موسیقې په اسلام اوساینس کي (لسم څپرکی) — عبدالغفارجُبیر

 

موسیقې په اسلام اوساینس کي (لسم څپرکی)

 

موسيقې اونوې سايسني څیړنې

 

لیکوال: عبدالغفارجُبیر

 

دانسان پرجسم باندی دموسيقۍ ناوړه اغيزې:

دموسېقۍ اوازدخلکودعام اوازڅخه بېل دی، اوهغه داچې په موسیقۍ کی مختلف اوازونه په منظم ډول سره کښته پورته، لوړاوکښته کیږی؛ داغیرطبعي اوازونه چې کله دغزلواوازونه هم ورسره علاوه اواضافه شی نودانسان پرټول بدن باندی ډېرې ناوړې اغیزې لري، اکثره خلک چې کله داموسیقې اوری داحساساتواوجذباتودومره ښکاراوغلام شی چې ځان نشی قابوکولای، پرلاره روان وی اتڼ کوی، دخپل ژوندټول مقصداوموخه ئې همداموسیقې ګرځولې، او24 ساعته ئې فکراوذکرموسیقې وي۔

که په لنډوکی درته ووایم موسیقې پربدن، زړۀ، دماغ اوروح پردې ټولوباندی ژورې اغیزې کوی، اوداټول دځان تابع اودغلامۍ په جال کی رانغاړی، که په یوه جمله کی داهرڅه سره راغونډکړم، نوموسیقې دټول بدن موازینه سره ویجاړوی اوله طبعی حالت څخه ئې باسی۔

دموسیقۍ داغیزوپه هکله پروفیسر (A. Pike) پخپل کتاب

Journal of Researches in Music Education چې په 1992 کال کی چاپ شو داسی وایی:

دموسیقۍ داورېدلوپرمهال 96 سلنه اورېدونکی دخونداواحساس په څپوکې دی، 83 سلنه دموسیقۍ سره دیووالې احساس کوی، 72 سلنه پخپل طبعیت کی دبدلون احساس کوی او65 سلنه اورېدونکی دخوځښت اوپخپل ځان کی دحرکت احساس کوی۔

(Journal of Researches in Music Education Vol. 20, pp 262)

چې ددې څخه جوتیږی چې موسیقې دانسان پربدن باندی په کومه اندازه سره اغیزې لرې، ساینس پوهان په دې باوردی چې موسیقې پراخلاقوباندی هم ژورې اغیزې لري اوهم ئې درلودلای شی؛ په 1991 میلادی کال کی دکېل پوهنتون (University of Keele) دووساینس پوهانویودبرطانې جان اې سلوبوډا (John A. Sloboda) اوبل دکاناډایومشهوره ساینس پوه ګیبرئیلس (Gabrielsson)- پخپلوڅېړنوکې اوتجربوکی ثابته کړل چې موسیقې په انسان باندی دومره اغیزې لری چې حتی ځینی خلک ژاړی۔

(Canadian Journal of Research in Music Education vol,20)

(Psychology of Music Vol. 19, pp, 110:120)

ساینس پوهانوداهم ثابته کړېده چې دموسېقۍ اورېدل اوبرېښنایی شغلې هم دمخ پرڅهرې اوهم پرپوستکی باندی ډېرې بدې اوناوړه اغیزې لری اوژوربدلون پکښې راولې؛ دنړۍ درې وتلوساینس پوهانو هریو لکه نائیکلیسیک (Nyklicek)، تییر(Theyer) اووېن ډورنین (Van Doornen) په یوه څېړنه کی (Journal of Psychophysiology) چې په 1997 کی چاپ شوه داسی لیکلې دی:

دموسیقۍ داورېدلوپرمهال لاندی بدلونونه اواغیزې ضرورراځی:

خوښې، غم، غُصه، استراحت، دزړۀ اوتنفسی سیستم کی ناموازینه اوبدلون لکه دزړۀ دحرکت تېزوالی اوسستوالی، دتنفس تېزوالی اوکراروالی اودنبض پوره بدلوون ورسره جوخت دی، چې داټولې اغیزې دموسیقۍ په اورېدلوکی شتون لری۔

دپنسلوانیادایالت پوهنتون (Pennsylvania State University) یووتلی ارواه پوه جولین تییر (Julian Theyer) وایی:

دموسیقۍ اوازدانسان فطري حواس پوره کنترولوی اوترپوره اغیزولاندی ئې راولې، اولنډه داچې موسیقې په انسان کی پوره بدلون راولی۔

(Rosenfeld, Anne H. (Dec,1985) Music the Beautiful Disturber, Psychology Today)

دپورتینوپاڼوڅخه داپه لاس راځی چې موسیقې دانسان جذبات اواحساسات پوره تراغیزولاندی راولی، اودانسان ددماغ پر(Limbic Region)، یعنی هغه برخه چې جذبات اواحساسات کنترولوی پوره بې واکه کوی، اوترخپلو پوره اغیزولاندی ئې راولی، همداوجه ده چې هغه کسان چې موسېقې دتل لپاره اوری، نوکله ژاړی، کله بې ځایه اوبې موجبه خاندی، کله ئې حواس داسی کارپرېږدی چې دی خپل ځان وژنی خودی نه پوهیږی، کله بل څوک وژنی نودغه احساس نه وی ورسره چې زه څه کوم؟ دژوندموخه می څه ده؟ څه کول پکاردی، دټولنې لپاره بایدڅه وکړم؟، دسیمې لپاره زه بایدڅه وکړم؟ دکوم مقصدلپاره پیداشوې یم؟ مرګ لرم اوکه ئې نه لرم؟ په یوه اسلامی اوافغاني ټولنه کي مي مسئولیت څه دی؟ ایازماپه شان نورکسان هم داسی بېهوده شته؟ ایاموسیقې یواځی زمادژواک ژوندبنسټ دی؟ اوداسی نوری په زرهاووپوښتنې بې ځوابه شي۔

نوربیا۔۔۔

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.