د سره صليب اداره: د طالبانو مړي نه خرابيږي! — ډاکتر مسلم اندړ

 

د سره صليب اداره: د طالبانو مړي نه خرابيږي!

 

ډاکتر مسلم اندړ

 

د امريکا د سره صليب د ادارې انترنيټي پاڼې American Red Cross د بهرنيو ځواکونو په مقابل کې د طالبانو د وژل شوو (شهيدانو) په اړه يو راپور نشر کړى دى.

يادې ادارې چې د افغانستان په مزار شريف کې يې د مړو د ټولولو او ښخولو دنده په غاړه درلوده، پدې خبرې خپله ژوره حيرانتيا ښودلې ده چې د طالبانو مړي ولې نه خرابيږي او نه خوسا بوى کوي؟!!

راپور زياتوي چې هغه مهال په لومړي سر کې څيړونکو ددې لامل د هوا يخوالى ښوده، خو دې څيړونکو هغه وخت ټکاڼ وخوړ او خبره يې ناسمه وختله چې په همدې جګړې کې د د طالبانو د مخالفینو مړي وليدل شول چې پړسيدلي وه، ګنده او خوسا بوى ترې پورته کيدلو.

راپور وړاندي ځي او وايي چې اوس څيړونکي هڅه کوي چې د هغه خوراک په اړه څيړنه وکړي کوم چې د طالبانو سرتيري يې خوري!

څيړونکي غواړي په دې هم وپوهيږي چې آيا د خوراک او وينې تر منځ څه اړيکې شته او که نه؟ ځکه د ځينو طالبانو وينې تر مرګ څخه وروسته هم ګرمې پاتې کيږي!

ماخذ: المصريون، انا المسلم او ګڼ شمير نورې ويب پاڼې

 

د الله پاک فضل دى چې د صليبي ټلوالې په وړاندې د شهيدانو په کراماتو باندې تر دوستانو مخکې دښمنان اعتراف کوي، وايي کمال هغه دى چې دښمن پرې اعتراف وکړي.

د يادولو وړ ده چې که چيرې د ټولې نړۍ د ساينس او کيميا ټول ماهرين او پوهان راټول شي او ټول عمر څيړنې وکوي هيڅکله به ونشي کولاى چې د طالبانو د شهيدانو د نه خرابيدلو سبب پيدا کړي، کيداى شي دوى د ابراهيم عليه السلام د مبارک جسد په پيدا کولو پسې هم ډيرې هڅې کړي وي، تر څو د ده د بدن د بيولوژيکي خواصو په پوهيدلو سره خپلکو عسکرو ته د اورضد جامې جوړې کړي!!!

دلته د ښاغلي استاد ياسر هغه وينا را په زړه کيږي چې د اسلامي امارت د يوه وتلي قوماندان شهيد ملا عبد المنان احمد (رحمة الله عليه) په جنازه کې يې د وينا په مهال کړې ده: زه تاسو ته د دې لپاره چې طالبان په حقه او د کابل دولت په ناحقه دى، يو ساده او آسانه دليل بيانوم چې هرڅوک پرې پوهيداى شي او هيڅوک ترې انکار نشي کولاى، هغه دا چې: ولې زموږ شهيدان نه خرابيږي او خوشبويي ترې پورته کيږي او د مقابل لوري مړي خوسا کيږي او ګنده بوى ترې پورته کيږي؟!
ښاغلي استاد په داسې حال چې له شهيد ملا عبد المنان څخه هم همداسې يوه خوندوره خوشبويي پورته کيدله، زياته کړه: زه ټولو ته چلنج ورکوم چې راځئ! يو مړى زموږ او د مقابل لوري يو مړى به راواخلو چې په يوه وخت کې او په يو قسم وسلې وژل شوي وي، نيم ساعت به يې په يوه ځاى کې په يو قسم فزيکي او کيمياوي حالت کې پريږدو، وبه ګورئ چې زموږ مړى به لا پسي ښايښته شوى وي، خوشبويي به ترې پورته کيږي، د مشکو بوى به ترې ځي، او د مقابل لوري مړى به پړسيدلى وي، خوسا شوى به وي، او ګنده بوى به ترې پورته کيږي؟! اوس دې د ټولې دنيا د ساينس او کيميا ماهرين د دې سبب پيدا کړي، چې ولي؟؟؟

دا هم بايد له پامه ونه غورځوو چې د کابل د اجيرې اردو په ليکو کې د تيښتې يو لوى لامل هم د طالبانو د شهيدانو کرامات ليدل دي، د ننګرهار په غني خيلو ولسوالۍ کې د اجيرو اردو د يوې ډلې تښتيدلو عسکرو څخه يو يې د خپلې تيښتې سبب بيانوي او وايي: يو ځل په کندهار ولايت کې له طالبانو سره د يوې مخامخ او لاس په لاس نښتې وروسته طالبانو عقب نشيني وکړه، په داسې حال چې د دواړو لورو مړي د جکړې په ميدان کې پاتې وه، موږ ته امر وشو چې تر سهاره پورې همدلته پاتې شو، خو د ډير لږ وخت له تيريدلو وروسته زموږ له مړو څخه د داسې خوسا بوى پورته کيدل پيل شول چې تحمل کول يې د انسان له وس څخه بهر وه، او بل لوري ته د طالبانو له مړو څخه نا اشنا خوشبويي پورته کيده، نو همدا وه چې زموږ ملګرو (د ملي اردو عسکرو) شروع وکړه، خپل مړي يې پريښودل او د طالبانو د مړو تر څنګ ودريدل، دغه تښتيدلى عسکر زياتوي: کله چې شپه سبا شوه موږ څو تنو ملګرو څادرونه وڅنډل، سره له دې چې د تنخوا اخستلو ته دوه درې ورځې پاتې وې، هر څه مو پريښودل او د کور په لور مو را هۀ کړل!!!

د روسانو په وړاندې د جهاد د شهيدانو د کراماتو په اړه وتلي عالم شهيد شيخ عبد الله عزام (رحمة الله عليه) يو په زړه پورې کتاب (آيات الرحمان في جهاد الافغان) ليکلى دى چې په سلګونو دغه راز کيسې يې په کې راټولې کړې دي.

الله دې وکړي چې اوس هم علماء کرام مټې راونغاړي او د صليبيانو په وړاندې د جنګيدونکو مجاهدينو او شهيدانو کرامات راټول کړي او خپلو هيوادوالو ته يې وړاندې کړي، تر څو خلک حق او ناحق وپيژني او د حق لورى ونيسي.

له ټولو لوستونکو څخه په عاجزۍ سره غوښتنه کوم چې ما ګنهګار ته په اخلاص سره دعا وکړئ چې الله پاک پخپله لار کې د جهاد کولو توفيق راکړي او په آخر کې راته داسې شهادت نصيب کړي د کوم چې رسول الله فضايل بيان کړي دي او ده پخپله يې تمنا کړې ده.

ډاکتر مسلم اندړ

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *