په سوځيدو کله مړ کیږی قرآن — محمد طاهر قیام

 

په سوځيدو کله مړ کیږی قرآن

 


شاعر: مولوى سميع الله

ارسالى: محمدطاهر قيام

 

په سوځيدو کله مړ کیږی قران
لکه د لمر په څير ځليږي قران


لوح محفوظ نه پاک الله ليږلى
غار حرا کې نازليږي قران


رڼا يې رسي له ختيځ تر لويديځ
تر قيامته به خپريږي قران


څوک چې تيارو د جهالت کې اوسي
الله چراغ ورته راليږي قران


ذمه يې کړي د ساتنې الله
ځکه سينو کې خوندي
کیږی قران


په ميلونونو حافظان لري اوس
په شوق قاري ته ورياديږي قران


تاثير په زړو د انسانانو کوي
ټول بشريت ته حادي
کیږی قران


اته کلن ماشوم چې حفظ کړلو
بس مسلمان ته اسانيږي قران


چې په ويلو يې زړه نه تنږيږي
له خپل ويونکي خوشحاليږي قران


کله يې چې بيرته پاک الله وغواړي
په هاغه وخت به روانيږي قران


د مسلمان د پاڅون وخت راغلى
په کليسا کې چې سوځيږي قران


په (تيري جونز)باندې چې مور بوره کړي
په هاغه ځوان باندې نازيږي قران


د کليسابامبړان خوشي خره دي
ددوى په کړو کله ختميږي قران


عابدزى يې تل په ډيره مينه لولي
ورسره څنګ کې په اوسيږي قران

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *