګ له هماغه اولې ورځې څخه د دوى په وړاندې هر اړخيز جهاد پيل کړ او تر هغې يې د دوام ورکولو کلک هوډ کړى دى تر څو چې راغلى نيواکګر او د دوى تالي څټي مريان يې په بشپړ ډول له هيواد څخه ويستلي نه وي.

د جرګې په پريکړو کې چې اصلا د امريکايانو په خوښه او مشوره ترتيب شوې دي، دلسو کلونو قيد ددې دليل دى چې امريکايان د افغانانو د قهر په وړاندې په خپل مقاومت او بقا باندې پوره ډاډه نه دي، نو ځکه يې د ځان لپاره د ضرورت په وخت کې په اصطلاح د آبرومندانه تيښتې لاره پرانستې پرې ايښې ده.

 

په پاى کې ددې جرګې له کبله ټولو درديدلو هيوادوالو ته ډاډ ورکوم چې مه وارخطا کيږئ، تر څو چې دالله پاک دلارې سپيڅلو مجاهدينو طالبانو سره د الله پاک نصرت وي هيڅکله به امريکايان او د هغوى بې حياء ګوډاګيان په خپلو دغو ناولو موخو کې کامياب نشي، ددوى له لورې جوړيدونکې توطيې به پخپله د دوى په ضرر تماميږي، هيڅکله به يې زموږ په هيواد کې د تل پاتې کيدلو خوبونه پوره نشي، ان شاء الله د هيواد د بشپړې خپلواکۍ ورځې ډير لنډې دي.

ان شاء الله هغه ورځې نږدې دي چې هيواد ته د امريکايانو راوستونکي، ساتونکي، او دايمي اډې ورکوونکي د اسلامي عدالت محکمې ته راکش کړل شي او د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسيږي، الله دې وکړي چې د اسلامي امارت مشران دغسې ناولو خلکو ته د عمومي عفوې او بښنې ترخه تجربه تکرار نکړي.

دعا وکوئ چې الله پاک دې د اسلامي امارت مشران او کشران له داسې اعمالو څخه وساتي چې د الله له مرستې او نصرت څخه د محروميدلو سبب کيداى شي.

خپله ليکنه د الله پاک په دې قول سره پاى ته رسوم: ((وَقَدْ مَكَرُواْ مَكْرَهُمْ وَعِندَ اللّهِ مَكْرُهُمْ وَإِن كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ،فَلاَ تَحْسَبَنَّ اللّهَ مُخْلِفَ وَعْدِهِ رُسُلَهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ))

د اسلامي امارت تر سپين بيرغ لاندې د هوسا او خپلواک هيواد په هيله.

 

ليکوال: عبد الرحمن ابراهيم خيل

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *