آيا رښتيا دا خلك جنت ته د تلو آرزو لري؟ — احمد نويد

 

آيا رښتيا دا خلك جنت ته د تلو آرزو لري؟

 

ديرش كاله كيږي چې په هيواد كې مو د اور لمبي بلي دي كله په يوه نامه او كله په بل نامه وژل كيږو، د پرديو لاس وهنو مو هيواد وران ويجاړ او آن د تجزئي تر بريده يې رسولى وو. زمونږ هيواد په ويجاړولو كې د نورو څخه زيات زمونږ نږدي ګاونديانو ونډه درلوده او لا تر اوسه يې هم زمونږ د كريوانونو څخه لاس ندى ختلى.

اوهمدا رنګه يې زمونږ د هيواد ( ټاټوبي ) د ويجاړولو لپاره يې خپل ټول امكانات په كار اچولي او په دي لاره كي ور سره ځيني ناپوهه هيواد وال او نور د غرض خاوندان پوره ونډه لري. دا خلك راته هيواد ورانوي هيوادوال مو وژني، كوچنيان مو يتيما نوي اوميندي د بچيانو ويرته كښينوي .

كه له يوه لورې مو ګاونډيان ښه پريمانه باروت، پټاقي او ريموت كنترول بمونه زمونږ د وژلو لپاره راليږي او څو ناپوهه هيوادوال يې زمونږ د وژلو لپاره ګومارلي خو د بل لورى يوه داسي وسله راليږي چې مخنيوى ګران دى، خو د ولس په مرسته د دي عذاب څخه هم خلاصيداي شو. او دا ناوړه سلاح انتحاري حملات دي چې هم په كې ځآن وژنكى خپل ځان وژني او هم د ځان سره د ډيرو بيګناه مسلمانانو ويني تويوي ، څوك چې ځان وژني ، دي خلكو په دي دنيا د پاكستان د اى اس اى د مزدورو ملايانو په جامه د جنت شنه باغونه ښودل شوي دي .

راځي چې لومړى د شريعت له رڼا كې د داسي عمل پس منظر وګورو او ورپسي يې د مخنيوي لپاره لارې چارې وڅيړو تر څو مو په سوكالۍ كې وخت تير كړى وي او نور مو دغه مظلوم او ځوريدلى ولس ته د دى عذاب نه نجات وركړى وي.

    

د انتحارى شرعى پس منظر :

د انسان لپاره الله تعالى هم ځان وژل حرام كڼلي او هم يې د نورو خلكو وژنه حرامه كڼلي ده ، د يوه نفس په وژنه الله تعالى د هغه نفس د قاتل سره د  ابدي جهنم وعده كوي.

 ژباړه : ( څوك چې يو نفس بى موجبه ووژني د هغه جزا جهنم ده او تل به په جهنم كې وي ) .

هفه كسان چې جنت ته د تلو په طمعه د پرديو په تبليغاتو غوليدلي او خپلو ځانونو پورې بمونه تړي هم خپل ځان وژني او هم له ځان سره بې شميره بيګناه خلك وژني دوي دي لږ په خپل كريوان كې سر ښكته كړي او ځانونه دي د شريعت په اصلي احكامو وپوهوي كه نه كم تر كمه د پورته آيت كريمه ته وګوري او فكر دي وكړي چې آيا د ده خپل نفس باندې كوم د مړى پور شته اوكه نشته نو د هغه په اړه پريكړه د محكمي كار ده نه دا چې پخپله شخص ځان ووژني. همدا راز چې د دي بريدكوونكو په بريد كې كوم كسان د ځان سره وژني ، آيا په هغو خلكو شرعي محكمي د وژني پريكړه كړى ؟ او آيا بيايې د پريكړي نه پس په دغو خلكو د حد د تطبيقولو حق يې دي كس ته سپارلى؟

كه چيري هغه خلك چې په انتحاري حملاتو كې وژل كيږي بيګناه وي او دى يې وژني نو د پورته آيت كريمه د حكم سره په څه كوي دى خو د جنت په طمعه انتحاركوي حال دا چې الله تعالى ورته د بيګناه خلكو د وژني په بدل كې د جهنم وعده كړى ، او هغه هم د تل لپاره.

هغه كسان چې ځان پورې بمونه تړي او بيګناه خلك وژني ودى پوهيږي چې د پرديو د اهدافو ښكار شوي. انسان ته الله تعالى عقل او شعور وركړى د دي نه په استفادي سره دي پريګړه وكړي چې د بيګناه خلكو وژنه يعنى څه ؟

د شرعى اړخ نه د غير هسي دى ځان سره سوچ وكړي چې تر كومه به خپل هيوادوال وژنو، تركومه به د دي هيواد د ميندي د غم په ټغر ناستي وي؟

كه موضوع د جهاد وي نو ولى دغه پاكستاني بنيادګرايان د دغو ډلو ټپلو پر وړاندې د پاكستان حكومت پر وړاندې د جهاد اعلان نه كوي چې له دوي څخه په ښكاره توګه ملاتړ كوي او د هغوي په تجهيز او تمويل لاس پورې كوي ؟

خو ښكاره خبره ده چې د پاكستان افراطي ملايان د هغه حكومت په وينا او لارښوونه عمل كوي او د هغوي شوم او غيراسلامي او انساني اهداف پر مخ بيايي، او هدف يې جهاد نه بلكې په افغانستان كې د جنګ لمبي بلي ساتل دي.

نو افغان ولس دى هم وپوهيږي چې ولى  پاكستاني ملايان چې هيواد يې د  بهرنيو ترهګرو په ځاله او مركز بدل شوى او د نوموړى هيواد له خاورې څخه غواړي چې د سيمو په هيوادونو كې بې امنې او بې ثباتي رامنځ ته كړي جهاد نه كوي ؟ او يا هم د هغوي د فعاليتونو مخه نه نيسي ؟ دا ځكه چې نه غواړي خپل وطن يې وران او بې ثباته كړي.

نو مونږ افغانانو ته هم په كار ده چې نور د پرديو د مغرضو اهدافو اغيزي لاندې را نشو او د دوي په وينا او لارښوونه به ترڅو خپل بيكناه ولس وژنو،ترڅو به مو په هيواد كې سرې لمبي بلي وي ؟ او ترڅو به د بيـــــــــــګناه خـــــــــلكو د ويـــــــنو رودونــــــه بهيــــــــــــــــږي ؟.

                                                                                ليكوونكى احمد نويد

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *