ښاغلی ولسمشره ، ځواب یې وغواړم — ډاکټر نثار احمد صمد

 

ښاغلی ولسمشره ، ځواب یې وغواړم

 

 

 

راپورتر : مجیب مشعل

منبع : الجزیره نیټ ورکس

نیټه : ۲۰۱۲/۳/۱۸

ژباړه او لنډیز : نثار احمد صمد

 

په کندهار کی د امریکایی پوځي لخوا د مستۍ په حال کی ډل وژنې د قربانیانو کورنۍ د یوې یاد غوندې پر مهال افغان ولسمشر وترټی خو افغان ولسمشر یې ځوابونه نلرل .

جذباتي سوي حامد کرزي ، چی د خپلو غټوچارواکو سره ناست و ، د جمعې په ورځ په سړه سینه د ۱۶ هغو قربانیانو د خپلوانو خبرو ته چی د کندهار په پنجوایی کی یې په نیمه شپه کی د مستۍ په حال کی وویشتل ، په غور غوږ نیولی و .

دغو په زړه زخمی مشرانو صمیمانه خبری کولې ، د ځانی تلفاتو په هکله ږغېدل ، بې وسه او مجبوره وو ، او د عدالت غوښتنه یې کول . هغوی تقریبأ ټولو د امریکایی پوځ د ادعا پر خلاف ټینګار کاوه چی په دې ډل وژنه کی تر یو پوځي زیاتو کسانو لاس درلود .

کرزي هم تر دغې غونډې وروسته د دغو مشرانو ږغ پورته کړاو په هغه څه یې باور وکړ چی وایې ورېدل . ولسمشر خبریالانو ته وویل چی : « د دغه سړي په کور کی په څلورو خونو کی انسانان ووژل سول ـ کوچنیان او ښځی ووژل سول ـ او بیا ټوله په یوه خونه کی واچول سول او ویې سوځول . دا ټول یو سړی نسی کولای . »

د اړونده غونډې او خبرو اترو یوه برخه په دې ډول ده :

د وژل سوي کس یعنی محمد داؤد ورور داسی وویل : زما ورور چی امریکایانو شهید کړ ، موږ هلته پرې یښی و چی زموږ د مځکی غم وخوری او هغه اوبه کړی . د خدای لپاره یو څه فکر خو وکړﺉ : هغه شپږ اولادونه لری . په افغانستان کی په لکونو لکونو دغسی پیښی سوي دي .

کرزی : د هوکې او تایید په ډول سر ښوروی او داسی ورته وایی : « هو ، پیښی سوي دي . »

د قربانی ورور : ما دا خبر د راډیو څخه واورېد . زه ټلویزیون نلرم…. هغه د خپلو اولادو سره بیده و ، دا د شپې دوې ـ درې بجې وې . تاسی پخپله استنباط وکړﺉ که ولسمشر یې ، که وزیر یې ، او که عسکر یې….

کرزی بیا خپل سر د تایید په ډول ښوروی .

د قربانی ورور : که یو څوک د بل کور ته ورننوزی ـ یعنی یو خارجی چی انګریزی ژبه وایی او هم پښتو وایی . هغه دروازې ته راځی او یو بل یې توپک ورته نیسی او ورته وایی چی « طالبان ! » طالبان چیری دي ؟ دا سیمه امریکایی بېس ( اډې ) ته نږدې ده .

هغه وروسته وزیر « اسدالله خالد » ته اشاره وکړه چی مخامخ ورته ناست و .

وزیر پخپله دا منطقه ولیده ، هغه دا دی زموږ په مخ کی ناست دی . که زه افراط کوم ، نو دا دي شاهدان موجود دي…. دغه وزیر ، حاجی اغا لالی …. هغوی ټول همدا دي دلته حاضر دي….. زما ورینداره وایی چی ما په خپلو سترګو ولیده چی امریکایان راغلل او زما میړه یې تر چپه لاس ونیوﺉ او ورته ویې ویل چی « طالبان ـ طالبان » . یو بل یې راغی او زما میړه یې پر سر په مرمۍ وویشت . ما د هغه ماغزه په سترګو ولیدل . یو بل امریکایی راغی او زما پر شپږ میاشتني زوی حضرت الله یې توپک ونیوﺉ .

زما وریندارې هغه ته د خدای روی ونیوﺉ ( د خدای نوم یې ورته شفیع کړ )… خو هغه یو امریکایی کافر و . که د هغه پر ځای د ملی اردو یا پولیسو یو سړی وای ، نو ضرور به یې د خدای نوم قبول کړی وای . زما ورېندارې هغه ته د خدای نوم شفیع کاوه خو هغه پر مخ څپېړه ( چپلاخه ) ورکړه او ایسته یې وغورځوله . موږ پښتانه څومره شرافت لرو ـ موږ که ۱۰۰ کاله هم سره تیر کړو ، بیا هم بېله اجازې څخه یو د بل بام ته نه اوړو .

خو نن یو امریکایی راځی او زما ښځه پر مخ وهی ، بې عزتي ورسره کوی . دا شیان موږ ته چا راوړی دي ؟ تاسو ټوله ځواب راکړﺉ . بس ، ځواب یې تاسو راکړﺉ .

کرزي دا مهال ځان لږ کیڼ اړخ ته کوږ کړ او سر یې کرار د تایید په ډول ورته وښوراوه .

د قربانی ورور : زه ستاسو څخه پوښتنه کوم ، ځواب یې راکړﺉ .

وروسته یې لوی درستیز ته چی سر یې کښته ځړولی و ، مخ واړاوه او داسی یې ورته وویل : تاسی یې ځواب راکړﺉ .

ښاغلی وزیره ، تاسی ځواب راکړﺉ ، دا هر څه د چا له لاسه ؟

هغه تکرارأ په داسی حال کی چی ټولو مخامخ ناستو وزیرانو ته یې کتل ، وویل چی زه ځواب غواړم . په دې ترڅ کی شپږ ثانیې چوپه چوپتیا خپره سوه . کرزي مخامخ دغه سړي ته کتل ، وروسته یې خپلی سترګی کښته ونیولې .

دغه سړي یو کس ته چی غوښته یې څه ووایی ، وویل چی صبر وکړه زما خبری لا ختم سوي نه دي . زه یې ځواب غواړم خو تاسو پټه خوله یاست .

کرزی : ووایه څه ویل غواړې ؟

د قربانی ورور : هغه څه چی ما وویل ، ځواب یې راکړﺉ . ټولو چارواکو ته یې کتل او ورته ویې ویل چی زه یې ځواب غواړم .

کرزی : « موږ یې ځواب نلرو . » هغه دا مهال خپلو چارواکو ته کتل ، وروسته یې بیرته خپله توجه د قربانی ورور ته واړوله .

هغه ورته وویل چی زه یې ځواب غواړم .

دا مهال بیا چوپه چوپتیا خپره سوه .

آیا ځواب یې نلرﺉ ؟

کرزی : یا ، نه یې لرو .

د قربانی ورور : نو قصور او جرم پخپله زموږ نه دی ؟

کرزی : هو ، بېله شکه .

د قربانی ورور : آیا موږ او تاسی ټوله همدا خبره منو ؟

کرزی : هو ، بېله شکه .

د قربانی ورور : کله چی هغه ( یعنی امریکایی عسکر ) زما ورېنداره په څپېړه ووهله او هغې د خدای نوم ورته شفیع کاوه ، زما د ورور نیم جسد دننه و ، شهید سو ، او نیم بدن یې دباندی و . دا بیرته راولاړه سوه خو یو ځل بیا شا ته پوری وهل سوه . هغې د مړي لپاره اسلامی احکام پر ځای کول او څراغ یې ولګاوه چی یو دم یې زیات امریکایی پوځیان ولیدل . خو هغوی نارې وهی چی یا ، دا صرف یو امریکایی و ، او وایی چی هغه هم لیونی و ؟ دا څونه د شرم خبره ده ؟ یو لیونی ولی پخپله ځان نه وژنی ؟ ولی یې خپل ملګري نه وژل ؟ دا څنګه لیونی دی چی داسی بیچاره ګان وژنی چی یوولس یې ماشومان او یو هم زما ورور و ، او بیرته خپل بېس ته ځی ؟ څنګه د خپلی اډې څخه څلور کیلومتره لیری دا کار کولای سی ؟ زه خو بیخی ورته حیران یم .

وروسته زما ورېنداره را ولاړیږی او زما د شهید ورور محمد داؤد لپاره تر سهاره اسلامی مراسم پر ځای کوی . د خدای لپاره ، تاسو پخپله د یوې ثانیې لپاره فکر ورته وکړﺉ : تر سهاره یوه ښځه یو شهید ته چی د دې په مخ کی پروت دی ، ناسته وی . سهار ما ته تلیفون وسو، نو په څنګه حالت کی به زه هلته ور رسېدلی یم ؟

زه د هیچا څخه هم جبران یا تاوان نه غواړم . زه د چا څخه حج نه غواړم چی ومی لیږی ، پیسې هم د چا څخه نه غواړم ، په عینو مېنه کی کور هم نه غواړم . بلکی صرف د دغو امریکایانو لپاره سزا غواړم . زه همدا کار غواړم ، زه همدا غواړم ، او بس همدا غواړم . زه خپل سر د خدای د رضا لپاره ایږدم . او که داسی نسی کېدای ، نو خدای دې ستاسو مل وی او بس همدا اوس دا دی ځم .

کرزی : پوه سوم . هو ، پوه سوم . پای

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.