نن مې په توره تاریخ لیکم ددښمن په ټټر — زخمي افغان

 

نن مې په توره تاریخ لیکم ددښمن په ټټر

 

زخمي افغان

 

لوړه نیم بیته مې ډير کلونه وړاندې د خوږژبي ترانه ویونکي ملا فقیرمحمد درویش په یوه ترانه کې اورېدلې وه ، د درویش صاحب  دنورو ترانو غوندې داترانه هم خورا احساس پاروونکې ده ، په تیره کله چې  نوموړی په خپله خوږه زمزمه  بیا بیا  دترانې مطلع تکراروي .

نن مې په توره تاریخ لیکم ددښمن په ټټر

بیا دپرون یادونه کاږمه  دنن په ټټر

 

شعر په ټوله کې غیر عادي کلام ته ویل کیږي ، چې غیرمعمولي والی یې بیا بیلابیلې لارې او طریقې لري ، دشعر دغیرمعمولي والي یوه  لاره له مبالغې او اغراق څخه استفاده ده ، په دې توګه په شعر کې معمولا هغه خبرې کیږي ،چې په عادي ډول نه کیږي ، له همدې ځایه خو عرب وایي ( ان احسن الشعر اکذبه ) په شعرونو کې ترټولو ښه هغه دی ، چې ترټولو ډیر غیر واقعي وي ، یعنې دمبالغې مالګه یې زیاته وي .

خو له دې سره سره په شعر کې په ریالیزم ( واقع ګرایي) باندې هم ډیر خلک ټینګ باور لري ، اود  یوې  ضروري پدیدې په توګه ورته ګوري ، ځکه واقع ګرایي دانساني عقل او طبیعت یوه نه جلاکیدونکی ممیزه  ده ، انسان طبعا واقعیت لیدونکی او پلټونکی وي ، چې په تشو خیالونو او وهمونو پسې ډېر نه ځي .

  دښاغلي درویش لوړه نیم بیته به مې چې پخوا اورېده ، سره له دې چې ډېر خوند یې راکاوه ، خو اوسنیو حالاتو ته په پام سره یوڅه غیر واقعي راته اېسیده ،ځکه  درویش صاحب په داسې زمانه کې د خپلې تورې په څوکه ددښمن په ټټر باندې دخپل تاریخ دلیکلوخبره کوله ، چې دتورې ، خنجر او چاقو زمانه موږ ډیره وروسته پرې ایښې  ده ، هغه توره چې یو وخت به تورزنو پرې دیوه بل ځیګرونه څيرل اوس  دنمونې په توګه په موزیمونوکې ساتل کیږي ، او ځای یې نویو وسلو او وسائلو نیولی دی .

درویش صاحب په داسې حال کې دخپل غلیم ټټر ته دخپل لاس په لاس ګوزار درسولو خبره کوله ، چې غلیم موږ دعربو له سمندر څخه په کروز میزایلو ولي او یا  له خورا لوړې ارتفاع څخه راباندې  بمونه وروي ، دغه راز کوم غلیم چې موپه کور راختلی هم دلاس په لستوڼي مبارزې ډېر مجال ورسره نلرو، ځکه نویو اسلحو جګړييز وضعیت له بنسټه بدل کړی دی ، که پخوا به مبارزینو په سپین میدان دتورې چلولو هنرونه سره ازمايل نن سبا له لرې واټن څخه  خپل درسا ویشتلو په  ځواک له یوه بل څخه دمیدان ګټلو په هڅه کې وي ، نن ترډیره دمتحاربو لوریو ترمنځ خبره لاس په لستوڼي مقابلې ته نه پاته کیږي ، بلکې لکه څرنګه چې دښمن له لرې څخه خپل توغندویز ، او ډرون بریدونه  ترسره کوي ، مجاهدین هم پرې له لري کنترولیدونکي چاودنې ترسره کوي ، دغه راز په اوږد واټن ویشتونکو میزایلو یې  قرارګاوې تربریدونو لاندې نیسي .

خو له دې شته حقائقو سره په څنګ کې په  خلکو کې داخبره هم مشهوره ده چې ( شاعران هم بې څه نه دي ) مطلب داچې که خبرې یې ظاهرا بې مورده ښکاري ، خو فی المجمله واقعیت او مصداقیت ضرور لري ، ډیر ځله د شاعرانو خیالي قوه  دهغو شیانو درک کوي ، چې عادتا یي اټکل نه  کیږي .

 دتورې په څوکه ددښمن په ټټر دتاریخ لیکلو خبره چې ماته لږترلږه په اوسني جګړه ایز وضعیت کې غیرعملي ښکارېده ، تیره ورځ مې واورېدل ، لکه څنګه چې   شاعر ویلي داسې څه لا هم امکان لري  او کیدلای شي .

 تیره ورځ ۲۰۱۲/۱/۲۶ میلادي نیټه  رسنیو راپور ورکړه چې دهلمند ولایت دسنګین ولسوالۍ  دساروان کلا دسیمې یوه تن اوسیدونکي ( جلا ت خان ) چې دسنګین په بازار کې دوکان لري ، دپنجشنبې په ورځ خپله چاړه دهغودوو تنو امریکایي سرتیرو ترځیګرو وایستله  ، چې دسنګین په بازار کې یې ګزمه کوله  ، د الاماره ویب پاڼې  راپور وایي چې جلات خان دخپلې له وړاندې  اماده کړې تیره چړې په ګوزار دوه تنه امریکایي سرتیري ځای په ځای وژلی دي ، دافغان اسلامي اژانس په قول په کابل کې دایساف دځواکونو عمومي ویاند دجلات خان لخوا ترسره شوی دا نادر برید منلی دی ، او ویلي یي چې جلات خان ددوی لخوا ژوند نیول شوی دی .

دجلات خان برید وښوده  ، سره له دې چې دا اولس دتش لاس دښمني ګالي ، خو بیا هم دخدای ورکړي  بې پایه همت او شجاعت په برکت داسې بریدونه ترسره کولای شي ، چې معمولا یې اټکل نه کیږي ، دجلات خان له له دې برید وړاندې په همدې سنګین کې یوه تن سپین ږیري څه موده وړاندې یوامریکایي جنرال د ډبرې په ګوزار له منځه وړی وو ، دغه راز په څنګلوري شاولیکوټ کې بیا یوه افغان په خپل تبر دیوه بهرني یرغلګر ککره کوټلې وه.

دا ټول څه ثابتوي چې په افغانستان کې روان جهاد دتلپاته میړانو او حماسو له اړخه یوه بي سارې جګړه ده ، ددې حماسې اومبارزې شاعر که دخپلو اتلولیو په اړه ، هر څه وایي باید په خبره  کې یي شک او تامل ونه کړای شي ، ځکه دلته هره ورځ عملا داسې حماسي زیږي ، چې هره یوه یې تربلې هیښوونکی او له عقله ماورا ده ، زموږ معاصر کره کتونکي دې دا بې ځایه لاپه نه بولي ، که افغان مبارز شاعرامریکایي هواباز ته  وایي

اې دغرور له نشې ډکه راشه

چې دې سابه  شي په نمکه راشه

 

له ډاره ګرځې داسمان په څوکو

که نارینه یې نوپه ځمکه راشه

 

او یاهم داچې

 

نن مې په توره تاریخ لیکم ددښمن په ټټر

بیا دپرون یادونه کاږمه دنن په ټټر

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *