دزمزم اوبه په اسلام اوساینس کی(۴) — عبدالغفارجُبیر

 

دزمزم اوبه په اسلام اوساینس کی(۴)

 


لیکوال: عبدالغفارجُبیر

 

دزمزم څاه اودحضرت عبدالمطلب کيندل:

وحضرت اسماعیل علیه السلام ته لوی خدای جل جلاله ۱۲ ځامن ورکړل چې دادعربونیکونه دی، دلومړ ځل لپاره ددې څاه ملکیت دحضرت اسماعیل علیه السلام په واک کی وو، چې دده دوفات وروسته بیادده دمشرځوی په واک کی شو، چې وروسته ئې واک دده نیکه مضامن په لاس کی شو، چې وروسته بیاددې واک دجرهم په لاس کی شواوجرهم قبیلې بیاهغه ختم کړ، اوبیاددې سیمې واک دخزاعه دقبیلې په لاس کی شو، چې بیاپه ۵ میلادی سنه په لومړیووختوکی ددې حرم واک دقریشوپه لاس کی شو، چې دمکې اوحرم ټول خدمت دیوښکلی ځوان قصی بن کلاب په لاس کی شو، دقصی بن کلاب په څلورم پښت کی عبدالمطلب پیداشو، عبدالمطلب پخپل وخت کی په بزرګۍ اوهوښیارۍ کی مشهوره وو، ده دمکې معظمی ټول خدمت په ښه ډول سره ترسره کاوه اوتل په دې فکرکی ووچې بایددزمزم څاه پیداشی، داځکه چې داپه عربوکی سینه په سینه رارسیدلې وه چې دلته یوڅاه ؤ، اوبل داچې دحاجیانواویادهغوخلکوچې ومکې ته دعزت په خاطرراځی داوبوستونځې به ئې حل شی، نودی تل په دې هلوځلوکی وواودایی ارمان وچې کشکی داڅاه پیداشوی وای، ترڅودخلکومشکلات حل شوی وای، داځکه چې مکه معظمه یوه غرنۍ اووچه دښته وه.

حضرت عبدالمطلب رضی الله عنه وايی چې زه دحجرالاسودسره بیده وم اوومکې معظمې ته می څنګ وهلی وچې په خوب کی یوسړی راته وویل چې ولاړشه (طیبه) وکینده، ماورته وویل چې (طیبه) څه شی ده؟ ددې غصې په حالت کی راپورته شوم له خوبه، څه ګړی ورسته بیاخوب وړی وم بیاهغه سړی راته وویل چې ولاړسه او(بره) غارکه! کله چې ماورته وویل چې (بره) څه شی ده؟ نوهغه راڅخه ولاړی،په دریم ځل ئې راته وویل چې (مضنونه) غارکه، ماروته وویل چې (مضنونه) څه شی ده؟ هغه ولاړی؛ ددې خوب څخه درې ورځې وروسته بیاهلته ویده یم چې بیاهغه سړی په خوب کی راغی اوراته ئې وویل چې ولاړشه دزمزم څاه وکینده،چې تاسی اوستاسواولادونه عزت حاصل کی، چې ددې اوبه به هیڅکله وچې نشی، اونه به هم لږشی،دااوبه وحاجیانوته ورکوی که څه هم دحاجیانواندازه اوشمیردمیږیانوپه شان وی.

له دې څخه وروسته می ورڅخه وپوښتل چې هغه څاه چیری دی؟ هغه راته وویل چې سبایو سپین کارګه(کارغه) راځی اوهرځای چې کښینستی هم هغه ځای دزمزم دڅاه دی، په ځینوروایتوکی راځی چې ورته ئې وویل چي پرکوم ځای چې حیوانات حلالیږی هلته داکارګه راځی اوته هغه ځای غارکه ، چې ددې زیری په اوریدوسره ډیرخوښ شوم داځکه چې دزمزم دڅاه عظمت مخکی لازموږپه غوږوکی وو، اوداهم راته جوته وه چې هغه معجزه ده، اووچیږی نه، نوځکه سبادمکې معظمې ومخی ته ناست یم اوزماځوی حارث راسره دی، چې دڅه ځنډنه وروسته کارګه راغی اودلته نژدي کښینستی اوهلته ئې یوځای یوڅه غارکی اووالوتی چې زه ورته ګورم؛ دهغه دالوتلوڅخه وروسته زه اوزماځوی حارث ورغلواوهغه ځای مو درې ورځی وکیندی اوغارموکړچې وروسته دڅاه اثرات جوت شوی اودتکبیرناره مه له خولې ووتل اونارې می کړلې چې داداسماعیل علیه السلام څاه دی، له څاه څخه دوې دسروزروهوسۍ، څه تورې اوځغرې اونورشیان راوختل، یوه هوسۍ عبدالمطلب ویلی کړل اودکعبې شریفې ددروازې لپاره ئې ورته دسروزروخښتې جوړې کړې اوبله هوسۍ ئې دښکلالپاره په کعبې شریفې کی کښېښودل، اوپه اصولی توګه سره د(السقایا) ګروپ جوړشواوخلکوته ئې اوبه ورکولې،له دې څخه وروسته دقریشوڅه قصدوشوچې داکارولی ده یواځی وکی، عبدالمطلب ورته وویل چې داپیرزوینه یواځی الله پرماکړیده اوبس، دڅاه دکیندلوڅخه وروسته عبدالمطلب یوحوض ورته جوړکی ، چې کله به حوض ډک شونوداټوله ورځ به حاجیانواوبه څیښلې، خودشپې به قریشوداحوض خراباوه، اودورځې به بیرته حضرت عبدالمطلب هغه ترمیماوه، کله چې دحوض خرابیدل ډیرشوه نووالله جل جلاله ته ئې دعاوکړل ؛ چې له دې څخه وروسته یوچاپه خوب کی ورته وویل :

اللهم انی لااحلهالمغتسل ولکن هی لشارب حل وبل ثم کفیتهم

ای الله بی شکه دادلمبیدولپاره حلالې نه دی، لکن دادڅیښلولپاره دی، اوتاسی په دې باندی کفایت وکی.

سهارعبدالمطلب په حرم کی ولاړشواوخپل خوب ئې وخلکوته ووایه، اودائې هم ورته وویل چې که هرچاداحوض خراب کړپه اینده کی دهغه ټول بدن به دناوړې اولاعلاجه ناروغۍ ښکارشی.

(تاریخ مکه، تفسیرالجامع لاحکام القرآن، طبقات ابن سعد، الحاوی للفتاوی، اخبارمکه، سبل الهدی والرشاد، نهایه ابن اثیر، بخاری، تاریخ مکه مکرمه)

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

نوربیا…

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *