امريکايي طيارې کې د ويرې او خندا پيښه!!! — عبد الرحمن ابراهيم خيل

 

امريکايي طيارې کې د ويرې او خندا پيښه!!!

 

عبد الرحمن ابراهيم خيل

 

په يوې امريکايې الوتکې کې وروسته له هغې د تروريستي پيښې د احتمال له کبله د زياتې ويرې او ترهې فضا خوره شوه چې کله د الوتکې کپټان په تشناب کې بندي شو.

د امريکا سي ان ان شبکه خبر ورکوي چې د دې هيواد د يوې الوتکې کپټان چې د شمالي کارولاينا د آشويل ښار څخه د نيويارک د لاګوارديا هوايي ډکر ته په لاره وه، وروسته له دې په بيت الخلاء کې راګير شو چې کله د الوتکې له ناستې څخه نيم ساعت مخکې بيت الخلاء ته ننوت، او د راوتلو په مهال په دروازې کې د کوم فني مشکل له کبله له خنډ سره مخ شو، پدې سره نوموړى ډير وارخطا شو او په زوره زوره يې د دروازې ټکول پيل کړل.

بيت الخلاء ته په نږدې څوکې کې ناست مسافر زر ورپاڅيدلو او د دروازې د خلاصولو کوښښ يې وکړ خو بريالى نشو.

کپټان مرسته کوونکي مسافر ته وويل: د الوتکې د پيلوټ خونې ته خبر ورکړه، ليکن د مرستيال پيلوټ لخوا مسافر ته د دروازى له بيرته کولو څخه ددې لپاره انکار وشو، چې نوموړي مسافر په ماته او ګوډه ژبې خبرې کولې او بله دا چې کپتان هم يو ناڅاپي بې درکه شوى وه.

د اړوند هوايي شرکت وياند بيتر کولاشوک وايي: سره له دې چې مرسته کوونکي مسافر، مرستيال پيلوټ په ټولې کيسې پوى کړ، خو بيا هم هغه ورته دروازه خلاصه نکړه، بلکې د هوايي ډګر د کنترول له برج سره يې تماس ونيولو او ورته يې وويل: د الوتکې کپټان په الوتکې کې بې درکه شوى دى او يو کس چې په بهرنۍ لهجه خبرې کوي، کوښښ کوي د پيلوټ خونې را دننه شي.

د کنترول برج هم سمدستي پيلوټ ته امر وکړ: په الوتکه کې اضطراري حالت اعلان کړه، او زر تر زره الوتکه ځمکې ته کوزه کړه! پدې وخت کې په بيت الخلاء کې بندي کپټان يو ځل بيا دروازې ته زور ورکړ او له ډير زور نه وروسته وتوانيدلو چې دروازه پرانيزي او راووځي، او بيا يې ټولو سوارليو ته ډاډ ورکړ چې مه ويريږئ، وضعيت تر کنترول لاندې ده.

ويل کيږي چې د الوتکې يواځينې خادمه ونه توانيدله چې له کپټان سره د دروازې په پرانيستلو کې مرسته وکړي، ددې لپاره چې هغه دده په ځاى د پيلوټ په خونه کې له مرستيال پيلوټ سره وه، ځکه د امنيتي پروتکول په اساس بايد هميشه پدې خونه کې دوه کسان موجود وي.

بالآخره الوتکه چې د عملې په شمول ١٧ نفره ورکې سواره وه د لاګوارديا په هوايي ډکر کوزه شوه او اضطراري ناسته يې وکړه.

ماخذ: الجزيرة نيت

تبصره:

پورتنۍ پيښه د امريکايانو د عادي وګړو په زړونو کې د زياتې ويرې او ترهې څرګندونه کوي چې پخپلو پخو ماڼيو او د کمپيوټر په مټ کنتروليدونکي هيواد کې يې د اسلام له غازيانو سرښندونکو مجاهدينو څخه لري، او داسې نه ده چې دولتي لوړ پوړي چارواکي ډاډه ژوند کوي، بلکې هغوى له دينه هم زيات د ويرې او ترهې ژوند تيروي.

د امريکا د دفاع وزارت هغه پنځه ستوريزى مشهور پهلوان جنرال ديويد پټرايس خو به د ټولو په زړه وي، چې د دې هيواد د مشرانو د مجلس په وړاندې د افغانستان د نوم له اوريدلو سره سم په ځمکه راپريوت او بيهوشه شولو.

په سياسي مشرانو کې به مو هم د امريکا د سياست پلار ريچارډ هولبروک په ياد وي، چې دى هم د افغانستان مسلې داسې لړمون خوړينى کړ چې د قبر تر تورو تيارو يې ورساوه، هغه دخپل ژوند په وروستيو شيبو کې وروستى وصيت داسې وکاوه: په افغانستان کې بايد نور جنګ ودرول شي، جنګ دې ودرول شي!!!

د امريکا په فوځ کې د ليونتوب او ځان وژنې د کچې د لوړيدلو فيصدي خو اوس د نړۍ د ورځپاڼو ورځني خبرونه تشکيلوي.

جنرال مک کريستل مو هم له ياده نه دى وتلى، چې د افغانستان جګړې داسې ليونى کړ چې لکه د ليوني سپي په شان يې خپلو مشرانو ته خولې اچولې چې بيا د همدې جرم له کبله له دندې څخه وشړل شو.

د دوى په مقابل کې د افغانانو د ميړانې کيسې هم د يادولو وړ دي، لس کاله مخکې په هيواد باندې د صليبي يرغل په لمړيو ورځو کې چې د پلازمينې په شمول په ټول هيواد باندې د امريکا د کروز توغنديو او بي ٥٢ الوتکو د څو ټنيزو بمونه باران روان وه، د کابل ښار د هغه کراچيوان کيسه به د ټولو په زړه وي چې په کراچۍ (لاس ګاډي) کې يې کروز توغندي خرڅول، نارې يې وهلې: کروز واخلۍ! .. کروز !!

د يوې خبرې رسنۍ خبريال ترې وپوښتل چې تا خو کچالو بار کړي دى او د کروز نارې وهې، هغه ورته وويل: مخکې موږ ګومان کولو چې کيداى شي کروز توغندي ډير زيات تخريب ولري، خو اوس مو وليدل چې ايله زما د دې کچالو هومره زور لري، او دا خبرې ده وروسته له هغې کولې چې تقريبا د کابل ښار نيمه برخه د همدې کروز توغنديو له امله په کنډوالو بدله شوې وه.

پاتې شوه د افغانانو د مشرانو خبره، پدې هکله ويلى شو د افغانانو يو ډله په اصطلاح هغه مشران دي چې د همدې ډارنو امريکايانو له لوري د خونړيو بمونو او درنو وسلو په زور په افغانانو تپل شوي دي، دوى د مختلفو ټګيو او برګيو په کارولو سره په درواغو ځانونه د افغانستان مشران معرفي کوي، د مشرانو په نامه دغه ډله کسان تر امريکايانو هم ډير ډارن، بې ننګه او بې غيرته خلک دى، ځکه دوى يرغلګرو امريکايانو ته حتى تر خپل ناموس هم ورتير شول.

د … په شمول د پارلمان د غړو او نورو دولتي چارواکو په کورونو باندې د دوى د ميلمنو امريکايانو له لوري په توره شپه کې يو ناڅاپي ورختل، او له دې سره بيا هم د دوى لخوا کوم جدي عکس العمل نه ښودل او د امريکايانو په څنګ کې پاتې کيدل د دوى د بې ننګۍ ښکاره دليل دى.

بله ډله د افغانانو رښتيني صادقه او د ملت له متن څخه را ټوکيدلي مشران دي، کومو ته چې افغانانو د تل لپاره په خپلو کورونو، مسجدونو بلکې په خپلو زړونو کې ځاى ورکړى دى، د دوى خدمت د ځان لپاره د دنيا او آخرت سعادت ګڼي، هره ورځ پنځه وارې د دوى په امامت د خپل دين مهمه فريضه لمونځ ادا کوي، له دوى څخه د خپل ژوند ټولو وړو او غټو کارونو کې مشورې او فتواوې اخلي، آن خپلې د زړې ټوټې (خپل بچيان) يې د سرښندونکو بريدونه لپاره د دوى په واک کې ورکړي دي.

دغه ډله د ګران عاليقدر امير المؤمنين تر مشرۍ لاندې هغه ننګيالي او توريالي د دين علماء او طالبان دى چې له خپل ځان، مال، اولاد، واک، ځواک او ټولو دنيوي مزو څخه تير شول خو افغانانو ته يې د بې ننګۍ پيغور پرې نښودلو.

د دغو مشرانو د ميړانې او سرښندې په هکله ليکل ډير وخت ته ضرورت لري چې د يوې مقالې، يوه کتاب، او يوه ليکوال له وس څخه ډيره لوړه خبره ده.

د امريکايانو او افغانانو د ميړانې تر منځ د دې پرتله کولو په نتيجه کې ويلى شو چې د دغو ډارنو امريکايانو او د هغوى د څو تنو بې ننګه لاسپوڅو له لوري، د عاليقدر امير المؤمنين په مشرۍ له سرښندونکو افغانانو سره مقابله کول، او د تيرې لويې جرګې په شان د مختلفو توطيو او دسيسو په کارولو سره د تل لپاره د افغانستان د هضمولو خوبونه ليدل داسې مثال لري لکه يوې غرڅنۍ وزې چې غره ته خپل ښکر د هغه د را څملولو په موخه اړم کړى وي.

الله پاک دې زمونږه ميړني همداسې ميړني او توريالي لري، او بې ننګانو ته دې هدايت وکړي، او که هدايت ورته مقدر نه وي، نو الله پاک دې په خپل قهر اخته کړي او موږ دې نور له دې شرميدلو څخه خلاص کړي.

د ننګياليو مشرانو د بريا او د بې ننګانو د ورکيدا په هيله.

ليکوال: عبد الرحمن ابراهيم خيل

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *