اوباما د پروپاګنډ قربا ني دﺉ — نثاراحمد صمد

 

 

اوباما د پروپاګنډ قربا ني دﺉ

 

د افغانستان د جګړې تر پراخولو مخکی باید ډیرو شیانو ته پام وسی

 

بارک اوباما غواړی چی د عراق څخه امریکایی پوځیان راوباسی او افغانستان ته یی ولیږی چی دﺉ یی د « ترور پر ضد د جګړې » اصلی جبهه بولی . ده څوڅو ځله دا تهدید هم کړﺉ چی « که لازمه وی » پر پاکستان به هم حمله وکړی . هر څوک د اوباما لخوا د نرینه توب د ږغ په اوچتولو ښه پوهیږی . د ده سیال جان مک کېن تل خپل ځیګر ټکولیً او اعلان یی کړﺉ چی  « زه پوهېږم چی جګړې باید څنګه وګټو » . ټولپوښتنی څرګندوی چی امریکایان د یو جنګي لارښود په توګه پر مک کېن تر اوباما درې چنده ډیر اعتماد لری . خو متأسفانه ، دا وروستیو امریکایی ولسمشرانو د خپلی سیاسی میړانی د ثابتولو په غرض کوچنیو پوځی جګړو ته اړتیا لرلې ده . خو اوباما د امریکې په مشرۍ د افغانستان اشغال د ډیر وخت راهیسی یو « ښه جنګ » بللی دﺉ یعنی هغه نظر چی اکثریت امریکایان او کاناډایان هم پدې عقیده دي . دوی افغانستان – او فعلأ پاکستان هم – د القاعده او طالب تروریسټانو سرچینه بولی چی باید له منځه یووړل سی .

دا خواشینونکې ده چی اوباما د افغانستان په هکله د توندی او ګړندۍ جګړې څخه نه تیریږی او د جورج بوش لخوا د تروریزم ډیره لویه او غلطه اصطلاح مني . مخکی لدې چی اوباما د افغانستان جګړه نوره هم پراخه کړی ، دﺉ باید متوجه اوسی چی :

اول – القاعده هیڅکله هم تر ۳۰۰ نفرو اضافه غړي نه دي لرلي . ښایی په افغانستان کی د هغوی صرف څو کسه پاته وی . بچ سوي کسان یی په پاکستان کی تیت او پرک سوي دي چی د هغوی لټول د پولیسو او استخباراتو کار دﺉ نه د زرګونو نورو لویدیځو پوځیانو د ورلېږلو وظیفه .

دوهم – د افغانستان لپاره د امریکا تګ لاره د انژي جیوپولټیک لخوا مخته ځی . نو د سرکښو پښتني اقوامو غلی کول د کسپین د حوزې څخه مخ پر جنوب د انرژي د همدې پایپ لاینونو د جوړولو په غرض لازمی سوېده . هو ، هلته  د امریکایی او کاناډایی پوځونو لومړنیً ستراتیژیکی مأموریت هم  همدغه دﺉ .

درېیم – طالبان ژوبله ور « تروریسټان » نه دي . طالبان د پښتني اقوامو د یو بنسټ پال اسلامی مذهبی تحریک په توګه ایجاد سو تر څو د لاره نیونو ، جنسی تیریو ، مخدره موادو او افغانی کمونیسټانو پر خلاف جنګیدلي وای . طالبانو د سپټمبر د حملې تر څلورو میاشتو مخکی پوری لا د امریکا لخوا په ملیونونو ډالره مرسته تر لاسه کول . هغوی د سپټمبر په حمله کی هیڅ لاس نه درلود او نه هم په هغه قطعأ خبر وو . د امریکا پواسطه د طالبانو ماتولو دا نتیجه ورکړه چی نن پوره نیمایی افغانستان بیرته د کمونسټانو لخوا کنټرولیږی . افغانستان نن تر امریکایی نیونی لاندی د یو داسی مخدره دولت په توګه راغلی چی د نړۍ څه باندې ۹۰ سلنه هیرویین تهیه کوی .

 

غلی کول –

اول – پښتني قومونه د افغانستان پوره نیمایی وګړي جوړوي ، او د ګاونډی پاکستان هم ۱۵٪ وګړي پښتانه دي . لویدیځ قدرتونه لګیا دي د پښتني طالبانو د غلی کولو لپاره د پخوانۍ طریقې استعماری ډوله عملیاتو څخه کار اخلی . استعماری برتانیې ، شورویانو او اوس دادﺉ امریکا او ملګري یې هم کټ مټ استعماری ستراتیژي مخته بیایی یعنی : ګوډاګي واکمنان او محلی اجیر پوځیان استعمالوي ، او زښت زیات رشوت ښندي تر څو خپله اراده تحمیل کړي . نو هغه افغانان چی مقاومت کوی د بم وریو سزاوار ګرځی .

دوهم – اوباما ، مخکی لدې چی د  افغانستان جګړه نوره هم پراخه کړي ، باید یو ځل د امریکا د پوځی بد مرغیو بیلونه را غونډ کړي . لکه څنګه چی په تیره جنوري کی ، د پنتاګون او د معلوماتو د آزادۍ د مقررې د ابتدایی معلوماتو له مخی ، د عراق او افغانستان جنګونو د امریکا د جبهه یی تلفاتو شمیر ۷۲٫۰۴۳ تنو ته ورساوه . په روغتونونو کی د دې جګړو څخه راغلي ۲۶۳٫۹۰۹ پوځیان بستر او تداوي سوي ، او څه باندی ۲۴۵٫۰۰۰ کسان یی هم د ناتوان سوو انسانانو په توګه ثبت کړي دي . هیڅوک هم نه پوهیږی چی څومره عراقیان او افغانان وژل سوي دي . خو دا شمیر تر یو ملیون کسانو اوښتی دﺉ . فقط همدا تیره اوونۍ څه باندی ۵۰  افغانان د واده په یو محفل کی د امریکا د هوایی حملې پواسطه ووژل سول . خو امریکا د « بی- ۱ » ډوله بم غورځونکو په شمول ، د سخت هوایی طاقت د استعمال نه پرته نه پر عراق او نه هم پر افغانستان باندې خپل اشغال نشی ساتلای .

درېیم – د کانګریس د دیموکراتیکی کومیټې د راپور له مخی به دا دوې جګړې د همدې ۲۰۰۸ کال تر پایه په ۱٫۶ ټریلیونه ډالرو تمامی سی ، یا داچی د هري څلور کسیزه امریکایی کورنۍ لپاره به په ۱۶٫۵۰۰ ډالره پرېوتې  وی . پدې کی البته هغه مصارف شامل ندي چی د دې جګړو لپاره په پور اخیستل سوي دي .

 

دواړه غلط –

اوباما او مک کېن پدې فکر دي چی کولای سی افغان مقاومت په نور څاروی صفته قوت سره ټوټه ټوټه کړی . خو دوی غلط دي . ځکه نور لویدیځ پوځیان او د کلیو نوره بم وري به د افغان مقاومت د نور شدت په معنا وی . دا جګړه اوس پاکستان یعنی هغه هیواد ته هم ورڅڅېدونکې ده چی ۱۶۵ ملیونه وګړي لری . د اوباما دا تهدیدونه چی پر پاکستان به حمله وکړی او د هغه اټومی وسلې به پسی راواخلی بی باکه او بی سنجشه او زښت خطرناک دي . داسی ښکاری لکه دﺉ چی هم کټ مټ هغسی ګړنګ ته ورغورځی لکه بوش او مک کېن « جنګ پلوه ولسمشرانو » چی کړي ، البته دا وروستیً به وروسته همداسی کیږی . لکه د ناټو مشر چی هم په دې وروستیو کی منلې ، د دې غیر ضروری افغان جګړې د ختمېدو یوازینۍ لاره بمباري نه ، بلکی سیاسی حل دﺉ .

آیا اوباما هم دې ته لاس اچولی چی د کټ مټ هغه پوځی- نفتی مجتمع تر اغیزې لاندی راسی لکه د بوش استعماري خیاله ولسمشري چی یې رهبری کړېده ؟

آیا پاکستان به بیا د دیموکراتانو لپاره هغسی یو ناورین شی لکه عراق چی د جمهوریت والو لپاره و ؟   پای

 

منبع : ټورنټو سن ورځپاڼه ( کاناډا )

لیکوال : اریک مارګولیس

نېټه : د جولای ۲۰ مه ، ۲۰۰۸

ژباړن : نثار احمد صمد  

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *