روژه اونوی ساينسي څیړنی (۸) — عبدالغفار جبیر

 

 

روژه اونوی ساينسي څیړنی (۸)

 

لیکوال: عبدالغفار جبیر

 

روژه اونوی ساينسي څیړنی:

دکائناتودپنځونکی په هرحکم اونهی کی زښته اُخروی اودنیاوې ښې ګڼې اونیکمرغیانې نغښې دی، په واقعیت کی په یوه سُنت نبوی صلی الله علیه وسلم باندی څېړنه اولیکنه کول دیوه انسان په ټول عمرکی ناشونې ده، اودیوه بشرله وس اوتوان څخه یووتلی کاراوناشونې تصور دی،پاته دی نه وی چي که دالیکنه ډېره نه اوږدېدلای نومادقرانکریم اوحدیث نبوی صلی الله علیه وسلم په هرحکم باندی ټوکونه ـ ټوکونه کتابونه لیکلی وای اومعلومات به می راټول کړی وای ، اوس ددې لیکنواوڅېړنولیوالتیادومره ډېره اوپه لوړګراف کی ده چي دفکرڅخه لوړه ده؛ زښته ډېرې داسلام ددین شغلې مخ په وړاندی اودقرانکریم دهدایت نوردځمکې دکُرې وهرې زاوې، لوړواوژورو ته رسېدلی دی۔

دایومنلی نړیوال حقیقت دی چي داسلام مبارک دین دپوره ښې ګڼواودژواک(ژوند) دښکلوملغلروڅخه ډک دی، تاریخ ګواه دی چي اسلام بشریت دټولوظاهری اوباطنی بدبختیودچرخاب څخه دسوکالۍ اومینې وساحل ته راایستلی دی؛ په هروخت کی ئې دټوله انسانیت دهیلوغوټۍ ورغوړولې دې، دتورتم اوجهل دکرغیړنوتاریکیوڅخه ژغورلی دی اوراایستلی دی اودهدایت اولارښونې څرک ئې وربخښلی دی۔

انسان دتل په شان په بدبختیواودکړاوونوښکاردی، داسلام په (۱۴۰۰) کلن زرین تاریخ کی اسلام یواځنی دین اودهرانسان دژوندتګلاره ده، چي نسلونه، ملتونه اوقومونه ئې په بې مثله نورروښانه کړی دی؛ اوتل پاتې خوښې ئې ورپه برخه کړېدی، اواوس دایونړیوال اوکوټلی واقعیت دی چي اسلام دځمکې پرمخ یواځنی رېښتنی اومنلی الهی دین دی؛ وبل لورته دفلسفې اوحکمت څښتنان بیادااعتراف کوی چي اسلام ځکه یوالهی دین دی چي په هرنهی اوامرکی ئې داسی ښې ګڼې نغښتې دې چي دانسان ترپوهې اوفلسفې فکراوتصورڅخه ډېرې اوچتې دی،اوپه اسلام کی دڅېړنواومطالعې په پایلوکی په میلیونهاوو خلک مسلمانان شویدی۔

دلویدیځ پوهان دامنی چي روژه دشکرې (Sugar) دناروغۍ لپاره، دوینې دلوړفشار(Hypertension)، د(Depression) ژورخفګان، دبدن دمدافعې دقوت (Immunity) دقوې کېدو، داعضای رئیسه (Vital Organs) دښه ودې په خاطراوداسی نوروپه زرهاووناروغیولپاره غوره طبعي درملنه ده، چي په راتلونکی کی به ورباندی رڼاواچول شی۔

مخکی په اسلامی احکاموباندی یواځی دامت مسلمه مسلمانوپوهانو، ډاکټرانواوطبیبانوڅېړنې کولې اوکتابونه ئې ورباندی لیکله، خوبرعکس اوس دلویدیځ غیرمسلمانان پوهان، فلیسوفان، روڼ اندی، مفکرین، پروفیسران اوډاکټران ورباندی په ډېره مینه سره لومړی لیکنې ورباندی کوی، کتابونه چاپوی اوپه دوهم ځل کی داسلام مبارک دین قبلوی؛ اوکه هغه کسان چي اسلام قبول نه کړی نوداسلام دحقیقت څخه سترګې نشی پټولای اوواقعیت بیانوی۔

دروژې په هکله دڅونړېوالووتلوډاکټرانوويناوې

ډاکټرډی۔ جکټ(Dr.D.Ject) دروژې په هکله  وایی:

روژه نیول ټولې ناورغیانې له مینځه وړی اوختموی ئې۔

ډاکټرجوزف (Dr. Joseph) دروژې په هکله وایی:

روژه هم ظاهري اوهم باطني ناروغیانې له مینځه وړی اودپای ټکی ورته ایږدی۔

پروفيسرافيشن (Professor Afession) وایی:

روژه دمعدې ، ینې(ځیګر) اودزیات خوراک دکنترول لپاره ډېره ښه درملنه ده۔

پروفيسرډاکټرايم۔ ډي کينيارډ(Professor Dr. M.D Kenyard) وایی:

روژه په واقعیت کی یوه طبي معجزه (Medical Wonder) ده، چي هیڅوک ورڅخه سترګې نشی پټولای۔

پروفيسرکلارک(Professor Klaork)  وایی:

روژه زماروغتیاده، زماژونددی اوزماخوښې ده، چي زه ورڅخه چاره نلرم۔

پروفيسرسی۔ ايس جونز(Professor C. S Jones) وایی:

زمادمشاهداتواوڅېړنومطابق روژه نیول دیوه انسان لپاره اړینه اوحیاتی ده، لږترلږه بایدهرانسان په هره میاشت کی روژه ونیسی، که هره میاشت نه وی نوبایدپه دوومیاشتوکی دی ونیسی، دیوې ورځې څخه تردروورځوپوری، اوزمادتجربوپه اساس روژه نیول دهرانسان یوفطری اوطبعي اړتیااوضرورت دی۔

(Islam and Medical Science, Vol. 3, p, 20/27)

حضرت ابوهرېره رضی الله عنه وایی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي روژه روغتیاده، اودروژې له کبله دانسان باطنی اوظاهري مضرات ټوله ختمیږی، چي له همدې کبله دروژې په نیولوسره ظاهري اوباطني خوښۍ ولاسته راځی۔

 (اسوه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم، بحواله طبری)

ددې حدیث مبارک څخه داپه لاس راځی چي روژه نیول، لومړی ظاهري شفاء ده اوپه دوهم ځل کی باطني روغتیاهم ده؛ اوددې ټولوناخوالواوناروغیانولپاره یوه بې جوړې کیمیاده، چي دروژې پردې ګټوباندی دنړۍ ټول ساینس پوهان په یوه خوله اعتراف کړیدی۔

داکسفورډيووتلی پروفيسرپالډ وايی:

زه پخپلوڅېړنواوتجربوکي بوخت وم چي کله دروژې مایشت راغله، مادروژې نیول پیل کړل، ډېرخوښ وم ، دیوڅوورځوروژودنیولووروسته می دزیاتې لوږې احساس کاوه، اوودې روژوته می دوام ورکړ، ډېرخوښ اوخوشحاله شوم داځکه چي ماګاسټریټیس (Gastritis)  درلودې، ګاسټریټیس دمعدې دمخاط التهاب ته وایی،خودروژې په نېولوسره می داټول کړاوونه له مینځه ولاړل، اوددې ټولوناخوالوڅخه خلاص شوم؛ اسلام واقعایوحقیقی، واقعې اوالهی دین دی اووخپلوپیروانوته ئې داسی فارمولا (روژه نیول) راوړېده چي ددې څخه دبل لوی نعمت توقع نشی کېدلای۔

(New World)

دکيمبرج يووتلی پروفيسرډاکټرلوتروايی:

ډاکټرلوترچي درمل پوه (Pharmacologist) دي، دی دروژې په هکله وایی:

دیوه روژه نیوونکی دمعدې رطوبات می معاینه کړل، چي زه ودې پایلوته ورسېدم چي دروژه دارپه نس کی هیڅ داسی موادنه وه چي ناروغې ورباندی اغیزې وکړی، اویادمکروبونو ځاله شی اویاناروغې قبوله کړې، چي زه په یقین سره دادرته ویلای شم چي روژه دمعدې دټولوناخوالویواځنۍ ښه اوغوره درملنه ده؛ ددې څخه علاوه روژه دټول بدن دروغتیاضمانت کوی۔

 

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *